حسین وحید خراساني

د wikishia لخوا
حسین وحید خراساني

حسین وحید خراساني (زوکړه ۱۳۰۰ ل) د شیعه د تقلید یو مرجع چې په قم کې استوګن دی. هغه د سید ابوالقاسم خویي له شاګردانو او د قم د علمیه حوزې د فقې او اصولو له استادانو دی. وحید خراساني خپل حوزوي تعلیم په نیشابور، مشهد او نجف کې حاصل کړی. د هغه د خارج درس ټولګی د قم د علمیه حوزې یو مشهور ټولګی ګڼل کیږی.

هغه د طلابو له خوا د فلسفې د زده کړې له مخالفانو دی او عقیده لري چې قرآن او روایتونه د انسان د ضرورت ټول معارف لري. پر شرایع الاسلام شرحه، پر کفایې لمن لیک او پر مکاسب محرمه کتاب لمن لیک د هغه له تالیفاتو دي.

تعلیم او استادان

حسین وحید خراساني، د ۱۳۰۰ ل کال د وري په لومړي نېټه ( د ۱۳۳۹ ق کال د رجب په ۱۱) په نېشابور کې پېدا شو.[۱] د ادبیاتو د پړاو له تعلیمه وروسته یې د سطحې پړاو سبقونه له محمد نهاوندي زده کړا. بیا یې د میرزا مهدي اصفهاني او میرزا مهدي آشتیاني د فقې په خارج درس کې برخه واخیسته.[۲]

وحید خراساني فلسفه له میرزا ابوالقاسم الهي او میرزا مهدي اشتیاني زده کړه.[۳] هغه په ۱۳۲۷ ل کال کې په ری ښار کې له سید محمد حجت کوه کمري سره له علمي خبرو اترو وروسته، له هغه د اجتهاد اجازه واخیسته.[۴] هغه په ۲۷ کلنۍ کې نجف ته لاړ او د سید عبد الهادي شیرازي، سید محسن حکیم او په تېره بیا سید ابوالقاسم خویی په درسونو کې یې برخه واخیسته.[۵]

په قم کې استوګنه او تدریس

حسین وحید خراساني په ۱۳۹۰ ق کال کې ایران ته ستون شو. اول یې د مشهد د طلابو او علماوو په ټينګار هلته یو کال تدریس وکړه او بیا د حوزوي علومو د تدریس لپاره قم ته لاړ.[۶]

د وحید خراساني د خارج فقه او خارج اصولو درسونو ټولګې په قم علمیه حوزې کې له هغو درسي ټولګو څخه دي چې ډېره زیاته ګڼه وي پکې.[۷]

شاګردان

د ایت الله حسین وحید خراساني د تدریس په اوږدو کلونو کې ډېرو عالمانو د هغه له درسه ګټه پورته کړې منجمله:

مرجعیت

په ۱۳۷۳ ل کال کې د وخت د تقلید د مرجع محمد علي اراکي له وفاته وروسته د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولګې اوه تنه د هغو کسانو په توګه معرفي کړل چې تقلید یې جایز دی چې وحید خراساني هم یو له هغو څخه و.[۱۰]

د قم په اعظم جومات کې د ایت الله وحید خراساني د خارج درس

تالیفات

د وحید خراساني د وبپاڼې په حواله د هغه ځینې کتابونه دا دي: توضیح المسائل، احکام مهاجران، حلقه وصل رسالت و امامت، آشنایی با اصول دین، مناسک حج، به یاد اول مظلوم روزگار، ریحانه رسول‌الله، به یاد آن که مذهب حق یادگار اوست، به یاد بضعه خاتم الانبیاء در طوس حضرت شمس الشموس و به یاد آخرین خلیفه او حجت پروردگار.[۱۱]

پر شرائع الاسلام شرحه، پر کفایې لمن لیک او پر مکاسب محرمه کتاب لمن لیک او په عروة الوثقی لمن لیک د هغه له نور تالیفاتو څخه دي.[۱۲]

د شعائر فاطمیه اقامه کول

د ایت الله تبریزي او ایت الله وحید فاطمیه عزا

په سید محمد حسین فضل الله پورې منسوب د یو غږ له خپرېدو وروسته چې پکې د حضرت زهرا(س) د شهادت د ځینو حدیثونو سند ستونزمن ګڼي، میرزا جواد تبریزي په یوې خپرې کړې بیانیې کې د حضرت زهرا(س) د شهادت په کلیزه کې د لاریون جوړولو غوښتنه وکړه. حسین وحید خراساني، لطف الله صافي ګلپایګاني او محمد فاضل لنکراني هم په دغه لاریون کې ګډون وکړ. له هغه وروسته دا دستورې هرکال ترسره کیږي.[۱۳]

لیدتوګې او اندونه

د ایت الله وحید خراساني د یو شاګرد علوي بروجردي په وینا، د هغه ځینې افکار په دې ډول دي:

  • د حوزو (دیني مدرسو) خپلواکي او په هیڅ کس یا شخصیت پورې یې نه پییلتیا
  • د شیعیانو او اهل سنتو د منطقي تعامل ضرورت
  • د کفارو د حملې په وړاندې له اهل سنتو د شیعیانو د دفاع واجبوالی
  • له نظام سره په مقابله کې او د نظام د کمزورې کولو په لړ کې د عمل کولو حراموالی.[۱۴]

له فلسفې سره مخالفت

د علوي بروجردي په قول سره له دې چې هغه په فلسفې او عرفان ښه پوه دی[۱۵] خو فلسفه یو بې ګټې علم ګڼي او د هغې د زده کړې مخالف دی.[۱۶] د هغه په وینا قرآن او د اهل بیتو روایتونو د انسان د ضرورت ټول معارف هغه ته ورکړې دي.[۱۷] هغه د دیني علومو طلابو ته سپارښتنه کوي چې په فلسفې د بوختېدو په ځای قرآن او روایتونو ته مخه کړي.[۱۸]

د حضرت فاطمه د شهادت د ورځې د رخصتۍ غوښتنه

وحید خراساني په ۱۳۷۹ ل کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید محمد خاتمي سره په کتنه کې، له هغه وغوښتل چې د حضرت فاطمه(س) د شهادت ورځ عامه رخصتي اعلان کړي.[۱۹]

وحید خراساني

دغه وړاندیز د خاتمي په موافقې سره د دولت په کابینه کې مطرح او بل یې د تصویب لپاره اسلامي شورا ته واستول شو.[۲۰] په اسلامي شورا کې د دغه بل په تصویبېدو سره د حضرت فاطمه زهرا(س) د شهادت ورځ په ایران کې عمومي رخصتي اعلان شوه.[۲۱]

نورو ته د اجتهاد د اجازې نه ورکول

وحید خراساني ته د ځینو مطالبو له انتسابه وروسته، هغه په ځینو جوتو ځوابونو کې وویل چې چاته یې د شفاهي اجتهاد اجازه نه ده ورکړې او سپارښتنه یې نه ده کړې چې عملیه رساله چاپ کړي.[۲۲]

د حضرت عباس(ع) د څېرې له ښودلو سره مخالفت

حسین وحید خراساني په ۱۳۸۹ ل کال کې د علمیه حوزې د یو شمېر مبلغانو په ټول کې د مختارنامه په سیریل کې د حضرت ابوالفضل د څېرې د ښودلو په فیصلې سخته نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که دغه فیصله عملي شي، هرڅه چې پېښ شي او هر څه چې ووایو معذور به یو.[۲۳] هغه همداراز په رستاخیز نومې سینمایي فلم کې د حضرت ابوالفضل په شمول په کربلا کې د ځینو مذهبي شخصیتونو د څېرې د ښودلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، دغه کار جایز ونه ګاڼه.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  2. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  3. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  4. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  5. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  6. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  7. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  8. «شب‌زنده‌دار کیست؟»، خبرگزاری فارس.
  9. «زندگی‌نامه حضرت حجه الاسلام والمسلمین سید محمد رضا مدرسی یزدی»، سایت جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  10. وبگاه جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، «بیانیه مهم درباره مرجعیت پس از رحلت حضرت آیت‌الله العظمی اراکی»، وبگاه جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  11. «آثار و تألیفات»، وبگاه دفتر حضرت آیت‌الله وحید خراسانی.
  12. «زندگی‌نامه آیت‌الله العظمی وحید خراسانی»، وبگاه مؤسسه جهانی سبطین.
  13. پایان فقیه فتواهای جنجالی، پایگاه خبری فرارو.
  14. سیدمحمدجواد علوی بروجردی، مصاحبه با شیعه نیوز، ۶ خرداد ۱۳۹۹
  15. سید محمد جواد علوی بروجردی، مصاحبه با شیعه نیوز، ۶ خرداد ۱۳۹۹
  16. «آیت‌الله العظمی وحید خراسانی و نقد فلسفه و عرفان»، سایت مرجع ما.
  17. «آیت‌الله وحید خراسانی: عاشق فلسفه بودم»، وبگاه تابناک.
  18. «آیت‌الله وحید خراسانی: عاشق فلسفه بودم»، وبگاه تابناک.
  19. «ماجرای تعطیل شدن روز شهادت حضرت زهرا»، وبگاه مشرق‌نیوز.
  20. «ناگفته‌های تصویب تعطیلی سالروز شهادت حضرت زهرا»، وبگاه شیعه‌نیوز.
  21. «ناگفته‌های تصویب تعطیلی سالروز شهادت حضرت زهرا»، وبگاه شیعه‌نیوز.
  22. «ابداً به کسی اجازه اجتهاد شفاهی ندادم و سفارش نکردم کسی رساله عملیه چاپ کند»، وبگاه شبکه اجتهاد.
  23. «هشدار و تهدید شدیداللحن آیت‌الله وحید خراسانی در مورد نمایش چهره حضرت ابوالفضل در سریال مختار»، وبگاه خبرآنلاین.
  24. «اطلاعیه آیت‌الله وحید خراسانی درباره فیلم رستاخیز»، وبگاه مشرق‌نیوز.

سرچينې

بهرنۍ لینک