محمود شلتوت

د wikishia لخوا
شيخ محمود شلتوت

محمود شَلْتوت(۱۳۱۰-۱۳۸۳ق) په شیخ شلتوت مشهور، اهل سنت عالم او په مصر کې د الازهر پوهنتون له استادانو او مشرانو و. هغه د تقریب له مدافعانو او د دار التقریب بین المذاهب اسلامی له بنسټ ګرو څخه و او د شیعه مذهب په اساس د عمل کولو د جایزوالي فتوا یې ورکړه. د فقه مقارن د تدریس کرسۍ او له شیعه عالمانو سره اړیکي د هغه له نورو تقریبي اقداماتو ګڼل کیږي.

په ۱۹۱۹ م کال کې په مصر کې د خلکو په انقلاب کې ګډون، په ایران کې د غبرګولي د ۱۵ په پېښې اعتراض او په ۱۳۲۶ لمریز کال کې د اسراییلو د دولت په رسمیت پېژندلو کې د ایران د دولت د اقدام مخالفت د هغه له سیاسي دریځونو ګڼل کیږي.

ژوند لیک

محمود شلتوت په ۱۳۱۰ ق کال کې چې له ۱۸۹۳ میلادي کال سره سمون خوري د مصر بحیرې په یوې سیمې کې پېدا شو. هغه په اسکندریه پوهنتون کې خپلې زده کړې پېل کړې او په پینځه ویشت کلنۍ کې له زده کړو له فراغته وروسته یې د استاد په توګه په دغه پوهنتون کې تدریس پېل کړ.[۱] شلتوت په ۱۹۱۹ م کال کې د مصر له انقلاب سره په یو وخت د مقالو په لیکلو او ویناګانو سره د مصر له خلکو سره ملګری شو.[۲] هغه په ۱۳۴۶ق کال کې د الازهر پوهنتون د هغه وخت د مشر شیخ مصطفي المراغي په بلنه په دغه پوهنتون کې په تدریس بوخت شو؛ خو د الازهر له مشرۍ د المراغي له لرې کېدو وروسته د مصر له دربار سره د اختلاف په وجه شلتوت هم په دغه پوهنتون کې له تدریسه څنګته شو او په شرعي محکمو کې یې د وکالت کار پېل کړ. شیخ شلتوت په ۱۳۵۵ ق کال کې الازهر پوهنتون ته د شیخ مصطفی المراغي په ستنېدو سره یو ځل بیا تدریس ته وبلل شو. هغه په ۱۳۷۷ ق کال کې د مصر د ولسمشر له خوا د الازهر پوهنتون د مشر په توګه غوره شو[۳] او په ۱۳۸۳ق کال کې د وفات تر وخته په دغه منصب باقي پاتې شو.[۴]

تقریبي اقدامات

د شیعه مذهب په اساس د عمل کولو په جواز د شیخ شلتوت فتوا:

«جعفري مکتب چې په دولس امامي مذهب مشهور دی، داسې مکتب دی چې شرعا یې پیروي کول د اهل سنتو د مکتبونو د پېروۍ په شان جایز دي. ښه ده چې مسلمانان په دې حقیقت پوه شي او له ناحق او ناروا تعصبه چې له یو خاص مکتب سره یې لري ډډه وکړي»

* سرچينه: بی‌آزار شیرازی، همبستگی مذاهب اسلامی، ۱۳۷۷ل، مخ۳۴۴.

شیخ شلتوت د اسلامي مذهبونو تر مینځ د تقریب او نزدیکت په برخه کې فعالیتونه کړي چې ځینې یې دا دي:

  1. د دارالتقریب بین المذاهب الاسلامی جوړل: شیخ شلتوت له شیخ مصطفی المراغی، محمد تقی قمي، مصطفی عبدالرزاق او عبدالمجید سلیم سره یو ځای د اسلامي مذهبونود تقریب جماعت د اسلامي مذهبونو تر مینځ د وحدت په هدف سره په ۱۳۶۷ ق کال کې په قاهره کې جوړ کړ.[۵]
  2. د شیعه مذهب په اساس د عمل کولو په رواوالي فتوا: شیخ شلتوت د ۱۳۷۸ ق کال د ربیع الاول په ۱۷ ( د ۱۳۳۷ لمریز کال د تلې ۹) د مختلفو اسلامي مذهبونو د استازو په شتون سره له شیعه مذهب څخه د پیروۍ کولو د جواز په اساس یوه فتوا خپره کړه.[۶][یاداشت۱] هغه په اسلامي مکتبونو کې د شیعه دولس امامي او زیدیه مذهبونو د راستولو په اړه د یوې استفتاء په ځواب کې، باوري دي چې اسلام د یو خاص مکتب په پېروۍ پورې منحصر او محدود نه دی او کولی شو له یو مکتبه بل مکتب ته واوړو.[۷]
  3. له شیعه عالمانو سره اړیکي: شیخ شلتوت د شیعه او اهل سنت تر مینځ د نزدیکت لپاره له شیعه عالمانو سره اړیکي ټینګ کړل. له ایت الله بروجردي سره د هغه خط و کتابت، ایران ته سفر او له ایت الله بروجردي سره ملاقات او د قدس په کانفرنس کې د محمد حسن کاشف الغطا په امامتۍ د جماعت په لمانځه کې اقتدا په دغو اقداماتو کې شامل دي.[۸]
  4. د مقارنې فقې د کرسۍ جوړول: شیخ شلتوت د اسلامي مذهبونو په فقې کې د مطالعې او څېړنې په موخه، په الازهر پوهنتون کې د فقه مقارن کرسۍ جوړه کړه.[۹] د شیخ شلتوت له نورو تقریبي اقداماتو څخه د رسالة الاسلام مجلې تاسیس،[۱۰] په شیعه تفسیر مجمع البیان د سریزې لیکل او په الازهر پوهنتون کې د عاشورا د دستورو ترسره کول وو.[۱۱]
  5. له تکفیر سره مخالفت: شیخ شلتوت د اسلامي مذهبونو د پېروانو له تکفیر (کافر ګڼلو) سره مخالف و. هغه د اسلامي مذهبونو خېر او صلاح په دې کې ګڼله چې د خلکو د تکفیرولو او مشرک ګڼلو، د دین د بزرګانو روح ته د سپکاوي او د اسلام د لویو شخصیتونو ضریح او قبرونو ته د بت ویلو په ځای باید عام او ناپوهه خلک پوهه او خبر کړو.[۱۲]

سیاسي دریځونه

شیخ شلتوت په سیاسي پېښو په تېره بیا په اسلامي نړۍ کې حساس و او ځینې دریځونه یې لرل منجمله:

  • د غبرګولي د ۱۵ د پاڅون په اړه د خبرتیا خپرول: شلتوت په ایران کې د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولي په پینځلسمه د امام خمیني په نیول کېدو او د یو شمیر ایرانیو خلکو په وژل کېدو اعتراض وکړ. هغه په یو لیک کې له مسلمانانو وغوښتل چې د ایران د مجاهدو عالمانو ملاتړ وکړي. همداراز په یو ټیلي ګراف کې یې له محمد رضا شاه وغوښتل چې د «روحانیت په حریم» له تیري ډډه وکړي.[۱۳]
  • د اسراییلو د رسمي منلو غندنه: شیخ شلتوت په ۱۳۲۶ لمریز کال کې د اسراییلو په رسمیت پېژندلو او تسلیمولو کې د ایرن د دولت د اقدام په اعتراض کې له اسراییلو سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو د ردولو په ترڅ کې، ایت الله بروجرودي او ایت الله سید محسن حکیم ته په لیکلو خطونو کې د محمد رضا شاه د دولت اقدام وغنده.[۱۴]

علمي اثار

شیخ شلتوت په تفسیر، فقه او نورو علومو کې ځینې اثار لیکلي دي چې تر ټولو مهم یې دا دي:

  1. تفسیر القرآن الکریم: د مقالاتو مجموعه ده چې په څوارلسو کلونو کې په رسالة الاسلام مجلې کې درج شوې دي. دا کتاب د تفسیر په دودیزو بحثونو سربېره، د وخت او ځای تقاضاوو او نویو ضرورتونو ته پام کوي او یو هدف یې د اسلامي وحدت او تقریب د زمینو برابرول دي. دا کتاب په ۱۳۷۹ ل کال کې د مجمع التقریب بین المذاهب الاسلامیة لخوا چاپ شوی دی.[۱۵]
  2. مقارنة المذاهب فی الفقه: د فقه مقارن په اړه دی چې د یوې فقهي مسالې په اړه یې د مختلفو مذهبونو نظرونه ذکر کړې او بیا یې له وخت او ځای سره متناسب نظر وړاندې کړی دی.[۱۶]

هغه نور اثار هم لري لکه الاسلام عقیدة و الشریعة، من توجیهات الاسلام، الفتاوی، من هدی القرآن، المسئولیة المدنیة و الجنائیة فی الشریعة الاسلامیة و فقه القرآن و السنة.[۱۷]

ځانګرې لیکنې

د شیخ محمود شلتوت په باره کې ځینې کتابونه لیکل شوي چې دا دي:

  • شیخ محمود شلتوت طلایه‌دار تقریب کتاب د عبدالکریم بی‌آزار شیرازي لیک دی چې د مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامي لخوا په ۱۳۷۶ لمریز کال کې خپور شوی دی.
  • شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، لیک د علی احمدي دی چې مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی په ۱۳۸۳ کې چاپ کړی دی.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. سلهب، الشیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۲۱.
  2. سلهب، الشیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۲۱.
  3. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۱۹-۳۰.
  4. سلهب، الشیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۲۳.
  5. خسروشاهی، سرگذشت تقریب، ۱۳۸۹ش، ص۳۳-۳۷.
  6. سلهب، الشیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۱۵۴.
  7. بی‌آزار شیرازی، همبستگی مذاهب اسلامی، ۱۳۷۷ش، ص۳۴۴.
  8. احمدی، شیخ محمود شلتوت، ۱۳۸۳ش، ص۷۵-۷۸.
  9. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۸۵.
  10. سلهب، الشیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۹۳.
  11. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۳۰، ۹۰.
  12. بی‌آزار شیرازی، شیخ محمود شلتوت طلایه دار تقریب، ۱۳۸۵ش، ص۳۰-۳۱.
  13. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۳۷-۴۲.
  14. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۴۲-۴۸.
  15. کریمی، «شخصیت علمی شیخ شلتوت و روش تفسیری وی»، ص۳۷، ص۳۸.
  16. احمدی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۰.
  17. سلهب، شیخ محمود شلتوت، ۲۰۰۸م، ص۵۷-۷۱.

سرچينې

  • احمدی، علی، شیخ محمود شلتوت آیت شجاعت، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • بی‌آزار شیرازی، عبدالکریم، همبستگی مذاهب اسلامی (مقالات دارالتقریب)، تهران، سازمان فرهنگ و ارتباطات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • بی‌آزار شیرازی، عبدالکریم، محمود شلتوت طلایه دار تقریب عقائد ...، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • خسروشاهی، سید هادی، سرگذشت تقریب، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • سلهب، حسن، الشیخ محمود شلتوت قراءة فی تجربة الاصلاح و الوحدة الاسلامیة، بیروت، ۲۰۰۸م.
  • کریمی، محمود، «شخصیت علمی شیخ شلتوت و روش تفسیری وی»، در مجله مطالعات قرآن و حدیث، تهران، دانشگاه امام صادق(ع)، سال اول، شماره دوم، ۱۳۸۷ش.

بهرنۍ لینکونه