د پیغمبر(ص) بعثت
د رسول الله(ص) بعثت په دې معنی دی چې حضرت محمد(ص) د خدای له خوا اسلام ته د بلنې لپاره د پیغمبر په توګه غوره شو. حضرت محمد(ص) په څلوېښت کلنۍ کې د حرا په غار کې په پیغمبرۍ مبعوث شو. د حضرت محمد(ص) بعثت د اسلام د دین پیل او په حجاز کې د بت پرستۍ پای ته د رسیدو پیل ګڼل کیږي. د علق سوره لومړني آیتونه پر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوي، لومړني آیتونه وو، بیا د مدثر سوره لومړني آیتونه نازل شول، چې له حضرت محمد(ص) څخه غواړي چې پورته شي او خپل دعوت پیل کړي.
د شیعه له نظره، د بعثت وخت د رجب ۲۷مه وه، له همدې امله، په شیعه کلتور کې، دا ورځ د بعثت د اختر په عنوان سره پیژندل کیږي او په دې ورځ جشنونه ترسره کیږي.
سريزه او اهميت
د پيغمبر(ص) بعثت، د حضرت محمد(ص) د پيغمبر په توګه غوره کول او د الله تعالی له خوا د خلکو اسلام ته رابللو لپاره د هغه رالېږلو ته ویل کیږي.[۱] د پيغمبر(ص) بعثت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه ګڼل کېږي چې د مفسرينو په وينا د قرآن کريم په آيتونو کې، په شمول د آل عمران سوره د ۱۶۴ آيت کې یې هم ذکر شوی دی.[۲] د دې آيت يوه برخه وايي: «په رښتيا چې خدای تعالی پر مؤمنانو احسان وکړ چې د هغوي له منځ څخه یې هغوي ته يو رسول مبعوث کړ، چې هغوي ته د هغه آيتونه تلاوت کوي او هغوي پاکوي او هغوي ته د کتاب او حکمت تعليم ورکوي.» د قرآن کريم ځينې نور آيتونه چې د بعثت موضوع په ګوته کوي دا دي: د مائده سوره ۱۹ آیت، د فتح سوره ۲۸ آیت، او د جمعه سوره ۲ آیت.[۳]
د رسول الله(ص) د بعثت په وخت کې جزیرةالعرب
د جعفر سبحاني په وینا، د رسول الله(ص) د بعثت په وخت کې، د حجاز د خلکو په منځ کې رواج شوی مذهب بت پرستي وه، او یوازې لږ شمیر یهودیان په مدینه کې اوسېدل، او عیسویان په نجران کې اوسېدل.[۴] البته، یو ډیر لږ شمیر هم وو چې توحیدي دین یې درلود، چې هغوي به «حنیفان» بلل کېدل.[۵] پیغمبر(ص) هم د دې موحدانو په ډله کې و.[۶] مکارم شیرازي د نهج البلاغه د ۸۹ خطبې په شرحه کې، د پیغمبر(ص) د بعثت وخت له پخوانیو پیغمبرانو څخه ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ کلونو پورې وروسته ګڼلی و.[۷] د دې خطبې په حواله، هغه د هغه وخت کلتوري وضعیت په لاندې ډول بیان کړ: ټولنه په ګډوډۍ کې وه، بې معنی جنګونه به ډېر کیدل، په خلکو کې خورا فقر و، او ناامني او ناخوښ چلندونه لکه د ماشومانو وژل او د حرامو خوړل ډېرعام وو.[۸]
د بعثت پیل
د تاریخ پوه پیشوایي په وینا، د پیغمبر(ص) له مبعوث کیدو د مخه، د غیبي نړۍ ځینې رازونه ورته څرګندیدل او غیبي پیغامونه یې غوږونو ته رسیدل.[۹] تاریخ پوه محمد حسین رجبي د امام هادي علیه السلام د یو روایت له مخې وايي: چې د بعثت څخه د مخه به پیغمبر(ص) غار حرا ته تله او په اسمانونو کې به یې چې کله د الهي قدرت او رحمت نښې لیدلې نو د خدای د عظمت په اړه به یې فکر کاوه او بیا به یې عبادت کاوه.[۱۰] تاریخ پوهانو لیکلي دي چې پیغمبر(ص) په غار حرا کې و کله چې جبرائیل(ع) پر هغه نازل شو او د نبوت د پیل په توګه یې د علق سوره لومړني آیتونه نازل کړل[۱۱] په دې توګه، پیغمبر(ص) په پیغمبرۍ مبعوث شو.[۱۲] بیا، د مدثر سوره د لومړیو آیتونو په نازلیدو سره، هغه له خپل کور څخه اسلام ته بلنه پیل کړه، او لومړني کسان چې په هغه یې ایمان راوړ حضرت خدیجه، امام علی(ع) او زید بن حارثه وو.[۱۳]
د وحي فرښتې سره د پیغمبر لومړۍ خبرې اترې
ځینې تاریخ پوهانو جبرائیل سره د پیغمبر لومړۍ خبرې اترې د پیغمبر له کلامه راپور کړي دي. د محمد ابراهیم آیتي په وینا، ابن اسحاق، د قمري کلیزې د لومړۍ او دوهمې پیړۍ یو تاریخ لیکونکي، داسې روایت کړی دی:
رسول الله(ص) وفرمایل: «کله چې زه ویده وم، جبریل(ع) له اسمان څخه یو لیک سره ما ته راغی او ویې ویل: «ولوله» ما وویل: «زه نشم لوستلی» نو بیا هغه ما ته دومره کلک زور راکړ چې ما فکر کاوه چې د مړګ په حال کې یم. بیا یې زه خوشې کړم او ویې ویل: «ولوله» ما وویل: «زه نشم لوستلی» هغه بیا دومره سخت زور راکړ چې ما ویل د مرګ په حال کې یم. بیا یې زه خوشې کړم او ویې ویل: «ولوله» ما وویل: «څه ولولم؟» او ما به دا خبره نه کوله تر هغه چې زه له هغه څخه خلاص شم او هغه به بیا ما سره دا کار ونه کړي. هغه وویل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
ولوله د خپل رب په نامه چې پیدا یې کړل. انسان یې له علقه پیدا کړ. ولوله او ستا پروردګار کریم دی؛ هغه چې د قلم په واسطه تعلیم ورکړ. انسان ته یې هغه څه ورزده کړل چې د هغه نه وو زده.»
علق سوره، ۱-۵ آیتونه
نو ما دا تلاوت کړ. بیا یې زه پریښودم او له ما څخه ستون شو، او زه ویښ شوم، په داسې حال کې لکه چې دا آیتونه، د لیکلو په څېر سم زما په زړه نقش شوي وو. نو زه بهر راوتلم، او کله چې زه د غره مینځ ته ورسیدم، ما له آسمان څخه یو غږ واورېد چې ویل یې: «ای محمده! ته د خدای رسول یې، او زه جبریل یم.».[۱۴]
د رسول الله(ص) د بعثت کال او ورځ

د اسلام او شیعه مذهب د تاریخ متخصص سید جعفر مرتضی په وینا، ډیر تاریخ پوهان پدې باور دي چې پیغمبر(ص) په څلویښت کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شوی دی.[۱۵] په دوي کې یو یعقوبي دی (چې په دریمې پیړۍ کې وفات دی) چې وايي چې پیغمبر(ص) په څلویښت کلنۍ کې د پیغمبر په توګه غوره شو.[۱۶] په هرصورت، نور وختونه هم نقل شوي دي. د مثال په توګه، د ابن اسحاق په سیرت کتاب کې (چې په لومړۍ او دویمه قمري پیړۍ کې ژوند کاوه)، د ۴۰ کلنۍ سربیره، یو بل نقل هم شته چې وايي چې پیغمبر(ص) د ۴۳ کلنۍ په عمر کې مبعوث شو.[۱۷] د بل نظر له مخې، د ۴۵ کالو په عمر کې بعثت وشو.[۱۸]
د بعثت د ورځې په اړه د شیعه یانو ترمنځ مشهور نظر ۲۷ رجب دی[۱۹] او د سنیانو ترمنځ مشهور نظر د روژې میاشت ده.[۲۰] د تاریخ طبري له مخې، سنیان په دې کې اختلاف لري چې د روژې د میاشتې په کومې ورځې بعثت شوی دی.[۲۱] یعقوبي او مسعودي (د څلورمې پیړۍ تاریخ پوهان) له دې دوو نظرونو پرته یو بل نظر لري، او وايي چې پیغمبر(ص) د ربیع الاول په میاشت کې مبعوث شوی دی.[۲۲]
په شیعه کلتور کې د بعثت مقام

په شیعه کلتور کې، د رجب ۲۷ مه د مبعث د اختر په عنوان سره پيژندل کیږي، او په دې مناسبت جشنونه ترسره کیږي. دا ورځ په ایران[۲۳] او د عراق په ځینو برخو[۲۴] کې رسمي رخصتي ده.
مبعث په شعرونو کې
د دعا په کتابونو کې د مبعث د ورځې او شپې لپاره ځینې عملونه نقل شوي دي چې ترسره کول یې مستحب دي.[۲۶]
ځانګړی لیکلنی
تاریخ عصر بعثت، محمدحسین رجبي؛
- جهان در عصر بعثت، د محمد جواد باهنر او اکبر هاشمي رفسنجاني لخوا لیکلی کتاب؛
- تاریخ اسلام؛ عرصهٔ دگراندیشی و گفتوگو (عصر بعثت)، د حسین علیزاده او عبدالمجید معادیخواه لیکلی کتاب؛
- ای جامه بر سر کشیده برخیز؛ داستان بعثت پیامبر(ص)، لیکوال محمدرضا سرشار.
فوټ نوټ
- ↑ حائری، «بعثت»، ص۲۷۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۷۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۷-۱۵۸؛ فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱.
- ↑ «برخى آيات مربوط به رسالت و بعثت پيامبر(ص)»، پایگاه تخصصی قرآن کریم.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۶۳.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۶۴.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۲۰۵.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام اميرالمؤمنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج ۳، ص۶۱۸.
- ↑ مکارم شیرازی، پيام امام اميرالمؤمنين(ع)، ۱۳۸۶ش، ج ۳، ص۶۱۸ - ۶۲۴.
- ↑ پیشوایی، تاریخ اسلام از جاهلیت تا رحلت پیامبر اسلام(ص)، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۷ و ۱۲۸.
- ↑ رجبی، تاریخ عصر بعثت، ۱۳۸۴ش، ص۶۸.
- ↑ سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۵.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۵-۸۶.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۹.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۵-۸۶.
- ↑ العاملی، الصحيح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۸۹.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۲.
- ↑ ابناسحاق، سیره ابناسحاق، ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م، ج۱، ص۱۳۴.
- ↑ العاملی، الصحيح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۸۹.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۳؛ العاملی، الصحيح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۹۰.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۴.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۸۷۹م، ج۲، ص۴۴.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۶۹ش، ص۸۳؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۲.
- ↑ «لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور»، مندرج در سایت مرکز پژوهشهای مجلس.
- ↑ النجف تعطّل الدوام الیوم بمناسبة المبعث النبوی، مندرج در سایت بغداد الیوم.
- ↑ بعثت رسول ص در شعر فارسی امروز
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۸ش، ص۲۴۸-۲۵۵.
سرچينې
- «النجف تعطّل الدوام الرسمي غدًا الخميس»، مندرج در سایت بغداد الیوم، تاریخ درج مطلب: ۲۰۲۴/۲/۷م، تاریخ بازدید: ۱۴/۴/ ۲۰۲۵م.
- آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۶۹ش.
- ابناسحاق، محمد بن اسحاق، سیره ابناسحاق، بیروت، ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م.
- انصاری، محمدرضا، «رجب»، در دانشنامه دائرة المعارف تشیع (ج۸)، قم، سعید محبی، ۱۳۷۹ش.
- «برخی آيات مربوط به رسالت و بعثت پيامبرص»، پایگاه تخصصی قرآن کریم، تاریخ بازدید ۲۴ فروردین ۱۴۰۴ش.
- «بعثت رسولص در شعر فارسی امروز قلب عالم و آدم حرای توست»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج ۵ اردیبهشت ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۲۴ فروردین ۱۴۰۴ش.
- پیشوایی، مهدی، تاریخ اسلام از جاهلیت تا رحلت پیامبر اسلام(ص)، قم، نهاد نمایندگی مقام معظم رهبری در دانشگاهها. دفتر نشر معارف، ۱۳۸۲ش.
- حائری، سیدمهدی، «بعثت»، در دانشنامه دایرةالمعارف تشیع (ج۳)، قم، سعید محبی، ۱۳۸۰ش.
- «دعای شب مبعث کلیات مفاتیح الجنان با ترجمه استاد حسین انصاریان»، پایگاه اطلاع رسانی استاد حسین انصاریان، تاریخ بازدید ۲۴ فروردین ۱۴۰۴ش.
- رجبی، محمدحسین، تاریخ عصر بعثت، قم، مرکز آموزش الکترونیکی دانشگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۴ش.
- «زیارت امیرالمومنین حضرت امام علی(ع) در شب و روز مبعث»، پایگاه اطلاع رسانی استاد حسین انصاریان، تاریخ بازدید ۲۴ فروردین ۱۴۰۴ش.
- سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت؛ تجزیه و تحلیل کاملی از زندگی پیامبر اکرم(ص)، قم، بوستان کتاب، چاپ بیست و یکم، ۱۳۸۵ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، ۱۸۷۹م.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
- فضلالله، محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ سوم، ۱۴۳۹ق.
- قمی، عباس، مفاتیحالجنان، ترجمه حسین انصاریان، قم، دار العرفان، ۱۳۸۸ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
- «لایحه قانونی تعین تعطیلات رسمی کشور»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی، مصوب ۸ تیرماه ۱۳۵۹ش، تاریخ بازدید: ۲۴ فروردین ۱۴۰۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الاسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخالیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.