منځپانگې ته ورتلل

ابراهیم زکزاکی

د wikishia لخوا
شیخ ابراهیم زاکزاکی

ابراهیم زَکزاکی (زوکړه۱۳۳۲لمریز)، شیعه عالم او د نیجیریا د شیعیانو مشر. زکزاکي د ایران له اسلامي انقلاب او امام خمیني په اغېزمنلو سره شیعه شو او د نیجیریا د اسلامي غورځنګ په جوړولو سره په نیجریا او ګاونډیو هیوادونو کې درې سوه اسلامي مدرسې جوړې کړې. هغه همداراز شیعیانو ته د درملیزو او تعلیمي خدماتو د وړاندې کولو لپاره خیریه موسسې جوړې کړې دي.

لکه څنګه چې زکزاکي ویلي، هغه په ایران کې د اسلامي انقلاب سره په یو وخت (۱۳۵۷ لمریز) په نیجریه کې دیني تبلیغ د لسګونو کسانو په جذبولو سره پېل کړ او په نیجریه کې د اهل بېتو(ع) د پېروانو شمېر په ۱۳۹۰ لمریزې لسیزې کې د هغه په هڅو میلیونونو تنو ته رسېدلی دی.

د زکزاکي درې زامن د ۱۳۹۳ کال د قدس ورځې په لاریون د نیجریه د پوځي ځواکونو په حمله کې ووژل شول. همداراز زکزاکي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په زاریا ښار کې په بقیة الله حسینیې د نیجریې د پوځ په حمله کې ونیول او بندي شو. د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای، د تقلید مرجع حسین وحید خراساني، او د بحرین د شیعیانو مشر شیخ عیسي قاسم په نیجریا کې د شیعیانو په وژله اعتراض وکړ. په ایران، امریکا، استرالیا، سویډن او ترکیې د نیجریې د دولت په کړچار په اعتراض کې غونډې او پروګرامونه هم جوړ شول.

هغه او مېرمنه یې له شپږ کلونو کورنۍ نظربندۍ او زندانه وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په شپږمه ( د ۲۰۲۱ کال د جولایي په اته ویشتمه) له ټولو تورونو بري او ازاد شول.

ژوند لیک او تعلیم

ابراهیم یعقوب زَکزاکی په ۱۳۳۲ لمریز (۱۳۷۲ق) کال کې د نیجریه په شمال کې وزېږېد[۱] هغه تر ۱۳۵۴ لمریز کاله پر خپل تعلیم سربېره د نیجریه د شمال په کانو ښار کې دیني سبقونه هم زده کړل.[۲] هغه تر ۱۳۵۷ لمریز کاله د اقتصاد په مضمون کې خپله د ایم ای ډګری د احمد بلو زاریا پوهنتونه واخسته او څه موده پس یې د یوې دیني مدرسې جومات د جماعت امامتي په غاړه واخسته.[۳] زکزاکي اول د مسلمانو محصلانو د اتحادیې غړی شو او بیا یې لومړی منشي شو.[۴]

ابراهیم زکزاکي په ۱۳۵۷ لمریز کال کې پاریس ته په سفر کې له امام خمیني سره کتنه وکړه او د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته د دیني زدکړو لپاره د قم علمیه حوزې ته لاړ.[۵] هغه په ځان د امام خمیني او د اسلامي انقلاب د حیرانوونکي اثر خبره کوي.[۶] زکزاکي اول اهل سنت او مالکي و او له امام خمینی سره له کتنې وروسته شیعه شو.[۷]

فعالیتونه

زکزاکي د ایران له اسلامي انقلابه وروسته ایران ته لاړ او له ستیندو وروسته یې په خپل هیواد کې د نیجریه اسلامي غورځنک جوړ کړ.[۸] هغه په نیجریا او د هغه په ګاونډیو هیوادونو کې کابو درې سوه مدرسې جوړې کړې.[۹] زکزاکي همداراز د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې یو غړی دی.[۱۰] د یتیمانو او د شهیدانو د بچو د خیال ساتلو لپاره د الشهداء موسسې جوړول، د ټولنیزو او ودانیزو خدماتو د وړاندې کولو په هدف د الزهرا خیریه موسسې جوړول، او د درملیزو او ښوونیزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د یو مرکز جوړل د ابراهیم زکزاکي نور اقدامات دی.[۱۱]

د ابراهیم زکزاکي د لور نسیبه زکزاکي په وینا، د هغه په هڅو په نیجریا کې دولس میلیونه کسان شیعه شوې دي.[۱۲] لکه څنګه چې ویل شوي د هغه تبلیغي فعالیت د ۱۹۷۰ لسیزې په اخر او د ۱۹۸۰ لسیزي په لومړیو کې ( په ایران کې د اسلامي انقلاب له کامیابۍ سره هم مهاله) د لسګونو کسانو په جذبولو سره پېل شو او له لسو کلونو وروسته، لکونو کسانو ته ورسیېد او په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د اهل بېتو(ع) په میلیونونو پیروانو ته رسېدلی دی.[۱۳]

نیول او بندي کېدل

د شېخ زکزاکي زامن چې د ۱۳۹۳ کال د قدس ورځې په لاریون کې د نیجریا پولیسو ووژل

د ۱۴۳۷ ق کال (۱۳۹۴لمریز) د اربعین په دستورو کې چې د نیجریه اسلامي غورځنګ کولې، د شیعیانو په دستورو د نیجریا د پوځي ځواکونو په حمله کې په لسګونو کسان ووژل شول.[۱۴] زکزاکي او مېرمن یې هم د ۱۴۳۷ق کال د ربیع الاول په لومړیو کې (د ۱۳۹۴لمریز کال مرغومی) د زاریان په بقیة الله امام باړې د نیجریا د پوځ په حمله کې چې د یو شمېر شیعیانو د وژلې او ژوبلې سبب شوه، ونیول او بندي کړی شو.[۱۵]

له دې مخکې د ۱۳۹۳ لمریز کال په زمري کې هم د زکزاکي درې زامن له ۳۳ تنو شیعیانو سره یو ځای د قدس ورځې په لاریونکوونکو د نیجریا د پوځي ځواکونو په حمله کې ووژل شول.[۱۶]

د نیجریا لوړې محکمې د ۱۳۹۵ لمریز کال په وږي میاشته کې د شیخ زکزاکي له ازادۍ سره مخالفت وکړ.[۱۷] خو د ۱۳۹۵ کال په لیندې میاشته کې یې د زکزاکي او د هغه د مېرمنې د خوشي کولو امر ورکړ.[۱۸] سره له دې هغه ازاد نه شو هغه په ۱۳۹۶ کال په مرغومي میاشته کې په زندان کې د هغه د وژل کېدو د اوازې له خپرېدو وروسته د خبریالانو په ټول کې حاضر شو.[۱۹] زکزاکي د ۱۳۹۷ کال د غویي په میاشته کې له خپل زوي سره په ټیليفوني تماس کې د نیجریا په زاریا ښار کې د شیعیانو وژله د نیجریا له پوځ سره د سعودي عربستان د مرستې په دلیل وبلله.[۲۰] زکزاکي له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۵ لمریز ( ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۹ میلادي) کاله پورې درې ځله او ټوټل اوه کاله د نیجریه د دولت له خوا بندي شو.[۲۱]

غبرګونونه

په نیجریه کې په شیعیانو حمله او د هغوي وژله او د زکزاکي او د هغه د مېرمنې نیول کېدل په نیجریه[۲۲] او د نړۍ په نورو سیمو منجمله ایران[۲۳] امریکا، استرالیا، سویډن او ترکیې د ډېرو اعتراضونو سبب شوه.[۲۴]

د تقلید شیعه مرجع آیت الله حسین وحید خراساني، د ۱۳۹۳ کال په زمري میاشته کې په نیجریا کې د قدس ورځې په لاریون کې لسګونو لاریونکوونکو د وژل کېدو او د نیجریا د دولتي ځواکونو له خوا د ابراهیم زکزاکي د دریو زامنو د وژل کېدو په غبرګون کې له زکزاکي سره په ټیلی فوني تماس کې هغه ته د شیعیانو او درېو بچیانو په شهادت تسلیت ووایه.[۲۵] د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر ایت الله سید علي خامنه ای ابراهیم زکزاکي د دنیا یو مظلوم شخصیت وباله[۲۶] او د ایران د مسوولانو او د اسلامي وحدت کانفرنس د مېلمنو په ټول کې یې د نیجریا وقایعو ته په اشارې سره زکزاکي « مصلح تقریبی مومن» وباله چې په دوو کلونو کې یې شپږ بچیان شهیدان شول.[۲۷] ایت الله خامنه ای همداراز په نیجریا کې په شیعیانو برید یوه غمیزه وبلله.[۲۸] د بحرین د شیعیانو مشر شیخ عیسی قاسم، په شیعیانو حمله او د هغوي وژله یو جنایت او د نیجریه دولت د هغې مسوول وباله.[۲۹]

د نیجریه دولت د اعلان له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په زاریا ښار کې د شیعیانو په حسینیې د دولتي مامورانو له حملې وروسته د نیجریا له ولسمشر محمد بوهاري سره په ټیلي فوني تماس کې له هغه وغوښتل چې د شیعیانو په خلاف د تاوتریخوالو د جاج لپاره یوه حقیقت موندونکې کمیټه جوړه شي.[۳۰] د ایران خارجه وزارت هم د شیعیانو په خلاف د حملو په غبرګون کې، په تهران کې د نیجریا سفیر احضار او په دې هیواد کې یې د شیعیانو د حفاظت غوښتنه وکړه.[۳۱]

د زکزاکي د ازادۍ د حکم نه اجرا کېدو په نیجریا کې ځینې غبرګونونه له ځان سره لرل. د ۱۳۹۷ لمریز کال د اربعین په دستورو کې د نیجریه یو شمیر شیعیانو د هغه په بندي والي او د ازادۍ د حکم د نه اجرا کېدو په اعتراض کې په ابوجا ښار کې مظاهرې وکړې او د هغه د ازادۍ غوښتنه یې وکړ. د نیجریا پوځ په مظاهره چیانو برید وکړ او د خبري سرچینو په قول په دغه حملو کې تر څلویښتو زیات شیعیان ووژل شول.[۳۲] همداراز د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په وروستیو کې او د زکزاکي د حالت له خرابېدو وروسته یو شمېر شیعیانو د نیجریه په پلازمینه ابوجا کې په لاریونونو سره د هغه د ازادۍ غوښتنه وکړ. پولیسو او امنیتي ځواکونو په هغوي برید وکړ او د خبري سرچینو په وینا په دغه برید کې یوولس کسان مړه او دېرش ژوبل شول.[۳۳]

آزادي

زکزاکي او میرمن یې چې د ۱۳۹۵ کال د وږي له میاشتې شپږ کاله په بند او په کور کې په نظر بندۍ کې وو د ۱۴۰۰ کال د زمري په شپږمه ( د ۲۰۲۱ کال د جولايي په اته ویشتمه) له ټولو تورونو تبرئه او ازاد شو.[۳۴]

د لا ډېرې مطالعې لپاره

  • کتاب «شیخ ابراهیم یعقوب زاکزاکی و نقش بنیادین او در شکل‌گیری و گسترش تشیع در نیجریه»، لیک د امیربهرام عرب‌احمدی، تهران، نگارستان اندیشه، ۱۳۹۷ لمریز.

فوټ نوټ

  1. ↑ «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، ص۱۲.
  2. ↑ «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، ص۱۲.
  3. ↑ «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، ص۱۲.
  4. ↑ «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، ص۱۲.
  5. ↑ «شیخ ابراهیم زکزاکی؛ رهبری که باعث گرویدن میلیون‌ها آفریقایی به مکتب اهل بیت شد»، ص۱۲.
  6. ↑ «شیخ ابراهیم زکزاکی؛ رهبری که باعث گرویدن میلیون‌ها آفریقایی به مکتب اهل بیت شد»، ص۱۲.
  7. ↑ «گفت‌وگوی منتشر نشده با شیخ ابراهیم زکزاکی...»، سایت شمس توس.
  8. ↑ «امام خمینی منادی حق و احیاگر تفکر دینی»، ص۲۶.
  9. ↑ «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، ص۱۲.
  10. ↑ «ارتحال والده شیخ ابراهیم زکزاکی/ حضور گسترده مسلمانان در مراسم تشییع والده رهبر شیعی نیجریه + تصاویر»، سایت ابنا.
  11. ↑ «جنبش شیعیان نیجریه ، از شکلگیری تا کشتار زاریا»، سایت الوقت.
  12. ↑ «پدرم ۱۲ میلیون نفر را به مذهب شیعه دعوت کرد».
  13. ↑ «شیخ ابراهیم زکزاکی؛ رهبری که باعث گرویدن میلیونها آفریقایی به مکتب اهل بیت شد».
  14. ↑ «بازگشت دیرهنگام پرونده شیخ زکزاکی به کانون توجهات بین المللی»، ص۱.
  15. ↑ گفی، «LEADER OF NIGERIAN SHIITE MUSLIMS ARRESTED AFTER DEADLY CLASHES WITH ARMY»؛ «بازداشت شیخ زکزاکی و کشتار شیعیان عزادار در نیجریه+تصاویر»؛ «رئیس جمهور نیجریه خطاب به حسن روحانی: درباره حادثه زاریا تحقیق می‌کنیم»؛ «۳۵ شهید در حمله ارتش نیجریه به شیعیان زاریا».
  16. ↑ «تسلیت آیت الله العظمی وحید خراسانی به شیخ زکزاکی».
  17. ↑ «دادگاه عالی نیجریه به دلایل واهی با آزادی شیخ زکزاکی مخالفت کرد».
  18. ↑ «دادگاه حکم آزادی فوری «شیخ زکزاکی» را صادر کرد»
  19. ↑ «افشاگری‌های شیخ زکزاکی»، ص۸.
  20. ↑ «شیخ زکزاکی عربستان را عامل کشتار شیعیان نیجریه دانست».
  21. ↑ «‏‏امام خمینی منادی حق و احیاگر تفکر دینی‏»، ص۲۶؛ «شیخ ابراهیم زکزاکی؛ رهبری که باعث گرویدن میلیون‌ها آفریقایی به مکتب اهل بیت شد»، ص۱۲.
  22. ↑ «ادامه کشتار شیعیان در نیجریه»، ص۱۵.
  23. ↑ «اربعین شهدای نیجریه در قم برگزار شد».
  24. ↑ «ادامه اعتراضات علیه کشتار شیعیان نیجریه در امریکا، استرالیا، سوئد و ترکیه»؛ «استانبول صحنه تظاهرات گسترده در حمایت از رهبر شیعیان نیجریه شد».
  25. ↑ «تسلیت آیت الله العظمی وحید خراسانی به شیخ زکزاکی».
  26. ↑ «دیدار رئیس و مسئولان قوه قضائیه با رهبر انقلاب».
  27. ↑ «بیانات در دیدار مسئولان نظام و میهمانان کنفرانس وحدت اسلامی».
  28. ↑ «بیانات در دیدار مسئولان نظام و میهمانان کنفرانس وحدت اسلامی».
  29. ↑ «ادامه اعتراضات علیه کشتار شیعیان نیجریه در امریکا، استرالیا، سوئد و ترکیه».
  30. ↑ «گزارش نیوزویک از شیخ زکزاکی قدرتمندترین روحانی شیعه در نیجریه»؛ «رئیس جمهور نیجریه خطاب به حسن روحانی: درباره حادثه زاریا تحقیق می‌کنیم».
  31. ↑ «گزارش نیوزویک از شیخ زکزاکی قدرتمندترین روحانی شیعه در نیجریه».
  32. ↑ «شمار شهدای شیعیان عزادار اربعین حسینی در نیجریه به ۴۲ نفر رسید.»
  33. ↑ «افزایش تعداد تلفات راهپیمایی مسالمت‌آمیز نیجریه به ۱۱ شهید + تصاویر»
  34. ↑ شیخ زکزاکی آزاد شد، خبرگزاری ابنا.

سرچينې

  • «۳۵ شهید در حمله ارتش نیجریه به شیعیان زاریا»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۲۳ آذر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «ادامه اعتراضات علیه کشتار شیعیان نیجریه در امریکا، استرالیا، سوئد و ترکیه»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۱ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «ادامه کشتار شیعیان در نیجریه»، در روزنامه وطن امروز، ۲۶ آذر ۱۳۹۴ش.
  • «اربعین شهدای نیجریه در قم برگزار شد»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۳ بهمن ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «ارتحال والده شیخ ابراهیم زکزاکی/ حضور گسترده مسلمانان در مراسم تشییع والده رهبر شیعی نیجریه + تصاویر»، وب‌گاه خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۲۸ آبان ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «استانبول صحنه تظاهرات گسترده در حمایت از رهبر شیعیان نیجریه شد»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۲۴ دی ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «افزایش تعداد تلفات راهپیمایی مسالمت‌آمیز نیجریه به ۱۱ شهید + تصاویر»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۱ مرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ مشاهده: ۲ مرداد ۱۳۹۸ش.
  • «افشاگری‌های شیخ زکزاکی»، در روزنامه سیاست روز، ۲۵ دی ۱۳۹۶ش.
  • «امام خمینی منادی حق و احیاگر تفکر دینی»، میزگرد در گفتگو با استاد شیخ ابراهیم زاکزاکی، دکتر مخلص جده، استاد مکی قاسم بغدادی، در فصلنامه حضور، ش۸، پاییز ۱۳۷۳ش.
  • «بازداشت شیخ زکزاکی و کشتار شیعیان عزادار در نیجریه+تصاویر»، وب‌گاه مشرق، تاریخ درج مطلب: ۲۲ آذر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «بازگشت دیرهنگام پرونده شیخ زکزاکی به کانون توجهات بین المللی»، در روزنامه جوان، ش۵۴۶۵، ۲۰ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • «بیانات در دیدار مسئولان نظام و میهمانان کنفرانس وحدت اسلامی»، وب‌گاه حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۸ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «پدرم ۱۲ میلیون نفر را به مذهب شیعه دعوت کرد»، در روزنامه شرق، ۱۶ آبان ۱۳۹۵ش.
  • «تسلیت آیت الله العظمی وحید خراسانی به شیخ زکزاکی»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۱۳ مرداد ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «جنبش شیعیان نیجریه ، از شکلگیری تا کشتار زاریا»، وب‌گاه الوقت، تاریخ درج مطلب: ۲۲ بهمن ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «چهار دهه مجاهدت برای تبلیغ اندیشه‌های امام در نیجریه»، روزنامه خراسان، شماره ۱۸۹۰۸، ۲۶ بهمن ۱۳۹۳ش.
  • «دادگاه عالی نیجریه به دلایل واهی با آزادی شیخ زکزاکی مخالفت کرد»، وب‌گاه روزنامه اطلاعات، تاریخ درج مطلب: ۱۱ شهریور ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «دیدار رئیس و مسئولان قوه قضائیه با رهبر انقلاب»، وب‌گاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۱۲ تیر ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «رئیس‌جمهور نیجریه خطاب به حسن روحانی: درباره حادثه زاریا تحقیق می‌کنیم»، وب‌گاه خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۹ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «شیخ ابراهیم زکزاکی؛ رهبری که باعث گرویدن میلیون‌ها آفریقایی به مکتب اهل بیت شد»، روزنامه خراسان، شماره ۱۸۹۰۸، ۲۶ بهمن ۱۳۹۳ش.
  • «شیخ زکزاکی عربستان را عامل کشتار شیعیان نیجریه دانست»، در خبرگزاری ایرنا، تاریخ درج مطلب، ۷ اردیبهشت ۱۳۹۷، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «گزارش نیوزویک از شیخ زکزاکی قدرتمندترین روحانی شیعه در نیجریه»، وب‌گاه خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۲۷ آذر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «گفت و گوی منتشر نشده با شیخ ابرهیم زکزاکی/رهبری که به تاسی از او میلیون ها آفریقایی شیعه شدند»، وب‌گاه شمس توس، تاریخ درج مطلب: ۲۴ آذر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۵ آبان ۱۳۹۷ش.
  • گفی، کانر، «LEADER OF NIGERIAN SHIITE MUSLIMS ARRESTED AFTER DEADLY CLASHES WITH ARMY»، وب‌گاه نیوزویک، تاریخ درج مطلب: ۱۴ دسامبر ۲۰۱۵م، تاریخ بازدید: ۴ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «شمار شهدای شیعیان عزادار اربعین حسینی در نیجریه به ۴۲ نفر رسید»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۹ آبان ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۲ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «دادگاه حکم آزادی فوری «شیخ زکزاکی» را صادر کرد»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۱۱ آذر ۱۳۹۵ش، تاریخ بازید: ۱۴ آبان ۱۳۹۷ش.

بهرنۍ لینک