التماس دعا
التماس دعا، له نورو د خېر د دعا غوښتل دي.[۱] التماس دعا معمولا له هغو کسانو چې زیارتونو ته ځي یا کوم عبادت کوي، غوښتل کیږي.[۲] شیعه فقیهانو د یو روایت په اساس،[۳] له مریضه د عیادت کوونکي التماس دعا مستحب ګڼلی دی.[۴] همداراز سپارښتنه شوې چې له بېوزله سره له مرستې وروسته، له هغه د خېر دعا وغوښتل شي؛ ځکه چې د فقیر دعا د هغه چا لپاره چې ورسره یې مرسته کړې، مستجابه ده.[۵]
ځینو شیعه فقیهانو، له مومنانو د خیر د دعا غوښتل هم مستحب ګڼلې دي.[۶] د ځینو روایتونو له مخې، خدای تعالی موسی ته سپارښتنه وکړه چې په هغه ژبه چې ګناه یې نه ده کړې هغه وبلي او کله چې ترې موسی د دې د څرنګوالي غوښتنه وکړه نو ورته وویل شول چې له ځانه پرته د بل چا په ژبه دعا وکړي.[۷] د هغه چا د غوښتنې منل چې التماس دعا یې ویلي، واجب نه دی.[۸]
ځینو فقیهانو د یوسف سورې د ۹۷ ایت په اساس، التماس دعا کې له خدایه د بخښنې غوښتل هم شامل ګڼلې دي؛[۹] د دغه ایت له مخې، د یوسف(ع) وروڼو په کوهي کې د یوسف له غورځولو له پښېمانه کېدو وروسته، له خپل پلار یعقوب(ع) وغوښتل چې ورته د بخښنې دعا وکړي.[۱۰]
له مړو د دعا غوښتل
شیعیانو په التماس دعا کې د مړي او ژوندي په مینځ کې فرق نه دی کړی او له مړو یې هم د دعا غوښتل جایز ګڼلې دي.[۱۱] د دې په مقابل کې وهابیان بیا له مړو، حتی له پېغمبر(ص) څخه د دعا غوښتل ناروا او بدعت ګڼي.[۱۲] ابن عثیمین، فقه العبادات للعثیمین، ۱۴۳۱ق، ص۹۰؛ ابابطین، الرد علی البردة، دار الآثار، ص۴۸.</ref> ابن عثیمین، فقه العبادات للعثیمین، ۱۴۳۱ق، ص۹۰؛ ابابطین، الرد علی البردة، دار الآثار، ص۴۸.</ref> د هغوي استدلال دا دی چې مړي د ژوندیو غږ نه اوري.(سماع موتی)[۱۳] و دا چې هیڅ یو صحابي دغه کار نه دی کړی.[۱۴] شیعه عالمان باوري دي چې مړي د خدای په اذن د ژوندیو غږ اوري[۱۵] او اصحابو به د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته له هغه حضرته د خیر دعا غوښتله.[۱۶]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه التماس دعا داشتن.
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۵۲۸ و ۵۲۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۳۱۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۵؛ علوی گرگانی، المناظر الناضرة، ۱۳۹۵ش، ج۶، ص۶۴.
- ↑ حر عاملی، هدایة الامة، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۳.
- ↑ کاشفالغطاء، هدی المتقین، ۱۴۲۳ق، ص۸۵؛ صددی، مجموع الرسائل الفقهیه، ۱۴۳۴ق، ص۵۹۵.
- ↑ ابن فهد حلی، عدة الداعی، ۱۴۰۷ق، ص۱۳۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صددی، مجموع الرسائل الفقهیه، ۱۴۳۴ق، ج۱، ص۵۹۵.
- ↑ صددی، مجموع الرسائل الفقهیه، ۱۴۳۴ق، ص۵۹۵.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۹۷.
- ↑ وګورئ: کاشفالغطاء، منهج الرشاد، ۱۳۷۹ش، ص۴۶.
- ↑ وګورئ: ابن عثیمین، فقه العبادات للعثیمین، ۱۴۳۱ق، ص۹۰؛ ابابطین، الرد علی البردة، دار الآثار، ص۴۸.
- ↑ وګورئ: ابن عثیمین، فقه العبادات للعثیمین، ۱۴۳۱ق، ص۹۰؛ ابابطین، الرد علی البردة، دار الآثار، ص۴۸.
- ↑ بیلګه په توګه وګورئ: ابن عثیمین، مجموع فتاوی ورسائل محمد بن صالح العثیمین، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹؛ زینو، مجموعة رسائل التوجیهات الإسلامیة، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۷۵.
- ↑ بیلګه په توګه وګورئ: سبحانی، الوهابیة، ٰ۱۴۲۶ق، ص۳۰۵–۳۰۷؛ کاشفالغطاء، منهج الرشاد، ۱۳۷۹ش، ص۴۶ و ص۵۵.
- ↑ بیلګه په توګه وګورئ: سبحانی، الوهابیة، ۱۴۲۶ق، ص۳۰۵–۳۰۷.
سرچينې
- ابابطین، عبدالله بن عبدالرحمن، الرد علی البردة، تحقیق ابوعبدالاعلی خالد محمد، بیجا، دار الآثار، چاپ اول، بیتا.
- ابن عثیمین، محمد بن صالح، فقه العبادات، اللجنة العلمیة فی مؤسسة الشیخ محمد بن صالح العثمین الخیریة، تاریخ انتشار در شامله: ۸ ذوالحجة ۱۴۳۱ق.
- ابن عثیمین، محمد بن صالح، مجموع فتاوی ورسائل محمد بن صالح العثیمین، گردآوری فهد بن ناصر السلیمان، دار الوطن، دار الثریا، ۱۴۱۳ق.
- ابن فهد حلی، احمد بن محمد، عدة الداعی و نجاح الساعی، به تحقیق و تصحیح احمد موحدی قمی، دار الکتب الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، انتشارات سخن، ۱۳۹۰ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، هدایة الامة الی احکام الائمه(ع)، تحقیق قسم الحدیث فی مجمع البحوث الاسلامیة، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۱۲ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، بیجا، دانشگاه تهران، مؤسسه انتشارات و چاپ، ۱۳۹۰ش.
- زینو، محمد بن جمیل، مجموعة رسائل التوجیهات الإسلامیة لإصلاح الفرد والمجتمع، ریاض، دار الصمیعی للنشر والتوزیع، ۱۴۱۷ق.
- سبحانی، جعفر، الوهابیة بین المبانی الفکریة والنتائج العملیة، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۶ق.
- صددی، علیفاضل، مجموع الرسائل الفقهیة، قم، طلاب البحرین فی الحوزة العلمیة بمدینة قم المقدسة، ۱۴۳۴ق.
- علوی گرگانی، محمدعلی، المناظر الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة (الطهارة)، قم، فقیه اهل بیت(ع)، ۱۳۹۵ش.
- کاشفالغطاء، جعفر، منهج الرشاد لمن آراد السداد نص الرسالة الجوابیة التی بعث بها الشیخ جعفر کاشف الغطا الی الامیر عبدالعزیز بن سعود، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۳۷۹ش.
- کاشفالغطاء، هادی، هدی المتقین الی شریعة سید المرسلین، نجف، مؤسسة کاشف الغطاء، ۱۴۲۳ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، به کوشش محمدحسین درایتی، قم، دار الحدیث، ۱۳۸۷ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.