مهر السنة

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مهرالسُنَّة

مهر السنة یا سنت مهر هغه حق مهر چې د اسلام پېغمبر (ص) د  خپلو مېرمنو او لوڼو لپاره وټاکه. پینځه سوه درهمه چې له ۱۵۰۰ ګرامه سوچه سپینو زرو سره برابر دي. په روایتونو کې د حضرت زهرا (س) حق مهر له درهمو پرته نور شیان بیان شوې منجمله زغره یا یمني اوبدل شوی ټوکر، چې قیمت یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ درهمو ګڼل شوی دی. امام جواد (ع) هم د خپلې مېرمنې د مامون د لور ام فضل مهر د حضرت زهرا (س) د مهر برابر ۵۰۰ درهمه وټاکه.

د ځینو فقیهانو په فتوا تر مهر السنة د زیات حق مهر ټاکل مکروه دي. د دې په مقابل کې بیا ځینې په دې سبب چې نن سبا ۱۵۰۰ مثقاله سپین زر کوم خاص قیمت او ارزښت نه لري او د پېغمبر اکرم (ص) او امامانو (ع) په زمانه کې یې ډېر ارزښت درلود په دې عقیده دي چې مهر السنة کوم ثابت د پیسو معادل نه لري او هڅه یې کړې مهر السنة د ورځې او زمانې د ارزښت په اساس حساب کړي؛ خو بیا هم وایي چې مهر السنة ډېر دروند مهر نه دی.

مفهوم مهر السنة هغه حق مهر چې پېغمبر اکرم (ص) د خپلو مېرمنو او همداراز د شیخ صدوق په قول د خپلو لوڼو [۱] لپاره وټاکه.[۲]

اندازه او مقدار

د روایتونو له مخې د مهر السنة اندازه ۵۰۰ درهمه وه.[۳] دغه روایتونه متواتر ګڼل شوې دي.[۴] په ځينې روایتونو کې راغلي دي چې  پېغمبر اکرم د خپلې هیڅ یوې مېرمنې یا لور لپاره تر دولسونیم اوقیه (د پینځو سوو درهمو برابره) زیات مهر نه دی ټاکلی.[۵] 

څو متفاوت روایتونه په روایي سرچینو کې د مهر السنة له روایت سره څو متفاوت او بیل روایتونه لیدل کیږي. منجمله هغه روایت دی چې شیخ صدوق له امام باقر (ع) راوړی او پکې د ام حبیبه (د پېغمبر د مېرمن) مهر څلور زره درهمه نقل شوی دی.[۶] ویل شوې چې په دغه روایت کې امام باقر (ع) دغه مهر یوه استثنا ګڼلې چې هغه د حبشې واکمن چې د ام حبیبه په غوښتلو کې د پېغمبر وکیل و، ټاکلی او په خپله هغه حق مهر ورکړی او پېغمبر ورسره مخالفت نه دی کړی.[۷]

همداراز د حضرت زهرا (س) د مهر په اړه مختلف راپورونه راغلې. منجمله  ۴۸۰ درهمه، ۴۰۰ مثقاله سپین زر او ۵۰۰ درهمه [۸] شیعه محدث ابن شهر آشوب (۵۸۸-۴۸۸ق) په خپل کتاب مناقب کې د دغه اختلافاتو سبب دا ګڼلی چې د حضرت زهرا (س) حق مهر بل څه وو او دا اختلافات یې د قیمت په وجه دی. بیا یې روایتونه راوړي چې د ځینو په اساس ، له هغو د بي بي فاطمې حق مهر، د یمن اوبدل شوی ټوکر، نه ټکول شوی پوست (څرمن) او خوشبوداره بوټی او د ځینو نورو له مخې، زغره او د ګډ یا اوښ نه ټکول شوی پوست و.[۹]

ځینو لیکوالانو د دغه ټولو روایتونو په جاجولو او د پېغمبر سیرت ته په پام او همداراز هغه حدیث ته په توجه سره چې پکې امام جواد (ع) د خپلې مېرمنې د مامون د لور ام فضل حق مهر پینځه سوه درهمه یعنې د حضرت زهرا (س) د مهر برابر ټاکلی.[۱۰] ویلې چې د حضرت زهرا (س) مهریه تر پینځو سوو درهمو زیاته نه وه.[۱۱]

مهرالسنة واجبه ده که مستحبه؟

د دیارلسمې قمري پېړۍ د فقیه صاحب جواهر په وینا، د فقیهانو مشهور نظر دا دی چې  د ښځې حق مهر اندازه نه لري او  تر مهر السنة د زیات مهر ټاکل جایز دي.[۱۲] د دوي په فتوا تر مهر السنة د زیات مهر ټاکل تش مکروه دي.[۱۳]


د هغه په وینا یوازې یو څو کسانو منجمله د څلورمې او پینځمې قمري پېړۍ فقیه سید مرتضی [۱۴] تر مهر السنة زیات مهر باطل ګڼي او وایي چې که مهریه تر دې زیاته وي، د سړي په غاړه یوازې د مهر السنة برابر حق  مهر دی.[۱۵]

د مهر السنة نننی معادل او اندازه

د مهر السنة یعنې د پینځو سوو درهمو اندازه کابو ۱۵۰۰ خالص سپین زر دي چې نن سبا یې ارزښت تر هغه زمانې ډېر زیات کم دی. له دې امله چې د پینځو سوو درهمو ارزښت د پېغمبر (ص) او امامانو په زمانه کې تر ورپسې پړاونو ډېر زیات و، ځینې په دې باور دي چې مهر السنة کوم ثابت او نه بدلیدونکې د پیسو اندازه نه لري او هغه باید د ورځې او وخت په اساس محاسبه کړی شي. له دې امله یې هڅه کړې چې د وخت معادل او برابره اندازه یې پېدا کړي.[۱۶]

د مثال په توګه  پخوا ځینو فقیهانو پینځه سوه درهمه له دینارو سره سنجول او له دې امله چې په زمانه کې یې هر لس درهمه د یو دینار برابر وو، مهر السنة یې پنځوس دیناره یعنې پنځوس مثقاله خالص سره زر ګڼل. همداراز ځینو وړاندیز کړی چې د نن ورځې د مهر السنة ارزښت باید د پېغمبر په زمانه کې د هغې د اخستلو د طاقت  په اساس لاسته راوړو ځکه چې د ځینو روایتونو له مخې پېغمبر (ص) د حضرت زهرا د مهر په پېسو  له امام علي (ع) سره دهغې د ګډ ژوند  لپاره ځینې سامانونه واخستل چې له دې لارې د مهر السنة نننی ارزښت او قیمت لاسته راوړلی شو.[۱۷]

د پنځوسو مثقالو سرو زرو ارزښت ته په پام سره او دا چې کوم وسایل چې د بي بي زهرا (س) په مهر سره واخستل شو، ډېر معمولي او لږ ترلږه سامان و، نتیجه یې اخستې چې مهر السنة ، دروند حق مهر نه دی.[۱۸]