یستشیر دعا
یَسْتَشیر دعا د خدای تعالی د صفاتو په بیان کې او د خدای د ستاینې دعا ده چې پېغمبر اکرم (ص) حضرت علي(ع) ته وښودله او ترې یې وغوښتل چې په هر حال کې، هغه ولولي. دا دعا سید بن طاووس په مهج الدعوات کتاب کې راوړې او د پېغمبر له خولې یې د هغې لپاره ځینې فضایل او ثوابونه لکه د ګناهانو بخښل کېدل ذکر کړي دي.
سند
شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کتاب کې راوړي: سید بن طاووس په مهج الدعوات کې له امام علي(ع) نقل کړي چې یستشیر دعا پېغمبر(ص) ماته رازده کړه او امر یې وکړ چې په هر حال کې په سختیو او راحتیو کې یې ولولم او خپل جانشین ته یې هم ورزده کړم او پرې یې نه کیږدم تر څو د خدای ملاقات ته ورشم. حضرت علي په دوام کې له رسول اکرم نقل کړي چې: یا علي! هر سهار او ماښام دغه دعا لوله ځکه چې د الهي عرش له خزانو یوه خزانه ده.[۱]
نومَونه
سید بن طاووس،د دغه دعا لپاره کوم نوم نه دی ذکر کړی[۲] خو محدث قمي په مفاتیح الجنان کې هغه د یستشیر دعا په نامه یاده کړې ده.[۳] ویل شوي چې د دغه دعا نوم د د عا په لومړۍ برخه کې له راغلې «وَلا خَلْقٍ مِنْ عِبادِهِ يسْتَشيرُ» عبارته اخستل شوی دی.[۴] د مهج الدعوات په ځینو چاپونو کې دغه دعا د «دُعاء علی عَلَّمَهُ لِسَلْمان» (هغه دعا چې علي سلمان ته ورزده کړه) په نامه معرفي شوې ده.[۵] او په ځینو د دعا په کتابونو کې د « د امام علي دعا» په نامه راغلې ده.[۶]
محتوا
یستشیر دعا په ابن طاووس کتاب کې په «اَلْحَمْدُ للَّهِِ الَذى لا اِلهَ اِلاَّ هُوَ الْمَلِک الْحَقُّ الْمُبينُ» تعبیر سره پېل شوې ده.[۷] خو د کفعمي په کتاب کې لومړۍ جمله په لږ شان بدلون سره،«اَلْحَمْدُ للَّهِِ الَذى لا اِلهَ اِلاَّ هُوَ الْحَیُّ الْقَیّوم الدّائمُ الْمَلِک الْحَقُّ الْمُبينُ» راغلې ده.[۸] د خدای حمد و ثنا، د پروردګار لوی او عظیم ګڼل، د خدای تعالی د صفتونو بیان او د بنده د عجز او بې وسۍ څرګندونه د دعا کلي مینځ پانګه ده او په څو برخو کې یې قرآني ایتونه هم ذکر شوې دي.
د قرائت اجر
په مهج الدعوات کتاب کې نقل شوي چې پېغمبر(ص) د یستشیر دعا فضیلت د ابی بن کعب انصاري او سلمان فارسي لپاره بیان کړی دی. ځینې ثوابونه یې دا دي:
د دعا متن او ژباړه
یستشیر دعا
مـتـن | ژباړه |
---|---|
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَذى لا اِلهَ اِلاَّ هُوَ، الْمَلِک الْحَقُّ الْمُبينُ، الْمُدَبِرُّ بِلا وَزيرٍ، وَلا خَلْقٍ مِنْ عِبادِهِ يسْتَشيرُ، الْأَوَّلُ غَيرُ مَوْصُوفٍ، وَالْباقى بَعْدَ فَنآءِ الْخَلْقِ، الْعَظيمُ الرُّبُوبِيةِ، نُورُ السَّمواتِ وَالْأَرَضينَ، وَفاطِرُهُما وَمُبْتَدِعُهُما، بِغَيرِ عَمَدٍ خَلَقَهُما، وَفَتَقَهُما فَتْقاً، فَقامَتِ السَّمواتُ طآئِعاتٍ بِاَمْرِهِ، وَاسْتَقَرَّتِ الْأَرضَوُنَ بِاَوْتادِها فَوْقَ الْمآءِ، ثُمَّ عَلا رَبُّنا فِى السَمواتِ الْعُلى، اَلرَّحْمنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوى، لَهُ ما فِى السَّمواتِ وَما فِى الْأَرْضِ وَما بَينَهُما وَما تَحْتَ الثَّرى، فَاَنَا اَشْهَدُ بِاَنَّک اَنْتَ اللَّهُ لا رافِعَ لِما وَضَعْتَ، وَلا واضِعَ لِما رَفَعْتَ، وَلا مُعِزَّ لِمَنْ اَذْلَلْتَ، وَلا مُذِلَّ لِمَنْ اَعْزَزْتَ، وَلا مانِعَ لِما اَعْطَيتَ، وَلا مُعْطِىَ لِما مَنَعْتَ، وَاَنْتَ اللَّهُ لا اِلهَ اِلاَّ اَنْتَ، کنْتَ اِذْ لَمْ تَکنْ سَمآءٌ مَبْنِيةٌ، وَلا اَرْضٌ مَدْحِيةٌ، وَلا شَمْسٌ مُضيئَةٌ، وَلا لَيلٌ مُظْلِمٌ، وَلا نَهارٌ مُضيئُ، وَلا بَحْرٌ لُجِّىٌّ، وَلا جَبَلٌ راسٍ، وَلا نَجْمٌ سارٍ، وَلا قَمَرٌ، مُنيرٌ وَلا ريحٌ تَهُبُّ، وَلا سَحابٌ يسْکبُ، وَلا بَرْقٌ يلْمَعُ، وَلا رَعْدٌ يسَبِّحُ، وَلا رُوحٌ تَنَفَّسُ، وَلا طآئِرٌ يطيرُ، وَلا نارٌ تَتَوَقَّدُ، وَلا مآءٌ يطَّرِدُ، کنْتَ قَبْلَ کلِّشَىْءٍ، وَکوَّنْتَ کلَّشَىْءٍ، وَقَدَرْتَ عَلى کلِّشَىْءٍ، وَابْتَدَعْتَ کلَّشَىْءٍ، وَاَغْنَيتَ وَاَفْقَرْتَ، وَ اَمَتَّ وَاَحْييتَ، وَاَضْحَکتَ وَاَبْکيتَ، وَعَلَى الْعَرشِ اسْتَوَيتَ، فَتَبارَکتَ يا اَللَّهُ وَ تَعالَيتَ اَنْتَ اللَّهُ الَّذى لا اِلهَ اِلاَّ اَنْتَ الْخَلاَّقُ الْمُعينُ، اَمْرُک غالِبٌ، وَعِلْمُک نافِذٌ، وَکيدُک غَريبٌ، وَوَعْدُک صادِقٌ، وَقَوْلُک حَقٌّ، وَحُکمُک عَدْلٌ، وَکلامُک هُدىً، وَوَحْيک نوُرٌ، وَرَحْمَتُک واسِعَةٌ، وَعَفْوُک عَظيمٌ، وَفَضْلُک کثيرٌ، وَعَطاؤُک جَزيلٌ، وَحَبْلُک مَتينٌ، وَاِمْکانُک عَتيدٌ، وَجارُک عَزيزٌ، وَبَاْسُک شَديدٌ، وَمَکرُک مَکيدٌ، اَنْتَ يا رَبِّ مَوْضِعُ کلِّ شَکوى، حاضِرُ کلِّ مَلَاءٍ، وَشاهِدُ کلِّ نَجْوى، مُنْتَهى کلِّ حاجَةٍ، مُفَرِّجُ کلِّ حُزْنٍ، غِنى کلِّ مِسْکينٍ، حِصْنُ کلِ هارِبٍ، اَمانُ کلِّ خآئِفٍ، حْرِزُ الضُّعَفآءِ، کنْزُ الْفُقَرآءِ، مُفَرِّجُ الْغَمَّآءِ، مُعينُ الصَّالِحينَ، ذلِک اللَّهُ رَبُّنا، لا اِلهَ اِلاَّ هُوَ، تَکفى مِنْ عِبادِک مَنْ تَوَکلَ عَلَيک، وَاَنْتَ جارُ مَنْ لاذَ بِک، وَتَضَرَّعَ اِلَيک عِصْمَةُ مَنِ اعْتَصَمَ بِک ناصِرُ مَنِ انْتَصَرَ بِک تَغْفِرُ الذُّنُوبَ لِمَنِ اسْتَغْفَرَک جَبَّارُ الْجَبابِرَةِ، عَظيمُ الْعُظَمآءِ، کبيرُ الْکبَرآءِ، سَيدُ السَّاداتِ، مَوْلَى الْمَوالى، صَريخُ الْمُسْتَصْرِخينَ، مُنَفِّسٌ عَنِ الْمَکروُبينَ، مُجيبُ دَعْوَةِ الْمُضْطَرينَ، اَسْمَعُ السَّامِعينَ اَبْصَرُ النَّاظِرينَ، اَحْکمُ الْحاکمينَ، اَسْرَعُ الْحاسِبينَ، اَرْحَمُ الرَّاحِمينَ، خَيرُ الغافِرينَ، قاضى حَوآئِج الْمُؤْمِنينَ، مُغيثُ الصَّالِحينَ، اَنْتَ اللَّهُ لا اِلهَ اِلاَّ اَنْتَ، رَبُّ الْعالَمينَ اَنْتَ الْخالِقُ وَاَنَا الْمَخْلوُقُ، وَاَنْتَ الْمالِک وَاَنَا الْمَمْلوُک، وَاَنْتَ الرَّبُّ وَاَنَا الْعَبْدُ، وَاَنْتَ الرَّازِقُ وَاَنَا الْمَرْزُوقُ، وَاَنْتَ الْمُعْطى وَاَنَا السَّآئِلُ، وَاَنْتَ الْجَوادُ وَاَنَا الْبَخيلُ، وَاَنْتَ الْقَوِىُّ وَاَنَا الضَّعيفُ، وَاَنْتَ الْعَزيزُ وَاَنَا الذَّليلُ، وَاَنْتَ الْغَنِىُّ وَاَنَا الْفَقيرُ، وَاَنْتَ السَّيدُ وَاَنَا الْعَبْدُ، وَاَنْتَ الْغافِرُ وَاَنَا الْمُسيئُ، وَاَنْتَ الْعالِمُ وَاَنَا الْجاهِلُ، وَاَنْتَ الْحَليمُ وَاَنَا الْعَجُولُ، وَاَنْتَ الرَّحْمنُ وَاَنَا الْمَرْحُومُ، وَاَنْتَ الْمُعافى وَاَنَا الْمُبْتَلى، وَاَنْتَ الْمُجيبُ وَاَنَا الْمُضْطَرُّ، وَاَنَا اَشْهَدُ بِأنَّک أَنْتِ اللَّهُ لا اِلهَ اِلاَّ اَنْتَ، الْمُعْطى عِبادَک بِلا سُؤالٍ، وَاَشْهَدُ بِاَنَّک اَنْتَ اللَّهُ الْواحِدُ الْأَحَدُ الْمُتَفَرِّدُ الصَّمَدُ الْفَرْدُ، وَاِلَيک الْمَصيرُ، وَصَلَّى اللَّهُ عَلى مُحَمَّدٍ وَاَهْلِ بَيتِهِ الطَّيبينَ الطَّاهِرينَ، وَاغْفِرْلى ذُنُوبى، وَاسْتُرْ عَلَىَّ عيوُبى، وَافْتَحْ لى مِنْ لَدُنْک رَحْمَةً، وَرِزْقاً واسِعاً، يااَرْحَمَ الرَّاحِمينَ، وَالْحَمْدُ للَّهِِ رَبِّ الْعالَمينَ، وَحَسْبُنَا اللَّهُ وَنْعِمَ الْوَکيلُ، وَلا حَوْلَ وَلاقُوَّةَ اِلاَّ بِاللَّهِ الْعَلِىِّ الْعَظيمِ. | ستاینه هغه خدای لره ځانګړې ده چې بې له هغه بل معبود نیشته او برحقه پاچا اوڅرګند او داسې مدبر دی چې وزیر او مرستیال نه لري او نه په خپل مخلوق کې له چا سره مشوره کوي، داسې پېل چې ستاینوړ نه دی او د خلق له پناه کېدو وروسته باقي دی، هغه خدای چې د پالنې مقام یې ډېر لوړ دی، د اسمانونو او ځمکې رڼا او د هغو پېدا کوونکی او پنځوونکی دی بې له ستنو او بنیادونو، هغه یې وپنځول او په خاصه طریقه یې له یو بله جدا کړل نو اسمانونه یې لاس په سینه امر ته ودرېدل او ځمکه هم په خپلو میخونو (غرونو) سره د اوبو لاندې مستقره شوه، بیا راپورته شو زمونږ پالونکی په لوړو اسمانونو کې داسې بخښونکی چې په عرش مستولي دی، د هغه دي هر هغه څه چې په اسمانانو او په ځمکه کې دي او هر هغه څه چې د دې دوو په مینځ کې او د خاورینې کرې لاندې دي. نو زه ګواهي ورکوم چې په رښتیا ته یې داسې خدای چې هر څوک دې پرې باسل څوک یې نه شي راپورته کولی، او څوک چې دې لوړ کړل څوک یې نه یې پرې باسلی، هر کس چې دې خوار کړ څوک یې نه شي عزتمنولی او څوک چې دې عزتمن کړل هیڅوک یې نه شي خوارولی. څه چې دې راکړل څوک یې مخه نه شي نیولی څه چې دې وسپمول څوک یې نه شي راکولی، او ته یې داسې خدای چې له تا پرته بل معبود نیشته، موجود وې هغه وخت چې نه جوړ شوی اسمان و او نه خپره شوې ځمکه او نه ځلېدلی لمر او نه تیاره کوونکې شپه او نه رڼا ورکوونکې ورځ او نه څپانده سیند او نه کلک غر او نه سېل کوونکی ستوری او نه ځلېدونکې سپوږمۍ او نه چلېدونکی باد او نه ورېدونکې وریځې او نه پړقېدونکې برېښنا او نه په تسبیح غورېدونکی تندر او نه داسې ځان چې دم ووهي او نه مارغه چې پَر ووهي او نه اور چې بل شي او نه اوبه چې روانې شي.(تر دې ټولومخکې موجود وې) ته تر هر څه مخکې وې او هر څه ته دې هستي ورکړه او پر هر څه قادر او وسیال شوې، ټول شیان تا پیدا کړل، وسمنول کوې، بېوزله کول کوې، مړه کول کوې او ژوندي کول کوې، خندول کوې او ژړول کوې او پر عرش مستولي یې، نو سپېڅلی یې ته ای خدایه او لوړ یې، ته یې داسې خدای چې له تا پرته بل معبود نیشته، هغه مددګاره پنځوونکی، امر دې بریالی او پوهه دې نافذه او چل او مکر دې عجیب و غریبه، او وعده دې رښتینې او وینا دې سمه، حکم دې عدل او داد او کلام دې هدایت او ارشاد، وحي دې نُور او رحمت دې ویړ، او عفوه دې ډېره لویه او فضل و کرم دې ډېر پرېمانه او له تاسره د توسل پړی کلک او له تاسره ( د وصلېدو) امکان برابر دی، ستا په پناه کې کس پیاوړی او انتقام او غچ دې سخت او مکر او چل دې د هوښیارانو دی، ته یې ای زما پالونکیه، د هر شکایت مرجع او په هره ټولنه کې موجود او له هرې ګنګوسې خبر، د هر حاجت وروستی حد، د هر غم لرې کوونکی، د هر بینا وسیالی، د هر مفرور پیاوړې کلا، د هر ترهېدلې امان ورکوونکی ضعیفانو ته پناه ورکوونکی، د فقیرانو خزانه، د غمزده و خوشالوونکی، د نیکانو او نیک چارو مرسته کوونکی.
دا دی خدای زمونږ پالونکی چې بې له هغه بل معبود نیشته، له بندګانو دې هر بنده چې په تا توکل وکړي ورته بس یې او ته یې پناه د هغه کس چې تاته پناه دروړي او په در کې دې فریاد او زاري وکړي، د هغه چا ساتندویی یې چې له تا ساتنه وغواړي او د هغه چا مرستندویی یې چې له تا مرسته وغواړي، بخښې د هغه چا ګناهان چې له تا بخښنه وغواړي، پر ټولو سرکښانو واکمن، تر ټولو لوړو لوړ، د ټولو بزرګانو بزرګ، د ټولو ښاغلیو ښاغلی، د سرورانو سرور، د انصاف غواړو دادرس، د غمځپلو غم ختموونکی، د پاتې راغلو د دعا قبلوونکی، تر ټولو اوریدونکو اورېدونکی، تر ټولو لیدونکو لیدونکی، تر ټولو حاکمانو زیات عادل، چټک حساب کوونکی، تر ټولو مهربانانو زیات مهربان، د مومنانو د حاجتونو پوره کوونکی، د نیکانو او غوره کسانو فریاد اورېدونکی، ته یې هغه خدای بې له تا بل معبود نیشته، ای د نړیوالو پالونکیه، ته یې خالق او زه یم مخلوق، ته یې مالک او زه یم مملوک، ته یې پالونکی او زه یم بنده ، ته یې روزي ورکوونکی او زه یم روزي خوری، ته یې ورکوونکی او زه یم غوښتونکی، ته یې ښندونکی او زه یم بخل کوونکی، ته یې ځواکمن او زه یم ناتوانه بنده، ته یې عزیز او زه یم ذلیل، ته یې وسمن او زه یم سوالګر نیازمن، ته یې بادار او زه یم مریی، ته یې بخښونکی او زه یم بدچاری( شرمېدلی) ته یې پوه او زه یم ناپوه، ته یې حلیم او صابر او زه یم بیړه کوونکی ته یې عفوه کوونکی او زه یم د رحمت وړ، ته یې عافیت ورکوونکی او زه یم ګرفتاره(بنده) ته یې دعا قبلوونکی او زه یم پاتې راغلی او ګواهي ورکوم چې په رښتیا ته یې داسې خدای چې له تا پرته بل معبود نیشته، بندګانو ته دې بې غوښتنې عطا کوې او ګواهي ورکوم چې په رښتیا ته یې یوازینی خدای، بې نیازه تنها، او د ټولو جاروت ستا په لور دی او د خدای درود دې وي پر محمد او پاکو اهل بیتو او ومې بخښه ګناهانې او ومې پوښه عیبونه، او پرانیزه زما لپاره له خپل لوري د رحمت یو ور او پراخه مې کړه روزي ای تر ټولو مهربانو زیات مهربانه او حمد د نړیوالو له پالونکي سره ځانګړی دی، بس دې مونږ ته زمونږ خدای او تر ټولو ښه وکیل او هیڅ ځواک او خوځښت نیشته مګر پر لوی او اوچت خدای. |
فوټ نوټ
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، اسوه، ص۷۸.
- ↑ ابن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۱۲۴-۱۲۲.
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، اسوه، ص۷۸.
- ↑ «دعای یستشیر»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ ابن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۲۴ق، ص۱۵۶.
- ↑ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ص۳۸۰.
- ↑ ابن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۱۲۴.
- ↑ کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ص۳۸۰.
- ↑ ابن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۱۲۲و۱۲۳.
سرچينې
- ابن طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، قم، دار الذخائر، ۱۴۱۱ق.
- ابن طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۲۴ق.
- «دعای یستشیر»، پایگاه اطلاعرسانی مکارم شیرازی، تاریخ مشاهده: ۲۴ تیر ۱۳۹۸ش.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، قم، اسوه، بیتا.
- کفعمی، ابراهیم بن علی، البلد الامین و الدرع الحصین، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۸ق.