اجل مسمی

د wikishia لخوا

اَجَل مُسَمَّی یوه قرآني اصطلاح ده چې معنا یې ده د یو شي ټاکلې او حتمي پای او انجام. اجل مسمي د اجل مُعَلَّق په مقابل کې راځي چې د هغه شي پای او ختمېدو ته وایي چې ممکنه ده کم او زیات شي.

په قرآن کې اجل مسمی د انسان لپاره استعمال شوی چې مفسرانو د دې په اړه مختلف نظرونه وړاندې کړې دي؛ منجمله ویلي یې دي: له اجل مسمي مطلب، د انسان د مرګ قطعي او ارو مرو وخت دی. همداراز د ځینو په باور اجل مسمي هماغه د آخرت نړۍ ده.

مفهوم پېژندنه

اصلي مقاله : اجل

اَجَلِ مُسَمّیٰ له دوو ټکو اَجَل او مُسَمّیٰ جوړ شوی دی: اجل د یو شي زماني پړاو یا یې د زماني پړاو پای او اخر ته ویل کیږي؛[۱] مسمي هم د ټاکلي او معین په معنا دی.[۲]

په قرآن کې اجل کله د «مُسَمّیٰ» په قید سره استعمال شوی چې مفسران ورته اجل مسمی وایي او کله بې قیده راغلی چې په ځینو مواردو لکه د انعام سورې په دوهم ایت کې هغه د اجل غیر مسمی، غیر حتمي قضا او اجل معلق په نومونو یاد شوی دی.[۳]

مختلف تفسیرونه

اجل مسمی یوه قرآني اصطلاح ده او په قرآن کې په مختلفو برخو کې یوویشت ځله استعمال شوې ده.[۴] د مثال په توګه د بقرې سورې په ۲۸۲ ایت کې د قرض په اړه کارول شوې چې معنا یې ده د دغه کار لپاره د معلوم وخت ټاکل.[۵]

په قرآن کې اجل مسمی ټکی د انسان په باره کې د انعام سورې په دوهم ایت کې استعمال شوی دی:«هُوَ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضىَ أَجَلًا وَ أَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ» ( او هغه، هغه څوک دی چې تاسو یې له خټې وپنځولئ؛ بیا یې ټاکلی اجل مقرر کړ او ټاکلی اجل د هغه په نزد دی)

  • په دغه شان ایتونو کې د اجل مسمی په اړه مفسرانو مختلف نظرونه خپل کړې دي:[۶]
  • یوه ډله وایي چې مطلب ترې، د انسان د ژوند د مرګ له وخت د قیامت تر پېلیدو پورې زماني پړاو دی؛ د دې په مقابل کې په دې دنیا کې د انسان د ژوند پړاو دی چې غیر مسمی اجل دی.[۷]
  • ځینې کسان اجل مسمی هماغه د اخرت نړۍ ګڼي.[۸]
  • د ځینو نظر بیا دا دی چې له اجل مسمی مطلب د هغه انسانانو د عمر پای دی چې لا ژوندي دي؛ د هغو کسانو د عمر د پای په مقابل کې چې مړه شوې دي.[۹]
  • ځینې باوري دي چې اجل مسمی د انسان د مرګ په معنا دی.[۱۰]
  • د علامه طباطبایي په باور اجل مسمی او اجل غیر مسمی (معلق) دواړه د انسان د ژوند د ختمېدو د وخت په معنا دي؛ په دې تفاوت سره چې اجل مسمی هغه وخت دی چې انسان قطعا په هغه وخت کې مري او یوازې خدای له دغه وخته خبر دی؛ خو اجل معلق د انسان د جسمي شرایطو په اساس د هغه د مرګ وخت دی چې ممکنه ده بهرنیو عواملو ته په پام سره کم او زیات شي.[۱۱]

له اجل مُعَلَّق سره فرق

همداراز وګورئ: اجل معلق

د علامه طباطبایی، په باور د اجل مسمی او اجل معلق فرق دا دی چې اجل مسمی حتمی دی او پکې بداء( بدلون) نه راځي؛ خو په اجل معلق کې بداء راتللی شی. په بله ژبه، په اجل مسمی کې دعا، صدقه او هر کار چې په اجل معلق کې اغېز لري، هیڅ تاثیر نه لري.[۱۲] همداراز د قرآن د ایتونو په تېره بیا د انعام سورې د دوهم ایت له مخې چې اجل مسمی د خدای په نزد ګڼي، نتیجه یې اخستې چې د اجل مسمی وخت یوازې خدای ته معلوم دی.[۱۳]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ذیل واژه «اجل».
  2. قرشی، قاموس قرآن، ذیل واژه «اسم».
  3. بیات، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، ص۸.
  4. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۴۱۰
  5. مکارم، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۸۳.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۳و۴۲۴.
  7. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۳.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۴.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۴.
  10. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۴.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۹و۱۰.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۹.
  13. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۸.

سرچينې

  • بیات، محمدحسین، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، سراج منیر، ش۲۲، ۱۳۹۵ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامىِ جامعه مدرسين حوزه علميه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۳ش.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران،‌ دارالکتب اسلامیه، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.