بداء

د wikishia لخوا

بَداء، د خدای له خوا د یو څه شي څرګندیدل دي، بې له هغه څه چې بندګانو ترې تمه لرله. بداء د شیعه مذهب ځانګړی عقیده ګڼل کیږي. د امامیه عالمانو له نظره، بداء په تکویني چارو کې داسې ده چې په تشریعي چارو کې نسخ. بداء د شیعو په عقایدو کې ځانګړی مقام لري؛ تر دې حده چې د شیعو په روایتونو کې په هغې باندې عقیده لرل د شیعو له ټولو ارزښتمنه عقیده ګڼل شوې ده.

ځینې اهل سنتو عالمانو، د شیعو په بداء باندې د عقیدې لازمه دا ګڼلی چې خدای جاهل وي او یا ورته پښيماني راځي. د هغوي له نظره بداء په دې معنې ده چې خدای پاک په یو څیز باندې علم لري او بیا ورته د هغه څه چې علم یې ورباندې درلوده خلاف څرګند شي. د دې په مقابله کې شیعه عالمان، په خپله عقیده د بداء دا معنا ردوي او د شیعو د امامانو په روایتونو سره دلیل راوړي چې د داسې معنې خدای ته نسبت ورکول کفر دی. هغوي وايي چې خدای پاک ته د بداء نسبت ورکول په دې معنې دی چې هغه په خپل قدرت او اختیار سره، هغه څه محو کوي چې انتظار یې و او یو نوی امر ثابتوي او هغه په دواړو پيښو خبر دی.

په روایتونو کې، په بداء باندې د باور لرلو لپاره ځینې آثار ذکر شوي لکه د مومنانو په زړه کې هیله جوړیدل، ځینې عملونو ته هڅول لکه دعا او توسل او دا عقیده مزبوتیدل چې خدای توبه قبلوي او ګناهونه معافوي.

مفهو پيژندنه او مقام

«بِداء» یوه داسې اصطلاح ده چې په د کلام په علم کې، د خدای له خوا د څیز څرګندیدل دي، د هغه څه په خلاف چې څرګند وو. په حقیقت کې، په بداء کې، خدای پاک لومړۍ څیز محو کوي او دوم کوي او البته په دواړو پیښو باندې علم لري.[۱] د شیخ مفید په بیان سره، بداء د خدای له خوا د داسې څیز څرګندیدل دي، چې د هغه څه په خلاف وي چې د عادت مطابق ترې د خلکو تمه وي.[۲]

بداء د شیعو له ځانګړو عقیدو ګڼل شوې ده.[۳]

نسخ سره د بداء نسبت

میرداماد په خپل کتاب نبراس الضّیاء کې ویلي دي بداء په تکویني څیزونو کې داسې ده لکه په احکامو کې نسخ.[۴] محمد حسین کاشف الغطاء په خپل کتاب اصل الشیعه و اصولها کې وايي: لکه څه رنګ چې خدای پاک د ځینې مصلحتونو له سببه یو شرعي حکم نسخ کوي او یو بل حکم وضع کوي، په عالم تکوین کې هم یو تکویني حقیقت اراده کوي او څرګندوي او کیدی شي چې یوه مقربه فرښته یا یو پيغمبر په راتلونکي وخت کې د هغه پیښې له کیدو خبر کړي او هغه پيغمبر هم خپل امت د هغه پيښې په هکله خبر ورکړي؛ خو وروسته د ځینې مصلحتونو او لاملونو له سببه چې څوک ترې خبر نه دي، هغه پيښه نه پيښيږي یا یوه بله پيښه پيښيږي او همدې ته بداء وايي.[۵]

نو دې ته په پام ويلی شو چې په احاديثو کې بداء، هم تکویني چارو ته شاملیږي، لکه د يو چا د مرګ د خپلولۍ د ساتلو له امله ځنډول او يا د ګناه له امله د چا په مړينه کې بیړه کول او هم تشریعي کارونو ته شاملیږي لکه د پخوانيو دينونو نسخ کول یا ځینې احکام لکه د قبلې بدلون.[۶]

د شیعو په نږد د بداء اهمیت

بداء په شیعه عقایدو کې ځانګړی ځای لري.[۷] د جعفر سبحاني په وینا، د شیعو په منځ کې ډېر داسې کم کتابونه او کلامي او فلسفي لیکنې شته چې په دې مسله یې بحث نه وي کړی او له همدې امله د شيعه عالمانو له خوا، په دې اړه ډېر کتابونه او اثار لیکل شوي دي.[۸] آقا بزګ تهراني په الذریعه کې شاوخوا ٢٥ کتابونه يا ليکلي اثار ذکر کړي دي چې د بداء د بحث په باره کې ليکل شوي دي.[۹]

په شیعه روایي سرچینو کې، د بداء اړوند روایتونه په خپلواکو فصلونو کې راټول شوي دي. د بېلګې په توګه، کليني په الکافي کتاب کې، د «باب البداء» په عنوان سره د بداء روایتونو لپاره یو خپلواک فصل خاص کړی او په دې فصل کې یې 16 روایتونه راټول کړي دي.[۱۰] شیخ صدوق هم په التوحيد كتاب كې د بداء د مسئلې لپاره یو باب خاص کړی دی او 11 حدیثونه یې په دې باب راغونډ كړي دي.[۱۱] علامه مجلسي په خپل كتاب بحار الانوار كې په دې باب ۷۰ روايتونه راوړي دي. او سربېره په هغه روایتونو چې د بداء په هکله راغلي دي د بداء ټکی یې هم راوړی دی. ځینې روایتونه يې د دعا د قبلیدو او د صدقې د ارزښت په اړه د دې باب لاندې راوړي دي. چې د بداء د ثابتولو لپاره ورسره دلیل راوړی شي.[۱۲]

بداء له هغو مسايلو څخه ده، چې په ځينو احاديثو کې ورباندې عقیده لرل هم مهم بلل شوي دي او سپارښتنه يې شوې ده. په هغه روایت کې چې زراره په دوو امامانو د امام باقر(ع) او یا امام صادق(ع)، کې له یو څخه نقل کړی دی، داسې راغلي دي: «مَا عُبِدَاللَّهُ بِشَيْ‌ءٍ مِثْلِ الْبَدَاءِ؛ هېچا هم د خدای پاک په بل څه سره دومره عبادت نه دی کړی لکه څومره چې یې د بداء په عقیدې لرلو سره کړی دی.»[۱۳] همدارنګه د هشام بن سالم په یوه روایت کې چې له امام صادق(ع) څخه نقل کړي دي: «مَا عُظِّمَ اللَّهُ بِمِثْلِ الْبدَاءِ؛ خدای بل هیڅ شي سره هم دومره لوی نه دی ګڼلی لکه څومره چې بداء سره.[۱۴]

د بداء په عقیده باندې انتقاد

ځينو لکه عبدالله بن احمد کعبي بلخي[۱۵] (وفات: ۳۱۹ هـ ق) د معتزلي مذهب مفسر او متکلم او فخر رازي[۱۶] په بداء باندې د شیعو عقیده، خدای ته د جهل نسبت ورکولو او د په علم او ارادې کې د بدلون راتللو سره سمه ګڼلې ده. او دا سبب شوی دی چې ځينو وهابي عالمان په اماميه باندې ملنډې ووهي.[۱۷] د دوي په نظر کې د اماميه په اند بداء په دې مانا ده چې يو څوک خپل یو نظر ولري او د هغه له مخې یو کار کول غواړي، بیا يې نظر بدل شي او په پایله کې د هغه د ترسره کولو هوډ هم بدل شي او دا له دې سببه کیږي چې هغه کس د هغه کار له مصلحته جاهل و یا د مخکیني عمل په کولو پښیمانه و او له هغه د ترسره کولو یې ترې انصراف کړی وي. (په داسې حال کې چې دا دواړه د خدای په هکله ناشوني دي).[۱۸]

په ځواب کې اماميه وايي چې د بداء دا مفکوره د انسان لپاره صحيح ده او خداى ته يې منسوبول د کفر سبب ګرځي.[۱۹] په هغو روايتونو کې چې له شيعه امامانو څخه راغلي دي، د بداء دغه مفکوره خداى ته منسوبول رد شوي دي.[۲۰] د بېلګې په توګه په ځینو احادیثو کې له امام صادق(ع) څخه روایت شوي دي:

  • «څوک چې دا فکر کوي چې خدای ته د پښیمانۍ له امله یو څه څرګند شوي دي هغه په ​​​​خدای کافر دی.»
  • «د خدای لپاره هیڅ شی نه څرګندیږي، مګر دا چې خدای ورباندې له مخکې خبر وي»[۲۱]
  • «د خدای لپاره، د جهل له امله هیڅ شی نه څرګندیږي.»[۲۲]

د بداء په هکله د اسلامي فرقو اختلاف لفظي دی

شیخ مفید په دې باور دی چې د «بداء» په مسئله کې د نورو اسلامي فرقو او امامیه ترمنځ لفظي اختلاف دی؛ ځکه چې هیڅ فرقه د دې معنې انکار نه کوي چې خدای دینونه او حکمونه تشریع کوي او بیا یې نسخ کوي، یا هغه څوک ژوندی کړی یې دی وژني، یا هغه څوک شته من کړی یې دی غریبوي.[۲۳] هغه باوري دی چې همدا چارې بداء دي چې په آیتونو او روایتونو کې يې يادونه شوې ده او هيڅ مسلمان يې انکار نه کوي.[۲۴] سيد محمد حسين طباطبايي هم دا شخړه لفظي ګڼي او په دې عقیده دی چې که په دې مسئله کې غور او ځیرتیا وشي نو اختلاف به پاتی نه شي او پخپله به شخړه له منځه لاړه شي.[۲۵]

د اهل سنتو په روایي سرچینو کې هم ځینې روایتونه نقل شوي دي چې په هغه کې هم د بداء مسئله واضح شوې ده[۲۶] او هم په کې د خپلولۍ ساتلو او د دعا قبلیدو روایتونه نقل شوي دي چې دا د بداء په مسئلې دلالت کوي.[۲۷]

آیا د بداء لازمه د خدای په علم کې بدلون راتلل دي؟

«إِنَّ لِلَّهِ عِلْمَیْنِ: عِلْمٌ مَکْنُونٌ مَخْزُونٌ لَا یَعْلَمُهُ إِلَّا هُوَ، مِنْ ذَلِکَ یَکُونُ الْبَدَاءُ و عِلْمٌ عَلَّمَهُ مَلَائِکَتَهُ وَ رُسُلَهُ وَ أَنْبِیَاءَهُ فَنَحْنُ نَعْلَمُهُ؛ د خدای لپاره دوه علمونه دي: یو هغه پټ علم دی چې بې خدایه ورباندې بل څوک نه دي خبر او بداء هم دې علم سره تړاو لري او بل هغه علم دی چې خپلو ملایکو او پیغمبرانو ته یې ښودلی دی او موږ هم پرې خبر یوو.»

* سرچينه: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، توګ۱، مخ۱۴۷.

د امامیه له نظره، خداى ته د بداء نستب ورکول، د خدای په علم او اراده کې د بدلون سبب نه کیږي.[۲۸] ځینې امامیه عالمان لکه علامه مجلسي او سید محمد حسین طباطبايي د رعد سوره 39 آیت په دلیل سره او همدارنګ د هغه روايتونو په دلیل سره چې د دې آيت لاندې د معصومینو(ع) څخه نقل شوي دي،[۲۹] په دې عقيده دي چې خدای پاک دوه لوحه جوړ کړي او هر څه چې په کائناتو کښې پېښيږي په هغو کښې يې ثبت کړي دي: يو هغه لوح محفوظ دی چې په کښې هيڅ بدلون نه راځي؛ او بل د محو او اثبات لوح دی، چې په هغه کې الله یو څه ثبتوي، بیا یې د یو کوم سبب له منځه وړي او بل څه ثبتوي، او هغه په ​​ټولو باندې خبر دی. د مثال په توګه، ممکنه ده چې خدای د هغه حکمت له مخې چې هغه ورباندې پوهیږي، د یو کس لپاره پنځوس کاله عمر ثبت کړې وي، او کله چې هغه کس د خپلولۍ پالنه وکړي یا صدقه ورکړي، نو د هغه پنځوس کاله عمر له منځه وړي او اوږد عمر یې ثبت کوي. د هغه پرځای، یا برعکس. اماميه په دې لوح کې راغلي بدلون ته بداء وايي، چې خداى پاک په کې هم په پخواني او هم په څرګند شوي دواړه څيزونو علم لري.[۳۰]

د قرآن مفسر او شیعه فيلسوف جوادي املي وايي چې بداء د خداى په ذاتي علم کې نه رامنځته کېږي؛ بلکه دا د خدای د فعلي علم کې رامنځته کیږي.[۳۱] د هغه په ​​​​وینا، ذاتي علم ازلي او ابدي دی او بدلون په کې نه راځي او فعلي علم، عین فعل، حادث او بدلون منونکی دی.[۳۲]

د بداء لازمه دا نه چې خدای ته د جهل نسبت ورکړی شي

ملا صالح مازندراني چې له امامیه علماوو څخه دی، وايي چې د خدای علم ازلي دی او هغه له پیل څخه پوهیده چې هغه به په یو ټاکلي وخت کې د هغه څیز د مصلحت د ختمیدو له امله هغه څیز له منځه وړي او یا کله چې د هغه څیز مصلحت بیرته راشي نو هغه به یې په خپل وخت کې پیدا کړي. او چا چې د دې خبرې په خلاف عقیده ولرله، د بېلګې په توګه، كه ووايي چې خداى نن په هغه څه پوه شو چې پخوا پرې نه پوهېده، نو هغه له خدایه كافر شوى دى.[۳۳]

د عبدالله جوادي املي په وینا، خدای له ازل څخه تر ابد پورې د شیانو په اړه شهودي علم لري او د پیښو په هر اړخیزه بدلون خبر دی او پوهیږي چې په هره مرحله کې به څه پیښیږي او څه به له مینځه ځي. نو د دې پر بنسټ د هغه لپاره بداء نشته؛ بلکه ابداء ده. يعنې هغه څه چې انسان ته څرګند نه دي، هغه ښکاره کوي او څرګندوي.[۳۴]

د بداء د پيښیدو تاریخي بیلګې

د بداء ځینې بیلګې چې د قرآن د آیتونو او روایتونو د راپور له مخې په تاریخ کې پيښې شوي دي په لاندې ډول دي:

  • د یونس سوره د ۹۸ آیت له مخې د یونس(ع) د قوم نافرماني د دې لامل شوه چې پر هغوی د خدای عذاب نازل شي او حضرت یونس(ع) هم هغه کسان چې د هدایت وړ نه وو او د عذاب مستحق یې ګڼل، هغوي یې پرېښودل. خو په خلکو کې يو عالم چې د عذاب نښې وليدې، هغوي يې راغونډ کړل او توبې ته يې وبلل. هغوي هم توبه وکړه او هغه عذاب چې علامې یې څرګندې وې، لرې شو.[۳۵]
  • د اعراف سوره د 142 آيت له مخې، حضرت موسى ته په لومړي ځل امر شوى و، چې خپل قوم د دېرشو ورځو لپاره پرېږدي او د خداى وعده شوي ځاى ته د الواحو اخستلو لپاره لاړ شي. خو بيا لس ورځې نورې هم وغځول شوې او د بني اسرائيلو د ازموينې په سبب په ميقات کې تر دېرشو ورځو زیات پاتې شو.[۳۷]
  • د امامیه په تاریخ کې د بداء په اړه له هغو پیښو څخه چې د بداء موضوع سره راغلي دي، یوه د امام صادق(ع) د مشر زوی اسماعیل مړینه ده[۳۸] او بله یې د امام هادي(ع) د مشر زوی محمد وفات دی،[۳۹] چې د شیعو د یوې ډلې په ګمان له امام صادق وروسته د هغې زوی اسماعیل او له امام هادي(ع) وروسته محمد امام و؛ خو د هغوي د پلرونو په ژوند کې د هغوي د مړینې له امله بداء راغله او معلومه شوه چې راتلونکی امام به د دغو دوو امامانو نور اولادونه وي.[۴۰]

په بداء باندې د عقیدې آثار

په بداء باندې د عقیدې لپاره ځینې آثار بیان شوي دي چې ځینې دا دي:

  • په بداء باندې باور د خدای د مطلق قدرت د اعتراف او په هغه باندې د باور د پیاوړتیا لامل کیږي؛ مطلب دا چې كه څه هم د خدای مشیت په يوه خاص وخت كې د يوې خاصې پېښې په اړه وي، خو په هماغه وخت كې خداى هغه بدلولاى شي، دې طریقې سره چې هغه خاصه پېښه په هغه خاص وخت كې ترسره نه شي يا بله پېښه رامنځ ته شي.[۴۱]
  • له بداء څخه انکار او په تقدیر ګروهنه باور دا عقیده لرل دي چې هر څه چې په تقدیر کې راغلي هماغه به کیږي او له همدې امله دا غلط تصور رامینځته کیږي چې هغه څه مقدر شوي دي هماغه به کیږي، نو بیا خدای ته د بندګانو دعا، توسل، تضرع او استغفار ګټه نه لري؛[۴۳] په داسې حال کې چې هېڅ یو مسلمان دا نه وايي چې دا شیان بې ګټې دي.[۴۴]
  • په بداء باندې عقیده د الله تعالی څخه د توبې او شفاعت په قبلیدو او د لويو ګناهونو په پریښودلو سره د کوچنيو ګناهونو د پټولو ايمان پياوړی کوي.[۴۵]

د بداء په هکله د ځینې شیعه عالمانو بدله عقیده

خواجه نصیر طوسي د فخر رازي په ځواب کې چې دبداء عقیده یې د شیعو له نوښتونو څخه ګڼلې ده،[۴۶] ویلي دي چې بداء د شیعو له عقیدو څخه نه ده او په اړه یې یوازې یو روایت شتون لري چې خبرِ واحد دی. او دا ډول اخبار د شیعو په نږد هیڅ اعتبار او حجیت نه لري.[۴۷] ملا صدرا د اصول کافي په شرحه کې او علامه مجلسي په مرآة العقول کې د خواجه نصیر دغه نظر د هغه له احادیثو څخه د کم خبرۍ پایله ګڼلې ده.[۴۸]

له دې سره سره، سید محمد صادق روحاني په دې باور دی، چې د خواجه نصیر دغه نظر د فخر رازي د بداء په تفسیر باندې ولاړ دی، چې له مخې يې خدای ته د جهل او پښیمانۍ نسبت ورکول کیږي، او خواجه نصیر د شیعو په نږد د بداء له دې مفهوم څخه انکار کړی دی.[۴۹] البته شیعه فقیه او متکلم فاضل مقداد(وفات: ۸۲۶ هـ) هم د بداء اصل اخبارِ واحد ګڼي که هغه صحیح هم وي، نو وایو چې نسخ شوي دي.[۵۰] هغه په بداء باندې باور زیدیه و ته منسوب کړی دی.[۵۱]

کتاب پيژندنه

د «آموزه بداء و کتابشناسی آن»، په مقاله کې د بداء د موضوع په اړه له 60 څخه زیات اثار د پوهانو او څیړونکو لخوا معرفي شوي دي.[۵۲] په هغوي کې ځینې دا دي:

  • «اِجابةُ الدّعاء فی مسألةِ الْبَداء» رساله، چې سید محمد کاظم عصار لیکلی: په دې رساله کې د دعا د قبلیدو په اړه او هغې سره د تړلي موضوع یعنې بداء په اړه فلسفي بحثونه راغلي دي، او له دوو نورو رسالو سره یو غونډیال د «ثلاثُ رسائل فی الْحکمةِ الْالهیه» په نامه، لیکلی شوی او چاپ شوی دی.[۵۳]
  • «البداءُ عِندِ الشَیعة» کتاب، چې سید علی علامه فاني اصفهاني(۱۳۳۳-۱۴۰۹ق) لیکلی دی، چې یو شیعه فقیه او د سید ابوالحسن اصفهاني له شاګردانو دی: دا کتاب په فارسۍ ژبه د «بداء از نظر شیعه» تر عنوان لاندې ژباړل شوی دی.
  • «رسالتانِ فی البداء» کتاب: دا کتاب د بداء په هکله دوه مختصر رسالې لري چې دوه شیعه فقیهانو او قرآن څیړونکیو، محمد جواد بلاغي و سید ابوالقاسم خوئي لیکلي دي.
  • «البداءُ عِندَ الشّیعةِ الْامامیه» کتاب، چې سید محمد کلانتر لیکلی دی: دا کتاب په ۱۹۷۵م کال کې، په جامعةُ النَّجفِ الدَینیه کې په نجف کې چاپ او خپور شو.
  • کتاب البداءُ علیٰ ضَوءِ الْکتابِ و السُّنه، د جعفر سبحاني کتاب.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۱، ص۳۸۱.
  2. شیخ مفید، تصحیح الاعتقاد، ۱۴۱۳ق، ص۶۵-۶۷.
  3. روحانی، الجبر و الاختیار، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۹.
  4. میرداماد، نبراس الضیاء، ۱۳۷۴ش، ص۵۵-۵۶.
  5. کاشف‌الغطاء، اصل الشیعه و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۲.
  6. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، التوحید، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۳۳۵-۳۳۶؛ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۴۱.
  7. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنّة، ۱۳۹۲ش، ص۹.
  8. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنّة، ۱۳۹۲ش، ص۹.
  9. آقابزرگ تهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۵۳-۵۷.
  10. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۶-۱۴۹.
  11. شیخ صدوق، التوحید، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۳۳۱-۳۳۶.
  12. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۹۴-۱۲۲؛ زادهوش، «آموزه بداء و کتابشناسی آن»، ص۶۸.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۶.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۶.
  15. کعبی بلخی، تفسیر ابی‌القاسم الکعبی البلخی، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۴۰.
  16. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۹، ص۵۲.
  17. بېلګې په توګه وګورئ: الهی‌ظهیر، الشیعة و السنة، ۱۳۹۶ق، ص۶۳.
  18. کاشف الغطاء، اصل الشیعه و اصولها، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۱؛ مظفر، عقائد الامامیة، ۱۴۲۹ق، ص۴۸.
  19. مظفر، عقائد الامامیة، ۱۴۲۹ق، ص۴۸.
  20. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۸.
  21. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۸.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۸.
  23. شیخ مفید، أوائل المقالات في المذاهب و المختارات‏، ۱۴۱۳ق، ص۸۰.
  24. شیخ مفید، أوائل المقالات في المذاهب و المختارات‏، ۱۴۱۳ق، ص۸۰.
  25. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۱، ص۳۸۱-۳۸۲.
  26. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۷۱؛ احمد، مسند احمد، ۱۴۲۱ق، ج۳۲، ص۴۲۳.
  27. بېلګې په توګه وګورئ: بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۵ و ۷۳.
  28. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۱، ص۳۸۱.
  29. بېلګې په توګه وګورئ: بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۷۰.
  30. علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۳۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۱، ص۳۸۱.
  31. جوادی‌آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۶، ص۱۱۰.
  32. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۷، ص۳۵۸-۳۶۱.
  33. مازندرانی، شرح اصول الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۲۴۶.
  34. جوادی‌آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۶، ص۱۰۹-۱۱۰.
  35. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۷، ص۱۶۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۰، ص۲۴۷.
  36. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۰، ص۲۴۸؛ سبحانی، البداء علی ضوء الکتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۴.
  37. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۰، ص۲۴۸؛ سبحانی، البداء علی ضوء الکتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۴.
  38. صدوق، کتاب التوحید، النشر الاسلامی، ص۳۳۶.
  39. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۰، ص۲۴۰.
  40. فانی اصفهانی، بداء از نظر شیعه، ۱۳۹۴ش، ص۱۴۰-۱۴۱.
  41. علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۷ و ۱۳۱-۱۳۲.
  42. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۵۹.
  43. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۵۹.
  44. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۶۰.
  45. سبحانی، البداء على ضوء الكتاب و السنة، ۱۳۹۲ش، ص۵۹.
  46. فخر رازی، المحصل، ۱۴۱۱ق، ص۶۰۲.
  47. خواجه نصیرالدین طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۲۱.
  48. ملاصدرا، شرح اصول الکافی، ج۳، ص۱۷۹؛ علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۳-۱۲۴.
  49. روحانی، الجبر و الاختیار، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۹.
  50. فاضل مقداد، اللوامع اللهیة، ۱۴۲۲ق، ص۳۷۷.
  51. فاضل مقداد، اللوامع اللهیة، ۱۴۲۲ق، ص۳۷۷.
  52. زادهوش، «آموزه بداء و کتابشناسی آن»،‌ ص۷۶-۷۸.
  53. عصار، ثلاث رسائل فی الحکمة اللهیة، ص۴۸-۴۹.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابن الاثیر، ابوالسعادات، النهایه فی غریب الحدیث والاثر، بیروت، المكتبة العلمیة، ۱۳۹۹ق.
  • ابن فارس، ابوالحسین، معجم مقاییس اللغه، بیروت، دار الفكر، ۱۳۹۹ق.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب،‌ بیروت،‌ دار صار، ۱۴۱۴ق.
  • احمد بن حنبل، ابوعبدالله، مسند احمد، بی‌جا، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین، بیروت، ۱۴۰۵ق.
  • الهی‌ظهیر، احسان، الشیعة و السنة، لاهور، إدارة ترجمان السنة، ۱۳۹۶ق.
  • بحرانی، سیدهاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۵ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تصحیح محمد زهیر بن ناصر الناصر، بی‌جا، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، مرکز نشر اسرا، ۱۳۸۸ش.
  • رازی، فخر الدین محمد، محصل افکار المتقدمین و المتأخرین، قاهره، مکتبةدارالتراث‌، ۱۴۱۱ق.‌
  • رازی، فخر الدین محمّد، التفسیر الکبیر، داراحیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۲۰ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، دمشق، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • زادهوش، محمدرضا، «آموزه بداء و کتابشناسی آن»، کتاب ماه و دین، شماره ۶۸ و ۶۹، خرداد و تیر ۱۳۸۲ش.
  • سبحانی، جعفر، البداء على ضوء الكتاب و السنّة، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، أوائل المقالات في المذاهب و المختارات‏، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تصحیح الاعتقاد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صدوق، محمد بن علی، التوحید، تصحیح سید هاشم حسینی، قم، النشرالاسلامی، بی‌تا.
  • طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، نشر اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • طوسی، خواجه نصیرالدین، تلخیص المحصل، تصحیح عبدالله نورانی، تهران، ۱۳۵۹ش.
  • عصار، سید محمدکاظم، ثلاث رسائل فی الحکمة اللهیة، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع اللهیة فی المباحث الکلامیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • فانی اصفهانی، سید علی، بداء از نظر شیعه، ترجمه سیدمحمدباقر بنی سعید لنگرودی، انتشارات امام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۳۹۴ش.
  • فانی اصفهانی، سیدعلی، بداء از نظر شیعه، ترجمه سید محمدباقر بنی سعید لنگرودی، قم، انتشارات امام علی بن ابی طالب(ع)، ۱۳۹۴ش.
  • فضلی، عبد الهادی، خلاصة علم الکلام، قم، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • کاشف‌الغطاء، محمدحسین، اصل الشیعه و اصولها، بیروت، المكتبة العلمیة، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • کعبی بلخی، عبدالله بن احمد، تفسیر ابی‌القاسم الکعبی البلخی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۸ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، ملاصالح، شرح اصول الکافی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۹ق.
  • متقی هندی، علاء الدین علی بن حسام الدین، کنز العمال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول(ص)، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۴۰۴ق.
  • مظفر، محمدرضا، عقائد الامامیة، قم، انصاریان، ۱۴۲۹ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • میرداماد، محمدباقر، نبراس الضیاء، قم، انتشارات هجرت، ۱۳۷۴ش.