مسخ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مَسْخ یو ډول عذاب دی چې پکې، انسان د حیوان په شکل بدلیږي. د مسخ په حالت کې د انسان هویت له مینځه نه ځي، بلکې یوازې ظاهري شکل یې د ځناور کیږي. په اسلامي سرچینو کې د مسخ کېدو لپاره ډېر موارد ذکر شوي چې تر ټولو مشهور یې د اصحاب سبت کیسه ده.

د قرآن د ایتونو له مخې، اصحاب سبت د بني اسراییلو یوه ډله وه چې د خدای د نافرمانۍاو د خالي په ورځ د کبانو د ښکار په وجه په بیزوګانو(شادوګانو) بدل شول. د اسلامي روایتونو له مخې، د قیامت په ورځ به هم مسخ کیږي او ځینې ګناهکاران به د حیواناتو لکه بیزوګانو او سرکوزو( خنزیرانو) په شکل اوړي.

ځینې مفسران باوري دي چې هغه مسخ چې په قرآن کې یې خبره شوې، یو تمثیلي تعبیر دی په دې معنا چې ځینې د ګناه په وجه حیواني خوی پیدا کوي؛ خو اکثره مفسران دغه شان تفسیر نه مني او وایي چې هغه انسانان په ظاهري صورت کې هم بدل شوې دي.

د مسخ تعریف او له تناسخ سره یې فرق

د مسخ معنا په یو بد او نامناسب شکل د یو شي د صورت بدلېدل دي.[۱] مسخ له تناسخ سره فرق لري. تناسخ دې ته وایي چې روح له بدنه له جدایۍ وروسته له یو بل بدن سره تعلق پیدا کوي، خو په مسخ کې، روح له بدنه نه جدا کیږي؛ بلکې یوازې د بدن شکل او صورت بدلیږي او په حیوان اوړي.[۲]

په مسخ کې د انسان د هویت باقي پاتې کېدل

د مسلمانو عالمانو په وینا د یو کس په انساني ظاهر کې بدلون په دې معنا نه دی چې د هغه انساني حقیقت هم بدلیږي.[۳] پر دې اساس د مسخ معنا د یو انسان ختمېدل او د بیزو په شکل د یو بل کس جوړېدل یا د بیزو په بدن کې د انسان د روح داخلېدل نه دي.[۴]بلکې مسخ دا دی چې یو صورت د بل صورت لپاسه واقع شوی دی؛ یعنې په عین حال کې چې د انسان نوعي صورت په خپل حال باقي دی، د بیزو نوعي صورت یې هم منلی دی. له دې امله باید هغه ته بیزوګی انسان ووایو.[۵]

شهید مطهري دا خبره داسې سپړي:«په قیامت کې په هر شکل چې وم په همدې بدن کې وم او که په بل بدن کې، سل فیصده هماغه زه یم؛ خو ممکنه ده زما شکل بدل شوی وي، حتی که ما په قیامت کې زما د روحي ملکاتو په تناسب مسخ کړي او په حیواني شکل مې محشور کړي، بیا هم زه یم چې هلته حیواني اندام لرم.[۶]

د قرآن په اساس د مسخ واقع کېدل

همداراز وګورئ: اصحاب سبت

د قرآن په ځینو ایتونو کې د ځینو انسانو د مسخ خبره شوې ده. د مثال په توګه د مائدې سورې په ۶۰ ایت کې په بیزوګانو او سرکوزو د ځینو انسانانو د بدلېدو خبره شوې ده.[۷] همداراز د بقرې سورې د ۶۵ ایت مطابق، خدای د بني اسراییلو یوه ډله چې اصحاب سبت نومېده، د خدای د نافرمانۍ او د خالي په ورځ د کبانو د ښکاره په وجه مسخ او د بیزوګانو په شکل کړه.[۸]

د ځینو حواریونو مسخ

د قرآن د ایتونو له مخې، د حضرت عیسی (ع) حواریونو له خدایه اسماني دسترخوان (خواړه) وغوښتل:[۹] او خدای د هغوي د غوښتنې د منل کېدو له خبر ورکولو وروسته وویل: که د اسماني خوړو له نازلېدو وروسته څوک کافر شي، هغه به په داسې عذاب اخته کړي چې هیڅوک یې پرې نه دی اخته کړی.[۱۰] ځینو مفسرانو د دغه ایت په ذیل کې ویلي چې یو شمېر حواریونو د خوړو له نازلېدو سره سره خیانت وکړ او خدای هغوي مسخ کړل؛[۱۱] خو ځینې نورو لکه علامه طباطبایي د دغه ډلې مسخېدل نه دي منلي او هغه یې د قرآن له ایتونو سره په ټکر کې ګڼلې دي.[۱۲]

مسخ څنګه کیږي

د مسخ کېدو د څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه شته دی. زیاتره مفسران باوري دي چې له مسخه د قرآن مطلب دا دی چې د انسان جسم هم بدلیږي او په یو بل حیوان بدلیږي؛ خو د ځینو نورو په باور، مسخ یوازې د انسان په باطن کې کیږي او د انسان څېره په خپل شکل باقي پاتې کیږي.

مجاهد بن جبیر (وفات ۱۰۲ق) ویلي دي: هغه مسخ چې په قرآن کې یې خبره شوې تمثیلي لکه دغه ایت «کمَثَلِ الْحِمارِ یحْمِلُ أَسْفاراً» (د هغه خره په شان دی چې کتابونه پرې بار دي)[۱۳] مسخ ده.[۱۴] له عبدالرزاق کاشاني هم نقل شوې چې دغه مسخ یوازې د انسان په باطن کې وه. په بله ژبه مسخ شوې یهودیان په ظاهري صورت کې د نورو خلکو په شان وو؛ خو ( په واقع کې) له هغوي نه وو.[۱۵]


اهل سنت مفسران رشید رضا و محمد عبده[۱۶] هم دغه نظر لري.[۱۷]

البته وایي چې اکثره مفسران په دې اند دي چې په قرآن کې مسخ د هغې په حقیقي معنا کارول شوې ده. یعنې مسخ په جسم کې هم کیږي او د انسان ظاهر بدلیږي.[۱۸] د علامه مجلسي په وینا متواتر روایتونه د مسخ په دغه معنا دلالت کوي.[۱۹]

د دغه نظر پلویان د دغه شان مسخ د بعیدوالي په اړه استدلال کړی چې د پېغمبرانو له خوا د معجزې د وقوع په منل کېدو سره د یو عمل خارق العاده والی د هغه په محال والي باندې دلیل نه شي ګڼل کېدی؛ بلکې د معجزې یو شرط هم دا خارق العاده والی دی.[۲۰]

په قیامت کې د انسانانو مسخ

د ځینو اسلامي حدیثونو له مخې، په قیامت کې به ځینې کسان مسخ او د حیوان په شکل محشوریږي. د بېلګې په توګه روایت شوی چې معاذ بن جبل د دغه ایت په اړه «یوْمَ ینْفَخُ فِی الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْواجاً ( هغه ورځ چې ( شپېلۍ کې) پوک وهل شي او تاسو به ډلې ډلې (محشر ته) راځئ»[۲۱] د اسلام له پېغمبره پوښتنه وکړه. پېغبر (ص) ځواب ورکړ:«ځینې به پکې د بیزوګانو په شکل ځینې د خنزیر.... محشوریږي.[۲۲] له امام باقر (ع) په یو روایت کې راغلي دي: هغوي چې الهي تقدیر دروغ ګڼي، په داسې حال کې به له خپلو قبرونو پاڅیږي چې په بیزوګانو او خنزیرانو به بدل شوي وي. [۲۳]

روحي مسخ

د ځینو مسلمانو محققانو په نظر ممکنه ده انسان له روحي او معنوي نظره مسخ او په حیوان بدل شي. ځینې مفسرانو د قرآن دغه تعبیر «أُولئِک کالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَل» (هغوي د چارپایانو په شان دي؛ حتی تر هغو هم ګمراهه دي»[۲۴] همداې خبرې ته اشاره ګڼلې ده.[۲۵]

د مرتضی مطهري په وینا، د یو انسان انسانیت د هغه په اخلاقي خصوصیاتو پورې تړلی دی او که انسان د یو داړونکي ځناور خلق او خوي پیدا کړي په حقیقت کې مسخ شوی دی.[۲۶]

په روایتونو کې د مسخ ځینې بېلګې

د شیعیانو او اهل سنتو په ځینو کتابونو کې له هغه څه پرته چې په قرآن کې راغلې دي د نورو کسانو یا کس د مسخ کېدو راپورونه لیدل کیږي. د بېلګې په توګه د شیخ صدوق د لیکلي کتاب خصال په یو روایت کې، د دیارلسو حیوانانو منجمله لړم، ښاپېرک او میلو یا یږ نوم راغلی چې په اوله کې انسان وو او بیا په دې شکل مسخ شول.[۲۷] همدارا په دریمه او څلورمه پېړۍ کې د اهل سنتو عالم طبراني د اسلام له پېغمبر (ص) یو حدیث روایت کړی چې پر اساس یې په راتلونکي کې به ځینې مسلمانان مسخ شي او د بیزو او خنزیر په شکل به واوړي.[۲۸]

د مسخ شویو انسانانو انجام

د اسلامي روایتونو له مخې هغه انسانان چې په قرآن کې یې د مسخ کېدو خبره راغلې، یوارې درې ورځې ژوندي پاتې شول او له هغوي هیڅ نسل پاتې نه شو.[۲۹] صدر المتالهین لیکلي چې مسلمانان په دې خبره اجماع لري چې ننني حیوانان د انسان له نسله نه دي او مسخ شوې کسان له درېو ورځو وروسته مړه شوې دي. بې له دې چې د هغوي د حیواني والي له وخته کوم نسل پېدا شي. [۳۰]