د قدر شپه
د قَدر شپې یا لَیلَةُ القَدر، د قرآن د نزول شپې او د انسانانو یو کالې چارو او برخلیک ځانګړی شولو شپه ده. قرآن د قدر او دخان په سورو کې د دې شپې په اړه خبرې کوي. د قرآن او روایتونو له مخې، د قدر شپې ارزښت له زرو میاشتو څخه ډیر دی. دا شپه د کال ترټولو فضیلت لرونکۍ شپه او د الهی رحمت او د ګناهونو بخښنه شپې ده، او په دې کې فرښتې ځمکې ته راځي او د شیعې ځینې حدیثونو پر بنسټ، د بندګانو راتلونکي کال، مقدرات د امام پر باندې وړاندې شي.
د قدر شپې دقیقه وخته روښانه ندی؛ مګر د ډیری روایتونو په وینا، دا په رمضان میاشت کې پیښې شوی ده او خورا احتمال لري چې پدې میاشت کې د ۱۹، ۲۱ یا ۲۳ شپې څخه یوه وي. شیعه ګان د رمضان تر ۲۳ شپي باندې او اهل سنت تر ۲۷ شپې ټینګار کوي.
پدې شپه کې، شیعه ګان د شپې ژوندکولو لپاره د معصومان په څیر کاروي، دقرآن تلاوت کول، دعا او عبادت ته پدې شپه کې تر سره کوي. په دې شپه کې د امام علي(ع) وهل شول او شهادت ته رسیدل، هم شیعه ګانو ته خپل اهمیت ورکړه او د دې لپاره یې د عزا غونډه ترسره وکړه چې د قدر شپې له مراسمو سره یوځای شوی دی.
نوم کښینول
«قَدْر» یو عربي کلمه د اندازې، تقدیر او برخليک په معنی دی.[۱] په دی اړه چې ولې دا شپه«د قدر شپې» ویل شوي نو دلیلونه شتون لري چې ځینې یې دا دي:
- د ځینو له نظره؛ لکه علامه طباطبایي، ځکه چې د انسانانو مقدرات او د یو کال پیښو اندازه او تقدیر پدې شپه ټاکل کیږي، دا د قدر شپه بلل کیږي.[۲] آیت الله مکارم شیرازي دا نظر د روایتونو سره په مطابقت او ډیر مشهور او غوره کې ګنلي.[۳]
- که څوک پدې شپه کې ويښوالي او احیا وکړی بیا د قدر او پور څښتن شي.[۴]
- د نوم ورکولو لامل، د دې شپې ته لوړ عزت او قدر دی.[۵]
- ځکه چې دا هغه شپه ده چې ټاکل شوی ده پکې قرآن باید ښکته شي.[۶]
له قدر شپه څخه د «لیلةالعظمه» او «لیلةالشرف» په نوم هم یادونه شوې ده.[۷]
ځایگاه او ارزښت
د قدر شپې په اسلامي کلتور کې د کال ترټولو شپې غوره او خورا مهمه شپه ده.[۸] د پیغمبر(ص) د یو روایت پر بنسټ، دی شپه مسلمانانو ته د خدای ډالۍ او بخښنه ده، او هیڅ یو پخوانۍ امت ته دا ډالۍ او بخښنه نه ورکول شوی و.[۹] په قرآن کریم کې، یو بشپړ سوره د قدر د شپې تشریح او تعریف کولو ته ځانګړی شوی دی، او له همدي امله (د قدر سوره) نومیږي.[۱۰] پدې سوره کې، د قدر شپې ارزښت له زرو میاشتو څخه ډیره ګنل شوی ده.[۱۱] د دخان سورې له لومړی آیت څخه تر شپږم آیت پورې هم د قدر شپې اهمیت او پیښې په ګوته کوي.[۱۲]
د امام صادق(ع) څخه د روایت له مخې راغلې ده؛ چې غوره میاشت رمضان ده، او د رمضان زړه د قدر شپې ده.[۱۳] [یادونه۱] له پیغمبر(ص) څخه هم روایت شوی چې د قدر شپې د ټول شپې سرور او مشر ده.[۱۴] د امام صادق(ع) په روایت کې د قدر شپې د کال پیل(رأس السنة) په توګه پیژندل شوی ده[۱۵] کوم چې ښایې د روحاني او عبادې کال، پیل وی او ښایې د انسان یو کلن مقدرات ټاکل شوي وی. د روایی او فقهې سرچینو په وینا، د قدر ورځې اندازې هم د دوی د شپې په څیر ارزښتناک او فضیلت لرونکۍ دي.[۱۶] د ځینې پیښو پیښېدل؛ لکه د امام علي(ع) وهل خوړل په نولسمه شپه او د هغه شهادت رسیدل په یوه ویشتمه شپه، شیعه ګانو نږدی ته د دې شپې اهمیت باندې خورا زیات کړیده، او دوی په دې شپه کې د هغه امام لپاره د عزا غونډه ترسره کوي، سربیره پردې چی د دې شپې ځانګړي مستحبې کړنه هم ترسره کوي.[۱۷]
په ځینې روایتونو راغلې ده چې فاطمه(س) د قدر شپې راز(ګوښي والې) دی[۱۸] او هرڅوک چې په بشپړ ډول فاطمه(س) ته پیژني د قدر په شپه هم پوهیدلي دی.[۱۹]
د قرآن نزول
د قدر سورې لومړی آیت او د دخان سورې دریم آیت کې د قرآن ښکته شول په قدر شپې کې بیانوی.[۲۰] محمد عبده په دې باور دی چې د قران د تدریجې نزول پیليدل د رمضان په میاشت کې و؛[۲۱] مګر ډیری مفسرین پدې باور دی چې دی شپې ته، قران کریم په یو ځل د پیغمبر(ص) په زړه کې او یا له محفوظ لوح په بیت المعمور کې نازل شوه. کوم چې د قرآن دفعې نزول یا اجمالې نزول ویل کیږي.[۲۲]
د چارو مقدر شول
امام باقر(ع) د دخان سوره د څلورم آیت په تشریح کې [یادونه۲] وايي چې هر کال پدې شپه کې، د هر انسان برخلیک په راتلونکي کال لیکل کیږي.[۲۳] [غوره سرچینې ته اړتیا ده] له همدې امله، په ځینو روایتونوکې، د قدر شپې د کال پیل ګنلي شوی ده.[۲۴] علامه طباطبایې وايي: «د قدر موخه، تقدیر او اندازه کولو دی، او پدې شپه کې خدای د ژوند، مړی، روزې، او د انسانانو سعادت او شقاوت ته په ګوته کوي.»[۲۵] د ځینې روایتونو پر بنسټ، د امام علي(ع) ولایت او نور اهل البیت(ع) ولایت هم په دی شپه کې، ټاکل او لاسلیک شوی دی.[۲۶]
د ګناهونو بخښنه
د اسلامي سرچینو په وینا، د قدر په شپه کې د الهی رحمت او ګناهونو بخښنې ځانګړې شپه ده، او شیطان په دی شپه په بند او ځنځير تړل کیږی، او د جنت دروازې مؤمنانو ته خلاص شوي.[۲۷] [غوره سرچیني ته اړتیاده] له پیغمبر(ص) روایت شوی: «څوک چې په قدر شپي ویښ اوسي او احیا کوی، موءمن وی او د جزا ورځ ته ایمان لرلي، په دی شپه د هغه ټولې ګناهونه بخښنه کیږی».[۲۸]
د فرښتو نزولول
د قدر سوري د آیتونو له مخې، فرښتو او روح د قدر په شپه په ځمکه کې ښکته شوي[۲۹] او د ځینې حدیثونو په وینا، دوی به راتلونکي کال د تقدیر خبر کولو لپاره امام ته لاړ شي او هغه ته خبر ورکړي چې څه شۍ ټاکل شوی دی.[۳۰] [غوره سرچیني اړتیا لري] امام باقر(ع) «پدې شپه کې، زموږ شاوخوا فرښتې به طواف وکړي، او موږ به پدې توګه د قدر شپې ته متوجه شو».[۳۱] [غوره سرچینې ته اړتیا ده]. په نورو روایتونو، شیعه ګانو ته سپارښتنه شوی دی چې دا مسئلي ته د شیعي حقانیت او د امامت اړتیا لرل، د ثابتولو لپاره وکاروي؛ پدې توګه، په هر عصر کې، باید یو معصوم امام وي چې فرښتې ورته مقدراتو ته خبر ورکوی.[۳۲] [غوره سرچینه اړتیا لري]
مهال
په دی اړه چې د قدر شپي په کال کې کوم شپه ده، بیلابیل نظرونه شتون لري.
د شیعه اندونه: د شیعه مفسرین، د قدر سورې آیتونو د ظهور پر بنسټ، پدی باور لري چې د قدر شپې د پیغمبر(ص) په عصرکې د قرآن نزول شپې ته ځانګړی نه ده، مګر هرکاله بیاځلۍ کیږي. [۳۳] [۳۴]، ډیری روایتونو[۳۵] کوم چې د ځینې په باور کې[۳۶] د تواتر تر کچه ورسیږی دا تاییدوي. په دغه حال کې، د قدر شپې، دقیق وخته نه پیژندل کیږي، او په آیتونو او روایتونو کې، هیڅ څرګندونې شتون نلري چې د قدر شپه په کال کې کوم یوه شپه وي. مګر ډیری روایتونو ټینګار کوي چې د قدر شپې په رمضان میاشت کې پیښې شویده.[۳۷]
د علامه مجلسي په وینا؛ دقدر شپي د رمضان میاشت په ۱۹، ۲۱ او ۲۳ په یوه شپه کې د امامیه پوهانو له نظره ځانګړی شوی دی، او پدې اړه ډیری روایتونه شتون لري.[۳۸] شیخ صدوق وویل؛ چې زموږ استادانو توافق لری چې د قدر شپه د رمضان میاشت په ۲۳ شپې کې ده.[۳۹] د منهج الصادقین په کتاب کې د ملا فتح الله کاشاني په وینا، د امامیه ډیرو عالمانو په نظر کې، د قدر شپه په رمضان میاشت کې په ۲۳ شپې ده.[۴۰] ویل کیږی خورا حدیثونه[۴۱] د قدر شپې په ټاکلو کې د ۲۳ شپی په اړه نقل شوي دی.[۴۲] د ځینې روایتونو پربنسټ، د نولسمې شپې تقدیرونه لیکل شوي، او په یوه ويشتم شپې، ابرام(قطعې) او په دری ویشتم شپې وروستۍ لاسلیک کې پیښې کیږي. [۴۳] [یادونه۳] د رمضان ۲۷ شپې او د شعبان مینځنۍ شپه هم د قدر شپې کې احتمال شتون لری.[۴۴]
لیلة الجُهَني: یوه شپه چې ممکن د قدر شپه وي او په روایتونو کې د هغې احیا کیدو او ژوندۍ کیدو ډیر ټینگار شوی چې د رمضان میاشتې دری ویشتمه شپه ده، او دا د جوهني شپې د هغې د یو روایت لپاره پیژندل شوی. عبدالله بن بکر، له زراره څخه، له امام باقر(ع) یا صادق(ع) څخه روایت شوی: موږ د رمضان د شپې په اړه له امام څخه وپوښتل، په کوم کې چې حمام(لمبا کول) مستحب دی، امام وویل: نولسمه شپه، یوه ویشتمه شپه او دری ویشتمه شپه او هغه وویل: د دری ویشتمه شپې د «جُهَنى» شپه ده، او کیسه یی دا ده چې د جهني په نوم یو څوک (عبدالله انیس انصاري) د رسول الله(ص) ته وویل: چې زما کور له مدینې څخه لرې دی، نو یوه شپه راته ووایاست چې هلته راشم، پیغمبر(ص) هغه ته وویل چې د دری ویشتمه شپې مدینې ته راشئ.[۴۵]
د جهني شپې کیسه او جریان، همداسې هم روایت شوی ده؛ د عبدالله بن انیس انصاري په نوم یو کس چې د جُهَنه څخه و، [یادونه۴] د رسول الله(ص)خدمت ته راورسېدل او غږول: زما کور د مدینې څخه لرې دی او زه اوښان، پسونه او غلامان لرم، زه غواړم تاسو ته امر وکړئ چې د روژی میاشت او عبادت لپاره په یوه شپه کې مدینې او جومات ته راشم. پیغمبر(ص) هغه ته نږدې وباله او په غوږ کې یې یو څه وویل، او هغه وروسته هرکال د رمضان دری ویشتمې شپې مدینې ته راشي او ټوله شپه د النبي جومات کې عبادت وکړه، او سهار به ځي. د دې خبرو اترو وروسته او په دری ویشتمه شپه کې د عبدالله انیس انصاري چلند مشاهده کول، دا شپه «د جهني شپه» او لیلةالجهني د قدر د شپې لپاره نوم شوی و، په داسې ډول چې د امامانو صحابي د جهنی شپې څخه پوښتنه وکړی. ابو بصیر وویل: "ما له امام صادق(ع) څخه وپوښتل: زما ځان د ستاسو په قربان کې! آیا لیلة الجهني دری ویشتمه شپه ده؟ امام ځواب ورکړ: «دا ډول ویل کیږي» امام صادق(ع) ویلي دي: «د رمضان میاشتې دری ویشتمه شپه، د جُهَنی شپی ده، یو داسې شپی چې د الهی حکمت له مخې هرڅه تدبیر او جلا کیږي او په کوم کې چې ناورین، مړینې، ژوند، روزې، د الهي قضا او ټول هغه څه چې خدای یې تر دې شپی پورې به په راتلونکي کال جوړه کړی، ثبت شي؛ دومره ښه بخت هغه بنده ته چې پدې شپه کې د رکوع او سجده سره احیا کوي او ویښ وی.[۴۶]
د اهل سنت لید لور: ډیری اهل سنت د نبوی حدیث پر استناد، پدې باور دي چې د قدر شپی د روژې میاشت له وروستۍ لسو شپې څخه یوه ده.[۴۷] د علامه طباطبایي په وینا، د اهل سنت په مینځ کې مشهور دا دی چې د قدر شپه د روژی میاشت اوه ویشتمه شپه ده.[۴۸] ځینې د اهل سنت هم پدې باور دي چې د قدر شپه یوازې د حضرت محمد(ص) د ژوند په جریان کې تکرار شوې؛ مګر بیا له هغه و روسته بله د قدر شپی نشته.[۴۹] د ځینی نورو په وینا، د قدر شپه په کال کې ځانګړې شپه نده او هرکال یوه نامعلومه شپه ده.[۵۰] دا خلک پدې باور دي چې د قدر شپه، د بعثت کال په رمضان میاشت کې وه، مګر په نورو کلونو کې ممکن دا په نورو میاشتونو کې وي.[۵۱]
د افقونو او د قدر شپې تعیین کولو ترمینځ توپیر، هرکال یوازۍ یوه شپه د قدر شپه ده[۵۲] مګر د هیوادونو بیلابیل افقونه (لکه د ایران او عربستان افق) د رمضان د پیل وخت په بیلابیلو سیمو کې توپیر لري، او په پایله کې، د رمضان میاشتو ۱۹، ۲۱ او ۲۳ شپي وخت هم توپیر لري.[۵۳] فقیهان د دې شخړې په اړه وايي، د هیوادونو په افقونو کې توپیر، د قدر شپې د تعدد(زیاتیدل) لامل نه دی او د نړۍ د هرې سیمې خلک، باید د قدر شپی او نورو سپیڅلو وختونو لکه؛ د فطر اختر، یا د قربان اختر د دوی د خپل افق سره سم وټاکئ[۵۴] د آیت الله مکارم په وینا؛ شپه هماغه نیمایي د ځمکې سیوری تر نور نیمایي ځمکې ده، او دا سیوري د ځمکې سره ځوځښت لری او د هغې بشپړ دورې چی حرکت کوي، دا ۲۴ ساعته(ګړی)وخت نیسي. نو د قدر شپه ممکن د ځمکې وضعی حرکت بشپړ پړاو وي؛ ۲۴ ساعته تیاره وی چې د ځمکې ټولې برخې پوښي. نو د قدر شپه په یوه سیمه کې پیل کیږي او تر ۲۴ ساعتونو پورې دوام کوي، او ټوله ځمکه د قدر په شپه شاملیږي.[۵۵]
د معصومانو سيره
د امام علي(ع) څخه په یوه حدیث کې ویل شوي چې د روژي میاشت په دریمه لسیزه کې پیغمبر(ص)، هغه به خپله بستره راټول کړي او د اعتکاف لپاره جومات ته لاړ شي، او که څه هم د مدینې جومات چت نه درلود، هغه به ان د اورښت موسم په جریان کې جومات هم نه پریږدي.[۵۶] دا راپور هم ورکړل شوې چې پیغمبر(ص) د قدر په شپه کې ویښ و او د خوب لرل خلکو په مخ کې اوبه و اچول.[۵۷]
د فاطمه(س) لاره دا و چی د قدر شپې ترسهار پورې د شپې عبادت کوی او د هغې اولادونه او کورنۍ یې د ویښیدو او عبادت کولو لپاره مرسته وکړه او د دوی خوب لږه ولو لپاره د ورځې په جریان کې تر خوبیدو او د خواړه تر کمیدو د شپې احیا کولو لارې چارې چمتو وکړه.[۵۸] معصومانو(ع) د قدر په شپه، دوی جومات ته حضورول او دی شپه احیا کول نه پریښوده؛[۵۹] د روایت له مخې، امام صادق(ع) د قدر په یوه شپه کې ډیر ناروغ و، په همداسې حال کې، د هغه له شاوخوا خلکو څخه وغوښتل چې هغه جومات ته یوځي ترڅو هلته عبادت وکړي.[۶۰]
د قدر شپې کړنه
دوه ډوله کړنه په قدر شپې کې شتون لري:
- هغه فعالیتونه او کړنه چې په هرو دریو شپې ترسره کیږي او د ګډو کړنو په توګه پیژندل کیږي.[۶۱]
- او هغه کړنه چې د روژې میاشت د نولسمې، یوویشتمه او درې ویشتمې شپې کې ترسره کیږي.[۶۲]
د قدر شپې عملونه |
---|
ګډ عملونه |
|
نولسمه شپه |
|
یوه ویشتمه شپې |
|
دری ویشتمه شپه |
|
مناسک او دودونه
شیعه ګانو هر کال په جوماتونو، تکیه خونو، د امامانو یا امامزادګانو په زیارتونو او حرمونو کې، حسینیه ګانو او یا په خپل کورونوکې د قدر شپې مراسم، او اعمال ترسره کوي او د شپې څخه تر سهار پورې دوی (به احیا کوی) ویښ اوسي او عبادت کوي.[۶۳] د مذهبي علماوو د وینا غونډو، د جماعت لمونځ ترسره کول، د افتتاح دعا لوستل، د ابو حمزه ثمالې دعا لوستل، په ډله ایزه توګه په سر کې د قرآن اخیستل دعا، له خورا مهمو کړنو څخه دی چې پدې شپه کې په عامه توګه ترسره کیږي.[۶۴] افطارې ورکول، سحرې ورکول، د مړو لپاره نذر او خیرات ورکول، د بې وزلو خواړه ورکول، او د بندیانو آزادیدل هم د دې شپې له دودونه څخه دي.[۶۵]
شیعه ګان د روژې په دریمه لسیزه کې د امام علي(ع) د شهادت له امله پدې، شپه کې به عزاداری ترسره کوي. [۶۶] د ځینې ایراني ښارونو په کلتور کې، د رمضان په ۲۷ شپه، چې د امام علی(ع)، ابن ملجم مرادي د وژونکي، د غچ اخیستو شپه ده، په هغه ښارونو کې ډیری خلک «کله پاچه» خوري او د امام علي(ع) وژونکۍ ته لعنت لیږي،[۶۷]
په فارسي ادب کې د قدر شپې
د قدر شپې د فارسي شاعرانو او ادیبانو د پام اړولی دی. سعدې د گلستان په کتاب کې د قدر شپې په اره وویل: "که شپې ټولو، دقدر شپې و، د قدر شپې ډیر بی قدره(بی ارزښت) و" [۶۸] د سعدي بوستان په کتاب کې هم بیتونه د دی په اړه ذکر شوې دی[۶۹] حافظ،[۷۰] ناصر خسرو،[۷۱] اوحدي[۷۲] او نورو هم د دې شپې په اړه شعرونه لیکلي دی. حافظ وايي:
ژباړه:
- د قدر په شپه، ما هر څه غلط چی کړيم، عیب مه ګنئ
- ملګړۍ ډیر په خوښې راغله او یو جام د تاق ترڅنګ و
- دا څومره مبارک سهار و او څه ښایسته شپه وه
- په هغه شپه، چې ماته برات درکړي دی،
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ شاکر، «شبی برتر از هزار ماه»، ص۴۸.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۲۰، ص۵۶۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۸۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۸۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۸۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۸۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۸۸.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۱.
- ↑ تربتی، «همراه با معصومان در شب قدر»، ص۳۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۹۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ص۱۷۸.
- ↑ سوره قدر، آیه ۲.
- ↑ سوره دخان، آیات ۱-۶.
- ↑ حویزی، تفسیر نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۹۱۸.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۰، ص۵۴.
- ↑ .حرّ العاملي، وسائل الشيعة، چاپ آل البیت، ج۱۰، ص۳۵۳
- ↑ شیخ طوسی، التهذیب، ۱۳۶۵ش، ج۴، ح۱۰۱، ص۳۳۱.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۱۹.
- ↑ نگاه کنید به: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۹؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۵۸۱؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵،ص۹۷. .
- ↑ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۵۸۱.
- ↑ شاکر، «شبی برتر از هزار ماه»، ص۵۰.
- ↑ انصاری، «نزول اجمالی قرآن»، ص۲۲۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ص۱۸۲.
- ↑ سید رضی، «بازخوانی فضائل شب قدر»، ص۹۱.
- ↑ الشيخ حرّ العاملي، وسائل الشيعة، چاپ آل البیت، ج۱۰، ص۳۵۳
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۲۰، ص۵۶۱.
- ↑ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۳۱۵ و ۳۱۶.
- ↑ سید رضی، «بازخوانی فضائل شب قدر»، ص۹۴.
- ↑ کاشانی، تفسیر منهج الصادقین، ۱۳۴۰ش، ج۱۰، ص۳۰۸.
- ↑ سوره قدر، آیه ۴.
- ↑ وفا، «شب قدر از منظر قرآن»، ص۸۷.
- ↑ وفا، «شب قدر از منظر قرآن»، ص۸۷.
- ↑ عابدین زاده، «امام و شب قدر»، ص۶۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۹۰.
- ↑ السيوطي، جلال الدين، الدر المنثور في التفسير بالماثور، ج۸ ص۵۷۱
- ↑ الشيخ حرّ العاملي، وسائل الشيعة، چاپ آل البیت، ج۱۰، ص۳۵۶
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ج۲۷، ص۱۹۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۸۶.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۱.
- ↑ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۵۱۹.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، کتابفروشی اسلامی، ج۱۰، ص۳۰۶.
- ↑ مثال په توګه وګورۍ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶۰.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۹ و ۱۶۰.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۴۴ش، ج۴، ص۲۷۴ به نقل از افتخاری، «دعا و شب قدر از منظر موسی صدر»، ص۱۷.
- ↑ الشیخ الصدوق، من لا یحضره الفقیه، ج۲، ص۱۶۰
- ↑ علامه مجلسی، بحار الأنوار، چاپ مؤسسةالوفاء، ج۹۷، ص۴و۱۰ و شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶۰ و شیخ حرعاملی، وسائل الشیعة چاپ آل البیت، ج۱۰، ص۳۵۹
- ↑ السیوطی، جلال الدین، الدّر المنثور فی التفسیر بالماثور، ج۸، ص۵۷۱
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۲۰، ص۵۶۶.
- ↑ القاسمی، تفسیر القاسمی، بیتا، ج۱۷، ص۲۱۷.
- ↑ ابن المفتاح، شرح الازهار، بیتا، ج۱، ص۵۷.
- ↑ ابن المفتاح، شرح الازهار، بیتا، ج۱، ص۵۷.
- ↑ شیخ طوسی، التهذیب، ۱۳۶۵ش، ج۳، ص۸۵.
- ↑ مختاری، رؤیت هلال، ۱۴۲۶ق، ج۴، ص۲۹۷۲.
- ↑ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۲.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ج۹۵، ص۱۴۵، تربتی څخه نقل شوي: «همراه با معصومان در شب قدر»، ص۳۳.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ص۹–۱۰، شاکر څخه نقل شوي: «شبی برتر از هزار ماه»، ص۵۲.
- ↑ مستدرک الوسائل، ج۷، ص۴۷۰، به نقل از: تربتی، «همراه با معصومان در شب قدر»، ص۳۴.
- ↑ تربتی، «همراه با معصومان در شب قدر»، ص۳۲.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ج۹۷، ص۴، به نقل از: شاکر، «شبی برتر از هزار ماه»، ص۵۲.
- ↑ مکارم شیرازی، مفاتیح نوین، ۱۳۸۵ش، اعمال ماهها، ذیل اعمال مشترک شبهای قدر، ص۷۵۹.
- ↑ مکارم شیرازی، مفاتیح نوین، ۱۳۸۵ش، اعمال ماهها، ذیل اعمال مخصوص شبهای قدر، ص۷۶۲.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۲۱.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۲۲.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۲۲.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۱۹.
- ↑ مجیدی خامنه، «شبهای قدر در ایران»، ص۲۱.
- ↑ کلیات سعدی، گلستان، ۱۳۸۷ش، باب هشتم در آداب صحبت، ص۱۰۰.
- ↑ کلیات سعدی، ۱۳۸۷ش، مواعظ، غزل۹، ص۶۰۴.
- ↑ دیوان حافظ، ۱۳۸۶ش، غزل شماره ۲۰۶، ص۱۶۴.
- ↑ دیوان ناصر خسرو، ۱۳۵۷ش، قصاید، ص۱۴۱.
- ↑ دیوان اوحدی، ۱۳۴۰ش، غزل ۲۳۱.
- ↑ دیوان حافظ، ۱۳۸۶ش، غزل شماره ۲۰۶، ص۱۶۴.
- ↑ دیوان حافظ، غزل شماره ۱۸۳.
سرچينې
- قرآن کریم
- ابن المفتاح، عبدالله، شرح الازهار، الحجاز، قاهره، بیتا.
- افتخاری، سید عطاءالله، «دعا و شب قدر از منظر موسی صدر»، در مجله علوم و قرآن حدیث، شماره ۳، پاییز ۱۳۸۹ش.
- القاسمی، محمد جمالالدین، تفسیر القاسمی، بیروت، بیتا.
- اوحدی مراغهای، دیوان شعر، به تصحیح سعید نفیسی، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۴۰ش.
- حافظ شیرازی، شمس الدین، دیوان حافظ، به اهتمام محمد قزوینی و دکتر قاسم غنی، قم، نشر کومه، ۱۳۸۶ش.
- حویزی، علی بن جمعه، تفسیر نورالثقلین، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- سعدی، مصلح الدین، کلیات سعدی، تصحیح محمدعلی فروغی، تهران، نشر پارسه، ۱۳۸۷ش.
- سیدنژاد، رضی، «بازخوانی و نگاهی دوباره به فضائل و ویژگیهای شب قدر»، در مجله پیام، شماره۱۱۸، بهار۱۳۹۵ش.
- شاکر، ابوالقاسم، «شبی برتر از هزار ماه»، در مجله مربیان، شماره۳۶، تابستان۱۳۸۹ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانیالاخبار، قم، انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین، ۱۳۷۹ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التهذیب، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۶۵ش.
- طباطبایی، محمدحسین، تفسیر المیزان، ترجمه موسوی همدانی، قم، دفتر انتشارات جامعه اسلامی، ۱۳۶۳ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- عابدینزاده، احمد، «امام و شب قدر»، در مجله علوم قرآن و حدیث، شماره ۸۲، تابستان ۱۳۸۹ش.
- عابدینزاده، احمد، «امتیازات و آداب شب قدر»، در مجله فقه و اصول، شماره ۱۳۱، مرداد و شهریور ۱۳۸۹ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- قبادیانی، ناصر خسرو، دیوان شعر، به تصحیح مجتبی مینوی، تهران، موسسه مطالعات اسلامی، ۱۳۵۷ش.
- قدمیاری، کرمعلی، «شب قدر غزلیات حافظ»، در مجله متنپژوهی ادبی، شماره ۱۷، بهار و تابستان ۱۳۸۲ش.
- کاشانی، ملافتحالله، تفسیر منهج الصادقین، تهران، علمی، ۱۳۴۰ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، ترجمه محمدباقر کمرهای، قم، اسوه، ۱۳۷۵ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتاب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات کوفی، تحقیق محمد کاظم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- مجیدی خامنه، فریده، «شبهای قدر در ایران»، در مجله گلستان قرآن، شماره ۳۷، آذر ۱۳۷۹ش.
- مختاری، رضا و محسن صادقی، رؤیت هلال، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۶ق.
- مسعودی، محمدمهدی، «شب قدر»، در مجله علوم حدیث، شماره ۳۵ و ۳۶، بهار و تابستان ۱۳۸۴ش.
- مطلبی، مسعود و مجید صادقی، «شب قدر در نگاه مفسران»، در مجله علوم قرآن و حدیث، شماره ۳۹، تابستان ۱۳۹۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، انتشارات مدرسه علی بن ابی طالب، ۱۴۲۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۵ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، مفاتیحالجنان نوین، قم، نشر مدرسه علی بن ابیطالب، ۱۳۸۵ش.
- وفا، جعفر، «شب قدر از منظر قرآن»، در مجله حبلالمتین (ضیافت آسمانی)، شماره ۱، تابستان ۱۳۹۱ش.