اصحاب سبت
اصحاب سَبْت، د بني اسرائیلو یوه ډله چې د قرآن د ایتونو له مخې، د خدای د نافرمانۍ او د خالي په ورځ د کبانو د ښکاره په وجه د خدای په عذاب اخته شول. په قران کې راغلي چې اصحاب سبت د خدای په امر د بیزوګانو په شکل شول او د ځینو روایتونو له مخې دغه مسخ شوې خلک درې ورځې پس هلاک شول. زیاترو روایتونو د اصحاب سبت د پېښې واقع کېدل په ایله ښار کې د حضرت داوود له ورتګ سره په یو وخت ګڼلې چې نن سبا په نیواکي فلسطین کې دی او ایلات بلل کیږي.
علامه طباطبایي به تفسیر المیزان کې ویلي چې له اصحاب سبت څخه یوازې هغه کسان وژغورېدل چې نهي عن المنکر یې کړی و او خطاکاره او هغه کسان چې د خطاکارو په وړاندې چوپ وو، په الهي عذاب اخته شول.
مفهوم پېژندنه
اصحاب سبت د بني اسرائیلو د قوم ځینې کسان وو چې د شبنې په ورځ د کار د حراموالي په اړه د خدای له فرمانه د سرغړونې په وجه د خدای په عذاب ککړ شول.[۱] هغوي د حضرت داوود پېغمبر په زمانه کې اوسېدل او کابو ۱۲ یا اویا زره کسان وو.[۲] د «اصحاب سبت» عبارت یوازې یو ځل په صراحت سره د نساء سورې په ۴۷ ایت کې کارول شوی، خو د قران کریم په نورو ایتونو کې [یادداشت۱] هم د دغه قام کیسه او انجام بیان شوی دی.[۳]
سبت چې د غوڅېدو یا د یو عمل د غوڅېدو او قطع کېدو په معنا دی[۴] او په عبرۍ ژبه، شبات بلل کیږي،[۵] د یهودیانو په مینځ کې د شنبې یا خالي ورځ ته ویل کېدل[۶] او په عبراني ژبه کې د دمې په معنا دی.[۷] د یهودي دود له مخې د یهود قام باید د خالي یا سبت په ورځ له خپلو ټولو کارونو لاس واخلي او دمه وکړي.[۸] د سبت د ورځې د حرمت ساتل او پکې کار نه کول، د حضرت موسی له لسو فرمانونو څخه یو و.[۹]
پېښه
د قرآن کریم له مخې اصحاب سبت د خالي په ورځ له الهي قوانینو او حدودو د نافرمانۍ او په دې ورځ د کبانو د ښکار په وجه چې منع و،[۱۰] مسخ شو چې د خپل کار انجام وویني او د پرهیزګارانو لپاره یو عبرت وي.[۱۱]
له امام سجاد(ع) د یو روایت له مخې، اصحاب سبت یوه ډله وه چې د یو سیند په غاړه اباده وه او خدای تعالی هغوي د خالي په ورځ د کبانو له ښکاره منعې کړې وو.[۱۲] له دې امله چې د خالي په ورځ به ډېر زیات کبان د سمندرغاړې ته راتلل، هغوي په دغه ورځ د کبانو د ښکار لپاره یو چل وکړ او ډنډونه او ډنډوکي یې وکیندل چې کبان به پکې ننوتی شول خو وتلی به ترې نه شول.[۱۳] اصحاب سبت به که څه هم د خالي په ورځ ښکار نه کاوه، خو د یکشنبه په ورځ به یې هغه کبان چې د خالي په ورځ به په دغه ډنډونو کې ګېر شوې وو ښکار کول.[۱۴] اصحاب سبت په دې طریقه ډېر مال جمع کړ او پرېمانه نعمتونه یې لاسته راوړل.[۱۵] د دغه روایت له مخې، هغوي اتیا زره تنه وو چې اویا زرو یې د خالي په ورځ د ښکار د ممنوعیت د خدای امر ته بې پامي وکړه.[۱۶]
د اصحاب سبت مسخ
اصلي مقاله: مسخ
اصحاب سبت اخر د خدای په عذاب اخته او مسخ شول. لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي د خدای په امر د بیزوګانو په شکل شول.[۱۷] د ځینو روایتونو له مخې دغه ډله درې ورځې پس هلاکه شوه.[۱۸]
سید محمد حسین طباطبایي په تفسیر المیزان کې لیکلي دي: د اعراف سورې د ۱۶۵ ایت په اساس، هغه کسان چې نهي عن المنکر یې کاوه، وژغورېدل خو دوه نورې ډلې، یعنې خطاکاران او هغه کسان چې د خطاکارو په وړاندې چوپ وو په الهي عذاب ککړ شول.[۱۹]
ځینو منجمله شیعه مفسر مجاهد بن جبر (وفات ۱۰۴ق) او اهل سنت مفسر محمد عبده باوري دي چې د اصحاب سبت جسماني مسخ نه ده شوې او هغه څه چې د بقرې سورې په ۶۵ ایت کې راغلي، تمثیلي او سمبولیک دي او د اصحاب سبت د زړه د مسخ کیدو ښودنه کوي.[۲۰]
وخت او ځای
د قرآن د ایتونو له مخې، اصحاب سبت د سمندر په غاړه اوسېدل.[۲۱] له امام باقر(ع) په یو روایت کې د اصحاب سبت ښار «ایله» بلل شوی دی.[۲۲] فخر رازي هم د هغوي د ژوند ځای ایله ښار ګڼلی دی.[۲۳] ایله ښار احتمالا اوسني ایلات ته اشاره لري چې د سره سمندري په څنګ کې او په نیواکي فلسطین کې دی.[۲۴] د علامه طباطبایي په وینا مدین او طبریه ښارونه هم د اصحاب سبت د استوګنځي په توګه یاد شوې دي.[۲۵]
زیاتو روایتونو د اصحاب سبت کیسه د حضرت داوود په زمانه کې ګڼلې ده.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ روحی، «اصحاب سبت»، ص۲۳۲.
- ↑ روحی، «اصحاب سبت»، ص۲۳۲.
- ↑ روحی، «اصحاب سبت»، ص۲۳۲.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۰۷.
- ↑ روحی، «اصحاب سبت»، ص۲۳۲.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۰۷.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۰۷.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۰۷.
- ↑ قرشی بنابی، قاموس قرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۰۷.
- ↑ سوره بقره، آیه ۶۵؛ همچنین ببینید: مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۷.
- ↑ سوره بقره، آیه ۶۶؛ همچنین ببینید: مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ مجلسی، حیوة القلوب، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۹۴۸.
- ↑ سوره بقره، آیه ۶۵.
- ↑ تفسیر منسوب به امام حسن عسکری، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۲۶۸-۲۶۹.
- ↑ مغنيه، تفسير الكاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۲۱.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۶۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۲۶۶.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ج۱۲، ص۴۱۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۸۰ش، ج۶، ص۴۱۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۰۳.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۲، ص۴۱۲.
سرچينې
- قرآن کریم.
- تفسیر منسوب به امام حسن عسکری، قم، مدرسة الامام المهدی عج، ۱۴۰۹ق.
- روحی، ابوالفضل، «اصحاب سبت»، در اعلام قرآن: از دائرة المعارف قرآن کریم، ج۲، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- قرشی بنابی، علی اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
- مجلسی، محمدباقر، حیوة القلوب، قم، سرور، ۱۳۸۴ش.
- مغنيه، محمدجواد، تفسير الكاشف، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، و همکاران، تفسیر نمونه تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۸۰ش.