اسد الله (لقب)

د wikishia لخوا

اسَدُ الله د امام علي(ع)[۱] او حمزة بن عبد المُطَّلِب[۲] لقب دی. اسد الله د خدای د زمري (شیر خدا) په معنا دی او د میړنتیا څخه کنایه ده.

پیغمبر(ص)، امام علي(ع) ته اسد الله او اسد الرسول لقب ورکړ.[۳] په ځینې سرچینو کې امام علی ته اسد الله الغالب (د خدای داسې زمرې چې بریالی دی) هم یاد شوی دی.[۴]

شیعه اسد الله الغالب د امام علی لقب ګڼي. اسد الله چې ژباړه یې د خدای زمری دی، په فارسي ادبیاتو کې ډېر انعکاس لري او د فارسۍ ژبۍ د ځینې شاعرانو په شعرونو کې لکه کسائي مروزي،[۵] سعدي،[۶] عَطّار نیشابوري،[۷] و عُبَید زاکاني[۸] کې کارول شوی دی.

سید محمد حسین شهریار:



علی آن شیر خدا شاه عرب اُلفتی داشته با این دل شب
شب ز اسرار علی آگاه است دل شب محرم سرّالله است[۹]


حمزة بن عبد المطلب ته به یې هم په جنګونو د میړنتیا له سببه اسد الله[۱۰] او لیث‌ الله ویل.[۱۱] پیغمبر(ص) هغه ته اسد الله و اسد رسول‌ الله ویلي وو.[۱۲] د یو روایت له مخې چې په الکافی چې د شیعو له څلورو کتابونو دی کې راغلی دی د عرش په ستنو لیکلي شوي دي چې حمزه «اسد الله او اسد رسول‌ الله» دی.[۱۳]

حمزه د بدر په جنګ کې رجز ووېل او ځان یې اسد الله او اسد رسول الله معرفی کړ.[۱۴] په هغه زیارتنامې کې چې له امامانو(ع) نقل شوې ده په همدې لقب سره هغه ته سلام شوی دی.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ابن‌شهر‌آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۲۵۹.
  2. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۶۹.
  3. ابن‌شهر‌آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۲۵۹.
  4. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۴، ص۲۶۸.
  5. کسایی مروزی، دیوان اشعار، مدح حضرت علی(ع).
  6. سعدی، مواعظ، قصاید، قصیده ش۱.
  7. عطار نیشابوری، منطق الطیر، فی فضیلة امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب رضی‌الله عنه.
  8. عبید زاکانی، دیوان اشعار، ترکیبات، در توحید و منقبت.
  9. شهریار، دیوان شهریار، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۹۳۸.
  10. ابن‌حیون مغربی، شرح الاخبار، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۲۸.
  11. ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۱۲.
  12. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۵.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۲۴.
  14. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۸؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷۴.
  15. ابن‌قولویه قمی، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۲۲.

سرچينې

  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق: عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌حیون مغربی، نعمان بن محمد، شرح الاخبار فی فضائل الائمة الاطهار علیهم‌السلام، تصحیح: محمدحسین حسینی جلالی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح: عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویة، ۱۳۵۶ش.
  • سعدی، مصلح بن عبدالله، مواعظ، نسخه گنجور.
  • شهریار، سید محمدحسین، دیوان شهریار، تهران، مؤسسه انتشارات نگاه، ۱۳۸۵ش.
  • عبید زاکانی، عبیدالله، دیوان اشعار، نسخه گنجور.
  • عطار نیشابوری، منطق الطیر، نسخه گنجور.
  • کسایی مروزی، ابوالحسن، دیوان اشعار، تصحیح محمدامین ریاحی، نسخه گنجور.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تصحیح: جمعی از محققان، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح: مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق: مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.