منځپانگې ته ورتلل

میسره

د wikishia لخوا

میسره د حضرت خدیجې(س) نوکر و[۱] چې د خدیجې سره د پیغمبر(ص) په واده کې یې رول لوبولی و.[۲] هغه د خدیجې د هغه سوداګریزو کاروانونو مشر و چې شام ته به یې سفر کاوه.[۳] د اهل سنتو د صحابه ژوند لیک لیکونکي ابن حجر عسقلاني په وینا، کله چې پیغمبر(ص) د خدیجې د کاروان رهبري کوله نو میسره له هغوي سره د شام په دې سوداګریز سفر کې یوځای و او د هغه حضرت(ص) د نبوت ځینې نښې یې ولیدلې.[۴] په دې سفر کې، د نسطور په نوم یو عیسوي راهب، د انجیل له نښو څخه په نقل، وړاندوینه وکړه چې محمد(ص) به د پیغمبر په توګه واستول شي.[۵] میسره د وريځو (یا فرښتو) شاهد هم وه چې پیغمبر(ص) له لمر څخه ساتلو.[۶] وروسته له هغه چې کاروان بیرته راستون شو، خدیجه د میسره د راپور او د سفر د سوداګریزو ګټو څخه متاثره شوه او پیغمبر(ص) ته یې د واده وړاندیز وکړ.[۷] ځینې سرچینې دا هم په ګوته کوي چې خدیجې له دې پیښې وروسته میسره آزاد کړ.[۸] دا پیښه د دریمې پیړۍ په تاریخي سرچینو لکه د ابن هشام په سیرت،[۹] الانساب الاشراف،[۱۰] او الطبقات الکبری[۱۱] کې ذکر شوې ده.

ابن حجر عسقلاني دې خبرې ته اشاره کوي چې هغه د رسول الله(ص) د بعثت په وخت کې د میسره د شتون په اړه کوم واضح او روښانه راپور نه دی موندلی.[۱۲] د حنبلیانو مشر احمد بن حنبل په خپل کتاب «فضائل الصحابه» کې د حضرت خدیجې[۱۳] له خادم څخه یو روایت روایت کړی، چې د کتاب څېړونکي هغه میسره ګڼلی.[۱۴] په دې روایت کې، پیغمبر(ص) له خپل بعثته مخکې د یکتا پرستۍ ته اشاره کړې ده.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ابن‌عَساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۶۱، ص۳۱۵؛ ابن‌حَجَر عَسقَلانی، الاِصابة، ج۶، ص۱۸۹.
  2. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱ ، ص۱۰۳.
  3. بَلعمی، تاریخنامه طبری، ۱۳۷۳ش. ج۳، ص۲۳.
  4. ابن‌حَجَر عَسقَلانی، الاِصابة، ج۶، ص۱۸۹.
  5. دیاربَکری‏، تاریخ الخمیس، دار الصادر، ج۱، ص۲۶۱.
  6. مغربی، شرح الاخبار فی فضائل الأئمة الأطهار(ع‏)، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۴؛ شبانکاره‌ای، مجمع الأنساب، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۱۶۲.
  7. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱ ، ص۱۰۳.
  8. استرآبادی‏، آثار احمدی‏، ۱۳۷۴ش، ص۷۰؛ واعظ خرگوشی‏، شرف النبی‏، ۱۳۶۱ش، ص۴۹.
  9. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۱، ص۱۸۸-۱۹۱.
  10. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۹۸.
  11. ابن‌سعد، الطبقات الکبری‏، ۱۴۱۰ق. ج۱، ص۱۲۴.
  12. ابن‌حَجَر عَسقَلانی، الاِصابة، ج۶، ص۱۸۹.
  13. ابن‌حنبل، فضائل الصحابة، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۱۰۷۵.
  14. وصی‌الله، تحقیق فضائل الصحابه، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۱۰۷۵.
  15. ابن‌حنبل، فضائل الصحابة، ۱۴۳۰ق، ج۲، ص۱۰۷۵.

سرچينې

  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، فضائل الصحابة، تحقیق: عباس، وصی‌الله، قاهره، دار ابن‌الجوزی، چاپ چهارم، ۱۴۳۰ق.
  • ابن‌حَجَر عَسقَلانی، احمد بن علی، الاِصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق: عادل احمد عبد الموجود و علی‌محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق: محمد عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عَساکر، علی بن حسن‏، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل أو اجتاز بنواحیها من واردیها و أهلها، تحقیق: علی شیری، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق: مصطفی سقا و ابراهیم الأبیاری، عبد الحفیظ شلبی، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، بی‌تا.
  • استرآبادی‏، احمد بن تاج الدین، آثار احمدی تاریخ زندگانی پیامبر اسلام و ائمه اطهار(ع)، تهران، میراث مکتوب‏، چاپ اوّل‏، ۱۳۷۴ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • بَلعمی، محمد بن محمد، تاریخنامه طبری، تحقیق: محمد روشن، تهران، البرز، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • دیاربَکری‏، شیخ حسین، تاریخ الخمیس فی أحوال أنفس النفیس‏، بیروت، دار الصادر، بی‌تا.
  • شبانکاره‌ای، محمد بن علی، مجمع الأنساب، تصحیح: هاشم محدث، تهران، امیر کبیر، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • مغربی، قاضی نعمان‏، شرح الاخبار فی فضائل الأئمة الأطهار(ع‏)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • واعظ خرگوشی‏، ابوسعید، شرف النبی‏، تحقیق، محمد روشن، تهران، نشر بابک، ۱۳۶۱ش.
  • وصی‌الله، عباس، تحقیق فضائل الصحابه تألیف احمد بن حنبل، قاهره، دار ابن‌الجوزی، چاپ چهارم، ۱۴۳۰ق.