Jump to content

لبیک یا حسین

د wikishia لخوا
د ماتم په مراسمو کې د لبیک یا حسین بیرغ

لَبَّیک‌َ یا حسین (زه ستا غږ ته ځواب درکوم، اې حسین) هغه شعار دی چې شیعه یې د امام حسین(ع) د بلنې په ځواب کې کاروي. امام حسین(ع) د کربلا د پیښه کې څو څو ځله د مرستې غوښتنه وکړه. تر ټولو مشهوره یې د عاشورا په ورځ وه چې د هَلْ مِنْ ناصرٍ یَنْصُرُنی (پښتو کې: آیا ما سره څوک مرسته کوونکی شته؟)

د لبیک یا حسین له شعار څخه موخه له امام سره د وفادارۍ او پیوستون اعلان او د هغه مرسته ګڼل شوې ده. ویل شوي دي چې دې شعار د کربلا پیښه د یوه دوامداره تاریخي جریان په توګه معرفي کړه او د عاشورا د بیان یې تلپاتی والي سبب شوی دی. همدارنګ دا د استکبار پر ضد او د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د ذلت نه منلو سمبول هم ګڼل کېږي.

په بیلا بیلو هیوادونو کښې دغه شعار د محرم د ماتم په دستورو کښې شامل دی او هم د امام حسین(ع) سره د عقیدت څرګندولو لپاره کارول کیږي. همدارنګه د دې په هکله کې بېلابېل هنري اثار جوړ شوي او شیعه یې د جګړې په ډګرونو او د شهیدانو په جنازو کې کاروي. همدارنګه د همدې شعار پر بنسټ نور شعارونه هم په کنفرانسونو، جلوسونو او مذهبي مراسمو کې ویل کېږي؛ لکه لبیک یا حیدر، لبیک یا مهدي او لبیک یا خامنه­ اي.

پیژندنه

لبیک یا حسین د عاشورا له مشهورو عبارتونو څخه یو عبارت دی[۱] او د امام حسین(ع) د بلنې ځواب ورکول ګڼل شوي دي.[۲] امام حسین(ع) له مکې نه عراق ته په سفر کې څو څو ځله مسلمانان خپلې مرستې ته راوبلل.[۳] له هغو څخه یو ځل په مکه مکرمه کې یې وفرمایل: زه یو داسې ځای ته ځم چې هلته به وږي لیوان زما د بدن یو یو بند مات کړي او څېری به یې کړي... هرڅوک چې زمونږ په لاره کې د خپلې وینې تویولو ته چمتو دی کربلا ته ته راشي.[۴] او يا د بصرې له مشرانو څخه یې په یوه لیک کې مرسته وغوښته.[۵] د امام حسین(ع) له ټولو مشهوره بلنه د عاشورا په ورځ وه.[۶] دا بلنه هَلْ مِنْ ناصرٍ یَنْصُرُنی (پښتو کې: آیا ما سره څوک مرسته کوونکی شته؟) چې د امام د عبارت معنا نقلوي، مشهور دی.[۷]

موقعیت او اهمیت

د اربعین په ورځو کې په عراق کې د یوه کور پر دیوال د لبیک یا حسین بیرغ

شیعه د عاشورا له پیښې وروسته د لبیک یا حسین په یادولو سره له امام سره خپل پیوستون اعلانوي.[۸] او اعلان کوي ​​چې دې ته حاضر دي چې لکه د امام حسین(ع) د یارانو، خپل ځان، مال او اولادونه د امام حسین(ع) په لاره کې قربان کړي.[۹] ویل شوي دي دا شعار د یو نړیوال شعار په توګه،[۱۰] یو ځانګړي وخت سره اختصاص نه لري.[۱۱] بلکې د عاشورا پیښه یې د یو پرله پسې تاریخي جریان په توګه معرفي کړې ده؛[۱۲] نو د عاشورا د بقا د تضمین سربیره،[۱۳] دا د عاشورا په هکله د خبرو د دوام لامل هم شوی دی.[۱۴]

عزت او کرامت، له ذلت او خوارۍ څخه لری کیدل،[۱۵] د ظلم پر وړاندې مبارزه او د حق په لاره کې قربانیدل،[۱۶] له ټولو قدرتونو څخه ازادي،[۱۷] د دښمنانو د دسیسو شنډول[۱۸] او د استکبار غرور له منځه وړل[۱۹] د لبیک یا حسین شعار آثار ګڼل شوي دي؛ له همدې امله دا شعار له استکباره د خلاصي او ذلت ته د نه تسلیمدو سمبول ګڼل شوی.[۲۰] ځینې کارپوهانو د ایران د اسلامي انقلاب بریا، ځواکمنتیا او وده د لبیک یا حسین د شعار د عمل په سبب ګڼلې ده.[۲۱]

لبیک په دیني متنونو کې

د لبیک کلمه د تاریخ په اوږدو کې، د نورو غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره کارول شوې ده.[۲۲] د پيغمبر(ص) صحابیانو به هم په بیلا بیلو موقعو کې[۲۳] چې یو په کې د حُنین غزا وه د لبیک ټکی کارولی دی؛[۲۴] له همدې سببه د وهابیت دا دعوا چې د دې کارول له خدایه پرته د نورو لپاره شرک دی، غلطه ده.[۲۵] همدارنګه د امام حسین(ع) په یوې زیارتنامې کې چې امام صادق(ع) ته منسوبه ده، له زیارت کوونکیو څځه د زیارت د ادابو له مخې غوښتی شوي دي چې اووه ځلې لَبَّيْكَ داعِي اللهِ ټکی تکرار کړي.[۲۶] د امام حسین(ع) د رحبیه زیارت کې هم دا عبارت «لبیک یا داعی الله» د خطاب پر ځای راغلی دی.[۲۷] په عهد دعا کې هم د لبیک ټکی د امام مهدی(عج) بلنې ته اشاره شوې ده.[۲۸]

لغت پوهان د لبیک اصل د اطاعت[۲۹] او ځواب ورکولو[۳۰] په معنی ګڼي او په دې باور دي چې «لبیک» په اصل کې «لَبَّا لَکَ» و،[۳۱] د یو کس د اطاعت لپاره هیساریدل او یو کس ته د ځواب ویلو په معنې راغلی دی.[۳۲] دا کلمه د تلبیه تر عنوان لاندې (لبَّيك اللّهُمَّ لَبَّيك، لَبّيك لاشريك لك لَبّيك) د تمتع حج او عمرې د احرام تړلو په وخت کارول کیږي.[۳۳]

د شعار په توګه کارول

د لبیک یا حسین شعار د ماتم په مراسمو او له امام حسین(ع) سره د عقیدت څرګندولو او همدارنګه په کلتوری او هنری ډګرونو او انقلابی پیښو کې کارول شوی دی.

په مذهبي مراسمو او ماتم کې

د لبیک یا حسین شعار په ثلث رسم الخط سره، د لبیک یا حسین د خطاطۍ لپاره د کال غوره شوی کار.[۳۴]

د "لبیک" یا "حسین" شعار په مختلفو هیوادونو لکه نایجیریا،[۳۵] ترکیه،[۳۶] لبنان،[۳۷] ایران،[۳۸] عراق او اروپایي هیوادونو لکه هالنډ کې د خلکو د ماتم په مراسمو کې ویل کیږي.[۳۹] د عاشورا په ورځ د عراق خلک چې له هغوي څخه یو د طویرج خلک[۴۰] او د بنی اسد د قبیلې خلک[۴۱] د امام حسین(ع) حرم ته د ننوتلو په وخت کښې دغه نعرې وهي. په ایران کې ځینې لویې غونډې د «لبیک یا حسین غونډې» په نوم نومول شوي دي؛[۴۲] د ماتم د ورځو له پیل څخه دمخه په عتبات عالیات مزارونو کې د بیرغونو بدلول هم کله ناکله د لبیک یا حسین له شعارونو سره یوځای کیږي.[۴۳] د لبیک یا حسین بیرغ په کربلا کې د اربعین په لاریون کې د بین الحرمین وښودل شو.[۴۴]

په کلتور او هنر کې

په ۲۰۰۴ م کال کې، سید حسن نصرالله د عتبات عالیات د دفاع کوونکیو د لاریونو په غونډه کې:

«لبیک یا حسین یعني: په جګړه کې حاضر اوسئ، که څه هم یوازې یاست، که څه هم خلکو تاسو پریښودلی یئ، او تاسو یې تورن کړي یئ او بې یاره یې پریښودلي یئ، لبیک یا حسین یعنی تاسو په خپله، ستاسو مال، ستاسو میرمنې او ستاسو ماشومانې ټول په دې جګړه کې چمتو یئ.[۴۵]»

د لبیک یا حسین شعار د شاعرانو په شعرونو کې[۴۶] هم منعکس شوی دی او همدارنګه په مختلفو کلتوري او هنري برخو کې منعکس شوی دی او د «لبیک یا حسین» په عنوان سره مختلف اثار رامینځته شوي. د «لبیک یا حسین» د موسیقۍ ویډیو د صادق اهنګاران په غږ کې یو له هغو اثارو څخه دی چې د اربعین په مناسبت جوړ شوی دی.[۴۷] د خطاطۍ په برخه کې د لبیک یا حسین مختلف اثار ثبتولو سربیره، د دې جملې د لیکلو  لپاره یو اعلان هم شو و.[۴۸]

په بیلا بیلو پیښو کې

دا شعار د هېوادونو په بېلابېلو پېښو کې کارول شوی دی. د ایت الله سید علي سیستاني له خوا د داعش په خلاف د جهاد د فتوا له اعلانولو وروسته، د عراق د خلقو بیلا بیلو ډلو د لبیک یا حسین د شعار په ویلو سره د دې حکم هرکلی وکړ[۴۹] او د داعش په خلاف په عملیاتو کښې یې له دغه شعار څخه استفاده وکړه[۵۰] له دې شعار څخه په بیلا بیلو مراسمو کې لکه د مقاومت د شهیدانو د جنازې په وخت په ایران،[۵۱] عراق[۵۲] او لبنان[۵۳] کې ګټه اخستې شوې ده.

همدارنګه د لبیک یا حسین د شعار پر بنسټ نور شعارونه په کنفرانسونو، لاریونونو او مذهبي مراسمو کې ویل کېږي. لکه لبیک یا رسول الله،[۵۴] لبیک یا حیدر،[۵۵] لبیک یا زینب،[۵۶] لبیک یا قرآن، لبیک یا مهدي،[۵۷] لبیک یا ابوالفضل،[۵۸] لبیک یا خمیني او لبیک یا خامنه اي.[۵۹]

فوټ نوټ

  1. «شرح لبیک یا حسین بخش اول: نوشتاری از استاد هادی سروش»، شفقنا.
  2. «شعار «لبیک یا حسین» به معنای اجابت دعوت سیدالشهدا(ع) است»، خبرگزاری مهر.
  3. «شعار «لبیک یا حسین» به معنای اجابت دعوت سیدالشهدا(ع) است»، خبرگزاری مهر.
  4. حلوانی، نزهة الناظر، ۱۴۰۸ق، ص۸۶؛ ابن‌طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۶۰.
  5. ابن طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۳۸.
  6. ابن‌طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۱۶؛ ابن‌نما حلی، مثیر الاحزان، ۱۴۰۶ق، ص۷۰.
  7. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۴۷۱.
  8. «لبیک یا حسین موجب ماندگاری گفتمان عاشورایی است»، خبرگزاری رضوی.
  9. «شعار «لبیک یا حسین» به معنای اجابت دعوت سیدالشهدا(ع) است»، خبرگزاری مهر.
  10. «شعار لبیک یا حسین جهانی شده است»، ایسنا.
  11. «لبیک یا حسین موجب ماندگاری گفتمان عاشورایی است»، خبرگزاری رضوی.
  12. «فراخوان رقابتی حروف نگاری لبیک یا حسین»، کانون هنری شیعی.
  13. «شعار «لبیک یا حسین» به معنای اجابت دعوت سیدالشهدا(ع) است»، خبرگزاری مهر.
  14. «لبیک یا حسین موجب ماندگاری گفتمان عاشورایی است»، خبرگزاری رضوی.
  15. «شعار لبیک یا حسین مبارزه با استکبار ستیزی است»، خبرگزاری رسا.
  16. «شعار لبیک یا حسین مبارزه با استکبار ستیزی است»، خبرگزاری رسا.
  17. ««لبیک یا حسین یعنی رهایی از همه قدرت ها: نوشتاری از استاد هادی سروش – بخش هفتم»، شفقنا.
  18. «لبیک یا حسین خنثی کننده توطئه دشمنان است»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت.
  19. «شعار ” لبیک یا حسین” هیمنه استکبار را درهم‌شکسته است»، زرین خبر.
  20. «شعار لبیک یا حسین مبارزه با استکبار ستیزی است»، خبرگزاری رسا.
  21. «شعار لبیک یا حسین مبارزه با استکبار ستیزی است»، خبرگزاری رسا.
  22. د بېلګۍ په توګه وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۸۴؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۹۲؛ دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۳۶۵.
  23. د بېلګۍ په توګه وګورئ: مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۳۶۹؛ ج۱۲، ص۳۷۶؛ ج۱۳، ص۳۷۹؛ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۱۷۴؛ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۴۸.
  24. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۰۰-۹۰۱؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۷۵-۷۶.
  25. «شرح لبیک یا حسین بخش اول: نوشتاری از استاد هادی سروش»، شفقنا.
  26. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۲۳۰.
  27. ابن‌طاووس، إقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۷۱۳-۷۱۴؛ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۱۴۲.
  28. ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۶۶۶-۶۶۳؛ کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۵۵۲-۵۵۰.
  29. فراهیدی، کتاب العین، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۱.
  30. ازهری، تهذیب اللغة، بیروت، ج۱۵، ص۲۴۲.
  31. ازهری، تهذیب اللغة، بیروت، ج۱۵، ص۲۴۲.
  32. جوهری، الصحاح، بیروت، ج۱، ص۲۱۶؛ صاحب بن عباد، المحیط فی اللغة، ۱۴۱۴ق، ج۱۰، ص۳۱۲.
  33. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۲۶؛ فاضل هندی، کشف اللثام، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۲۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۳-۴.
  34. «فراخوان رقابتی حروف نگاری لبیک یا حسین»، کانون هنری شیعی.
  35. «بی‎‌توجهی جامعه بین‌‎المللی به نقض حقوق‎ بشری شیعیان نیجریه»، خبرگزاری میزان.
  36. بدل، «شرایط دینی و مذهبی کشور ترکیه»، ص۲۹۸.
  37. «دسته‌های عزای عاشورایی در سراسر لبنان»، الکوثر.
  38. «اجتماع عظیم اردبیلی‌ها در روز تاسوعا با شعار لبیک یا حسین»، خبرآنلاین.
  39. «شعار لبیک یا حسین(ع) و لبیک یا خامنه‌ای در لاهه هلند»، خبرنامه دانشجویان ایران.
  40. «دسته طویریج دسته‌ای به بلندای چهارده قرن»، خبرآنلاین.
  41. «فریاد "لبیک یا حسین" زنان قبیله بنی‌اسد در حرم سیدالشهدا طنین‌انداز شد»، خبرگزاری مهر.
  42. «لبیک یا حسین موجب ماندگاری گفتمان عاشورایی است»، خبرگزاری رضوی.
  43. تعویض پرچم گنبدحرمهای کربلا. خبرگزاری مهر.
  44. پرچم لبیک یا حسین در بین الحرمین. خبرگزاری مهر.
  45. پایگاه ارتباطات رسانه‌ای حزب‌الله
  46. مثال په توګه وګورئ: «لبیک یاحسین -(ازعمق جان بگو لبیک یاحسین)»، امام هشت.
  47. «لبیک یا حسین جدیدترین اثر حاج صادق آهنگران»، رجانیوز.
  48. «فراخوان رقابتی حروف نگاری لبیک یا حسین»، کانون هنری شیعی.
  49. «شعار لبیک یا حسین در حرم طنین انداز شد»، حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت.
  50. «نام عملیات از "لبیک یا حسین" به "لبیک یا عراق" تغییر کرد»، خبرگزاری جمهور.
  51. «تشییع پیکر شهید حاج قاسم سلیمانی در مشهد»، افکار نیوز.
  52. «صحن اباعبدالله؛ لبیک یا حسین در هنگام ورود پیکر شهدا»، راسخون.
  53. «طنین شعار لبیک یا حسین(ع) در مراسم تشییع شهید «علی یوسف علاء الدین» از رزمندگان حزب‌الله» خبرگزاری دانشجو.
  54. «ایران اسلامی در سالروز رحلت پیامبر به سوگ نشست»، پایگاه اطلاع رسانی حج.
  55. «اجتماع دانش‌آموزان شیرازی در حرم مطهر حضرت شاهچراغ + فیلم»، خبرگزاری تسنیم.
  56. «طنین ندای "لبیک یا زینب(س)" در سراسر ایران»، خبرگزاری حوزه.
  57. «سید حسن نصرالله: تکفیری‌ها پشت‌پرده انفجارهای زینبیه هستند/ با شعار «لبیک یا حسین» به خیابان‌ها می‌آییم»، خبرگزاری تسنیم؛ «ندای لبیک یا مهدی همراه با عطر یاس مهدوی در میعادگاه منتظران»، وبگاه ایرنا.
  58. «مردم گچساران لبیک یا ابوافضل(ع) را درشب تاسوعا سردادند»، خبرگزاری ایسنا.
  59. «برگزاری راهپیمایی روز ملی مبارزه با استکبار در کرمان»، خبرگزاری ایکنا.

سرچينې