د غدیر اختر

د wikishia لخوا
دا مقاله د غدیر د اختر په اړه ده. د غدیر د پیښې د خبرتیا لپاره د غدیر پیښه وګورئ. د خطبې د متن لوستلو لپاره د غدیر خطبه وګورئ.
د غدیر خم نقاشی د محمود فرشچیان لخوا

د غدیر اختر د ذي الحجې د میاشتې ۱۸ نیټه د شیعه مسلمانانو یو ستر اختر دی چې په کښې امام علي علیه السلام د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) په جانشینۍ وګمارل شو. له پیغمبر اکرم(ص) او امامانو(ع) څخه د دې ورځې په فضیلت کښې ډیر روایتونه نقل شوي دي، هم داشان په دغه ورځ د روژې نیولو، د غدیریه زیارت لوستلو، د غدیر د لمونځ کولو او مؤمنانو ته د خوړو ورکولو په شان عملونو سپارښتنه شوې ده. شیعیان په دغه ورځ جشن لمانځي. د غدیر د اختر په ورځ په ایران کښې رسمي رخصتي وي. په ایران کښې رسم دی چې شیعیان په دغه ورځ د سیدانو ملاقات ته ورځي او سیدان اختری (د اختر پيسې) ورکوي.

د غدیر پیښه

اصلي مقالې: د غدیر پیښه او د غدیر خطبه

رسول الله مبارک د ۱۰قمري کال د ذي القعدې په میاشت کښې د حج د ترسره کولو په موخه له زرګونو کسانو سره یوځاې له مدینې نه د مکې په لور روان شو.[۱] له دې امله چې دغه سفر، د پیغمبر(ص) وروستی حج و، په حجة الوداع مشهور شو.[۲] پيغمبر اکرم(ص) د حج د اعمالو له ختمولو وروسته له مسلمانانو سره یوځاې د مدینې په لور روان شو او د ذي الحجې په ۱۸ نیټه غدیرِ خُم سیمې ته ورسید،[۳] جبرائیل پر پیغمبر(ص) نازل شو او د خدای تعالی له اړخه یې رسول الله مبارک ته امر وکړ چې علي(ع) خلکو ته د خپل ځاې ناستي په توګه معرفي کړي.[۴] د خدای ګران رسول هم حاجیان راغونډ کړل او امام علي(ع) یې د خپل ځاې ناستي په توګه وروپيژنده[۵]

د غدیر د ورځې فضیلت

د غدیر د اختر د فضیلت په هکله له معصومینو علیهم السلام څخه یوشمیر حدیثونه نقل شوي دي چې له هغو نه:

  • پيغمبر اکرم(ص): د غدیر خم ورځ زما د امت ترټولو غوره اختر دی او هغه ورځ ده چې خدای تعالی په کښې دین بشپړ کړ او زما په امت یې نعمت تمام کړ او اسلام یې د هغوي لپاره د دین په توګه غوره کړ.[۶]
  • امام صادق(ع): د غدیر اختر د مسلمانانو ترټولو ستر او شرافت لرونکی اختر دی او غوره ده چې د دغه اختر په هره شیبه کښې د خدای شکر ادا کړی شي او خلک د شکر روژه ونیسي چې د دې ورځې روژه د شپیتو کالو د عبادت برابر ده.[۷]
  • امام صادق(ع): «د غدیرِ ورځ د خدای پاک لوې اختر دی، خدای هیڅ پیغمبر نه دی مبعوث کړی مګر دا چې په دغه ورځ یې اختر کړی او د هغې په سترتوب پوه شوی او د دغې ورځې نوم په اسمان کښې د ژمنې او تړون ورځ او په ځمکې باندې د مضبوط تړون او د ټولو د شتون ورځ ده.[۸]
  • امام رضا(ع):«د غدیر ورځ د اسمان په اوسیدونکو کښې د ځمکې د خلکو په پرتله ډیره مشهوره ده... که خلک د دې ورځې په حقیقي ارزښت پوهیدلی نو شک نشته چې فرښتو به هره ورځ لس ځلې ورسره مصافحه کوله(لاس به یې ورکوه.»[۹]
  • د نصیبي شافعي په نامه یو اهل سنت عالم، په مطالب السؤول کتاب کښې په دې اړه چې د ذي الحجې اتلسمه ورځ، اختر دی، څرګندونه کړې ده.[۱۰] د هغه په وینا، ده ورځ اختر او د خلکو د راغونډیدو موسم او ځاې وګرځید، ځکه کله چې د خدای ګران رسول، علي په دغه لوړ مقام وګماره نو بل هیڅوک یې په دغې مرتبې او منزلت کښې د علي شریک ونه ټاکه.[۱۱] په وفیات الاعیان کښې د ابن خلکان په وینا، د ۴۸۷قمري کال د ذي الحجې په ۱۸ نیټه چې د عدیرِ خم د اختر ورځ ده، د مصر له یو واکمن مستعلي بن مستنصر سره بیعت وشه.[۱۲]

د غدیر جشن

[۱۳]

د غدیر د اختر جشن (تهران، ولیعصر واټ، د ۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ ۲۷ نیټه)[۱۳]

د هغه څه له مخې چې په خصائص الائمه کتاب کښې نقل شوي دي، حسان بن ثابت، د غدیر د اختر په ورځ د مسلمانانو د ګڼې ګوڼې ترمینځ د پیغمبراکرم(ص) په حضور کښې حاضر شو او په لوړ غږ یې څو شعرونه وویل.[۱۴]

د غدیر د پيښې په وصف کښې د حسان بن ثابت غدیریه:
ینادیهم یوم الغدیر نبیهم----- بخم و أسمع بالرسول منادیا
فقال فمن مولاکم و ولیکم؟----- فقالوا و لم یبدوا هناک التعادیا
إلهک مولانا و أنت ولینا----- و لم‌تر منا فی المقالة عاصیا
فقال له قم یا علی فإننی----- رضیتک من بعدی إماما و هادیا
فمن کنت مولاه فهذا ولیه----- فکونوا له أنصار صدق موالیا
هناک دعا الّلهم وال ولیه----- و کن للذی عادی علیاً مُعادیاً
د خدای ګران رسول(ص) د غدیر په ورځ هغوي ته غږ وکړ، څومره ارزښتناک غږ. هغه وفرمایل: ستاسو مولا او ستاسو سرپرست څوک دی؟ هغوي سمدستي وویل: ستا خدای زمونږ مولا دی او ته مو سرپرست او ولي امر یې. مونږ به هیڅکله ستا له حکم نه مخ وانه ړوو. دغه وخت پیغمبر(ص) علي ته وفرمایل: پاڅیږه، ما ته غوره کړې ترڅو له ما وروسته امام او رهبر ووسې. بیا یې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا او مشر یم، دا سړی به یې مولا او رهبر وي، نو تاسو ټول په صداقت سره د ده پیروي وکړئ. ای خدایه! د ده دوست خپل دوست وګرځوې او دښمن یې خپل دښمن.[۱۵]

همداشان د یو روایت له مخې چې په بحارالانوار کښې نقل شوی دی، امام رضا علیه السلام به د غدیر په ورځ غونډه ترسره کوله. هغوي به د خپلو خاصو اصحابو او ملګرو یوه ډله روژه ماتي ته پاتې کوله او د هغوي کورنیو ته به یې خواړه او ډالۍ لیږلې.[۱۶] د څلورمې قمري پيړۍ تاریخ لیکونکي علي بن حسین مسعودي، په التنبیه و الاشراف کښې لیکلي دي چې د امام علي علیه السلام اولادونه او شیعیان یې، دغه ورځ لمانځي.[۱۷] د څلورمې هجري قمري پيړۍ محدث کلیني، هم په یو روایت کښې د شیعیانو جشن لمانځل نقل کړي دي.[۱۸]

په اتمې قمري پیړۍ کښې د اهل سنت تاریخ لیکونکي ابن کثیر په وینا، له شیعه حاکمانو څخه د آل بویه په حکومت کښې هم، د غدیر د اختر په ورځ رخصتي او عمومي جشن اعلان شوی و او حکومتي ارګانونو به خلک د جشنونو ترسره کولو او د ښارونو سنګارولو ته هڅول.[۱۹] هغوي به په دغو جشنونو کښې خیمې لګولې او ټوکر(بیرغونه) به یې ځړول او اوښان به یې قرباني کول او د شپې به یې اور بلوه او جشن او ښادۍ به یې کولې.[۲۰] لکه څنګه چې د پيځمې قمري پيړۍ تاریخ لیکونکي ګردیزي هم دغه ورځ یوه مهمه اسلامي ورځ او د شیعیانو یو اختر بللې ده.[۲۱]

په مصر کښې به فاطمي خلفاؤ د غدیر د اختر جشن لمانځه.[۲۲] په ایران کښې په صفویه پړاؤ کښې، د غدیر اختر یو رسمي اختر و [۲۳] په ایران کښې د غدیر د اختر په ورځ رسمي رخصتي ده.[۲۴] د غدیر د اختر په ورځ د کربلا، نجف او ذي قار په شان د عراق په ځینو ښارونو کښې هم رسمي رخصتي یا چُټي وي.[۲۵]

شیعیان د غدیر د اختر شپه هم ستره ګڼي او دغه شپه روڼوي.[۲۶]

د غدیر د اختر اعمال

اصلي مقاله: د غدیر د اختر اعمال

  • روژه نیول: د هغه روایت له مخې چې د اهل سنت په کتابونو کښې له رسول الله مبارک څخه نقل شوی دی، هر کس چې د ذي الحجې په ۱۸ نیټه روژه ونیسي، خدای تعالی ورله د شپږو میاشتو د روژې ثواب لیکي.[۲۷]
  • له مومنانو سره د ملاقات په وخت د دې عبارت لوستل «اَلحمدُ لِلهِ الّذی جَعَلَنا مِنَ المُتَمَسّکینَ بِولایةِ اَمیرِالمؤمنینَ و الائمةِ علیهم السلام؛ ژباړه: د خدای شکر دی چې مونږ یې له هغو کسانو وګرځولو چې د امیر المومنیو علي علیه السلام او د امامانو علیهم السلام په ولایت یې منګولې لګولې دي.»[۲۸]
  • د امام علي علیه السلام د حرم زیارت کول
  • غسل کول
  • د امین الله زیارت لوستل
  • د دعای ندبه لوستل
  • د غدیریه زیارت لوستل[۲۹]
  • د ښو جامو یا کالیو اغوستل
  • خوشبو (عطر) لګول
  • سنګار کول
  • صله رحم
  • په کورنۍ لګول (د کور او کورنۍ لپاره په خرچ کښې د بخل او شومتیا نه کول)
  • ښاد اوسیدل او مسکا لرل
  • مومنانو ته ډالۍ ورکول
  • د ایماني وروڼو لیدو ته ورتګ
  • د ولایت د ستر نعمت شکر کول
  • ډیر صلوات ویل
  • پریمانه عبادت کول
  • په مومنانو خواړه خوړل
  • روژتیانو ته روژه ماتی ورکول[۳۰]

آداب او رسمونه

په ایران کښې او په ځینو نورو اسلامي هیوادونو کښې شیعیان د غدیر د اختر په ورځ د ساداتو لیدو ته ورځي. سیدان هم د دغې ورځې په مناسبت د اخترۍ په توګه څه پيسې یا شیان ډالۍ کوي؛[۳۳] شیعیان هم داشان په جوماتونو او نورو ځایونو کښې د خوړو دسترخوانونه غوړوي.[۳۴]

د ورورولۍ تړون

د شیخ عباس قمي د قول له مخې، د غدیر د اختر له آدابو څخه یو، د اخوت یا ورورولۍ تړون دی چې مفاد یې په دنیا کښې ورورولي او یوزړه توب او په آخرت کښې د یو بل مرسته او لاسنیوی دی.[۳۵] په هم دې اساس د ځینو شیعیانو یو رسم د غدیر د اختر په ورځ د اخوت او ورورولی تړون دی. اندیشه نومې کلتور خونې د غدیر له اختر سره هممهاله د «برادرانه» نومې انټرنیټي کمپاین په طرحې سره هڅه کړې چې د شیعیانو او د اهل بیتو علیهم السلام د مینه والو ترمینځ د ورورولۍ د تړون د سنت او دود د راژوندي کولو په ترڅ کښې، د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پیوستون روحیه پياوړې کړي.[۳۶]

کتاب پيژندنه

د غدیر اختر په هکله یولړ آثار او کتابونه لیکل شوي دي:

  • د علامه امیني لیکلی عیدالغدیر بین الثبوت و الإثبات
  • د علامه امیني بل اثر (په عربۍ ژبه کتابچه)،عیدالغدیر فی الإسلام و التتویج و القربات یوم الغدیر
  • د محمد هادي امنیني، عیدالغدیر في عهد الفاطمیین، د غدیر په هکله دغه اثر د فاطمیانو په پړاؤ کښې لیکل شوی دی.[۳۷]
  • د سید عادل علوي اثر، عیدالغدیر بین الثبوت و الإثبات، عیدالغدیر بین الثبوت و الإثبات

اړونده لیکنې

له بهر سره اړیکه

فوټ نوټ

  1. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۴۷۴؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۴۸.
  2. زرقانی، شرح الزرقانی، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۱۴۱؛ تاری، «تأملی در تاریخ وفات پیامبر»، ص۳.
  3. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۱۲.
  4. أیازی، تفسیر قرآن المجید، ۱۴۲۲ق، ص۱۸۴؛ عیاشی، تفسیر عیاشی، مکتبه علمیه اسلامیه، ج۱، ص۳۳۲.
  5. ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۳، ص۶۰۵؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۱۰-۱۱۱؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۴۹.
  6. شیخ صدوق، الامالی، مؤسسة البعثه، ص۱۸۸.
  7. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۰، ص۴۴۳.
  8. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۸۹.
  9. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۲۴.
  10. نصیبی، مطالب السؤول، ۱۴۱۹ق، ص۶۴.
  11. نصیبی، مطالب السؤول، ۱۴۱۹ق، ص۷۹.
  12. ابن‌خلکان، وفيات الأعيان، دار صادر، ج۱۷ ص۱۸۰.
  13. «مهمانی ۱۰ کیلومتری به مناسبت عید غدیر - ۲»، خبرگزاری برنا.
  14. سید رضی، خصائص الائمة، ۱۴۰۶ق، ص۴۲.
  15. سید رضي، خصائص الائمة، ۱۴۰۶قمري، ۴۲مخ.
  16. مجلسی، بحار الانوار، ج۹۵، ص۳۲۲.
  17. مسعودی، التنبیه و الاِشراف، ۱۳۵۷ق، ص۲۲۱.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۴۹.
  19. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۲۷۶.
  20. ابن‌جوزی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، ۱۴۱۲ق، ج۱۵، ص۱۴.
  21. گردیزی، زین الاخبار، ۱۳۶۳ش، ص۴۶۶.
  22. امینی، عیدالغدیر فی عهد الفاطمیین، ۱۳۷۶ش، ص۶۴-۶۵.
  23. نیک‌زاد طهرانی و حمزه، «تشیع و تاریخ اجتماعی ایرانیان در عصر صفوی»، ص۱۳۱.
  24. لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور، وبسایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  25. «حال و هوای نجف اشرف در عید غدیر و تعطیلی ۱۰ استان عراق»، خبرگزاری تسنیم.
  26. ثعالبی، ثمارالقلوب، ۱۴۲۴ق، ص۵۱۱.
  27. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، دارالکتب العلمیة، ج۸، ص۲۸۴.
  28. قمی، مفاتیح‌الجنان، ذیل اعمال روز ۱۸ ذی‌الحجه.
  29. شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۶۴.
  30. قمی، مفاتیح‌الجنان، ذیل اعمال روز ۱۸ ذی‌الحجه.
  31. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۳، ص۱۴۳.
  32. بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج‌۱۱، ص۸۷.
  33. «عید سادات و سیادت در فرهنگ ایرانی»، جوان آنلاین.
  34. «برپایی سفره‌های اطعام غدیر در مساجد استان زنجان»، خبرگزاری شبستان.
  35.  : البروجردي، السيد حسين، جامع أحاديث الشيعة، ج۷، ص۴۱۴. شیخ عباس قمی، مفاتیح الجنان، اعمال روز عید غدیر
  36. «احیای سنت غدیریِ عقد اخوت در پویش برادرانه»، خبرگزاری شبستان.
  37. امینی، عیدالغدیر فی عهد الفاطمیین، ۱۳۷۶ش، ص۴۱.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علي بن محمد، أسد الغابة في معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌جوزی، ابوالفرج، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۲ق،
  • ابن‌خلکان، احمد بن محمد، وفیات الاعیان، تحقیق احسان عباس، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بی‌جا، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • «احیای سنت غدیریِ عقد اخوت در پویش برادرانه»، خبرگزاری شبستان. تاریخ انتشار: ۴ مرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۵ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنه، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۶ق.
  • امینی، محمدهادی، عیدالغدیر فی عهد الفاطمیین، تهران، مؤسسة الآفاق، ۱۳۷۶ش/۱۴۱۷ق.
  • ایازی، السید محمدعلی، تفسیر القرآن المجید المستخرج من تراث الشیخ المفید، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، تحقیق محمدتقی ایروانی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، بی‌تا.
  • بَلاذُری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض الزرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
  • «برپایی سفره‌های اطعام غدیر در مساجد استان زنجان»، خبرگزاری شبستان، درج مطلب، ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش، مشاهده ۱۹ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • تاری، جلیل، «تأملی بر تاریخ وفات پیامبر»، فصلنامه تاریخ اسلام، قم، دانشگاه باقر العلوم، ۱۳۷۹ش.
  • ثعالبی، عبدالملک بن محمد، ثمار القلوب في المضاف والمنسوب، تحقیق محمد أبوالفضل إبراهيم، بیروت، مکتبة العصریة، ۱۴۲۴ق.
  • «حال و هوای نجف اشرف در عید غدیر و تعطیلی ۱۰ استان عراق»، خبرگزاری تسنیم، درج مطلب ۲۷ تیر ۱۴۰۱ش، مشاهده ۱۹ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، قم، ۱۴۱۶ق.
  • خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، دارالکتب العلمیة، بیروت، بی‌تا.
  • رزقانی، محمد بن عبدالباقی، شرح العلامه الزرقانی علی المواهب اللدنیة بالمنح المحمدیة، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • سید ابن‌طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، مرکز النشر التابع لمکتب الاعلام الاسلامی، قم، ۱۳۷۷ش.
  • سید رضی، محمد بن حسین، خصائص الائمة، مشهد، آستان مقدس رضوی، مجمع البحوث الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، المزار، به کوشش سید محمدباقر موحد ابطحی، قم، مؤسسة الامام المهدی(عج)، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، مؤسسة البعثه.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، سید حسن موسوی خرسان، دارالکتب الاسلامیة، تهران.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تحقیق رسولی محلاتی، تهران، مکتبه علمیه اسلامیه، بی‌تا.
  • قمی، مفاتیح الجنان.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، دار الکتب الاسلامیة، تهران، ۱۴۰۷ق.
  • گردیزی، ابوسیعد، زین الاخبار، تهران، دنیای کتاب، چ۱، ۱۳۶۳ش.
  • لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور، وبسایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی، مشاهده ۱۹ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • «لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور»، وبسایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی، تاریخ بازدید: ۶ مرداد ۱۴۰۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، موسسة الوفاء، بیروت.
  • مسعودی، علی بن حسین، التبیه و الاشراف، دار الصاوی، قاهره، ۱۳۵۷ق.
  • «مهمانی ۱۰ کیلومتری به مناسبت عید غدیر - ۲»، خبرگزاری برنا، درج مطلب ۲۷ تیر ۱۴۰۱، مشاهده ۱۹ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • نصیبی، محمد بن طلحه، مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، تحقیق عبدالعزیز طباطبایی، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۹م.
  • نیک‌زاد طهرانی، علی‌اکبر و حسین حمزه، «تشیع و تاریخ اجتماعی ایرانیان در عصر صفوی»، شیعه‌پژوهی، شماره ششم، بهار ۱۳۹۵ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.