هل من ناصر ینصرني

د wikishia لخوا
د عاشورا د مازیګر نقاشۍ

هَلْ مِنْ ناصِرٍ یَنْصُرُني چې معنا یې ده«ایا کوم مرستندویی شته چې زما مرسته وکړی؟» د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) د ژوند په وروستیو شېبو کې د هغه حضرت مشهوره جمله. په فرهنګ عاشورا کې د جواد محدثي په وینا، دا جمله په معنا نقل دی او په تاریخي کتابونو کې په دغه شکل نه ده راغلې؛[۱] خو د کربلا په پېښې پورې اړوندو سرچینو دې ته ورته عبارتونه او په همدې نقل کړې ده.[۲]

د عاشورا د پېښلیکونکو په نقل، کله چې د کربلا شهیدان شهیدان شول او هغه یوازې پاتې شو دغه جملې یې وویلې چې «هَلْ مِنْ ذَابٍّ يَذُبُّ عَنْ حَرَمِ رَسُولِ اللَّهِ هَلْ مِنْ مُوَحِّدٍ يَخَافُ اللَّهَ فِينَا هَلْ مِنْ مُغِيثٍ يَرْجُو اللَّهَ بِإِغَاثَتِنَا هَلْ مِنْ مُعِينٍ يَرْجُو مَا عِنْدَاللَّهِ فِي إِعَانَتِنَا؛ ایا کوم دفاع کوونکی شته چې د خدای د رسول د حرم دفاع وکړی؟ ایا کوم موحد شته چې زمونږ په اړه له خدایه ووېرېږي؟ ایا کوم فریاد اورېدونکی شته چې زمونږ په فریاد اورېدلو سره له خدایه هیله ولري؟ ایا کوم مرستندویی شته چې زمونږ په مرستې سره هغه څه ته چې له خدای سره دي هیله ولري»[۳]

امام حسین(ع) تر دې مخکې په قصر بني مُقاتل پړاو کې کله چې عبید الله بن حر مرستې ته وغوښته او هغه عذر راوړ، له عبید الله یې وغوښتل چې له دغه ځایه لاړ شي ځکه چې که د امام استغاثه واروي او وې نه مني خدای به یې هلاک کړی.»[۴] ځینې د لبیکَ یا حسین شعار د عاشورا په ورځ د امام حسین مرسته غوښتلو ته ځواب ګڼي.[۵]

د شهرام اسدي د جوړ «روز واقعه» په فلم کې چې د کربلا د پېښې په اړه دی، د فلم لومړی شخصیت چې یو نوی مسلمان شوی کس دی په خپل غوږ کې د یو غیبي کس غږ اوري چې تکراروي« څوک دي چې زما مرسته وکړي؟» هغه په همدې غږ پسې روانیږي او د عاشورا په مازیګر کربلا ته رسیږي.[۶]

فوټ نوټ

  1. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۴۷۱
  2. سید ابن‌طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۱۶؛ ابن‌نما حلی، مثیر الاحزان، ۱۴۰۶ق، ص۷۰.
  3. سید بن طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۱۶.
  4. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۷.
  5. «شعار «لبیک یا حسین» به معنای اجابت دعوت سیدالشهدا(ع) است»، خبرگزاری مهر.
  6. «نگاهی به فیلم روز واقعه»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

سرچينې