هفهاف بن مهند راسبي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

هَفْهاف بن مُهَنَّد راسِبي (شهادت ۶۱ق) د بصرې له شیعیانو او د کربلا د پېښې له شهیدانو څخه دی چې له امام حسین(ع) وروسته شهید شو. هغه چې په صفین جنګ کې یې د امام علي(ع) په لښکر کې د پاتې کېدو مخنیه لرله د عراق په لور د امام حسین(ع) د تګ د خبر له اورېدو وروسته د هغوي طرف ته روان شو؛ خو د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) له شهادته وروسته کربلا ته ورسید او د عمر سعد له لښکریانو سره وجنګېد او شهید شو.

د شیعه رجال مامقاني (وفات ۱۳۵۱ق) په وینا هفهاف بن مهند د بصرې له تکړه سوارکارانو او له مخلصو شیعیانو څخه دی.[۱] هغه په صفین جنګ کې د امام علي(ع) له اصحابو و او د یو نقل له مخې د امام علي(ع) له لوري یې په دې جنګ کې د بصرې د ازدیانو کومانده په غاړه لرله.[۲] هغه د امام حسن(ع) له ملګرو هم ګڼل شوی دی.[۳] هفهاف په لغت کې د ډنګر انسان په معنا دی.[۴]

فضیل بن زبیر کوفي(وفات دوهمه قمري پېړۍ)، زیدیه عالم المرشد بالله ( وفات ۴۷۹ق) او د زیدیه ژوند پېښه لیکونکی حُمَیْد بن احمد مُحَلِّی (وفات ۶۵۲ق) راپور ورکوي چې هفهاف خبر شو چې امام حسین(ع) د عراق په لور خوځېدلی دی، د هغه حضرت طرف ته ورغی؛ خو د امام له شهادته وروسته کربلا ته ورسېد؛ نو د عمر سعد لښکریانو ته وردننه شو او توره یې راوویسته اوهغوي ته یې رجز ووایه: ( ای سنبالو لښکریانو٬ زه یم هفهاف بن مهنّد چې د محمد(ص) په کورنۍ پسې روان یم»! بیا یې د عمر سعد له لښکریانو سره جنګ پېل کړ او یو شمېر یې ترې ووژل تر دې چې هغه یې شهید کړ.[۵] د دې راپور په دوام کې، له امام سجاد(ع) څخه د هفهاف په ستاینه کې راغلي چې :« خلکو د حضرت محمد(ص) د بعثت له وخته، د علي ابن ابیطالب(ع) نه وروسته یې د هفهاف په شان بل جنګیالی نه دی لیدلی چې هر څوک یې ووژل په خپل لاس یې ووژل ...»[۶]

په دانشنامه امام حسین کتاب کې راغلي چې د هفهاف نوم په زړو متونو کې یوازې به د فضیل بن زبیر په کتاب تَسمیة من قُتِلَ مع الحسین، کې راغلی دی.[۷] د هفهاف نوم امام زمان(عج) ته په منسوب زیارت الشهدا[۸] او د امام حسین(ع) په رجبیه زیارت کې[۹] نه دی ذکر شوی.

فوټ نوټ

  1. مامقانی، تنقيح المقال، نجف، ج‏۳، ص۳۰۴.
  2. جمعی از نویسندگان، ذخيرة الدارين، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۵۷.
  3. مامقانی، تنقيح المقال، بی‌تا، ج‏۳، ص۳۰۴.
  4. وګورئ: ابن‌درید، الاشتقاق، ۱۴۱۱ق، ص۲۳۰.
  5. المرشد بالله، ترتيب الأمالی الخميسية، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۲۷؛ محلی، الحدائق الوردية، ۱۴۲۳ق، ج‏۱، ص۲۱۲.
  6. فضیل بن زبیر، تسمیة من قتل مع الحسین، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۶؛ المرشد بالله، ترتيب الأمالی الخميسية، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۲۷؛ محلی، الحدائق الوردية، ۱۴۲۳ق، ج‏۱، ص۲۱۲.
  7. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام حسين(ع)، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۴۳۵.
  8. وګورئ: ابن‌مشهدی، المزار، ۱۴۱۹ق، ص۴۸۷-۴۹۵.
  9. وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۱، ص۳۳۹-۳۴۱.

سرچينې

  • ابن‌درید، محمد بن حسن، الاشتقاق، تحقيق عبد السلام محمد هارون، بیروت، دار الجيل، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌مشهدی، محمد، المزار، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، مؤسسة الشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • المرشد بالله، يحيى بن حسين، الأمالی الخميسية، تحقیق: محمد حسن اسماعيل، بيروت، دار الكتب العلمية، ۱۴۲۲ق.
  • جمعی از نویسندگان، ذخیرة الدارین، تصحیح باقر دریاب نجفی، بی‌جا، ۱۴۲۲ق.
  • فضیل بن زبیر، تسمیة مَنْ قُتل مع الحسین علیه‌السلام من ولده وإخوته وأهل بیته وشیعته، تحقیق سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، ۱۴۰۶ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقيح المقال فی علم الرجال‏، نجف، بی‌تا.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محلی، حمید بن احمد، الحدائق الوردية في مناقب الأئمة الزيدية، تحقیق مرتضی المحطوری، صنعاء، مکتبة بدر، ۱۴۲۳ق.
  • محمدی ری شهری، محمد، دانشنامه امام حسین علیه السلام، بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ۱۳۸۷ش.