اسماء بن خارجه فزاري

د wikishia لخوا

اَسماء بن خارِجه فزاري (وفات ۸۲ ق) د کوفې یو اغیزشیندونکی سیاسي کس په تیره بیا په هغو پېښو کې و چې د کربلا د واقعې سبب شول. هغه د بنو فزاره قبیلې له مشرانو و. اسما په صفین جنګ کې د امام علي(ع) په لښکر کې موجود و؛ خو له هغې وروسته همېشه د کوفې د اموي واکمنانو په پلازمېنه (دارالخلافه) کې موجود و. هغه د کوفې د دریو واکمنانو (عُبیدالله بن زیاد، بُشر بن مَروان او حَجاج بن یوسف ثَقَفي) سلاکار او لور یې د هغوي مېرمنه وه.

اسما دارالخلافې ته د هاني بن عروه په بللو او د مسلم بن عقیل په شهیدولو کې له ابن زیاد سره ملګرتیا وکړه او په کربلا کې یې د خپلوۍ په وجه حَسَن مُثَنّیٰ وژغوره.

هغه همداراز په عثمان بن عفان ځینې بلواګر او ځینې وتلي شیعیان لکه کمیل بن زیاد حجاج ته معرفي کړل.

د اسلام د لومړیو وختونو په پېښو کې د اسماء رول

اسماء بن خارجة د پېغمبر(ص) د اصحابو له تابعینو،[۱] د کوفې د بنوفزاره قبیلې مشر و.[۲] هغه د اسلام د لومړیو وختونو په پېښو کې رول درلود.

د اسما لور هندې د کوفې له دریو واکمنانو یعنې عبیدالله بن زیاد،[۳] بشر بن مروان بن حکم او حَجّاج بن یوسف ثقفي سره واده وکړ.[۴] البته حجاج له ابن زیاد (تېر مېړه) سره د هندې د مینې څرګندولو په وجه هغه طلاقه کړه.[۵] اسما ته د خپلو بچیانو د نومونو په وجه ابوحَسّان،[۶] ابومحمد[۷] و ابوهند ویل کیدل.[۸]

اسماء له محدثانو و[۹] او د هغه زوی مالک او علی بن ربیعه په شان کسانو له هغه حدیث نقل کړی دی.[۱۰]

د اسماء د وفات د تاریخ په اړه مختلف راپورونه راغلي چې هغه په ۶۰[۱۱] یا ۶۵[۱۲] یا ۶۶[۱۳] او یا ۸۲ق[۱۴] کلونو کې وفات شوی دی. د صحابیانو د ژوند لیکونکی ابن‌حجر عَسقلانی (وفات: ۸۵۲ق) د هغه وفات په اتیا کلنۍ کې او په ۶۰ ق کال کې، او زوکړه یې له مبعثه مخکې ګڼلې ده.[۱۵]

د حجر بن عدي په خلاف ګواهي

اسما په صفین جنګ کې د امام علي(ع) په لښکر کې و.[۱۶] البته هغه وروسته له هغو کسانو و چې د زیاد بن ابیه په غوښتنه یې د امام علي(ع) د صحابي حُجر بن عَدی (شهادت: ۵۱ق) په خلاف ګواهي ورکړه[۱۷] چې له امله یې حجر ونیول او شهید کړی شو.[۱۸] په ځینو سرچینو کې راغلي چې هغه وروسته له دغه کاره پښیمانه شو.[۱۹]

د کربلا په پېښه کې د اسما رول

د تاریخي سرچینو له مخې، اسما بن خارجه د کربلا په پېښه کې رول درلود:

د مسلم ابن عقیل له خواوشا د هغه د ملګرو لرې کول

د هجرت په ۶۰ کال عبیدالله بن زیاد د کوفې امیر شو، اسما ورته خپله لور واده کړه.[۲۰] هغه دارالخلافې ته لاړ او له ابن زیاد سره یې ملګرتیا وکړه.[۲۱] عبیدالله خپل اصلي پلان چې هماغه په ښار کې د رعب او وېرې خپرول او کنټرولول وو، د اسماء او څو نورو کسانو لکه کثیر بن شهاب حارثي، محمد بن اشعث بن قیس او قعقاع بن سوید بن منقری په وسیله اجرا کړ.[۲۲] عبیدالله دغو کسانو ته امر وکړ چې د کوفې په خلکو کې خپاره شي او هغوي اطاعت ته وبلي او په کوفه کې د امام حسین له سفیر مسلم بن عقیل سره له ملګرتیا او په کوفې کې یې په بلوا کې له ګډونه وویروي.[۲۳]

د هاني بن عروه په نیولو کې ملګرتیا

کله چې عبیدالله بن زیاد غوښتل هاني بن عروه دارالخلافه ته وبلي او مسلم بن عقیل ترې وغواړي او که وې نه مني، شهید یې کړي، اسما بن خارجه او محمد بن اشعث یې په هغه پسې ولیږه.[۲۴] په ځینو سرچینو کې په دې بهېر کې د عمرو بن حجاج زبیدي او د اسما د زوي حسان نوم هم راغلی دی.[۲۵]

ابن قتیبه او طبري یو راپور ته اشاره کړې چې اسماء بن خارجه د عبیدالله بن زیاد له ارادې خبر نه و.[۲۶] هغه په اوله کې هڅه وکړه د هاني لپاره له عبیدالله څخه امان واخلي[۲۷] او د عبدالله له خوا د هاني د وهلو ټکولو او زنداني کېدو له لیدلو وروسته یې په هغه اعتراض وکړ او ونیول شول.[۲۸] ځینې لکه نمازي شاهرودي باوري دي چې پر عبیدالله معترض او ناخبره کس اسماء زوی حسان و.[۲۹]

د عاشورا په ورځ د جنګ له میدانه د حسن مثنی ژغورل

د شیخ مفید او محمد تقي شوشتري په وینا، اسماء بن خارجه د عمر بن سعد په لښکر کې د امام حسین(ع) په خلاف ونه جنګېدل او یوازې د جنګ له ختمېدو وروسته، د عاشورا په ورځ په کربلا کې حاضر شول او د حسن مثنی په لیدلو سره یې چې ژوبل شوی و، د هغه له مور سره د قبیلې د یووالي په وجه یې هغه وژغوره.[۳۰]

اسماء د مختار د غچ اخستلو په لړلیک کې

کله چې عبیدالله، مختار بن ابي عبید ثقفي ته بندي کړ او قسم یې وخوړ چې هغه به وژني اسماء بن خارجه او عروه بن مغیرة په زندان کې د مختار لیدلو ته ورغلل او هغه یې د عبیدالله په خلاف له لمسوونکو اقداماتو منع کړ.[۳۱] سره له دې مختار پر کوفې له ولکې وروسته، کله چې یې د کربلا د پیښې له عاملانو د غچ اخستلو خبره کوله د اسماء نوم یې واخیست او هغه یې وګواښه. له دې امله اسماء له کوفې وتښتېد[۳۲] او د مختار تر ماتې پورې کوفې ته ستون نه شو.[۳۳] مختار هم د اسماء او دهغه د تره زامنو کور وران کړ.[۳۴]

د کوفې له واکمنانو سره ملګرتیا او د شیعیانو ورپېژندل

اسماء پر کوفې د حجاج بن یوسف د امارت له پېلېدو وروسته [۷۵ق) د نوي واکمن خسر هم شو[۳۵] او دارالخلافې ته یې تګ راتګ درلود.[۳۶] د عبدالله بن مطیع په زمانه کې چې د عبدالله بن زبیر (وفات ۷۳ق) له خوا یې په کوفې واکمني کوله هم اسما بن خارجه په دارالخلافه کې موجود و او د وخت امیر به ورسره مشورې کولې.[۳۷]

طبري لیکی کله چې حجاج په عثمان بن عفان بلواکوونکي او د امام علي(ع) شیعیان لټول، نیول او شهیدول، اسماء ځینې بلواګر او تکړه شیعیان لکه کمیل بن زیاد حجاج ته معرفي کړل.[۳۸]

همداراز د عبدالملک بن مروان (حکومت: ۶۶-۸۶ق) د خلافت په زمانه کې او کله چې د عبدالملک ورور یعنی بُشر بن مروان په کوفې واکمن شو، لور یې بشر ته واده کړه[۳۹] او له هغه سره یې له ازرقي خوارجو سره د جنګ لپاره د مهلب بن ابي صفره په ټاکلو کې مشوره وکړه.[۴۰]

د اسماء بن خارجه نسل

د اسماء بن خارجه ځینې لمسي د محدثانو په لیکه کې راغلل. د اسماء بن خارجه د لور ام حبیب زوی محمد،[۴۱] ابراهیم بن محمد بن حارث بن اسماء بن خارجه چې په ابواسحاق فزاري[۴۲] مشهور دی او ابوعبدالله مروان بن معاویة بن حارث بن اسماء چې د ابراهیم د تره زوی دی[۴۳] د هغه له نسله دي چې د اهل سنتو محدثان ګڼل کیږي.

همداراز د محمد ذوالشامه مور چې د مسلمه بن عبدالملک له خوا د کوفې امیر شو.[۱۰۲ق) د اسماء بن خارجه یوه لور وه.[۴۴]

فوټ نوټ

  1. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۳۰۵.
  2. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۱۷۳؛ ابن‌حزم اندلسی، جمهرة أنساب العرب، ۱۳۶۲ش، ص۲۵۷.
  3. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۳۸۰؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۲۳.
  4. ابن‌حبیب، المحبر، دار الافاق الجدیده، ص۴۴۳.
  5. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۹۶-۹۷.
  6. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۳ ص۱۷۳.
  7. ذهبی، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۷۲.
  8. ذهبی، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۷۲.
  9. ذهبی، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۷۲.
  10. ذهبی، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۷۲.
  11. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۳۹.
  12. سمعانی، الانساب، ۱۳۸۲ق، ج۱۰، ص۲۱۳؛ ذهبی، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۵۰.
  13. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۳۰۵، ج۲، ص۲۹۳.
  14. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۴۳.
  15. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۳۹.
  16. مدنی، الدرجات الرفیعه فی طبقات الشیعه، ص۲۷۰.
  17. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۲۵۴.
  18. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۳۱.
  19. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۷۰.
  20. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۳۸۰؛ بلاذری، انساب الاشراف، ج۱۲، ص۲۳.
  21. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸.
  22. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸.
  23. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸.
  24. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۳۹۴ق، ج‏۲، ص۸۰.
  25. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، صص۴۴، ۴۶؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۵.
  26. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۳۷-۲۳۶؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۵.
  27. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۰.
  28. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۴۸؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۷.
  29. نمازی شاهرودی، مستدرکات علم رجال الحدیث، حیدری، ج۲، ص۳۲۹.
  30. مفید، الارشاد، ۱۴۱۴، ج۲، ص۲۵؛ تستری، قاموس الرجال، ۱۴۲۲ق، ج۱۱، ص۳۹.
  31. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۰۰ق، ج‏۵، ص۳۸۵.
  32. .بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج‏۶، ص۴۱۰-۴۱۱.
  33. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۳۰۳.
  34. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۲۵۴.
  35. ابن‌حبیب، المحبر، دار الافاق الجدیده، ص۴۴۳.
  36. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج‏۷، ص۸۲.
  37. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷، ج۶، ص۳۱.
  38. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج‏۴، ص۴۰۴.
  39. ابن حبیب، المحبر، دار الافاق الجدیده، ص۴۴۳.
  40. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۴۲۱؛ ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۳۶۶؛ ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج‏۲، ص۱۰۹.
  41. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۲۵.
  42. شبستری، الفائق فی رواة و اصحاب الامام الصادق(ع)، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۶۰.
  43. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۳۸؛ ابن‌حزم اندلسی، جمهرة أنساب العرب، ۱۳۶۲ش، ص۲۵۷-۲۵۸.
  44. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج‏۹، ص۳۴۶.

سرچينې

  • ابن اعثم كوفی، أبومحمد احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن‌حبیب هاشمی بغدادی، محمد بن امیه، المحبر، تحقیق ایلزه لیختن شتیتر، بیروت، دار الآفاق الجدیده، بی‌تا.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌حزم اندلسی، علی بن احمد، جمهرۀ انساب العرب، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۳ق/۱۳۶۲ش/۱۹۸۳م.
  • ابن‌سعد هاشمی بصری، محمد، الطبقات الکبری الطبقة الخامسه، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن‌سعد هاشمی بصری، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌قتیبة دینوری، عبدالله بن مسلم، الإمامة و السیاسة المعروف بتاریخ الخلفاء، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/ ۱۹۸۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الأشراف، ج۲، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الأشراف، ج۳، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دار التعارف، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الأشراف، ج۵، تحقیق احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین الألمانیه، ۱۴۰۰ق/۱۹۷۹م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، انساب الأشراف، ج۶-۱۳، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • تستری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، موسسه نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • دینوری، احمد بن داود، الأخبار الطوال، تحقیق عبد المنعم عامر و مراجعه جمال‌الدین شیال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش‏.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • زرکلی، خیرالدین، الأعلام قاموس تراجم لأشهر الرجال و النساء من العرب و المستعربین و المستشرقین، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سمعانی، عبدالکریم بن محمد بن منصور تمیمی، الأنساب، تحقیق عبدالرحمن بن یحیی المعلمی الیمانی، حیدرآباد، مجلس دائرةالمعارف العثمانیه، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۲م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک معروف به تاریخ طبری، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • مدنی، سیدعلی خان، الدرجات الرفیعه فی طبقات الشیعه، تحقیق سید محمدصادق بحرالعلوم، قم، منشورات مکتبه بصیرتی، ۱۳۹۷.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجره، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد، بیروت، دار المفید للطباعة والنشر والتوزیع، ۱۴۱۴ق.
  • نمازی شاهرودی، علی، مستدرکات علم رجال الحدیث، تهران، حیدری، بی‌تا.
  • یعقوبی، احمد بن أبى‌يعقوب بن جعفر بن وهب واضح الكاتب العباسى المعروف باليعقوبى، تاریخ الیعقوبی، بيروت، دار صادر، بى‌تا.