آزر
آزر، هغه نوم دی چې قرآن کریم د ابراهیم د پلار یا سرپرست لپاره ذکر کړی دی. قرآن په دې اړه د «اب» ټکی کارولی دی. شیعه عالمان او مفسران باوري دي له دې امله چې د پېغمبر اکرم(ص) یو حدیث دی چې تر حضرت آدمه پورې د هیڅ یو پېغمبر پلار نیکه باید مشرک نه وي، نو آزر چې مشرک و د حضرت ابراهیم پلار نه شي کېدلی او پر دې اساس «اب» په آیت کې له پلار پرته بله معنا لري لکه تره یا مورنی نیکه.
له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې آزر د نمرود منجم و او وړاندوینه یې وکړه چې یو ماشوم به پېدا کیږي او خلک به بل دین ته بلي. نمرود په دې اساس امر وکړ چې ښځې او سړي له یو بله جدا کړی شي او نوې پیدا کېدونکي ماشومان ووژل شوي. آزر همداراز د نمرود د تره زوی معرفي شوی دی.
شخصیت پېژندنه
آزر په سواد (اوسنۍ کوفه) کې د کوثي کلي اوسیدونکی[۱] او د نمرود د تره زوی بلل شوی دی.[۲] له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې آزر د نمرود منجم و[۳] او د حضرت ابراهیم له زوکړې مخکې یې وړاندوینه کړې وه چې یو سړی به پیدا کیږي او خلک به بل دین ته بلي له همدې امله نمرود امر وکړ چې سړي او ښځې سره جدا شي او هر ماشوم چې پیدا کیږي ووژل شي.[۴]
آزر بت پالی و[۵] او په ځینو فارسي شعرونو کې د هغه بت پرستۍ ته اشاره شوې ده.[۶] منجمله:
خلیل من همه بتهای آزری بشکست | مجال خواب نمیباشدم ز دست خیال[۷] |
د ابراهیم پلار که تره
د انعام سورې په ۷۴ ایت کې راغلې دي:
«وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ؛ او ابراهیم خپل پلار آزر ته وویل: آیا بوتان په خدایۍ نیسې؟ تا او قوم دې په ښکاره ګمراهۍ کې وینم»
د قرآن ځینو مفسرانو منجمله فخر رازي د دغه ایت په اساس آزر د ابراهیم پلار ګڼلی دی.[۸] خو د ناصر مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې، ټول شیعه مفسران او عالمان باوري دي چې آزر د ابراهیم پلار نه و.[۹]
شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) آزر د ابراهیم تره یا مورنی نیکه ګڼلی او له ابواسحاق زجاجه یې نقل کړې چې نسب پېژندونکي په دې کې چې د ابراهیم د پلار نوم تارخ و، اختلاف نه لري.[۱۰] هغه همداراز له پېغمبر(ص) په یو روایت استناد کړی دی چې پر اساس یې تر حضرت آدم پورې د هیڅ یو د پېغمبر(ص) نیکه مشرک نه و؛[۱۱] په داسې حال کې چې آزر بت پرست و او په دې اساس ممکنه نه د چې د حضرت ابراهیم پلار وي.[۱۲]
اوسمهاله فیلسوف او مفسر علامه طباطبایي، د شواهدو په وړاندې کولو سره باوري دی چې په عربۍ ژبه کې «اب» هغه کس ته ویل کیږي چې د یو کس چارې په غاړه لري؛ له دې امله پلار، تره، نیکه، خسر، او حتی د قبیلې مشر او سپین روبي ته هم «اب» ویل کیږی.[۱۳] په تورات کې د یهودیانو سپېڅلي کتاب د ابراهیم د پلار نوم تارخ ذکر کړی دی.[۱۴] ځینې د اخلاقو عالمانو هم د مقطوع حدیث په توګه یو حدیث نقل کړی چې مضمون یې دا دی چې پلاران درې ډوله دي. هغه پلار چې د انسان د زوکړې واسطه ده، او هه پلار چې انسان ته مېرمن ورکوي.(خسر) او هغه پلار چې د هغه د ښوونې او تعلیم کار په غاړه لري.(معلم)[۱۵] [یادداشت]
همداراز ځینو مفسرانو منجمله علامه طباطبایي او مکارم شیرازی، توبې سورې په ۱۱۴ ایت کې[۱۶] د خپل «اب» لپاره له استغفار څخه د حضرت ابراهیم له ډډه کولو او په مقابل کې، د ابراهیم سورې په ۴۱ ایت کې[۱۷] د خپل «والد» لپاره د ګناهانود بخښنې له غوښتلو نتیجه اخستې چې د ابراهیم پلار له ازر پرته بل څوک و او په دې ایت کې «اب» د تره یا مورني نیکه په معنا دی.[۱۸]
د آزر لپاره د ابراهیم بخښنه غوښتل
د مریم سورې د ۴۸ ایت له مخې [یادداشت۲][۱۹] حضرت ابراهیم د آزر لپاره د مغفرت غوښتنه کړې ده؛[۲۰] خو د توبې سورې ۱۱۳ ایت[۲۱] مسلمانان د مشرکانو لپاره له استغفاره منعې کوي. قرآن د هغه ذهني ټکر او تعارض د لرې کولو لپاره چې په دې اړه پېښیږي د سورې په ورپسې ایت کې راوړي:
- د خپل پلار لپاره د ابراهیم بخښنه غوښتل یوازې د هغه وعدې په وجه وه چې هغه ته یې ورکړې وه او کله چې هغه ته روښانه شوه چې هغه د خدای دښمن دی نو ترې یې بیزاري ښکاره کړه.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۱۵۹.
- ↑ بلعمی، تاریخنامه طبری، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۸۸۲.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۶۶ و ۳۶۷؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۲۰۶ و ۲۰۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۶۶ و ۳۶۷؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۲۰۶ و ۲۰۷.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۴، ص۱۷۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۳۰۳-۳۰۷.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: انصاری، مناجاتنامه، ۱۳۸۲ش، ص۲۶.
- ↑ سعدی شیرازی، دیوان اشعار، غزلیات، غزل شماره ۴۰.
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۱، ص۷۶؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۳، ص۳۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۳۰۳.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۴، ص۱۷۵-۱۷۶.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۴، ص۱۷۵.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۴، ص۱۷۵: هم دا وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۳۰۳-۳۰۷.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۶۴-۱۶۵.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۶۲؛ تورات، سِفر آفرینش، ۱۱: ۲۶.
- ↑ نراقی، ملامهدی، جامع السعادات، ج۳۷ ص۱۴۱.
- ↑ «وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِّلَّـهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ؛ ابراهیم د خپل پلار لپاره د بخښنې غوښتنه یوازي د هغه وعدې له امله چې هغه ورسره کړې وه. او كله چې ورته څرګنده شوه چې پلار يې د خداى دښمن دى، هغه يې ناخوښه كړ. ځکه ابراهیم ډېر پرهېزګاره او صبر کونکی و».
- ↑ «رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ؛ اى زما ربه ما او زما اولادونه د لمانځه قائموونكى وګرځوه. ای زموږ ربه زما دعا قبوله کړه».
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۶۴-۱۶۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۳۰۴-۳۰۵.
- ↑ «قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي ۖ إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا؛ گفت: روغ او جوړ اوسئ. زه به له خپل رب څخه ستا لپاره بخښنه وغواړم. ځکه چې هغه زما سره مهربان دی».
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۵، ص۳۰۴.
- ↑ «مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَىٰ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ؛ پیغمبر او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی باید د مشرکانو لپاره بخښنه ونه غواړي، که څه هم دوی خپلوان وي، وروسته له دې چې پوه شي چې دوی به دوزخ ته ځي.».
- ↑ سوره توبه، آیه ۱۱۴
سرچينې
- انصاری، خواجه عبدالله، مناجاتنامه، تصحیح و مقابله محمد حماصیان، کرمان، انتشارات خدمات فرهنگی کرمان، ۱۳۸۲ش.
- بلعمی، محمد بن محمد، تاریخنامه طبری، تحقیق: محمد روشن، تهران، سروش، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
- سعدی، دیوان اشعار، پایگاه اینترنتی گنجور.
- طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تحقیق: سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی مرتضوی، چاپ سوم، ۱۳۷۵ش.
- طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، با مقدمه شیخ آغابزرگ تهرانی و تحقیق احمد قصیرعاملی، بیروت، دار احیاء التراث الاسلامی، بیتا.
- فخر رازى، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق سید طیب موسوی جزایری، قم، دار الکتاب، چاپ چهارم، ۱۳۶۷ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مصطفوی، سید حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.