اجل معلق

د wikishia لخوا

اَجَل مُعَلّقْ، د انسان د مرګ نه ټاکل شوی او د بدلېدو وړ وخت چې د اجل مُسَمّیٰ (د انسان د مرګ حتمي وخت) په مقابل کې راځي. د علامه طباطبایی په وینا، اجل معلق د هر انسان د بدني شرایطو په اساس د هغه د مرګ وخت دی چې ممکنه ده د بهرنيو اسبابو په وجه زر یا په ځنډ سره راشي.

مفسرانو د قرآن د ځینو ایتونو په ذېل منجمله د انعام سورې د دوهم ایت د دغه برخې «ثُمَّ قَضىَ أَجَلًا وَ أَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ» په ذیل کې د اجل معلق او اجل مسمي جاجونه کړې ده.

د اسلامي تعلیماتو په اساس، ځینې چارې لکه صدقه، صله رحم، له ګاونډیانو سره ښه سلوک، د ګناه پرېښودل او د امام حسین(ع) زیارت د انسان مرګ ځنډوي. د دې په مقابل کې د ځینو کارونو کول لکه زنا، د مور او پلار ځورول، دروغ قسم او خپلوانو سره د اړیکو غوڅول د عمر د لنډېدو سبب کیږی.

مفهوم پېژندنه

اصلي مقاله: اجل

په عربۍ ژبه کې د هر یو شي زماني پړاو یا یې د پړاو اخر ته «اجل»وایي.[۱] اجل چې کله د انسان په اړه کارول کیږي، د ژوند د ختمېدو د وخت یا هماغه د مرګ د وخت په معنا دی.[۲] په قرآن کې د انسان لپاره د دوو ډوله اجلونو خبره شوې ده: یو د «مسمی» په قید سره او بل بې له قیده چې مفسران هغه ته اجل غیر مسمی، یعنې غیر حتمي قضا[۳] او اجل معلق وایي.[۴]

د علامه طباطبایي په وینا، اجل مسمی، د انسان د مرګ نه بدلیدونکی او حتمي وخت دی چې یوازې خدای له دغه وخته خبر دی. د دې په مقابل کې ا جل معلق، د انسان د مرګ د طبیعي وخت په معنا دی چې پکې د بدلون امکان شته دی.[۵] د هغه په باور، معلق اجل د انسان د بدني شرایطو په اساس د هغه د مرګ وخت دی؛ یعنی یو کس چې د بدني شرایطو او حالاتو په اساس مثلا سل کاله عمر کولی شي د هغه معلق اجل (یعنې د مرګ وخت یې) په سل کلنۍ کې دی؛ خو ممکنه ده د ځینو عواملو په وجه د همدغه کس مرګ زر یا ناوخته وشي او دا د هغه اجل مسمی دی.[۶]

همداراز وګورئ: اجل مسمی

د معلق اجل د مسالې د جوړېدو سرچینه

د اجل معلق او اجل مسمي په اړه بحثونه د قرآن د ایتونو منجمله د انعام سورې د دوهم ایت په ذیل کې رامینځته شوي دي[۷] چې پکې د انسان لپاره د دوو اجلونو خبره شوې ده:«هُوَ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضىَ أَجَلًا وَ أَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ» ( هغه هغه ذات دی چې تاسو یې له خټې وپنځولئ؛ بیا یې یو اجل مقرر کړ او ټاکل شوی اجل د هغه په نزد دی.)

د دغه ایت له مخې ځینو مفسرانو ویلي چې: د انسان لپاره دوه اجله دي یو حتمي او امرو مرو او بل غیر حتمي:[۸] لومړی هماغه مسمی اجل دی چې په همدې نوم په ایت کې راغلی دی او دوهم ته د اجل معلق نوم ورکړی دی.[۹]

البته په ایت کې د دغه دوه ډوله ذکر شویو اجلونو په اړه نور تفسیرونه هم شته دي.[۱۰] د مثال په توګه ویل شوي چې: په ایت کې د اجل مسمی مطلب، له مرګه د قیامت تر پېله پورې د انسان د ژوند دوره ده او له غیر مسمی مطلب، په دنیا کې د انسان د ژوند زماني پړاو دی.[۱۱] همداراز ویل شوي چې: له اجل مسمی مطلب د هغو انسانانو د عمر پای دی چې لا ژوندي دي؛ د یو بل اجل په مقابل کې چې د هغو کسانو د عمر پای دی چې مړه شوې دي.[۱۲]

پر اجل معلق اغېزمن عوامل

د قرآن د ایتونو او حدیثونو له مخې د ځینو کارونو کول، د معلق اجل د ځنډېدو یا رامخکې کېدو سبب کیږي.[۱۳] سید محمد حسین طباطبایي د نوح سورې د دریم او څلورم ایت په استناد، لیکلی دي: د خدای عبادت، تقوا او د پېغمبر اطاعت، مرګ ځنډوي.[۱۴]

شیخ طوسي له امام صادق(ع) نقل کړې چې« هغه کسان چې د خپلو ګناهانو په وجه مړه کیږي، تر هغو کسانو زیات دي چې په طبیعي مرګ مري او کوم کسان چې د نیکیو په وجه یې عمرونه اوږدیږي، تر هغو کسانو زیات دي چې په طبیعي توګه یې عمر زیات دی»[۱۵]

په اسلامي روایتونو کې څو څیزونه لکه صدقه، صله رحم، له ګاونډیانو سره ښه سلوک، د ګناه پرېښودل، د امام حسین(ع) زیارت، زیات شکر اېستل او له هر لمانځه وروسته د توحید سورې قرائت له معلق اجل ځنډوي.[۱۶] همداراز د ځینو ګناهونو کول لکه زنا، د مور او پلار ځورول، دروغ قسم او له خپلوانو سره د اړیکو غوڅول اجل معلق رامخکې کوي.[۱۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ذیل واژه «اجل».
  2. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۱.
  3. بیات، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، ص۸.
  4. وګوزئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۹ و ج۱۲، ص۳۰.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۰.
  6. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۱۰.
  7. د بېلګه په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۳و۴۲۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۸تا۱۰.
  8. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۹؛
  9. نگاه کنید به طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۹؛
  10. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۳و۴۲۴.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۳.
  12. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۴۲۴.
  13. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۳.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸.
  15. شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۰۵.
  16. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۳.
  17. ابوطالبی، «اجل»، ص۱۶۳و۱۶۴.

سرچينې

  • ابوطالبی، «اجل»، دایرةالمعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • بیات، محمدحسین، «اجل معلق و اجل مسمی از منظر آیات و تجلی آن در روایات»، سراج منیر، ش۲۲، ۱۳۹۵ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، تصحیح:‌ مؤسسه البعثه، الامالی، قم،‌ دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • قرشی، علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب اسلامیه، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.