من لم یشکر المخلوق لم یشکر الخالق
«مَن لم یشکرِ المخلوقَ لم یشکرِ الخالقَ» عبارت چې معنا یې ده: «څوک چې د مخلوق شکر ونه کړي، د خالق شکر هم نه کوي»، یوه مشهوره وینا ده چې د روایت په توګه شهرت لري؛ خو د حدیث پېژندونکو په وینا دا عبارت په شیعه روایي سرچینو کې نه دی راغلی. سره له دې، په اسلامي سرچینو کې دې ته ورته محتوا لرونکي احادیث شته. څېړاندو د دې عبارت پر بنسټ د مخلوق د شکر او د خالق د شکر ترمنځ مستقیم ارتباط ته قایل شوي. د هغوی له نظره، له دې امله چې مخلوق د الهي فیض واسطه ده، نو د دوی شکر ادا کول، د نعمتونو د اصلي سرچینې یعنې خالق شکر ګڼل کېږي.
دې تعلیم په فارسي ادبیاتو کې هم انعکاس موندلی، لکه څنګه چې د جامي په شان عارفانو دغه مطلب په شعری بڼه وړاندې کړی دی.
له ورته حدیثونو اخستل شوی عبارت
د ناصر مکارم شیرازي په وینا، که څه هم «مَن لم یشکر المخلوق لم یشکر الخالق» عبارت په شیعه روایاتو کې نه دی راغلی.[۱] خو د همدې معنا لرونکي احادیث په شیعه حدیثي سرچینو کې شته، منجمله:
- «مَنْ لَمْ يَشْكُرِ اَلنَّاسَ لَمْ يَشْكُرِ اَللَّهَ: څوک چې د خلکو (د احسان شکر) ونه کړي، د خدای شکر هم نه ادا کوي.[۲] له پیغمبر(ص) څخه.[۳]
- «...أَشْکَرُکُمْ لِلَّهِ أَشْکَرُکُمْ لِلنَّاس...»: په تاسو کې هغه څوک چې د خلکو ډېر شکر ادا کوي، له خدایه هم ډېر شکر ادا کوي.[۴] له امام سجاد(ع) څخه [۵]
- «مَنْ لَمْ یَشْکُرِ الْمُنْعِمَ مِنَ الْمَخْلُوقِینَ لَمْ یَشْکُرِ اللَّهَ عَزَّ وَ جَل»: څوک چې د مخلوق له خوا د ورکړل شوو نعمتونو شکر ونه کړي، د عز و جل خدای شکر یې هم نه دی کړی.[۶] له امام رضا(ع).[۷]
- «...فَمَنْ لَمْ يَشْكُرْ وَالِدَيْهِ لَمْ يَشْكُرِ اَللَّهَ تَعَالَى...»: څوک چې له خپلو مور و پلار نه منندوی نه وي، له خدایه هم منندوی نه دی.[۸] له امام رضا(ع).[۹]
د مخلوق د شکر او د خالق د شکر ترمنځ اړیکي
دیني څېړونکي د نورو انسانانو د شکر په اړه د روایتونو په استناد، باور لري چې د خدای د بندګانو شکر د خالق له شکر سره تعلق لري. لکه څنګه چې شیعه عالم او لیکوال مرتضی مطهري وایي: انسان نشي کولای دا ووایي چې د خدای شکر یې ایستلی نو د هغو کسانو چې ورسره یې نیکي کړې لکه مور او پلار او معلم، د هغوي شکر ونه باسي.[۱۰] د مکارم شیرازي په وینا، د مخلوق او خالق ترمنځ د شکر ملازمه په دوو ډولونو تفسیرېږي:
- د مخلوق شکر پرېښودل، د یو انسان د ناشکره طبیعت نښه ده؛ او دا ډول انسان د خدای شکر هم نه ادا کوي، په تېره بیا دا چې د خدای نعمتونه د خپل پراخوالي په وجه ممکن د انسان له سترګو پټ پاتې شي.
- مخلوق بندګانو ته د خدای د نعمت د لېږد وسیله ده او د نعمت د وسیلې شکر نه ادا کول، د خالق د ناشکرۍ سبب کیږي.[۱۱][۱۲] عبدالله جوادي آملي هم وایي چې د مخلوق شکر ادا کول، د انسانيت او ادب نښه او انساني دنده ده.[۱۳] البته شیعه قرآن پېژندونکی سید محمدعلي ایازي وایي چې دا شکر په دې مشروط دی چې انسان د خدای له یاد څخه غافله نه کړي.[۱۴]
په مقابل کې، شیعه مفسر محمد جواد مغنیه، باور لري چې که څه هم د مخلوق شکر یو ښه او ارزښتناک عمل دی، خو دا جمله «من لم یشکر المخلوق لم یشکر الخالق» یوازې یوه اخلاقي توصیه ده، نه او په دې په استناد سره نه شو کولی د خالق د شکر او د مخلوق د شکر تر مینځ د ملازمې قایل شو او د مخلوق د شکر د واجبوالي حکم ورکړو.[۱۵]
په فارسي ادبیاتو کې
د خلکو لخوا د شوو نیکیو په وړاندې شکر ادا کول د فارسي ادبیاتو برخه هم ګرځېدلې. لکه عبدالرحمن جامي د «مَنْ لَمْ یَشْکُرِ النَّاسَ لَمْ یَشْکُرِ اللهَ» حدیث پر بنسټ داسې شعر ویلي:
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۹۳.
- ↑ غفاری، ترجمه من لایحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۶، ص۳۱۸.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۸۰.
- ↑ مکارم شیرازی، گفتار معصومین(ع)، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۲۰۰.
- ↑ مکارم شیرازی، گفتار معصومین(ع)، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۲۰۰.
- ↑ محمدی ریشهری، میزان الحکمه، ۱۳۸۹ش، ج۶، ص۲۴.
- ↑ صدوق، عیون أخبار الرضا (ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۴.
- ↑ محمدی ریشهری، میزان الحکمه، ۱۳۸۹ش، ج۶، ص۲۴.
- ↑ صدوق، عیون اخبارالرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۵۸.
- ↑ مطهری، آشنایی با قرآن، ج۲، ۱۳۷۶ش، ص۲۳-۲۴.
- ↑ مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۴۶۳–۴۶۴.
- ↑ مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۴۶۳–۴۶۴.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر سوره طور، جلسه ۸، مندرج در سایت اسراء.
- ↑ ایازی، تفسیر قرآن مجید برگرفته از آثار امام خمینی، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۲۲۹.
- ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۲۳۹.
- ↑ جامی، (۶) مَنْ لَمْ یَشْکُرِ النَّاسَ لَمْ یَشْکُرِ اللهَ. (جامع الترمذی)، مندرج در سایت گنجور.
سرچينې
- ایازی، محمدعلی، تفسیر قرآن مجید برگرفته از آثار امام خمینی، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (ره)، ۱۳۸۶ش.
- جامی، عبدالرحمن، (۶) مَنْ لَمْ یَشْکُرِ النَّاسَ لَمْ یَشْکُرِ اللهَ. (جامع الترمذی) در رساله اربعین، مندرج در سایت گنجور.
- جوادی آملی، عبدالله، تفسیر سوره طور، جلسه ۸، مندرج در سایت اسراء، تاریخ درج ۲۵ بهمن ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید ۱۷ فروردین ۱۴۰۴ش.
- صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا (ع)، محقق و مصحح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
- صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
- غفاری، علیاکبر و محمدجواد غفاری و صدرالدین بلاغی، ترجمه من لایحضره الفقیه، تهران، نشر صدوق، ۱۳۶۷ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- محمدی ریشهری، محمد، میزان الحکمه، قم، سازمان چاپ و انتشار دارالحدیث، ۱۳۸۹ش.
- مطهری، مرتضی، آشنایی با قرآن (۲)، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۷۶ش.
- مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، ایران، دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، مدرسة الإمام علی بن أبی طالب، ۱۳۷۷ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، گفتار معصومین(ع)، تهیه و تنظیم سید محمد عبدالله زاده، قم، مدرسة الإمام علی بن ابی طالب، ۱۳۸۷ش.