استطاعت (حج)

د wikishia لخوا
دا مقاله د حج د استطاعت په هکله ده. د علم کلام په اصطلاح کې د استطاعت (وړتیا) په اړه معلوماتو لپاره «استطاعت (کلام)» مقاله وګورئ.

د استطاعت معنا دا ده چې یو کس دا وړتیا ولري چې مکې ته د حج ادا کولو لپاره لاړ شي. د فقهاوو د فتوا له مخې حج په انسان باندې هغه مهال واجب کېږي چې هغه یې وس (استطاعت) ولري. وړتیا او استطاعت په څلورو برخو کې په پام کې نیول کیږي: مالي، امنیت، بدني روغتیا او وخت.

مالي توان د مکې مکرمې د سفر د لګښتونو د ادا کولو توان او همدارنګه د هغو کسانو د لګښتونو د برابرولو توان دی چې لګښتونه یې د دې کس په غاړه دي. له امنیته مراد په مکه معظمه کې د سفر او پاتې کیدو په وخت کې امنیت دی چې هم مالي او هم جاني او د عزت محفوظ پاتی کیدل. جسمي استطاعت دې ته وايي چې بدن یې روغ وي چې حج مراسم ترسره کړي. او زماني استطاعت یعنی د کافي وخت درلودل په دې معنی دي چې مکې ته د تګ او حج ادا کولو لپاره کافي وخت ولري.

د استطاعت فقهي حکمونه دا دي چې که يو کس د حج د سفر لګښت په قرض ادا کړی وي نو په هغه باندې حج فرض نه دی. او مستطیع (وړتیا لرونکی) نه ګڼل کیږي او د هغه حج واجب حج نه ګڼل کیږي

فقهي معنا

په حج کې استطاعت په دې معنی دی چې د یو کس دا وړتیا لري چې مکې ته لاړ شي او حج ادا کړي. له وړتیا څخه مراد عقلي وړتیا نه ده؛ يعنې داسې نه ده، چې که څوک په مشکل سره حج ته تلی شي، نو هغه هم مستطیع دی؛ بلکې د شرعي وړتيا په معنا ده. یعنی هغه شرطونه درلودل چې د حج د فرضيت لپاره په فقه کې ذکر شوي دي.[۱] هغه څوک چې استطاعت ولري هغه ته مستطیع ویل کیږي.[۲]

د حج د فرض کیدو لپاره د استطاعت اړتیا

د فقهاوو د اجماع له مخې حج په هغه چا فرض دی چې وس (استطاعت) ولري[۳]. دا فتوا د آل عمران سوره د ۹۷ آیت په اساس ده چې په هغه کې د حج د فرضیت لپاره د استطاعت شرط راوړی شوی دی: «وَلِلّهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَیهِ سَبِیلًا» (او پر خلكو واجب دى چې د خداى د رضا لپاره (د خدای) کور ته د تللو (حج) اراده وكړي؛ (خو) د هغه چا لپاره چې هلته د تللو توان ولري)[۴]

د استطاعت شرطونه

د فقهاوو د فتوا له مخې استطاعت په څلورو برخو کې ګڼل کیږي: مالي، امنیت، جسمي روغتیا او وخت او شرایط یې په لاندې ډول دي:

  • یو کس باید د حج د سفر د لګښت د پوره کولو مالي توان ولري او د دې توان ولري چې د خپلې کورنۍ او د هغو کسانو د ژوند لګښتونه چې د هغه په غاړه دي تر هغه چې له حج څخه بیرته راستون شي پوره کړي. او همدارنګ له حج څخه تر راستنېدو وروسته د خپل ژوند د سمبالولو توان هم ولري[۵].
  • مکې ته د هغه تلل ممکن وي او کوم ځاني او مالي او د عزت خطر ورته[۶] ګواښ نه وي[۷].
  • مکې ته د تللو او د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره بايد يو کس بدني روغتيا ولري، یعنی ناروغه نه وي.[۸]
  • مکې ته د تللو او حج کولو لپاره بايد کافي وخت وي.[۹]

د ښځو استطاعت

د اکثرو سنيانو د فقهاوو د فتوا له مخې، د ښځې وړتیا یو بل شرط لري، هغه دا چې د هغې یو محرم کس هم ورسره ملګری شي. خو امامي فقهاء د محرم ورسره شونه د ښځې د استطاعت لپاره شرط نه ګڼي.[۱۰]

حکمونه

د استطاعت ځینې فقهي حکمونه په لاندې ډول دي:

  • هغه څوک چې مکې ته د سفر لګښت يې له نورو څخه په پور اخستى وي، هغه مستطیع نه ګڼل کیږي او حج يې د فرض حج پر ځای کفایت نه کوي.[۱۱] البته د ځينو مرجع تقليد علماو د فتوا له مخې که داسې کس په آسانۍ سره خپل پور ادا کړي نو حج کې یې کومه ستونزه نیشته.[۱۲]
  • د محقق حلي او صاحب جواهر په ګډون د ځينو فقهاوو د فتوا له مخې، که يو څوک دومره پيسې ولري چې په مالي استطاعت يې وي، خو په اوس وخت کې يې نه شي استعمالولی، نو پر هغه واجبه ده چې د حج لپاره قرض واخلي.[۱۳]
  • که یو څوک یو چا ته د حج د مالي استطاعت پيسې ورکړي، نو هغه کس مستطیع ګڼل کېږي او حج پرې واجب دی.[۱۴]
  • هغه څوک چې مکې ته د تللو پيسې نه لري خو بل چا د هغه لپاره پيسې قبولې کړې وي که په دې یې يقين وي چې هغه کس به په خپله وعده ولاړ وي نو مستطیع ګڼل کيږي او حج ورباندې واجب دی.[۱۵]
  • هغه څوک چې مستطیع شوی دی خو حج ته نه وي تللی تر دې چې غریب شوی، نو باید په هره طریقه چې ممکنه وي حج ته لاړ شي، که څه هم ورته سخت وي. همدارنګه که یو سړی بوډا یا ناتوانه شي او پخپله حج ته د تللو هیله هم نه لري، نو باید یو کس د حج لپاره استخدام کړي چې د هغه له خوا حج ادا کړي.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۴۵۷.
  2. بېلګه په توګه وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۶۱؛ نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۲۳؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  3. عاملی، مدارک الاحکام، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۳۴.
  4. وګورئ: عاملی، مدارک‌الاحکام، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۳۴.
  5. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۴۸و۲۵۴و۲۵۵و۲۷۳و۲۷۴؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  6. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  7. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۷۹و۲۸۱؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  8. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۷۹و۲۸۱؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  9. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۷۹و۲۸۱؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۵.
  10. حسینی آهق، «حج (مباحث قرآنی و حدیثی و فقهی)»، ص۵۸۶.
  11. فلاح‌زاده، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۱۱.
  12. فلاح‌زاده، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۱۱.
  13. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۶۰؛ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ص۲۰۱.
  14. نجفی، جواهرالکلام، ج۱۷، ص۲۶۱؛ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ص۲۰۱.
  15. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۸.
  16. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۹۱و۱۹۲.

سرچينې

  • بنی‌هاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع مطابق با فتاوای سیزده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • حسینی آهق، مریم، «حج (مباحث قرآنی و حدیثی و فقهی)»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۲، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • شهید ثانی، زين‌الدين عاملی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • عاملی، محمد بن علی، مدارک الاحکام فی شرح عبادات شرائع الاسلام، بیروت، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • فلاح‌زاده ابرقویی، محمدحسین، منتخب مناسک حج، قم، مشعر، ۱۴۲۶ق،
  • محقق حلّی، جعفر بن الحسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۷ق.
  • مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم‌السّلام، قم، مؤسّسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۹۰ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.