یوسف (پیغمبر)
- دا مقاله د یوسف پیغمبر په اړه ده. د همدې نوم د تلویزیوني سیرئیل په اړه د زده کړې لپاره، د یوسف پیغمبر (ټیلي ویژني سیرئیل) مدخل وګورئ.
یوسُف د بني اسراییلو له پېغمبرانو او د حضرت یعقوب نبي زوی و. هغه د نبوت د مقام له لرلو سره سره کلونه کلونه په مصر حکومت وکړ. په قرآن کې د یوسف په نوم یوه سوره راغلې چې پکې د هغه د ژوند کیسه په تفصیل سره بیان شوې ده.
حضرت یوسف په وړوکوالي کې خپلو وروڼو کوهي ته وغورځاوه؛ خو ځینې کسانو له کوهي وژغوره او د مریي په توګه یې د مصر په عزیز خرڅ کړ. د مصر د عزیز مېرمنه زلیخا د یوسف په ښکلا مئینه شوه، خو له هغې سره له اړیکو د حضرت یوسف له ډډه کولو وروسته یې یوسف له عزیز مصر سره په خیانت تورن او بند ته واچوه.
یوسف له ډېرو کلونو وروسته خپله بې ګناهي ثابته کړه او له زندانه خوشی شو او د مصر د باچا د خوب د تعبیر او د مصر د کاختۍ لپاره د حل لارې وړاندې کولو په وجه د مصر په باچا ګران شو او خپل وزیر یې وټاکه.
په قرآن کې د حضرت یوسف کیسه له هغه څه سره چې په تورات کې راغلې ځینې فرقونه لري؛ منجمله د قرآن مطابق د یوسف وروڼه له حضرت یعقوبه غواړي چې یوسف ورسره صحرا ته ولیږي، خو د تورات مطابق یعقوب په خپله له یوسفه غواړي چې له وروڼو سره لاړ شي.
د یوسف عمر ۱۲۰ کاله او د ښخېدو ځای یې فلسطین یاد شوی دی.
مقام
حضرت یوسف د حضرت یعقوب زوی او د بني اسراییلو له پېغمبرانو و چې مور یې راحیل (راحیله) نومېده.[۱] هغه یوولس وروڼه لرل چې پکې یې یوازې بنیامین سکه او له یوې مور و.[۲] یوسف بې له بنیامینه له ټولو وروڼو وړوکی و.[۳]
د یوسف نوم ۲۷ ځله په قرآن کې راغلی[۴] او د قرآن دولسمه سوره د هغه په نوم ده. قرآن یوسف د خدای له مخلَصو بندګانو بللی[۵] چې د علامه طباطبایي په وینا په دې معنا ده چې هغه نه یوازې د اړیکو ټینګولو لپاره د زلیخا غوښتنه ونه منله بلکې په زړه کې یې هم دغه کار ته ګروهنه نه لرله.[۶] همداراز قرآن یوسف، له محسنانو ګڼلی دی.[۷]
نبوت
یوسف له لویو پېغمبرانو ګڼل شوی دی.[۸] له امام باقر په یو روایت کې د قرآن په آیتونو په استناد سره یوسف نبي او رسول ګنل شوی دی.[۹] د نمونه تفسیر په اساس، د یوسف خوب چې پکې یوولسو ستورو او لمر او سپوږمۍ یوسف ته سجده وکړه، پر دې سربېره چې مال او طاقت ته د یوسف د رسېدلو خبر ورکوي په راتلونکي کې د هغه د نبوت بیانوونکی هم و.[۱۰] علامه طباطبایی د یوسف لپاره د نعمتونو د بشپړېدو چې د یوسف سورې په ۶ ایت کې راغلی، یو مصداق د پېغمبرۍ مقام ته د هغه رسېدل ګڼلي دي.[۱۱]
ژوند لیک
په قرآن کې په یوسف سوره کې د یوسف د ژوند کیسه په تفصیل سره بیان شوې ده. قرآن د هغه کیسې ته اَحْسَنُ الْقِصَص (ډېره غوره کیسه) ویلې ده.[۱۲] او هغه یې په جزییاتو سره له وړوکوالي نیولې بیا په کوهي کې تر غورځېدو، د مصر په عزیز تر خرڅېدو پورې، د زلیخا او یوسف کیسه، د هغه بند ته تلل او په مصر کې یې حکومت او ورسره د پلار او وروڼو ملاقات پورې بیان کړې ده.[۱۳]
کوهي ته غورځېدل او مصر ته لېږدېدل
همداراز ووینئ: یوسف سوره
د یوسف د ژوند کیسه په قرآن کې په یوسف سوره کې په تفصیل سره راغلې ده. د قرآن مطابق یوسف خپل خوب چې یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ورته سجده کوي یعقوب ته بیانوي. پلار یې ورته وایي چې خوب دې وروڼو ته مه اوروه؛ ځکه چې ممکنه ده ستا لپاره خطرناکه نقشه جوړه کړي.[۱۴]
مفسرانو له یوولسو ستورو مطلب د یوسف یوولس وروڼه او له لمر او سپوږمۍ مطلب د هغه مور او پلار اخستې دی چې وروسته چې کله یوسف دنیاوي او معنوي مقام ته ورسېد، هغه ته یې درناوی وکړ.[۱۵]
د یعقوب پېغمبر(ع) بچیانو ویل چې یوسف یې پر پلار تر مونږ زیات ګران دی.[۱۶] هغوی یوه ورځ له یعقوبه اجازه وغوښته چې یوسف له ځان سره د لوبو لپاره صحرا ته بوځي او لوظ یې وکړ چې د هغه حفاظت به کوي.[۱۷] هغوي یوسف په دښته کې کوهي ته وغورځاوه او له ستنېدو وروسته یې یعقوب ته وویل چې هغه لیوه خوړلی دی.[۱۸] د قرآن د ایتونو په اساس، یعقوب یې په خبرو باور ونه کړ.[۱۹] هغه وروسته د فراق له سختیو او په یوسف له ډېرو ژړاګانو ړوند شو.[۲۰] له امام صادق(ع) پوښتنه وشوه چې یعقوب پېغمبر څومره د یوسف لپاره غمګین شو؟ وې فرمایل:« د اویا ښځو د غم په اندازه چې بچي یې مړه شوې وي»[۲۱] یوې قافلې یوسف له کوهي راوویسته.[۲۲] او د غلامۍ لپاره یې مصر ته بوتله. د مصر عزیز هغه واخست او د عزیز کورنۍ ته داخل شو.[۲۳]
د یوسف ښکلا او د هغه او د زلیخا کیسه
په قصص القرآن کتابونو کې یوسف ډېر ښایسته زلمی بلل شوی دی.[۲۴] [یادداشت۱] له دې امله پرې د مصر د عزیز ښځه زلیخا مئینه شوه او بیا بیا یې هغه ګناه ته باله خو یوسف ځان وساته او د خپل پالونکي د برهان په لیدلو سره یې چې د مخلصو بندګانو مخصوص د علم و یقین مرحله ده[۲۵] د زلیخا غوښتنې ته غاړه کې نښوده.[۲۶][یادداشت۲]
دغه کیسه د ښار د خلکو غوږو ته ورسېده او د ښار ځینو ښځو زلیخا ملامته کړه. هغې یوه محفل برابر کړ. د ښار د شتمنو او اشرافو ښځو څلویښت تنه[۲۷] یې وبللې او د هغوي په لاس کې یې چاقو او مېوه (نارنج)[۲۸] ورکړ. بیا یې یوسف محفل ته وباله. کله چې هغه راننوت ښځې یې له ښکلا دومره متاثرې شوې چې خپل لاسونه یې غوڅ کړل.[۲۹]
ز دست رفتنِ دیوانه، عاقلان دانند | که احتمال نماندست ناشکیبا را | |
گرش ببینی و دست از ترنج بشناسی | روا بود که ملامت کنی زلیخا را[۳۰]ا |
له دې کیسې وروسته، له دې امله چې هره ورځ به ځینو ښځو له یوسفه د نامشروعو اړیکو غوښتنه کوله، هغه له خدایه وغوښتل چې له هغوي د ژغورلو لپاره یې زندان ته واچوي، څه موده پس هغه د زلیخا په امر جیل ته واچول شو.[۳۱]
د پاچا د خوب تعبیر او د مصر د عزیزۍ مقام ته رسېدل
یوسف د خوب د تعبیر په علم د پوهېدو له امله، د دوو زندانیانو خوب تعبیر او وړاندوینه وکړه چې یو به یې ووژل او بل به یې ازاد او د مصر د پاچا په نزد یو مقام لاسته راوړي.[۳۲] له دې ماجرا څو کاله وروسته، د مصر پاچا خوب ولیده چې اوه ډنګرې غواګانې، اوه څربې غواګانې خوري. هغه همداراز به خوب کې اوه شنه وږي (زېلۍ) او اوه اوچ وږي ولیدل.[۳۳] او د باچا د خوب تعبیروونکو ونه کړی شول دغه خوب تعبیر کړي، په دې وخت کې هغه زنداني چې ازاد شوی و او دربار ته تللی و، یوسف وریاد شو او وې ویل چې د دغه خوب تعبیر به درته هغه ووایی.[۳۴]
هغه زندان ته لاړ د هغه خوب تعبیر یې له یوسف وپوښته. یوسف وویل: تاسو به اوه کاله ډېرې اوبه او پریماني ولرئ او له هغه ورسته به اوه کاله وچکالي وي. بیا یې وړاندیز وکړ چې د اوو کلونو له وچکالۍ د بچ کېدو لپاره په لومړیو اوو کلونو کې زیاته کرهڼه وکړئ او پر استعمال زیات محصولات اوغلې دانې د هغوي له وږو او څانګو سره انبار کړئ چې روغې پاتې شي.[۳۵]
پاچا د یوسف د خوب تعبیر او له کاختۍ د مصر د ژغورنې لپاره یې حل لاره خوښه کړه، یوسف یې وباله؛ خو هغه د پاچا استازي ته وویل چې د ښځو د لاسونو د پرې کولو کیسه له پاچا وپوښتي. پاچا د دغه خبرې په اړه تحقیق وکړ او د ښار ښځې یې دربار ته وبللې، د مصر ښځو د یوسف په بې ګناهۍ ټینګار وکړ او زلیخا هم په خپلو کړو اعتراف وکړ.[۳۶]
د خوب له تعبیر او د یوسف د بې ګناهۍ له اثباته وروسته د مصر پاچا هغه له بنده خوشی کړ او د خپل وزیر او د مصر عزیز یې وټاکه.[۳۷]
ځینې یونسي ذکر لري ﴿لاَّ إِلهَ إِلاّ أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ﴾... خو ځینې بیا یوسفي ذکر لري؛ د یوسف مبارک وجود په هغه ټولو خطرو کې کله چې کوهي ته وغورځول شو، صبر یې وکړ. کله زندان ته واچول شو صبر یې وکړ. کله چې قدرت ، عزت او سلطنت ته ورسېد عرض یې وکړ:﴿رَبِّ قَدْ آتَيْتَني مِنَ الْمُلْكِ وَ عَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأحَاديثِ ... تَوَفَّنِي مُسْلِماً﴾؛
ای پالونکیه! روح مې واخله! خو د اسلام په حال کې، د خطر او ناروغۍ په وخت که انسان د مرګ غوښتنه وکړي دا کمال نه دی؛ خو د طاقت په اوج کې که څوک ووایي خدایه روح مې واخله... دا فرق کوي، هغه کسان چې یوسفي ذکر لري له خدایه ښه انجام غواړي، ښه عاقبت او ښه خاتمه ډېر غوره نعمت دی.
له کورنۍ سره کتنه
د مصر د وچکالۍ په پړاو کې، کنعان هم له کاختۍ سره مخ شو. له دې امله یعقوب خپل زامن د غنمو اخستلو لپاره مصر ته ولېږل.[۳۸] یوسف د خپلو وروڼو په لیدلو سره هغوي وپېژندل؛ خو هغوي یوسف ونه پېژنده.[۳۹] هغه له وروڼو سره ښه سلوک وکړ.[۴۰] او یعقوب ته د خپل کمیس په لېږلو سره یې د هغه سترګې رڼې (بینا) کړې.[۴۱] له هغه وروسته یعقوب او بچیان یې د یوسف د لیدلو لپاره مصر ته لاړل.[۴۲]
واده او بچیان
د څلورمي قمري پېړۍ د مسلمان تاریخ لیکونکي مسعودي په نقل، یوسف په مصر کې واده وکړ چې پایله یې دوه زامن افرائیم (د یوشع بن نون نیکه) او میشا و.[۴۳]
له زلیخا سره واده
په ځینو روایتونو کې د مصر د عزیزۍ مقام ته له رسېدلو وروسته له زلیخا سره د یوسف د واده خبره شوې ده. د مثال په توګه په حدیث کې راغلي دي چې یوسف یوه ښځه ولیده چې ویل یې د خدای شکر چې مریان یې د خپل اطاعت په برکت پاچایان کړل او پاچایان یې د ګناه او مصعیت په وجه مریان کړل. له هغې یې وپوښتل ته څوک یې، هغې وویل: زه زلیخا یم. او یوسف ورسره واده وکړ.[۴۴] او حتی په ځینو روایتونو کې راغلي چې زلیخا د یوسف په دعا سره ځوانه شوه او بیا یوسف له هغې سره واده وکړ.[۴۵] خو ځینو کسانو د اړوندو روایتونو په جاجولو سره د هغو په سند او روایتونو کې اعتراض کړی او هغه یې د نه منلو وړ بللي دي.[۴۶] په ځینو نقلونو کې راغلي دي چې د یوسف دواړه بچیان (مِنشا او افرایم یا افرائیم) له زلیخا وو.[۴۷]
د یوسف ترک اولی
همداراز وګورئ: ترک اولی
د یوسف سورې د ۴۲ ایت په اساس کله چې یوسف په زندان کې و، هغه ته یې د یو بندي د خوشي کېدو خبر ورکړ. هغه ورته وویل: د پاچا په مخکې زما د بې ګناهۍ خبره وکړه، خو شیطان دغه خبره له هغه هېره کړه او له همدې امله یوسف څو کاله په بند کې پاتې شو. په دې اړه په مفسرانو کې د نظر اختلاف دی. ځینو ویلي چې مطلب دا دی چې شیطان له یوسفه خدای هېر کړ او د ځینو په باور شیطان د دې سبب شو چې هغه زنداني هغه خبره هېره کړي چې پاچا ته د یوسف بې ګناهي ووایي. علامه طباطبایي لومړی نظر د قرآن له صریح بیان سره په ټکر کې ګڼلی دی؛ ځکه چې له یوه پلوه یوسف له مخَلصانو ګڼل شوی دی.[یادداشت۳] او له بل پلوه راغلي چې شیطان هیڅکله د مخلصانو په فکر کې نفوذ نه شي کولی.[یادداشت ۴][۴۸] په هر حال مفسرانو د یوسف عمل ترک اولی ګڼلې ده؛ ځکه چې د پیغمبرانو لپاره او هغه کسان چې د توحید په لوړه درجه کې دي په دنیاوي اسبابو پورې هم دومره توسل هم خوښ او ښه نه دی.[۴۹]
په ځینو حدیثونو کې حضرت یوسف ته د یوې بلې ترکِ اولی نسبت ورکړل شوی دی.[۵۰] د دغه حدیثونو له مخې کله چې یعقوب پېغمبر له کلونو فراقه وروسته حضرت یوسف ته ورغی نو یوسف د خپل پاچاهي مقام په وجه د خپل بوډا پلار د درناوي لپاره له خپل تخته یا سورلۍ کوز نه شو.[۵۱] او له همدې امله خدای تعالی د یوسف له نسله نبوت واخیست.[۵۲] او د یوسف د ورور لاوي په نسل کې یې جاري کړ[۵۳] شیعه مفسر جعفر سبحاني په دې باور دی چې دغه حدیثونه له قرآن سره سمون نه خوري ځکه چې د قرآن د ځینو ایتونو له مخې حضرت یوسف د خپل پلار په هرکلي کې ډېر په احترام سره سلوک وکړ.[۵۴] د الفرقان تفسیر مولف محمد صادقي تهراني باوري دی چې دغه حدیثونه له اسراییلیاتو دي او له مختلفو اړخونو پرې اعتراض وارد دی.[۵۵]
په قرآن او تورات کې د یوسف د کیسې فرق
د هغه څه په اساس چې علامه طباطبایي نقل کړي په تورات کې د قرآن په اپوټه،[۵۶] راغلي چې یوسف د ستورو او لمر سپوږمۍ د سجده کولو خوب وروڼو ته بیان کړ او هغوي ورسره حسد وکړ او په دې خبره چې وروسته به یوسف پر هغوي واکمن شي اندیښمن شول. همداراز د تورات له مخې کله چې یوسف خپل پلار یعقوب ته خوب بیان کړ، یعقوب پرې وقهرېد او وې ویل: آیا زه، مور او دولس وروڼه به دې تاته سجده کوو؟![۵۷] یو بل فرق دا دی چې د قرآن د راپور له مخې، د یوسف وروڼو وغوښتل چې یعقوب یوسف له هغوي سره صحرا ته ولیږي،[۵۸] خو د تورات په راپور کې په خپله یعقوب له یوسفه وغوښتل چې په وروڼو پسې دې صحرا ته لاړ شه او وګوره چې هغوي روغ دي که نه ؟[۵۹]
وفات او د ښخېدو ځای
د څلورمي قمري پېړۍ د تاریخ لیکونکي مسعودي په وینا، یوسف ۱۲۰ کاله ژوند وکړ. کله یې چې مرګ راورسېد خدای پرې وحي وکړه چې هغه نور او حکمت چې لري یې ببرز بن لاوي بن یعقوب ته وسپاري. دغه وخت یوسف ببرز بن لاوي له آل یعقوب سره یو ځای چې په هغه وخت اتیا سړي کېدل راوغوښتل او ورته یې وویل: ډېر زر به په تاسو یوه ډله غالبه شي او تاسو به په سخت عذاب اخته کړي، تر دې چې خدای به د لاوي د یو بچي په وسیله چې نوم یې موسی دی له تاسو سره مرسته وکړي.[۶۰] د یوسف له وفاته وروسته هرې ډلې غوښتل د هغه جنازه په خپل ځای کې ښخه کړي د دې لپاره چې شخړه جوړه نه شي، هغه یې په مصر کې د مرمرو په یو صندوق کې په نیل سیند کې ښخ کړ. له کلونو وروسته حضرت موسی د هغه جنازه له دغه ځایه ووېستله.[۶۱] او د شپږمې او اومې پېړۍ د تاریخ لیکونکي یاقوت حموي په وینا، په فلسطین کې یې ښخه کړه.[۶۲]
یوسف په هنري اثارو کې
اصلي مقاله: یوسف پیغمبر ( ټیلي ویژني سیرئیل)
د حضرت یوسف کیسه په مختلفو هنري او رسندویي اثارو لکه انځورګرۍ، کاشي کارۍ، ادبیاتو، سینما او ټیلي ویژن کې انعکاس لرلی دی. په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د ایران له ټیلي ویژنه د یوسف پیامبر په نامه ټیلي ویژني سیرئیل ډرامه خپره شوه.[۶۳] لاندینی بیت چې د اتمې قمري پېړۍ شاعر حافظ شیرازي ویلی، پکې د یوسف کیسې ته اشاره شوې ده.
یوسف گمگشته بازآید به کنعان غم مخور | کلبه احزان شود روزی گلستان غم مخور [۶۴] |
سعدی:
نشان یوسف گم کرده میدهد یعقوب | مگر ز مصر به کنعان بشیر میآید | |
آن را که بِصارت نبود یوسف صدیق | جایی بفروشد که خریدار نباشد[۶۵] |
فوټ نوټ
- ↑ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۰۶.
- ↑ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۰۶.
- ↑ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۸۷.
- ↑ جعفری، «نامهای پیامبران در قرآن»، ص۲۵ - ۲۶.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۱۳۰.
- ↑ سوره انعام، آیه ۸۴.
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۵۹.
- ↑ قطبالدین راوندی، قصصالانبیاء، ۱۴۳۰ق، ص۳۴۸.
- ↑ بېلګه به توګه وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۹، ص۳۱۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۸۲.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۳.
- ↑ سوره یوسف، آیات۸ تا ۱۰۰.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۴و۵.
- ↑ ابنکثیر، قصصالانبیاء، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۶م، ص۱۹۱.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۸.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۱۲.
- ↑ سوره یوسف، آیه۱۷.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۱۸.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۸۴.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۲۴۲.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۱۰و۱۹.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طباطبایی،المیزان، ۱۳۹۱ق، ج۱۱، ص۱۲۲. جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۱۷؛ بلاغی، قصص قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۹۸؛ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۴و۱۱۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان،۱۳۹۱ق، ج۱۱، ص۱۲۹.
- ↑ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۵و۱۱۶؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۲۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۹۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۹۶.
- ↑ صحفی، قصههای قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۷و۱۱۸؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۳۰و۳۱.
- ↑ کلیات سعدی، ۱۳۸۱ش، ص۴۱۳
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۲۱؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۳۳تا۳۵.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۰۵تا۱۰۶؛ همدا وګورئ: سوره یوسف آیه ۴۱.
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۲۳؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۴۳.
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۲۳؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۴۴و۴۵.
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۲۳؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۴۷تا۴۹.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۰۵تا۱۰۶؛ همدا وګورئ: سوره یوسف آیه ۵۰و۵۱.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۰۸.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۱۰.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۰۹؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۵۸.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۱۰؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۵۹.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۱۹؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۹۳تا۹۶.
- ↑ بلاغی، قصص قرآن، ص۱۱۹؛ همدا وګورئ: سوره یوسف، آیه ۱۰۰.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۴۹.
- ↑ قطبالدین راوندی، قصصالانبیاء، ۱۴۳۰ق، ص۳۵۱.
- ↑ جزایری، النور المبین، ۱۴۲۳ق، ص۲۳۴.
- ↑ وګورئ: معارف و دیگران، «بررسی روایات تفسیري فریقین در مسئلۀ ازدواج حضرت یوسف با زلیخا»، ص۷تا۳۲.
- ↑ مقدسی، البدء و التاريخ، بور سعید، ج۳، ص۶۹؛ ابن کثیر، البداية و النهاية، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۱۰؛https://pasokh.org/fa/Question/View/73787/آيا-از-فرزندان-و-نوادگان-حضرت-يوسف-ـ-عليه-السلام-ـ-پيامبر-هم-شد-و-اصلاً-يوسف-ـ-عليه-السلام-ـ-فرزند-داشته-است
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۱۸۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،۱۳۷۴ش، ج۹، ص۴۱۴.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۲۲۳.
- ↑ فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۵، ص۸۷۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۱۲؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۲۵۲.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۶.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۴۳۳ق، ج۱۱، ص۴۷۲.
- ↑ صادقی تهرانی، الفرقان فی تفسیر القرآن، ۱۳۶۵ش، ج۱۵، ص۲۰۸.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ۲۶۱.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۱۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۲۶۱.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۷۴.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۷۵.
- ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۱، ص۴۷۸.
- ↑ «چهار سال با یوسف پیامبر»، وبگاه ویستا.
- ↑ حافظ،غزلیات، غزل ۲۵۵
- ↑ https://ganjoor.net/saadi/divan/ghazals/sh202
سرچينې
- ابنطاووس، علی بن موسی، المجتنی من الدعاء المجتبی، قم، دارالذخائر، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- ابن کثیر، البداية و النهایة، بيروت، دار الفكر، ۱۴۰۷ق.
- ابنکثیر، قصصالانبیاء و اخبارالماضین (خلاصة تاریخ ابنکثیر)، تدوین محمد بن احمد کنعان، بیروت، مؤسسةالمعارف، چاپ اول، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۶م.
- بلاغی، صدرالدین، قصص قرآن، تهران، امیرکبیر، چاپ هفدهم، ۱۳۸۰ق.
- «چهار سال با یوسف پیامبر»، وبگاه ویستا، تاریخ بازدید: ۱۱ شهریور ۱۳۹۸.
- جزایری، نعمتالله، النورالمبین فی قصص الانبیاء و المرسلین، بیروت، دارالاضوا، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
- حافظ شیرازی، شمسالدین محمد، غزلیات حافظ، غزل ۲۵۵، وبگاه گنجور، تاریخ بازدید ۳۱ شهریور ۱۳۹۸ش.
- جعفری، یعقوب، «نامهای پیامبران در قرآن» در مجله مکتب اسلام، سال چهل و ششم، شماره ۱۲، اسفند ۱۳۸۵ش.
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۳۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن بالقرآن و السنة، قم، انتشارات فرهنگ شیعی، ۱۳۶۵ش.
- صحفی، سیدمحمد، قصههای قرآن، قم، اهل بیت، چاپ دوم، ۱۳۷۹ش.
- ضیاءآبادی، محمد، تفسیر سوره یوسف، تهران، موسسه بنیاد خیریه الزهرا(علیها السلام)، ۱۳۸۸ش.
- طباطبایی، سیدمحمد حسین، المیزان فى تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، کتابخانه امام امیرالمؤمنین(ع)، اصفهان، ۱۴۰۶ق.
- قطبالدین راوندی، سعید بن هبةالله، قصصالانبیاء الحاوی لاحادیث کتاب النبوه للشیخ الصدوق، قم، انتشارات علامه مجلسی، ۱۳۸۸ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة للامام علی بن ابی طالب علیهالسلام، قم، اسماعیلیان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
- معارف و دیگران، "بررسی روایات تفسیري فریقین در مسئلۀ ازدواج حضرت یوسف با زلیخا" دو فصلنامه حدیثپژوهی، سال هفتم، شمارۀ سیزدهم، بهار و تابستان ۱۳۹۴.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاريخ، بور سعيد، مكتبة الثقافة الدينية، بی تا.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
- یاقوت حموی، معجمالبلدان، بیروت دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.