یا علی یا عظیم دعا

د wikishia لخوا

د یَا عَلِیُّ یَا عَظِیم دعا، د روژې میاشتې له مشهورو دعاګانو څخه یوه دعا ده چې د ورځنزو لمنځونو وروسته یې د لوستلو سپارښتنه شوې ده. له همدې امله، شیعه دا دعا د ورځنيزو لمنځونو وروسته په یوځای لولي. دا دعا په اقبال الاَعمال، مِصباح کَفْعَمی او زاد المَعاد کې له امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) څخه نقل شوې ده. په دې کې د خدای، د روژې د مبارکې میاشتې، د قرآن کریم او د قدر شپه پیژندګلو او د دعا کولو آداب په کې ښودل شوي دي.

مقام

د «یَا عَلِیُّ یَا عَظِیم» دعا، له هغه دعاګانو څخه ده چې د ایت الله مکارم شیرازي په باور ډېر لوړ مضمونونه او مینځپانګه په کې راغلې ده.[۱] د هغه نقل مطابق چې علامه مجلسي(وفات کال 1110سپوږمیز کال) په زاد المعاد کتاب کې له امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) روایت کړې ده دا دعا د هر یو واجب لمانځه وروسته (د ورځنیزو لمنځونو) په روژې میاشت کې مستحب ده.[۲] له همدې امله، شیعه دا دعا د ورځنيزو لمنځونو وروسته په یوځای لولي دا دعا د خدای پاک، د رمضان، قرآن او د قدر شپه پیژندنې کې او د دعا کولو په ادابو کې په انسانو باندې ډېر اغیز درلودلی شي.[۳]

د دعا سند

د یا علي يا عظيم دعا په لومړي ځل د سيد بن طاووس (وفات کال ۶۶۴ هـ ق) په کتاب اقبال الامال کې نقل کړې ده او امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) ته يې منسوبه ​​کړې ده.[۴] همدارنګ کَفْعمي (وفات کال ۹۰۵ق)  په مصباح کتاب کې[۵] او علامه مجلسي (وفات: ۱۱۱۰ هـ ق) په زاد المعاد کې دغه دعا نقل کړې ده.[۶] البته کومه دعا چې په مصباح کې ذکر شوی ده د اقبال الاعمال او زاد المعاد کتاب سره لږه بدله ده. د بېلګې په توګه د اقبال الاعمال و زاد المعاد په کتاب کې «وَ هَذَا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَ كَرَّمْتَهُ وَ شَرَّفْتَهُ وَ فَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ»[۷] راغلي او په مصباح کې «وَ هَذَا شَهْرٌ شَرَّفْتَهُ وَ عَظَّمْتَهُ وَ كَرَّمْتَهُ وَ فَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ»[۸] راغلي دي. او همدارنګ «يا عَلِيُّ يا عَظِيمُ يا غَفُورُ يا رَحيم‏...»[۹] عبارت د اقبال الاعمال د کتاب په پخوانۍ نسخه کې د «يَا عَلِيُّ يَا عَظِيمُ يَا غَفُورُ يَا شَكُورٌ يَا رَحِيم‏...»[۱۰] راغلی دی.

محتوا

د آیت‌الله مکارم شیرازي په باور د «یا علی یا عظیم» دعا هر یو بند، یو پيغام لري.[۱۱] د هغه په وینا لومړۍ بند یې د خدای پيژندګلو او د هغه د صفاتو په بیان کې دی. او په ورپسې بندونو کې د رمضان د میاشتې خصوصیاتو ته اشاره کوي. په قرآن کې درې رنګه هدایت، د قدر شپه له زرو میاشتو غوره شونې ته اشاره او د دعا کولو آداب د دې دعا له نورو تعلیماتو څخه دي چې آیت الله مکارم هغه بیان کړي دي.[۱۲]

د دعا متن او ترجمه

د یا علی یا عظیم دعا
متن ترجمه
يا عَلِيُّ يا عَظِيمُ يا غَفُورُ يا رَحيمُ، انْتَ الرَّبُّ الْعَظِيمُ، الَّذي لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَ هُوَ السَّميعُ الْبَصِيرُ، وَ هَذا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَ كَرَّمْتَهُ وَ شَرَّفْتَهُ وَ فَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ، وَ هُوَ الشَّهْرُ الَّذي فَرَضْتَ صِيامَهُ عَلَيَّ، وَ هُوَ شَهْرُ رَمَضانَ، الَّذي انْزَلْتَ فيهِ الْقُرْآنَ، هُدىً لِلنّاسِ وَ بَيِّناتٍ مِنَ الْهُدى‏ وَ الْفُرْقانِ، وَ جَعَلْتَ فيهِ لَيْلَةَ الْقَدْرِ وَ جَعَلْتَها خَيْراً مِنْ الْفِ شَهْرٍ. فَيا ذَا الْمَنِّ و لا يُمَنُّ عَلَيْكَ، مُنَّ عَلَيَّ بِفَكاكِ رَقَبَتي مِنَ النّارِ، فيمَنْ تَمُنُّ عَلَيْهِ، وَ ادْخِلْني الْجَنَّةَ بِرَحْمَتِكَ يا ارْحَمَ الرَّاحِمِينَ.[۱۳] ای لوړه ای عظیمه ای بخښونکیه ای مهربانه ته یې داسې عظیم پالونکی چې په څیر یې هیڅه نیشته او هغه ښه اوریدونکی او لیدونکی دی او دا هغه میاشته ده چې لویه او عزتمنه کړې دې ده او شرافت او فضیلت دې ورکړی دی پر نورو میاشتو او دا هغه میاشته ده چې تا یې روژه پرما واجبه کړې او دا د روژې میاشته ده

هماغه میاشته چې قرآن دې پکې نازل کړی دی هغه قرآن چې د خلکو لارښود او د هدایت او (له باطله د حق) د جدا کیدو نښې او (دلیلونه) دي او ودې ګرځوله په دې میاشتې کې د قدر ش‍ه او ودې ګرځوله هغه (شپه) تر زرو میاشتو غوره نو ای داسې د منت څښتنه چې هیڅوک پر تا منت (احسان) نه لري منت وکړه پر ما له اوره زما (د څټ) په ژغورلو سره د هغو کسانو په مینځ کې چې ورباندې احسان کوې او جنت ته مې ننباسه ستا په رحمت ای تر ټولو مهربانانو (زیات) مهربانه.

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، مفاتیح نوین، ۱۳۹۵ش، ص۷۱۶.
  2. علامه مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۸۴.
  3. «شرح دعای «یا عَلِی یا عَظِیمُ» از منظر آیت الله العظمی مکارم»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت الله العظمی مکارم شیرازی.
  4. سید بن طاووس، الاقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۸۰.
  5. کفعمی، مصباح، ۱۴۰۵ق، ص۶۳۰.
  6. علامه مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۸۴.
  7. سید بن طاووس، الاقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۸۰، علامه مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۸۴.
  8. کفعمی، مصباح، ۱۴۰۵ق، ص۶۳۰.
  9. سید بن طاووس، الاقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۸۰.
  10. سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۴.
  11. «شرح دعای «یا عَلِی یا عَظِیمُ» از منظر آیت الله العظمی مکارم»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت الله العظمی مکارم شیرازی.
  12. «شرح دعای «یا عَلِی یا عَظِیمُ» از منظر آیت الله العظمی مکارم»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت الله العظمی مکارم شیرازی.
  13. سید بن طاووس، الاقبال بالاعمال، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۸۰، علامه مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۸۴.

سرچينې

  • «دعای «یا علی یا عظیم...» بعد از هر نماز واجب در ماه رمضان»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر حضرت استاد حسین انصاریان، تاریخ بازدید: ۲ اردیبهشت ۱۴۰۳.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال الحسنه، به‌تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • «شرح دعای «یا عَلِی یا عَظِیمُ» از منظر آیت الله العظمی مکارم»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت الله العظمی مکارم شیرازی، تاریخ درج مطلب: ۱۷ اردیبهشت ۱۳۹۹، تاریخ بازدید: ۲ اردیبهشت ۱۴۰۳.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، زاد المعاد، به‌تحقیق علاءالدین اعلمی، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، مصباح الکفعمی، قم، دارالرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، مفاتیح نوین، ترجمه محمدرضا حامدی و مسعود مکارم، به تحقیق احمد قدسی و سعید داوودی، قم، انتشارات امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ چهلم، ۱۳۹۵ش.