موضوعي تفسیر

د wikishia لخوا

موضوعي تفسیر د قرآن کریم په آیاتونو کې د یو ځانګړي موضوع اړوند د ټکو او تعلیماتو تفسیر کول دي. په دې طریقه کې مفسر د یو ځانګړي موضوع په اړه د قرآن ټول اړوند آیاتونه راټولوي او څیړي. سید محمد باقر صدر له قرآن کریم څخه د اسلامي نظریاتو د استخراج یوازینۍ وسیله موضوعي تفسیر ګڼي او محمد تقي مصباح یزدي هم دغه طریقه د قرآن کریم د تعلیماتو په منظم انداز د وړاندې کولو یوازنۍ مناسبه طريقه ګڼي.

سيد محمد حسين طباطبايي په تفسير الميزان کې ډېر موضوعات په څیړنیزې طریقې تفسیر کړي دي او له همدې امله يې په موضوعي تفسير کې مخکښ ګڼل کېږي. خو د جعفر سبحاني په اند علامه مجلسي لومړنی کس ګڼل کېدای شي چې له موضوعي تفسیر څخه یې ګټه پورته کړې ده.

ډیر اثار په خپلواکه توګه د موضوعي تفسیر طریقې سره لیکل شوي دي؛ له هغو ځنې منشور جاوید، د جعفر سبحاني کتاب، تفسیر موضوعي قرآن کریم، د عبد الله جوادي آملي تالیف، او معارف قرآن، د محمد تقي مصباح یزدي تالیف. ځنې کتابونه هم د یو ځانګړي موضوع اړوند آیتونو ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره لیکل شوي، چې د قرآن کریم موضوعي پوهنغونډ بلل کیږي. له هغو ځینې فرهنگ موضوعی قرآن کریم، د محمود رامیار تالیف، او المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، د محمد فواد عبدالباقي تالیف دی.

مفهوم­پيژندنه او موقف

موضوعي تفسیر د قرآن کریم د مختلفو آیتونو له مخې په یوه یا څو سورتونو کې د یو ځانګړي موضوع اړوند تعلیماتو بیان دی.[۱] په قرآن کریم کې د یو موضوع اړوند آیاتونه راټولول او د هغه موضوع په اړه د قرآن نظر د ترلاسه کولو لپاره څیړنه کولو ته هم موضوعي تفسیر ویل کیږي.[۲]

د قرآنی علومو ډیرو مفسرینو او څیړونکو د موضوعی تفسیر په اهمیت او مقام ټینګار کړی دی؛[۳] سید محمد باقر صدر موضوعی تفسیر له ترتیبي تفسیر څخه ډیر مهم بللی دی.[۴] او له قرآن کریم څخه د اسلامی نظریاتو د را ایستلو یوازینۍ لاره یې د موضوعي تفسیر کارول ګڼلي دي.[۵] او په دې باور دی چې ترتیبی تفسیر د قرآن کریم د کلمو او آیتونو د ظاهري معنی له پوهیدو څخه هیڅ کله هم نه زیات څه په لاس نه ورکوي او د اسلامي افکارو د خپراوي په برخه کې یې کومه بریا نه ده ترلاسه کړی.[۶] هغه همدارنګ د علم فقه د پراختیا اصلي لامل د معصومانو(ع) حدیثونو ته موضوع کتنه ګڼلې ده. او په دې باور دی چې د پراخو او پېچلو اړتیاوو د ځوابولو په برخه کې د موضوعي تفسیر طریقه کاریدلی شي.[۷]

د محمد تقی مصباح یزدي په وینا، یوازې د موضوعی تفسیر او د قرآنی تعلیماتو په منظم ډول وړاندې کولو سره، د قرآن کریم پر بنسټ د فکر یو همغږی سیسټم رامینځته کیدی شي او د فکري انحراف سیسټمونو سره مقابله کیدی شي.[۸] د آیت الله سبحاني په وینا په موضوعي تفسیر باندې تاکید او د ترتیبي تفسیر له تکرار څخه ډډه کول، موضوعي تفسیر په علومو او پوهه کې د لوی افقونو د پرانستلو د فرصت په توګه ګڼلی چې دا کار هیڅکله له ترتیبي تفسیر څخه نه ترلاسه کیږي.[۹]

پس منظر

سيد محمد حسين طباطبايي چې يو مشهور شيعه مفسر وو په تفسير الميزان کې يې د توحید،[۱۰] امامت،[۱۱] او شفاعت[۱۲] په شمول ډېر موضوعات د قرآن له نظره څېړلي دي[۱۳] او له همدې امله د موضوعي تفسیر مخکښ ګنلی شوی دی.[۱۴]

جعفر سبحاني په دې اند دی چې ښايي علامه مجلسي لومړنی کس وګڼل شي چې د موضوعي تفسیر طریقه یې په لنډه توګه وکاروله. ځکه چې په بحار الانوار کې هغه د هر موضوع په پیل کې د هغه موضوع اړوند آیاتونه راټول کړي او په لنډه توګه یې د هغو تفسیر بیان کړی دی.[۱۵] محمد هادي معرفت هم د علامه مجلسي موضوعي تفسیر د مختلفو اسلامي لارښوونو په اړه د قرآني آیاتونو تر ټولو دقیقه او جامعه طبقه بندي ګڼلې ده.[۱۶]

شیخ محمد عبده (۱۳۲۳-۱۲۶۶هـ ق) په اهل سنتو کې د موضوعي تفسیر شورو کوونکی ګڼل شوی دی.[۱۷] او همدارنګ شیخ محمود شلتوت (۱۳۱۰-۱۳۸۳ق) د اهل سنتو له فقیهانو په خپل فقهي تفسیر کې له دې طریقې کار اخستی دی.[۱۸] او د القرآن والقتال او القرآن والمرأة غوندې کتابونه په همدې طریقې لیکل شوي دي.[۱۹]

کتاب پيژندنه

ډیر تفسیري کتابونه په موضوعی طریقې سره لیکل شوي دي. همدارنګه د قرآن کریم موضوعي پوهندغونډ هم د یو موضوع اړوند آیاتونو د راټولولو او تالیف په موخه تالیف شوي دي چې عبارت دي له:

منشور جاوید ۱۴ ټوکه تفسیر، د جعفر سبحاني تالیف، چې د فارسۍ لومړۍ موضوعي تفسیر ګڼل شوی دی.[۲۰] د نورو موضوعی تفسیرونو څخه دی. همدارنګه د پیام قرآن چې د ناصر مکارم شیرازي لخوا په لسو ټوکونو کې لیکل شوی، تفسیر موضوعي قرآن کریم چې د عبد الله جوادي آملي لخوا په ۱۷ ټوکونو کې لیکل شوی او معارف قرآن چې د محمد تقي مصباح یزدي لخوا په لسو عمومي موضوعاتو کې تالیف شوی دی؛[۲۱] خدای پيژندنه، نړۍ پيژندنه، انسان پيژندنه، لارپيژندنه، لارښود پيژندنه، قرآن پيژندنه، اخلاق، عبادي پروګرامونه، انفرادي حکمونه او ټولنیز حکمونه.[۲۲]

پیام قرآن

د موضوعي تفسیرونو سربیره، ډیر اثار لیکل شوي چې د یو ځانګړي موضوع پورې اړوند آیتونو ته د لاسرسۍ د اسانتیا لپاره برابرشوي دي؛[۲۳] موضوعي معجم (پوهندغونډ) لکه د ژول بوم کتاب تفصیل الآیات، المعجم المفهرس لالفاظ القرآن الکریم د محمد فواد عبدالباقي له خوا، المدخل الی التفسیر الموضوعی للقرآن الکریم د سید محمد باقر ابطحي تالیف، فرهنگ موضوعی قرآن مجید د کامران فاني او بهاءالدین خرمشاهي تالیف، او فروغ بی‌پایان د عبدالمجید معادیخواه تالیف.[۲۴] همدارنګ د فرهنگ قرآن کتاب چې اکبر هاشمي رفسنجاني او د مرکز فرهنگ و معارف قرآن کریم په مرسته تالیف شوی دی.[۲۵] د امام خمیني (رح) د موسسې د موضوعي تفسیر د انټرنشپ ډلې د هغو کتابونو، مقالو او پایان نامو لیست وړاندې کړی چې د موضوعي تفسیر په اړه یې له 1384 لمریز کال راهیسې لیکلي دي.[۲۶]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. مسلم، مباحث فی التفسیر الموضوعی، ۱۴۱۰ش، ص۱۶.
  2. سبحانی، منشور جاوید قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۱.
  3. سعید، المدخل الی التفسیر والموضوعی، ۱۴۱۱ق، ص۴۰-۵۵؛ مسلم، مباحث فی التفسیر الموضوعی، ۱۴۱۰ش، ص۳۰-۳۳؛ یداله‌پور، مبانی و سیر تاریخی تفسیر موضوعی قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۵۷؛ جلیلی، تفسیر موضوعی، ۱۳۸۷ش، ص۲۴-۳۰.
  4. صدر، المدرسة القرآنیه، ۱۴۲۱ق، ص۲۰-۴۳.
  5. صدر، المدرسة القرآنیه، ۱۴۲۱ق، ص۲۸-۳۷.
  6. صدر، المدرسة القرآنیه، ۱۴۲۱ق، ص۳۴-۳۵.
  7. صدر، المدرسة القرآنیه، ۱۴۲۱ق، ص۲۵-۲۸.
  8. مصباح یزدی، معارف قرآن، ۱۳۷۳ش، ص۸-۱۰.
  9. سبحانی، منشور جاوید قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۱.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۶، ص۸۶-۹۱.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۲۷۰-۲۷۶.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۱۵۷-۱۸۶.
  13. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۱۵۷-۱۸۶، ۲۷۰-۲۷۶؛ ج۲، ص۲۶۰-۲۷۸؛ ج۶، ص۸۶-۱۰۴.
  14. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۹ش، ج۸، ص۳۶۵.
  15. سبحانی، منشور جاوید قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۴.
  16. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۵۳۱.
  17. عمری، دراسات فی التفسیر الموضوعی، ۱۴۰۶ق، ص۵۶-۵۷.
  18. عمری، دراسات فی التفسیر الموضوعی، ۱۴۰۶ق، ص۶۳.
  19. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۹ش، ج۸، ص۳۶۴.
  20. سبحانی، منشور جاوید قرآن، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲.
  21. مصباح یزدی، معارف قرآن، ۱۳۷۳ش، ص۱۴-۱۶.
  22. رجبی، «تفسیر موضوعی قرآن از منظر استاد محمدتقی مصباح یزدی»، ص۱۳۰-۱۴۲.
  23. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۹ش، ج۸، ص۳۶۷.
  24. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۹ش، ج۸، ص۳۶۷.
  25. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۹ش، ج۸، ص۳۶۷.
  26. منبع شناسی تفسیر موضوعی قرآن

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • جلیلی سنزیقی، سید هدایت، تفسیر موضوعی: چیستی، بنیان‌ها و پیشفرض‌ها، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۷ش.
  • رجبی، محمود، «تفسیر موضوعی قرآن از منظر استاد محمدتقی مصباح یزدی»، در مجله قرآن‌شناخت، ش۴، پاییز و زمستان ۱۳۸۸ش.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید قرآن، قم، مؤسسه امام صادق (ع)، ۱۳۸۳ش.
  • سعید، عبدالستار فتح الله، المدخل الی التفسیر الموضوعی، قاهرة، دارالتوزیع والنشر الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • صدر، سید محمدباقر، المدرسة القرآنیه، به کوشش لجنة التحقیق، مرکز الابحاث والدراسات، ۱۴۲۱ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، اعلمی، ۱۳۹۳ق.
  • عمری، احمد جمال، دراسات فی التفسیر الموضوعی للقصص القرآنی، قاهرة، مطبعة المدنی، ۱۴۰۶ق.
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ج۸، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۹ش،
  • مسلم، مصطفی، مباحث فی التفسیر الموضوعی، دمشق، دارالقلم، ۱۴۱۰ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، معارف قرآن، قم، در راه حق، ۱۳۷۳ش.
  • معرفت، محمدهادی، تفسیر و مفسران، قم، التمهید، ۱۳۷۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، قم، مدرسه امام علی بن ابیطالب (ع)، ۱۳۷۴ش.
  • یداله‌پور، بهروز، مبانی و سیر تاریخی تفسیر موضوعی قرآن، قم، دارالعلم، ۱۳۸۳ش.