د دعا استجابت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د دعا استجابت د خدای له لوري د بندګانو د غوښتنو او دعاګانو منل کېدل او ورته ځواب ویل دي. خدای تعالی په قرآن کې خپلو بندګانو ته د دعا د قبلېدو وعده ورکړې ده؛ که څه هم کله کله د دعا قبلېدل د ځینو مصلحتونو په وجه لکه په قبلېدو کې یې د بنده د مصلحت د نیشتوالي له امله له ځنډ سره مخامخیږي. په هغه لیک کې چې امام علي (ع) امام حسن (ع) ته په نهج البلاغې کې لیکلی د دعا د قبلیدو د ځنډ لپاره درې ګونې حکمتونه ذکر شوې دي: کله کله په خپله د بنده په نیت او اراده کې ستونزه وي، کله کله خدای انسان ته د لا لوی اجر د ورکولو اراده لري او کله هم خدای تعالی د یو بل وخت لپاره بنده ته تر دې ښه شی په نظر کې نیولی وي.

مستجاب الدعوة هغه چاته ویل کیږي چې دعاګانې یې قبلیږي په روایتونو کې د بچیانو لپاره د والدینو دعا، د ظالم په خلاف د مظلوم دعا، د خپلو خلقو لپاره د عادل امام او لارښود دعا او د خپل مومن ورور لپاره د مومن دعا له هغو دعاګانو ګڼل شوي چې نه ردیږي.

ایتونو او روایتونو د دعا استجابت د ځینو څیزونو په خیال ساتلو پورې لکه په دعا کې د زړه او ژبې یو والي، له خدایه پرته له بل چا د تمې غوڅولو او سترګو پټولو او د خدای په پېژندلو پورې مشروطه ګڼلې ده. همداراز ځینې کارونه لکه ګناه، حرام خوري او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل د دعا د استجابت له خنډونو ګڼل شوې دي.

د دعا قبلېدل په کوم خاص وخت او ځای پورې نه دي محدود شوي خو د روایتونو له مخې په ځینو وختونو کې لکه د عرفې په ورځ د قدر په شپه او ځینې ځایونو لکه د کعبې څنګته، د پېغمبر (ص) او معصومو امامانو د قبرونو په خوا کې او په تېره بیا د امام حسین (ع) د ضریح په خوا کې دعا کول اجابت ته زیات نزدې دي.

الهي وعده

د دعا استجابت د غوښتنې د منل کېدو او ځواب ورکول کېدو په معنا دی.[۱] خدای تعالی خپلو بندګانو ته په څو ایتونو کې د دعا د منل کېدو وعده ورکړې ده. [۲] « مجیب» چې د بندګانو د غوښتنو د منل کېدو په معنا دی له الهي نومونو څخه دی.[۳]

د علامه طباطبایي په وینا د دعا استجابت د انسان په ژوند کې همیشنۍ چاره ده.[۴] خو د دعا استجابت باید خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره د انسان د هڅې ځای ونه نیسي او د ظاهري اسبابو د پرېښودلو او د ژوند د طبیعي بهېر د ګډوډېدلو سبب نه شي. [۵]

اسباب او شرایط

د دعا استجابت په ایتونو او روایتونو کې د ځینو شرطونو په خیال ساتلو او د اسبابو په برابرېدو پورې مشروط شوی دی. ځینې یې دا دي:

  • په دعا کې د زړه او ژبې غږملتیا: په قران کې د بندګانو د دعا استجابت یوه ارو مرو چارو ګڼل شوې په دې شرط چې په حقیقي دعا سره خدای وبلل شي.[۶] علامه طباطبایي حقیقي دعا په زړه او ژبه په یووخت د دعا په کولو تفسیر کړې ده.[۷] همداراز له امام علي (ع) نقل شوي چې هغه دعا چې د زړه له غفلت سره یو ځای وي خدای یې نه قبلوي.[۸]
  • له غیر خدا څخه د هیلو غوڅول: له ظاهري او خیالي اسبابو زړه شوکول او د اخلاص له مخې دعا کول، ځکه چې خدای تعالی د بقرې سورې په ۱۸۶ ایت کې د بندګانو طلب او غوښتنه یوازې په ځان پورې مستنده کړې ده.[۹]
  • د خدای له پېژندلو سره یو ځای: د امام صادق (ع) د یو روایت له مخې چې د دعا د نه قبلېدو په اړه ترې ځینې کسانو پوښتنه وکړه، د هغه چا چې دعا ترې کیږي نه پېژندل او معرفت یې نه لرل د دعا د نه قبلېدو سبب وباله.[۱۰]
  • خضوع او خشوع: د اعراف سورې ۵۵ ایت له مومنانو غواړي چې دعا په خاضعانه او خاشعانه توګه وغواړي. امام صادق (ع) هم د دعا د استجابت یو وخت هغه موقع ګڼي چې انسان په لمدو سترګو، لړزېدونکي بدن او مات زړه سره د خدای په وړاندې ودریږي.[۱۱]
  • دعا له صالح عمل سره یو ځای: د دعا د استجابت لپاره د نېک عمل کولو په تېره بیا د صدقې ورکولو ډېره سپارښتنه شوې ده.[۱۲] په قرآن کې خدای تعالی د هغه کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي د دعا د قبلېدو وعده کړې ده.[۱۳]
  • د مومنانو په ټول کې دعا: له امام صادق (ع) په یو روایت کې راغلي چې، د مومنانو هیڅ څلویښت کسیزه ډله نیشته چې د خدای در ته دعا وکړي او خدای د هغوي دعا رد کړي او په خپله امام صادق به هم د ستونزو په وخت کورنۍ او بچیان راغونډول او دعا به یې کوله او هغوي به آمین ویل. [۱۴]
  • په دعا کې مخکې کېدل: دعا کول مخکې له دې چې انسان له ستونزو او سختیو سره مخ شي، یعنې د اسایش او سلامتۍ په حالت کې دعا کول ډېر اثار او برکتونه لري لکه : د دعا قبلېدل، د بلاګانو مخنیوی، د سختیو په وخته د ضرورتونو پوره کېدل. له امام صادق (ع) څخه په یو روایت کې راغلي چې هر څوک په بلا له اخته کېدو مخکې دعا وکړي په بلا د اخته کېدو په وخت یې دعا قبلیږي. او پرښتې د هغه د غږ په اورېدو سره وایي: اشنا غوندې غږ دی، او دعا یې نه ردوي. او هر څوک چې په دعا کې مخکې نه شي،(یوازې د بلاګانو او مصیبتونو په وخت دعا وکړي)دعا یې نه قبلیږي. او کله چې دعا کوي فرښتې وایي: دا غږ ناشنا دی او مونږ یې نه پېژنو.[۱۵] [یادداشت] له امام صادق (ع) په یو بل روایت کې راغلي چې څوک چې په راحتۍ او هوساینه کې ډېره دعا نه کوي او یوازې په مصیبت د اخته کېدو په وخت دعا کوي هغه ته ویل کیږي چې تر پرونه چرته وې؟! (أَيْنَ كُنْتَ قَبْلَ الْيَوْمِ) [۱۶]
  • د هوساینې په وخت ډېره دعا کول: امام صادق (ع) په یو روایت کې فرمایي هر څوک چې غواړي په سختیو کې یې دعا قبوله شي باید په راحتۍ کې ډېره دعا وکړي.[۱۷]

همدارزا دعا له استغفار سره یو ځای [۱۸] او دعا له اهل بیتو سره له توسل سره یو ځای [۱۹] د دعا د استجابت له نورو شرایطو او اسبابو ګڼل شوې دي.

  • له دعا نه ستړې کېدل: امام رضا (ع) له امام باقر (ع) نقلوي چې غوره ده ایماندار انسان په هوساینه او راحتۍ کې د سختیو د وخت په شان دعا وکړي. هاله امام رضا (ع) وفرمایل: نو ، له دعا مه ستړې کېږئ.[۲۰]
  • رښتیا ویل: د حلال غوښتنه او صله رحم هم له هغو چارو دي چې په روایتونو کې یې دعا کوونکو ته سپارښتنه شوې ده.[یادداشت۲][۲۱]
  • عبادت: په دعای کمیل کې د بندګانو عبادت د دعا د تضمیمي استجابت له شروطو ګڼل شوې دي امام علي (ع) د دعا په وروستۍ برخه کې وایي: فانک قضیت علی عبادک بعبادتک وامرتهم بدعائک وضمنت لهم الاجابة( ترجمه: خدایه، په رښتیا چې تا حکم وکړ چې بندګان دې ستا عبادت وکړي او هغوي ته دې د دعا امر وکړ او د دعا د استجابت ضمانت دې واخسته.[۲۲]

وخت او ځای

د دعا استجابت په کوم خاص وخت او ځای پورې محدود نه دی خو د دعا د قبلېدو لپاره د ځینو وختونو او ځایونو سپارښتنه شوې ده؛ په روایتونو کې د قدر شپه، د شعبان نیمایي، د رجب ۲۷ وړوکی اختر، د عرفې ورځ، لوی اختر، د محرم لومړۍ ورځ، د سحر او اذان وخت، د جمعې شپه، د باران د ورېدو وخت، له واجبو لمونځونو وروسته، د کعبې د لیدلو شېبه، او خاصې میاشتې لکه رجب، شعبان او رمضان هغه وختونه معرفي شوي چې دعا پکې ډېره قبلیږي.[۲۳]

همداراز په روایي متونو کې د مکې ښار، مسجد الحرام، کعبه، د حجر الاسود په څنګ کې، رکن یماني، حجر اسماعیل، د عرفات دښته، د پېغمبر اسلام (ص) د قبر خوا ته، روضة النبي، د شیعه امامانو حرم په تېره بیا د امام حسین (ع) تر قبې لاندې[۲۴] سهله جومات، او کوفه جومات له هغو ځایونو دي چې ویل شوي دعا پکې ډېره قبليږي.[۲۵]

خنډونه

په ایتونو او روایتونو کې د دعا د استجابت لپاره ځینې خنډونه ذکر شوې چې دا دي:

  • ګناه: له امام باقر (ع) په یو روایت کې ګناه د دعا له استجابته د انسان د محرومېدو له لویو سببونو بلل شوې ده.[۲۶] امام سجاد (ع) هم بد نیتي، بد فطرتي، د دیني وروڼو په حق کې منافقت، تر بل وخته د واجبو لمونځونو ځنډول، بد ردو ویل او د صدقې نه ورکول له هغو ګناهانو بللي چې د دعا د استجابت خنډ ګڼل کیږي.[۲۷] همداراز د روایتونو له مخې ظلم کول،[۲۸] د مور او پلار نافرماني، د صله رحم غوڅول،[۲۹] وعده خلافي،[۳۰] او خبرچیني،[۳۱] د دعا له نورو خنډونو بلل شوې دي. په کمیل دعا کې له خدایه د هغو ګناهانو بخښنه غوښتل شوې چې د دعا د تم کېدو او د نه قبلېدو یې سبب کیږي.[۳۲]
  • حرامه لقمه: د روایتونو له مخې د حرام مال ګټل او حرام خوري تر څلویښتو ورځو د انسان د دعا د استجابت مخه نیسي.[۳۳] په قدسي حدیث کې خدای تعالی د ټولو بندګانو د دعا د استجابت وعده کړې بې له هغو بندګانو چې حرام مال خوري.[۳۴]
  • دعا یوازې په سختیو کې: د روایتونو له مخې هغه کس چې غواړي د هغه دعا په سختیو کې قبوله شي، باید په راحتیو او خوښیو کې خدای او دعا هېره نه کړي.[۳۵]
  • د اهل بیتو(ع) په ولایت کې شک: د یو روایت مطابق هغه کس چې د اهل بیتو (ع) په ولایت شک ولري که ټول عمر هم دعا وکړي، دعا یې نه قبلیږي.[۳۶]
  • خیانت او بې وفایي: امام علي (ع) د هغه کس په ځواب کې چې د دعا د نه قبلېدو په هکله یې پوښتنه کړې وه، په اتو ځایونو کې د خلکو خیانت او د زړونو بې وفایي د دعا د اجابت خنډ وګاڼه. د خدای پېژندل او بیا یې هم د حق نه ادا کول، د اسلام په پېغمبر (ص) ایمان او د هغه په سیرت عمل نه کول، د قرآن تلاوت او پرې عمل نه کول، په خبرو کې له دوزخه وېره او په عمل کې د هغه په لور تګ، په خبرو کې جنت ته ګروهنه او په عمل کې ترې لرې والی، د خدای د نعمتونو خوړل او ناشکري کول یې. د خلکو د عیبونو لیدل او د خپلو عیبونو نه لیدل، په ژبه له شیطان سره دښمني او په عمل کې ورسره دوستي، د زړه خیانتونه دي چې امام علي (ع) یې د دعا د قبلېدو خنډ ګڼي.[۳۷]

همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل [۳۸] او لمانځه ته سپک کتل[۳۹] د دعا د استجابت له خنډونو ګڼل شوې دي.

بې له زیار او خپلې دندې ته له پام پرته دعا

که څه هم دعا، هم د خدای بلل او هم له هغه غوښتل دي خو د دې مطلب دا نه دی چې انسان خپلې دندې ته بې پامي وکړي او د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره له ضروري وسایلو او سببونو استفاده ونه کړي او اصولا دعا باید له هلو ځلو سره یو ځای وي که نه وي په سکون او بې توجهۍ کې او له فرایضو په تېښته کې دعا هیڅکله نه قبلیږي. په ځینو حدیثونو کې هغه کسان چې هغو وسایلو ته له پام پرته چې خدای ټاکلې دي، د خپلو ستونزو د ختمېدو لپاره دعا کوي، یاد کړی شوي دي. په روایتونو کې د دغه شان دعا لپاره ځینې بېلګې ذکر شوې چې دا دي:

  1. هغه کس چې خدای مال ورکړی او هغه په اسراف او تبذیر او بې ځایه استعمال سره خپل مال ضایع کوي خو له خدایه د روزۍ غوښتنه کوي.
  2. هغه سړی چې د خپلې مېرمنې له پرله پسې اذیتونو او بداخلاقیو تنګ شوی او له خدایه غواړي چې د هغه ښځې له لاسه یې خلاص کړي، حال دا چې خدای ورته د طلاق لاره په مخ کې ایښې ده.
  3. هغه کس چې د ګاونډي له بیا بیا ځورونو او تنګولو شکایت لري او ورته ښېرې کوي حال دا چې کولی شي کور خرڅ کړي او په یو مناسب ځای کې استوګن شي.
  4. هغه کس چې په کور کې ناست دی او کار نه کوي او له خدایه رزق غواړي حال دا چې خدای تعالی ورته د روزۍ ګټلو لپاره په مخکې اېښې دي.
  5. هغه کس چې بل چاته یې مال قرض ورکړی او مقروض یې انکار کوي، بیا لاسونه پورته کوي او خدای ته د خپل مال د ستنېدو دعا کوي، حال دا چې خدای تعالی ورته امر کړی و چې په دې کار ګواه ونیسي.[۴۰] دوو ټکو ته باید پام وشي لومړی دا چې دا یوازې د هغو موردونو یو څو نمونې دي د هغو کسانو چې ګمان کوي د دعا مطلب دی د کار او زیار او پلاننګ ختمول او یوازې په دعا سره د کارونو سمول، او بل ټکی دا چې هغه څه چې په دې روایتونو کې مطرح شوي یوازې دې ټکي ته د پام اړولو لپاره دي چې هره ستونزه یوه حل لاره لري نه دا چې هر څوک له خپلې مېرمنې یا مېړه سره ستونزه پېدا کړي یوازې د طلاق په انتخاب فکر وکړي او یا دا چې هر څوک له ګاونډي سره ستونزه ولري یوازې باید د کور د بدلولو په فکر کې شي.

د دعا د استجابت د ځنډ حکمتونه

د علامه طباطبایي په وینا د دعا استجابت د شرایطو په خیال ساتلو او د خنډونو په لرې کولو سره د خدای یو قطعي سنت دی.[۴۱] خو کله کله د ځینو مصلحتونو او حکمتونو په وجه د دعا قبلېدل ځنډول کیږي.[۴۲] ځینې دغه حکمتونه په دې ډول دي:

  • د بندګانو د مصلحت نیشتوالی: کله کله انسان له خدایه داسې شی غواړي چې په مصلحت یې نه دی له دې امله خدای دهغه دعا ځنډوي او یا یې نه قبلوي. په قرآن کې مسلمانانو ته په خطاب کې راغلي دي چې کله کله تاسو یو شی خوښوئ چې ستاسو په تاوان دی او کله کله یو شی تاسو بد ګڼئ خو هغه ستاسو په ګټه دی په داسې حال کې چې خدای ستاسو پر صلاح تر تاسو ښه پوهیږي.[۴۳] امام علي (ع) هم خپل زوي امام حسین (ع) ته په خطاب کې فرمایي: ډېر داسې څیزونه دي چې ته یې غوښتونکی یې خو په هغه کې ستا د دین او دنیا هلاکت دی.[۴۴]
  • امام حسن (ع) ته د امام علي په یو لیک کې چې په نهج البلاغه کې راغلی د دعا د استجابت په ځنډ کې درې حکمتونه ذکر شوې دي: کله کله ستونزه د انسان په خپل نیت او ارده کې وي، چې کله کله خدای انسان ته لا لوی اجر په نظر کې لري او کله هم خدای په یو بل وخت کې بنده ته تر دې ښه شی ورکول غواړي.[۴۵] له امام سجاد (ع) هم نقل شوي چې « د مومن دعا له دغه دریو یوه فایده لري: یا ورته ذخیره کیږي یا په دنیا کې پوره کیږي. او یا هغه بلا چې وررسېدونکې وه له هغه تمبوي» [۴۶]

مستجاب الدعوة

اصلي مقاله: مستجاب الدعوة

مستجاب الدعوه هغه چاته ویل کیږي چې دعاګانې یې منل کیږي یا یې دعا ځای نیسي.[۴۷] په روایتونو کې راغلي چې د بچیانو لپاره د والدینو دعا، د ظالم په خلاف د مظلوم دعا، د عمره کوونکي دعا، د روژتي دعا، د خپلو خلکو لپاره د عادل امام او مشر دعا او د نورو مومنانو په حق کې د مومن دعا نه ردیږي.[۴۸]

همداراز له امام حسین(ع) په یو روایت کې راغلي چې که څوک د خپل زړه خیال وساتي چې هغه چارې چې خدای پرې ناراضه کیږي د ده په زړه کې رانه شي، زه یې ضمانت ورکوم چې هغه به مستجاب الدعا وي.[۴۹]

فوټ نوټ

سرچينې