ابی بن کعب انصاري

د wikishia لخوا

اُبَیّ بن کَعب، د پېغمبر(ص) له اصحابو او د قرآن له کاتبانو او قاریانو، ځینو قرآن څېړاندو هغه د اسلامي امت ډېر تکړه او وتلی قاري ګڼلی او باوري دي چې د اوو ګونو قرائتونو ځینو یې د هغه له قرائت څخه اثر اخستی دی. د هغه روایت مطابق چې له امام صادق(ع) نقل شوی، اهل بیتو(ع) قرآن د ابی د قرائت په اساس تلاوتوه. ځینو اصحابو او تابعینو لکه ابن عباس او ابو عبد الرحمن سُلَّمي قرائت له هغه زده کړی و. ابی بن کعب د پېغمبر(ص) په زمانه کې قرآن راغونډ کړی و او د هغه مُصحف له ننني قرآن سره ځینې اختلافونه لرل.

اُبی بن کعب له شیعیانو و او د ابوبکر په خلافت په اعتراض سره یې امام علي(ع) د پېغمبر(ص) خلیفه ګاڼه. هغه د انصارو له هغه اویا کسیزې ډلې و چې په دوهمې عقبې کې یې له پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ. هغه د بَدر، اُحُد او خَندق په شان غزاګانو کې برخه لرله. ویل شوي چې هغه د قرآن د تفسیر او فضایلو په اړه ځینې کتابونه لیکلې وو. سره له دې د څېړاندو په وینا، د سورو په فضائلو کې ابی بن کعب ته ډېر منسوب روایتونه جعلي دي. تاریخ لیکونکي د هغه د وفات په کال کې اختلاف لري، سره له دې تر دې زیات مشهور نظر مطابق، هغه د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې وفات شو.

په اسلامی تاریخ کې د ابی بن کعب مقام

اُبَیّ بن کَعْب بن قیس، له خَزرَج قبیلې او له انصارو و.[۱] ویل شوي چې پېغمبر هغه ته «ابوالمُنذِر» او عمر بن خَطّاب هغه ته «ابوالطُفیل» کنیت ورکړ.[۲] «سید المسلمین»،[۳] «سید القُرّاء» (یعنی: د قاریانو سردار)[۴] او «سید الانصار» د هغه له لقبونو ګڼل شوې دي.[۵] د جاهلیت په زمانه کې چې د ډېرو کمو خلکو لیک زده و، ابی لیکنه زده کړې وه.[۶]

د ځينو حدیثونو مطابق، اُبی بن کعب له هغو کسانو و چې د حضرت محمد(ص) له وفاته وروسته یې امام علي(ع) د پېغمبر خلیفه ګاڼه.[۷] په څلورمه او پینځمه پېړۍ کې شیعه متکلم او فقیه ابوالصلاح حلبي هم هغه د امام علي(ع) له شیعیانو ګڼلی دی.[۸] د ځینو روایتونو له مخې ابن کعب یو له هغو دولسو کسانو و چې په ابوبکر یې اعتراض وکړ چې ولې د امام علي(ع) په ځای د خلافت په مسند ناست یې.[۹] دهغه څه مطابق چې په احتجاج کتاب کې راغلي، ابی بن کعب، له پېغمبر(ص) څخه یو روایت نقل کړی چې پکې له پېغمبر(ص) وروسته د امام علي(ع) په امامت تصریح شوې ده.[۱۰]

له امام صادق(ع) څخه د یو روایت له مخې، د شیعه امامانو قرائت د ابی بن کعب د قرائت په اساس و.[۱۱] د تاسیس الشیعه کتاب لیکوال سید حسن صدر د امام صادق دغه روایت د هغه په لوی مقام دلیل ګڼي.[۱۲] هغه ټول قرآن له پېغمبر(ص) څخه زده کړ او هغوی ته یې واوروه.[۱۳] ویل شوي چې ابن کعب د مدینې د تفسیري مکتب په سر کې و.[۱۴] د ځینو نقلونو په اساس هغه له هغو کسانو و چې د پېغمبر(ص) په زمانه کې یې قرآن حفظ کړی و.[۱۵] د اهل سنتو په سرچینو کې د نقل شوي حدیث مطابق، هغه یو له هغو څلورو کسانو دی چې پېغمبر ترې د قرآن زده کولو سپارښتنه کړې ده.[۱۶] ویل شوي چې د اوو ګونو قرائتونو قاریانو قرائت له دې امله معتبر و چې هغوي قرآن له علي(ع)، عثمان، عبدالله بن مسعود، زید بن ثابت یا ابی بن کعب نقل کړی دی.[۱۷] د اهل سنتو ځینې احادیث چې پکې د ځینو اصحابو فضایل بیان شوي، ابی په قرائت باندې د امت تر ټولو پوه او خبر کس معرفي کوي.[۱۸]

په غزاګانو کې شتون

د ځينو راپورونو له مخې ابی بن کعب په دوهمه عقبه کې له پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ.[۱۹] البته د دریمې پېړۍ مورخ ابن هشام د هغه نوم د هغو کسانو په ټول کې نه دی راوستی چې په دوهمه عقبه کې یې عهد کړی و.[۲۰] پېغمبر له هجرته وروسته د هغه او د سعید بن زید بن عمرو [۲۱] او په یو قول د هغه او طلحة بن عبید الله په مینځ کې د ورورۍ تړون وکړ.[۲۲] ابن کعب د بدر، احد او خندق په شان غزاګانو کې له پېغمبر(ص) سره ملګری و.[۲۳] همداراز هغه په هغه سریه کې چې له هجرته پس د اومې میاشتې په لومړیو کې د حمزة بن عبد المطلب په کومانده وشوه، برخه واخیسته.[۲۴] د ځینو نقلونو له مخې هغه مخکې له دې چې مسلمان شي له یهودي احبارو څخه و.[۲۵]

د پېغمبر(ص) کاتب

د تاریخي راپورونو له مخې، لومړی کس چې په مدینه[۲۶] کې یې د پېغمبر لیکونه ولیکل ابی بن کعب و او د هغه په نشتون کې به زید بن ثابت دغه کار کاوه.[۲۷] البته د پېغمبر تړون لیکونه (عهدنامې) او صلحنامې به علي(ع) لیکلې.[۲۸] همداراز ویل شوي چې ابی بن کعب لومړی کس و چې د لیکونو په پای کې به یې د ځان او پلار نوم د کاتب په توګه لیکه.[۲۹] ابن کعب به کله کله د پېغمبر(ص) له لوري تازه مسلمان شویو ته قرآن او شرعي احکام ښودل.[۳۰] هغه د وحي له کاتبانو و.[۳۱] د تاریخ طبري (تالیف ۳۰۳ق) په قول ابی بن کعب او زید بن ثابت یوازې د علي(ع) او عثمان په نشتون کې وحي لیکله.[۳۲]

د ابی قرائت

د قرائت د علم عالم ابن جَزَري، ابی بن کعب د امت تر ټولو تکړه او وتلی قاري ګڼلی دی.[۳۳] د ځینو څېړاندو په نظر د ابي قرائت د هغو قرائتونو اصلي ستنه ده چې په ورپسې پېړیو کې د معتبرو قرائتونو په توګه پېژندل کیږي؛ په دې ډول چې ادعا شوې د ابی بن کعب قرائت د حجازي قرائت له اصلي بنیادونو ګڼل کیږي، ځکه چې په اوه ګونو قاریانو کې د نافع او ابن کثیر ( له حجازي قاریانو) قرائتونو تر زیات حده د ابی له قرائته اغېز اخستی دی.[۳۴] په کوفی قرائتونو کې هم د عاصم او کسایي په قرائتونو د ابن کعب اثرات د پام وړ جاجول شوې دي.[۳۵] ابی بن کعب د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته، د قرآن په تعلیم بوخت شو او ځینو اصحابو لکه ابن عباس او ابوهریره او له تابعینو یو شمېر کسانو لکه ابوعبدالرحمان سلمي او ابوالعالیه ریاحي له هغه قرائت زده کړل.[۳۶]

د ابی بن کعب مصحف

د قرآني علومو څېړاندو د ابی بن کعب لپاره ځانګړۍ مصحف نقل کړی دی؛[۳۷] لکه څنګه چې په دې خبره مختلف راپورونه هم دلالت لري.[۳۸] د ځینو نقلونو له مخې هغه قرآن د پېغمبر(ص) په زمانه کې راغونډ کړ.[۳۹] هغه خپل مصحف خپلو شاګردانو ته هم املا کړ.[۴۰] په دې اساس چې ابی بن کعب د عثمان په وخت کې ژوندی وي، هغه یې له هغو کسانو ګڼلی چې د عثمان په امر د قرآن په یو شان کولو مامور شو.[۴۱]

د ابی بن کعب مصحف له مونږ سره موجودو قرآنونو په شان په حمد سورې سره پېل او په مُعَوَّذَتَیْن پای ته رسېده، خو په ترتیب کې ځینو سورو[۴۲] او د لږو شان کلمو نقل[۴۳] له نورو مصحفونو سره فرق درلود، د اهل سنت مفسر آلوسي او د شیعه مفسر محمد هادي معرفت په وینا، د هغه په مصحف کې قریش سوره او فیل سوره د یوې سورې په شکل لیکل شوې وه، خو د دې په مقابل کې بیا د «الخُلْع» او «الحَفْد» په نامو دوه سورې وې چې په نورو مصحفونو کې نه وې.[۴۴] له همدې امله د هغه قرآن ۱۱۵ سورې لرلې.[۴۵] البته د بغدادي کتاب پېژاندي او فهرست لیکونکي ابن ندیم په وینا، د هغه قرآن ۱۱۶ سورې لرلې دي.[۴۶]

په قرآن کې د دغو دوو سورو شتون، د نورو اصحابو د نظر او د مسلمانانو د اجماع په خلاف ګڼل شوې دی.[۴۷] ځینې قرآن څېړاندي هم په دې باور دي چې هیڅ دلیل نیشته چې د ابی په مصحف کې ذکر شوې «الخلع» او «الحفد» دې د قرآن برخه وي؛[۴۸] ځکه چې د صحابه و مصحف کې یوازې متواتر قرآن نه و بلکې د ایتونو او سورو په څنګ کې ځینې روایتونه، تفسیرونه او دعاګانې هم لیکل کېدې، او «الخلع» او «الحفد» هغه دعا وه چې د ابی بن کعب په مصحف کې موجوده وه.[۴۹]

ابی ته منسوب حدیثونه او اثار

په الفهرست کې د ابن ندیم د نقل مطابق، ابن کعب د قران د فضایلو په موضوع کې یو کتاب لیکلی و.[۵۰] د شیعه کتاب پېژاندي آقا بزرګ تهراني په قول، د هغه کتاب د قران د فضایلو په موضوع کې لومړی لیکل شوی کتاب و.[۵۱] لکه څنګه چې په ځینو تفسیري کتابونو لکه مجمع البیان والکشف و البیان کې د قران د سورو د تلاوت د فضیلت په اړه له ابی بن کعب څخه ځینې روایتونه نقل شوې دي.[۵۲] ځینې څیړاندي باوري دي چې د سورو د فضایلو په موضوع کې ابی بن کعب ته منسوب روایتونه جعلي دي.[۵۳] او ځینو صوفیانو د دې لپاره چې د قرآن تلاوت ته د مسلمانانو شوق او انګېزه زیاته کړي، دغه روایتونه جعل کړې دي.[۵۴] د سیوطی په وینا، ابی بن کعب، د قرآن په تفسیر کې یوه لویه نسخه لرله چې په لومړیو پېړیو کې دود وه او د محمد بن جریر طبري او ابن ابی حاتم په شان مفسرانو له هغې استفاده کړې ده.[۵۵]

د اهل سنت څېړاندي نووي د شمېرنې په اساس له پېغمبره ۱۶۴ حدیثونه د ابن کعب په واسطه نقل شوي دي چې ځینې یې په صحیح بخاري او ځینې هم په صحیح مسلم کې راغلې دي.[۵۶] له ابو ایوب انصاري، عبد الله بن عباس و ابوموسی اشعري په شان اصحابو او په تابعینو کې له سُوَیْد بن غَفَلَه، عبدالرحمان بن اَسْوَد و عبدالرحمان بن اَبی لَیلیٰ له هغه څه حدیثونه نقل کړې دي.[۵۷] له ابی بن کعب منقول حدیثونه د موضوع له نظره، په فقې، تفسیر، سیرت، زهد او اخلاقو په موضوګانو کې دي.[۵۸]

«تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب سید القراء» کتاب، تألیف د عبدالجواد خَلَف

وفات

اُبی بن کعب په مدینه کې وفات شو.[۵۹] د هغه د وفات د تاریخ مختلف کلونه ذکر شوې دي خو د ابن عبدالبر په وینا د پینځمې قمري پېړۍ له ژوند لیکونکو د هغه وفات د عمر د خلافت په زمانه کې یعنې( ۱۳-۲۳ق) تر نورو نظرونو زیات مشهور دی.[۶۰] په تاریخي راپورونو کې ۱۹، ۲۰، ۲۲، ۳۰ او ۳۲ کلونه د هغه د وفات د کلونو په توګه ذکر شوې دي.[۶۱] د هغه نقل په اساس چې د هغه وفات د عمر له دورانه وروسته وي ویل شوي چې د هغه د جنازې لمونځ عثمان کړی دی.[۶۲]

ځانګړې لیکنه

عبدالجواد خَلَف، په «تفسیرُ الصحابیّ الجَلیل اُبَیّ بن کَعب سَیّد القُرّاء» نامه کتاب کې د قرآن د تفسیر په موضوع کې له ابي نقل شوې رویاتونه راغونډ کړې دي.[۶۳] لیکوال د دغه کتاب په لومړۍ برخه کې د ابی ژوند لیک او په دوهمه برخه کې د هغه تفسیري رایې بیانوي.[۶۴] دا کتاب د قاهرې دارالبیان خپرنځي په ۲۰۰۱ م کال کې په ۲۱۴ مخونو کې خپور کړی دی.[۶۵]

فوټ نوټ

  1. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۱.
  2. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۱.
  3. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۱.
  4. مدنی، الدرجات الرفیعه، ۱۹۸۳م، ص۳۲۴.
  5. خلف، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، ۲۰۰۱م، ص۱۱.
  6. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۷۸.
  7. وګورئ: شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ۴۶۱؛ شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۹۰؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۷۵؛ و ۱۱۳.
  8. حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۴؛ ۳۸۳؛ و ۴۰۳.
  9. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ۴۶۱.
  10. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۱۴.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۳۴.
  12. صدر، تأسیس الشیعه، ۱۳۷۵ش، ص۳۲۴.
  13. ابن‌مهران، المبسوط فی القرائات العشر، مجمع اللغة، العربیه، ص۲۳.
  14. مؤدب، روش‌های تفسیر قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۴۵.
  15. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۸.
  16. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۳۶؛ نیشابوری، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۹۱۴.
  17. مقدمتان فی علوم القرآن، ۱۳۹۲ق، ص۴۲.
  18. ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۶۵؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۶۸.
  19. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۷۸.
  20. خلف، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، ۲۰۰۱م، ص۱۳؛ وګورئ، ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۱، ص۴۴۲–۴۴۵.
  21. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۲۳.
  22. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ۲۷۱.
  23. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۷۸.
  24. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۹.
  25. ذهبی، التفسیر و المفسرون، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۹۲.
  26. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۶۸.
  27. بلاذری، انساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۵۳۱.
  28. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۶۹.
  29. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۶۸.
  30. وګورئ: ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۷۵–۴۷۶.
  31. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۷۸؛ ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲ق، ج۱ ص۲۶۱.
  32. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۱۷۹.
  33. ابن‌جزری، غایة النهایه، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۳۱.
  34. پاکتچی، «ابی بن کعب و علوم قرآنی»، ص۴۶۴.
  35. پاکتچی، «ابی بن کعب و علوم قرآنی»، ص۴۶۴.
  36. ابن‌جزری، غایة النهایه، ۱۳۵۱ق، ج۱، ص۳۱.
  37. علوی‌مهر، آشنایی با تاریخ تفسیر و مفسران، ۱۳۸۴ش، ص۷۹.
  38. ابن‌ابی‌داود، المصاحف، ۱۴۲۳ق، ص۱۶۴–۱۶۶.
  39. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۹۳.
  40. ابن‌ابی‌داود، المصاحف، ۱۴۲۳ق، ص۱۱۲.
  41. ابن‌ابی‌داود، المصاحف، ۱۴۲۳ق، ص۱۰۵؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۸۱.
  42. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۴–۴۵.
  43. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۲۴–۳۲۵.
  44. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶–۲۷؛ معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۲۳.
  45. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶–۲۷؛ معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۲۳.
  46. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۴–۴۵.
  47. علوی‌مهر، آشنایی با تاریخ تفسیر و مفسران، ۱۳۸۴ش، ص۷۹.
  48. زرکشی، البرهان، ۱۳۷۶ق، ج۲، ص۱۲۷–۱۲۸.
  49. رضوان، آراء المستشرقین حول القرآن الکریم و تفسیره، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۱۳.
  50. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۵۶.
  51. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۲۶۲.
  52. وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۴۱۹، ۴۶۳، ۵۰۱، ۵۳۵و۶۰۷؛ ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۱۳۸، ۲۲۰، ۲۶۲، ۳۰۱، ۳۲۷و۳۵۸.
  53. ابن‌صلاح، معرفة انواع علوم الحدیث، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۰.
  54. ابن‌جوزی، الموضوعات، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۲۴۱.
  55. سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۴۷۲.
  56. نووی، تهذیب الأسماء، دار الکتب العلمیه، ج۱، ص۱۰۹.
  57. نووی، تهذیب الأسماء، دار الکتب العلمیه، ج۱، ص۱۰۹.
  58. سلیم، «ابی بن کعب»، ۴۶۴.
  59. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۹۵.
  60. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۶۹.
  61. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۳.
  62. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۱۶.
  63. خلف، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، ۲۰۰۱م.
  64. خلف، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، ۲۰۰۱م.
  65. خلف، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، ۲۰۰۱م.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • آلوسی، سید محمد، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌ابی‌داود، ابوبکر، کتاب المصاحف، قاهره، الفاروق الحدیثه، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌جزری، محمد بن محمد، غایة النهایة فی طبقات القراء، بی‌جا، مکتبة ابن‌تیمیه، ۱۳۵۱ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، الموضوعات، تحقیق عبدالرحمان محمد بن عثمان، مدینه، محمد عبدالمحسن صاحب المکتبة السلفیة بالمدینة المنوره، ۱۳۸۶ق/۱۹۶۶م.
  • ابن‌جوزی، علی بن محمد، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌صلاح، عثمان بن عبدالرحمن، معرفة انواع علوم الحدیث، بیروت، دار الفکر المعاصر، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قتیبه، عبدالله بن مسلم، المعارف، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۲ق.
  • ابن‌مهران، احمد بن حسین، المبسوط فی القرائات العشر، دمشق، مجمع اللغة العربیه، بی‌تا.
  • ابن‌ندیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دار طوق النجاه، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، قاهره، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • پاکتچی، احمد، «ابی بن کعب و علوم قرآنی»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، جلد ۶، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، قاهره، مکتبة و مطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
  • ثعلبی، احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • حلبی، تقی بن نجم، تقریب المعارف، بی‌جا، المحقق، ۱۴۱۷ق.
  • خلف، عبدالجواد، تفسیر الصحابی الجلیل ابی بن کعب، قاهره، دار البیان، ۲۰۰۱م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۱۳ق.
  • ذهبی، محمدحسین، التفسیر و المفسرون، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • رضوان، عمر بن ابراهیم، آراء المستشرقین حول القرآن الکریم و تفسیره، ریاض، دار الطیبه، ۱۴۱۳ق.
  • زرکشی، محمد بن عبدالله، البرهان فی علوم القرآن، قاهره، دار احیاء الکتب العربیة عیسی البابی الحلبی و شرکائه، ۱۳۷۶ق.
  • سلیم، عبدالامیر، «ابی بن کعب»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، جلد ۶، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الاتقان فی علوم القرآن، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختاره، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صدر، سید حسن، تأسیس الشیعه، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۳۷۵ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • علوی‌مهر، حسن، آشنایی با تاریخ تفسیر و مفسران، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مؤدب، سید رضا، روش‌های تفسیر قرآن، قم، اشراق، ۱۳۸۰ش.
  • مدنی، سید علیخان کبیر، الدرجات الرفیعة فی طبقات الشیعه، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۹۸۳م.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بی‌جا، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • مقدمتان فی علوم القرآن، مصحح: جفری آرتور، قاهره، مکتبة الخانجی، ۱۳۹۲ق.
  • نووی، یحیی بن شرف، تهذیب الأسماء و اللغات، بیروت، دار الکتب العلمیه، بی‌تا.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۰۹ق.