یوم التغابن
یوْمُ التَّغابُن د قیامت د ورځې یو نوم دی چې معنا یې ده د تاوانونو د ښکاره کېدو ورځ. قیامت ته ځکه د تغابن ورځ وایي چې په دې ورځ به معلومه شي له خدای سره په معامله کې څوک غابن (ګټونکی) او څوک مغبون (بایلونکی) دی.
په مجمع البیان تفسیر کې د فضل بن حسن طبرسي په وینا، کافر د آخرت د ګټې د پرېښودلو او یوازې په دنیا پسې تللو په وجه مغبون (بایلونکی) بلل کیږي او مومن به د قیامت په چارو د اخته کېدو په وجه غابن (ګټونکی) وي. د یو روایت له مخې، ځینې مومنان به هم د قیامت په ورځ د تاوان احساس کوي؛ ځکه چې لا زیات نیک عملونه یې نه دی کړي.
یوم التغابن، د قیامت یو نوم
د «یَوْمُالتَّغابُن»، ټکی د تغابن سورې په نهم آیت کې کارول شوی او له همدې امله دې سورې ته تغابُن ویل کیږي.[۱]
یوم التغابن د قیامت د ورځې له نومونو دی.[۲] د دغه نومونې سبب دا دی چې په دې ورځ به معلومه شي چې چا د دنیا په تجارت کې غبن یعنې یا تاوان کړی دی.[۳]
د تغابن مختلف تفسیرونه
د فضل بن حسن طبرسي له نظره، د تغابن مطلب دی د غلط شي انتخابول او د سم شي پرېښودل یا د دې په اپوټه. کافر له دې امله مغبون (بایلونکی) دی چې د آخرت ونډه یې پرېښې او یوازې له دنیا یې ګټه پورته کړې ده. همداراز مومن غابن (ګټونکی) دی ځه چې د دنیا برخه یې پرېښې او د اخرت برخه یې اخستې ده.[۴] طبرسي یوم التغابن هغه ورځ ګڼي چې پکې معلومیږي چې څوک غابن یعنې ګټونکی او څوک مغبون یعنې بایلونکی دی.[۵] هغه همداراز له پېغمبر(ص) نقلوي چې هغه مومنان چې جنت ته داخلیږي، خپل ځای به په اور کې (که چرې ګناه یې کړې وی) ویني او د خدای شکر به کوي. همداراز دوزخیان به په جنت کې خپل ځای (که چرې ګناه یې نه وی کړې) ویني او ارمان به کوي.[۶]
علامه طباطبایي او شهید مطهري د تغابن یوه بله معنا هم کړې ده او وایي: په ځینو معاملو کې دواړه لوري تاوان کوي؛ لکه هغه ځای چې یو چا د ظالم پیروي کړې وي چې د دې په بدل کې یو څه لاسته راوړي او یا هغه مستکبران چې خپل پیروان یې د دنیا ګروهنو ته او د آخرت پرېښودلو ته بللې وي نو د قیامت په ورځ به هم هغه او هم ظالم او هم هغه کس چې پیروي شوې (متبوع) او هم پیروي کوونکی (تابع) پوه شي چې په دې معاملې کې یې تاوان کړی دی او دواړو یو بل ته تاوان رسولی دی د ګمراهۍ مشرانو د خپلو پیروانو په غولولو سره او پیروانو یې د هغوي په پیروۍ او د هغوي د سرکښۍ او استکبار په زیاتېدو کې په مرسته کولو سره.[۷]
تغابن یو چا ته د تاوان رسولو، غولولو او په معاملې د تاوان لیدلو او افسوس کولو په معنا هم راغلی دی.[۸] دا ټکی یې په «يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ...»[۹] آیت کې د تاوانونو د ښکاره کېدو[۱۰] او یا افسوس کولو[۱۱] په معنا راوړی دی.
د جنتیانو د تاوان احساس
د ځینو تفسیرونو له مخې، د قیامت په ورځ به ځینې مومنان هم د غبن او تاوان احساس کوي ځکه چې د ښو عملونو احسان او نیکیو په کولو کې یې کوتاهي کړې او فرصتونه او موقعې یې ضایع کړې دي.[یادداشت ۱][۱۲]
فوټ نوټ
- ↑ دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۵۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۱۹۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۱۹۴.
- ↑ وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۵۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۵۰.
- ↑ طبرسی، مجمعالبیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۵۰.
- ↑ وګورئ: مطهری، آشنایی با قرآن، انتشارات صدرا، ج۷، ص۱۵۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۰۱.
- ↑ فرهنگ معین، واژه «غبن».
- ↑ سوره تغابن، آیه ۹.
- ↑ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۹۹-۴۰۰.
- ↑ فولادوند، ترجمه قرآن کریم، ذیل آیه ۹ سوره تغابن.
- ↑ ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۹، ص۳۲۸؛ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۱۳، ص۴۰.
سرچينې
- ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
- حسینی همدانی، سید محمدحسین، انوار درخشان، تحقیق: محمدباقر بهبودی، تهران، کتابفروشی لطفی، ۱۴۰۴ق.
- دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
- طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعۀ مدرسین حوزه علمیه، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طیب، سید عبد الحسین، أطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، اسلام، ۱۳۷۸ش.
- قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
- مطهری، مرتضی، آشنایی با قرآن، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۸۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- معین، محمد، فرهنگ معین.