اجل

د wikishia لخوا

أَجَل د هر یو شي پای او د انسان د مرګ د وخت په معنا دی. د اجل ټکی او مشتقات یې ۵۶ ځله په مختلفو موضوګانو کې په قرآن کې کارول شوی دي. د مثال په توګه راغلي دي چې هر یو امت یو ټاکل اجلی لري چې کمیږي یا زیاتیږي نه.

د ځینو مفسرانو په عقیده، د قرآن د ایتونو مطابق، انسان دوه ډوله اجل لري: یو اجل مُسَمّیٰ یا د مرګ حتمي او قطعي وخت او بل مُعَلَّق اجل یا د مرګ بدلېدونکی وخت.

د اسلامي کلام په بحثونو کې د جبر او اختیار په مساله کې د اجل هم بحث شوی دی.

مفهوم او مقام

د هر یو شي د وخت پړاو یا یې د زماني پړاو اخر ته اجل ویل کیږي؛[۱] دا ټکی د انسان په اړه د ژوند د پای ته رسېدلو د وخت یعنې د هغه د مرګ د وخت په معنا دی.[۲]

د اجل ټکی او مشتقات یې په ۵۶ ځله په قرآن کریم کې په مختلفو زمینو کې استعمال شوی دي؛[۳] منجمله راغلي دي:

  • د اسمان او ځمکې پېداښت ټاکلی (مُسَمّیٰ) اجل لري او د هغوي عمر به له یو ټاکلي وخت وروسته ختم شي.[۴]
  • د لمر او سپوږمۍ څرخېدل تر یو ټاکلي اجله دي.[۵]
  • خدای تعالی د ګناهانو سزا تر یو ټاکلي وخته چې هماغه د مرګ یا قیامت وخت دی، ځنډوي.[۶]
  • د مور په خېټه کې د جنین پاتې کېدل یو ټاکلی وخت لري.[۷]
  • امتونه اجل لري او کله یې چې اجل راورسیږي نه لنډېږي او نه اوږدیږي.[۸]
  • خدای تعالی د هر انسان لپاره، یو معلوم عمر او ټاکلی اجل مقرر کړی دی.[۹]

د اجل قسمونه

همداراز وګورئ: اجل مسمی او اجل معلق

ځینې مفسران د انعام سورې د دوهم ایت په اساس (هُوَ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضىَ أَجَلًا وَ أَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ»؛ هغه، هغه ذات دی چې تاسو یې له خټې وپنځولئ؛ بیا یې یو اجل وټاکه او معلوم اجل د هغه په نزد دی)، وایي چې انسان دوه اجله لري: یو مسمی اجل او بل معلق اجل.[۱۰]

اجل مسمی، د انسان د مرګ حتمي او نه بدلیدونکی وخت دی چې یوازې خدای ترې خبر دی. معلق اجل د انسان د مرګ طبیعي وخت دی چې ممکنه ده بدلون ومومي.[۱۱] سید محمد حسین طباطبایي د دغه دوو اجلونو په وضاحت کې لیکلي دي:معلق اجل د هر انسان د بدني شرایطو په اساس د هغه د مرګ وخت دی. مسمی اجل هغه دی چې د هغه سړي مرګ په حتمي توګه راورسیږي. د هغه په وینا ښایي یو انسان تر سلو کالو عمر وکړي چې دا د هغه معلق اجل دی؛ خو ممکنه ده د همدې سړي مرګ په یو سبب سره زر یا نور ناوخته شي او دا د هغه مسمی اجل دی.[۱۲]

اجل په علم کلام کې

مسلمان متکلمان د انسان د جبر او اختیار په مسایلو کې د اجل خبره هم کوي.[۱۳] وایي په لومړي ځل اشاعره په معتزله و د اعتراض لپاره چې په اختیار قایل دي، په اجل پورې اړوندو ایتونو استناد وکړ.[۱۴] هغوي وایي له دې امله چې دا آیتونه د هر یو شي اجل د خدای له لوري ټاکل شوی معرفي کوي، نو ټول کارونه باید د خدای وګڼو. د مثال په توګه د یو انسان په قتل کې قاتل له ځانه اختیار نه لري؛ ځکه چې د مقتول اجل (د مرګ وخت یې) خدای ټاکلی دی.[۱۵]

معتزله وایي: انسان غلط کارونه هم کوي او له دې امله چې د غلطو کارونو نسبت خدای ته نه شو ورکولی، باید هغه په خپله د هغه کارونه وګڼو.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ذیل واژه «اجل».
  2. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۱.
  3. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۱.
  4. روم، آیه ۸.
  5. رعد، آیه ۲.
  6. طه، آیه۱۲۹.
  7. حج، آیه ۵.
  8. اعراف، آیه ۳۴؛ یونس، آیه۴۹.
  9. انعام، ۲؛ زمر، ۴۲.
  10. بیات، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، ص۸.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۰.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۰.
  13. مجتهد شبستری، «اجل»، ص۶۱۴.
  14. مجتهد شبستری، «اجل»، ص۶۱۴.
  15. مجتهد شبستری، «اجل»، ص۶۱۴.
  16. مجتهد شبستری، «اجل»، ص۶۱۴.

سرچينې

  • قرآن.
  • ابوطالبی، «اجل»، دایرةالمعارف قرآن کریم، ج۱، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • بیات، محمدحسین، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، سراج منیر، ش۲۲، ۱۳۹۵ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامىِ جامعه مدرسين حوزه علميه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران،‌ دارالکتب اسلامیه، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
  • مجتهد شبستری، محمد، «اجل»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۲، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.

بهرنۍ لینکونه