شکر
شکر د خدای د نعمتونو لفظي او عملي مننه کول دی. مسلمانو عارفانو شکر په درې ډوله ویشي، زباني، له زړه او عملي: د ژبې شکر د نعمتونو لفظي اعتراف دی، د زړه شکر د نعمتونو د خدای له خوا ګڼل دي، او عملي شکر په سلوک او عمل کې د نعمتونو د ورکوونکي اطاعت کول دي.
د قران کریم د ایتونو له مخې شکر د انسان په خپله ګټه دی او شکر یا ناشکري خدای ته هیڅ ګټه او تاوان نه رسوي؛ ځکه چې خدای د انسان او د هغه له عملونو بې نیازه اوغني دی. په همدې اساس، شکر د برکت او د هغې د زیاتوالي لامل کیږي. امام علی(ع) شکر د ایمان او تقوا نښه او د برکت او د نعمتونو د زیاتیدو لامل بللې دی.
مفهوم پیژندنه او مقام
د شکر معنی د خدای نعمتونه یادول او پیژندل او په زړه، ژبه او عمل کې یې ظاهرول دي.[۱]
د قرآن په آيتونو کې چې «فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ»[۲] یا «لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ»[۳]، شکر د کفر په مقابل کې ذکر شوی دی. ځکه چې د کفر یوه معنی پټول دي او دا داسې ده لکه کافر چې د خدای نعمتونه باندې پرده اچوي او مؤمن په خدای په شکر سره له هغو څخه پرده لیرې کوي او په هغوی باندې اقرار کوي. په نعمت باندې اقرار هم د شکر په کلمه کې پټ دی او شکر د یو ډول تعظیم سره، د نعمت اقرار او یادول او څرګندول دي، او د دې پر ضد کفر دی چې د نعمت هیرول او پټول دي.[۴] امام صادق(ع) په یوه مشهور حدیث کې چې د عقل او جهل لښکرې یې ګڼلي دي، نو شکر یې د عقل له لښکرو څخه او «کفران» یې د جاهلیت له لښکرو څخه شمیرلی دی.[۵]
شکر په قرآن کې په مختلفو موضوعاتو کې کارول شوې دی؛ له هغو څخه د مادي نعمتونو شکر،[۶] په دین او د یو خدای په عبادت شکر،[۷] د خدای او والدینو په شتون شکر،[۸] او د خدای د بخښنې او عفوې لپاره شکر.[۹]
د معصومینو په احادیثو کې د شکر مفهوم او د هغه مثالونه بیان شوي دي. امام علي(ع) شکر د ايمان[۱۰] او پرهيزګارۍ نښه،[۱۱] د امتحان او ازموينې سرچينه،[۱۲] د شتمنۍ زيور،[۱۳] د زياتوالي سرچينه،[۱۴] او د نعمتونو د ساتنې نښه ګڼلې ده.[۱۵] همدارنګه له هغه څخه روایت دی چې مسلمان باید په هر حالت کې شکر ادا کړي.[۱۶]
د شکر کولو پایلې
- همدارنګ وګورئ: د ابراهیم سوره 7 آیت
د قرآن کریم،[۱۷] له مخې شکر د انسان په ګټه دی او شکر یا ناشکري خدای ته هیڅ ګټه او تاوان نه رسوي؛ ځکه چې خدای غنی او بې نیازه دی او له دې ډېر لوړ دی چې انسان په ناشکری سره هغه ته زیان ورسوي. له بل پلوه انسان په شکر سره ګټه پورته کوي او د نعمتونو شکر د نعمتونو د زیاتیدو سبب کیږي.[۱۸] همدرارنګ شکر نیغې لارې ته د هدایت سبب کیږي[۱۹] او په مقابل کې شکر نه کول د عذاب سبب کیږي.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ راغب اصفهانی، المفردات فی غریب القرآن، ص۲۶۵.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۵۲.
- ↑ سوره نمل، آیه ۴۰.
- ↑ فراهیدی، العین، ص۳۴۷.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۱.
- ↑ سوره نحل، آیه ۱۴ و ۷۸ و ۱۱۴ و ۲۱؛ سوره بقره، آیه ۷۲؛ سوره لقمان، آیه ۳۱؛ سوره شوری، آیه ۳۳؛ سوره روم، آیه ۴۶؛ سوره اعراف، آیه ۱۰؛ سوره سبا، آیه ۱۳ و ۱۵؛ سوره یونس، آیه ۶۰؛ سوره یس، آیه ۳۵؛ سوره فرقان، آیه ۶۲.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۳۸؛ سوره ابراهیم، آیه ۵.
- ↑ سوره لقمان، آیه ۱۴.
- ↑ سوره بقره، آیه ۵۳.
- ↑ نهجالبلاغه، حکمت ۳۲۵.
- ↑ نهجالبلاغه، خطبه ۱۸۴.
- ↑ نهجالبلاغه، خطبه ۹۰.
- ↑ نهج البلاغه، حکمت ۳۳۳.
- ↑ نهج البلاغه، حکمت ۱۳۰ و ۱۴۷.
- ↑ نهج البلاغه، حکمت ۲۳۸ و ۱۳.
- ↑ نهجالبلاغه، حکمت ۲۶۵.
- ↑ سوره نمل، آیه ۴؛ سوره لقمان، آیه ۱۲؛ سوره زمر، آیه ۷.
- ↑ سوره ابراهیم، آیه ۷.
- ↑ سوره نحل، آیه ۱۲۱.
- ↑ سوره ابراهیم، آیه ۵؛ سوره نساء، آیه ۱۴۷؛ سوره سبا، آیه ۱۵ و ۱۶.
سرچينې
- قرآن کریم.
- نهجالبلاغه، تصحیح فیضالاسلام، تهران، انتشارات فیضالاسلام، ۱۳۷۴ش.
- راغب اصفهانی، المفردات فی غریب القرآن.
- فراهیدی، خلیل بن احمد، العین، تحقیق مهدی مخزومی و ابراهیم سامرائی، قم، ۱۴۱۰.
- کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.