الحسن و الحسین سیدا شباب اهل الجنة
اَلْحَسَنُ و اَلْحُسَینُ سَیِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّة، پر ټولو جنتیانو د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) د لوړاوي په باره کې له پېغمبر(ص) څخه یو روایت دی. ځینو شیعه عالمانو د دغه حدیث له مضمونه دا اخستون کړی چې دا دوه امامان په دنیا کې هم پر نورو لوړ دي او باید اطاعت یې وشي. د ځینو اهل سنتو عالمانو له نظره، هغو روایتونو ته په پام سره چې جنتیان ځوانان ګڼي، د روایت مفهوم دا دی چې حسن او حسین(ع) د ټولو جنتیانو سرداران دي؛ البته ځينې کسان لکه پېغمبر(ص) او امام علي(ع) له دغه عمومیته استثنا شوې دي.
دا حدیث چې د اَمالی شیخ طوسي، من لایحضره الفقیه او سنن تِرمذی په شان سرچینو کې راغلی دی همداراز د پېغمبر(ص) د ۲۵ صحابه و لکه امام علي(ع) ابوبکر او عمر بن خطاب له خوا راپور شوی او د اهل سنتو او شیعه عالمانو هغه متواتر ګڼلی دی. د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې دغه حدیث ته ورته روایت راغلی چې ابوبکر او عمر د اهل بهشت د بوډاګانو سرداران معرفي کوي؛ خو ځینو اهل سنتو رجالي عالمانو هغه ضعیف او جعلي ګڼلی دی.
معرفي او مقام
د سیدا شباب اهل الجنة حدیث له پېغمبر(ص) څخه یو مشهور روایت دی،[۱] چې ترې پر اهل بهشت باندې د امام حسن او امام حسین(ع) د لوړاوي د اثبات لپاره استفاده شوې ده.[۲] په بحار الانوار کتاب کې راپور شوی چې امام حسین(ع) په کربلا کې د دښمن په وړاندې د خپل حقانیت د اثبات لپاره له دغه حدیثه استفاده وکړه.[۳]
د حدیث متن داسې دی:«اَلْحَسَنُ وَ الْحُسَینُ سَیدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّة؛ حسن او حسین د جنت د ځوانانو سرداران دي»[۴] دا روایتونه په نورو عبارتونو سره هم د شیعه او اهل سنت په حدیثي سرچینو کې نقل شوی دی؛ منجمله: «الْحَسَنُ وَ الْحُسَینُ سَیدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ وَ أَبُوهُمَا خَیرٌ مِنْهُمَا»؛ ( حسن او حسین د اهل بهشت د ځوانانو دوه سرداران دي او پلار یې تر دوي لا غوره دی][۵] او «الْحَسَنَ وَ الْحُسَینَ سَیدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ وَ أَنَّ فَاطِمَةَ سَیدَةُ نِسَاءِ أَهْلِ الْجَنَّة»؛ ( حسن او حسین د اهل بهشت د ځوانانو دوه سرداران دي او فاطمه د جنت د ښخو سرداره دی.)[۶]
په ټولو اهل بهشت د حسنینو لوړاوی
په ځینو حدیثونو کې، ټول جنتیان ځوانان ګڼل شوی دي.[۷] ځینو اهل سنتو عالمانو دغه ډول روایتونو ته په اشارې سره اهل الجنة ته د شباب (ځوان) اضافه، بیانیه اضافه او د توضیح لپاره ګڼلې ده؛[۸] یعنی حسن(ع) او حسین(ع) د ټولو جنتیانو سرداران دي[۹] البته پېغمبر(ص) او حضرت علي(ع) له دې استثنا شوې دي[۱۰] په یو بل حدیث کې نقل شوي چې د خدای رسول(ص) حضرت عیسی او یحیی له دغه روایته مستثنی کړې دي؛[۱۱] خو شیعه عالم محمد حسن مظفر په دې کې د تصرف احتمال ورکړی او دغه استثنا یې نه ده منلې ځکه چې د ابراهیم او موسی(ع) په شان پېغمبران شته دي چې تر یحیی افضل دي خو په حدیث کې نه دي استنثا شوي.[۱۲]
د حسنینو د امامت د اثبات لپاره یو مستند
شیعه عالم علی بحرانی (وفات: ۱۳۴۰ق) په هغه روایت چې د جنتیانو سرداران د اهل دنیا سرداران ګڼي،[۱۳] باوري دی چې د سیدا شباب اهل الجنة روایت مطابق امام حسن(ع) او امام حسین(ع) په دنیا کې هم اوچت دي او باید اطاعت یې وشي؛[۱۴] له همدې امله ویل شوي چې دا حدیث د هغه دوو امامانو د امامت د اثبات له دلایلو څخه دی.[۱۵]
«سید» د هغه چا لپاره استعمالیږي چې مشري، بزرګي او شرافت لري.[۱۶] همداراز څوک چې په ټولو ښو صفتونو کې بر نورو لوړاوی لري سید نومول شوی دی.[۱۷]
د حدیث متواتروالی
شیعه حدیث پېژاندی علامه مجلسي، د سیدا شباب اهل الجنة حدیث د شیعه سني عالمانو په نزد متواتر ګڼي.[۱۸] ځینو اهل سنتو عالمانو منجمله سیوطي او ناصر الدین الباني هم د دغه حدیث په تواتر تصریح کړې ده.[۱۹] اهل سنت حدیث پېژاندي ابو نعیم اصفهاني د دغه حدیث د سند د قوت په اړه په یو کنایي تعبیر کې، له احمد بن حنبله نقل کړي چې که د دغه روایت سند پر لیوني ولوستل شي جنون به یې ختم شي.[۲۰]
د دغه حدیث مشهور نقل، د شیخ طوسي په امالي کتاب کې[۲۱] او د شیخ صدوق په من لایحضره الفقیه کتاب کې راغلی دی.[۲۲] اهل سنت عالمان ترمذي او ابن شیبه هم د دغه روایت ناقلان وو.[۲۳] د ځینو څېړاندو په باور، د سیدا شباب اهل الجنة حدیث - په متفاوتو نقلونو سره- د پېغمبر(ص) له پینځه ویشتو اصحابو منجمله امام علي(ع) ابوبکر او عمر راپور شوی دی.[۲۴]
د عمر او ابوبکر په شان کې د دې په شان روایت جعل
د اهل سنتو په سرچینو کې د سیدا شباب اهل الجنة حدیث ته ورته حدیث د ابوبکر او عمر په شان کې ذکر شوی، دا چې ابوبکر او عمر د جنت د بوډاګانو سرداران دي.[۲۵] اهل سنت عالمانو هیثمي او ابن جوزي دغه خبر ضعیف او جعلي ګڼلی دی.[۲۶]
طبرسي په احتجاج کتاب کې نقل کړې چې له امام جواد(ع) سره د یحیی بن اکثم په مناظره کې یحیی له امامه وپوښتل: ستاسو نظر د دې روایت په اړه چې «ابوبکر او عمر د جنت د بوډاګانو سرداران دي»څه دی؟ امام له پېغمبره د دغه شان روایت صادرېدل ناممکن وګڼل او وې فرمایل:« دا بني امیه و د «حسن او حسین د جنتیانو سرداران دي» حدیث په مقابله کې جعل کړی دی.[۲۷]
فوټ نوټ
- ↑ فتحی، «حدیث سیدا شباب أهل الجنه و مسأله افضلیت امام»، ص۶۱.
- ↑ فتحی، «حدیث سیدا شباب أهل الجنه و مسأله افضلیت امام»، ص۸۲.
- ↑ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۶.
- ↑ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۱۲؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۷۹؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۵۶؛ ابنابیشیبه، المصنّف، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۷۸، ح۳۲۱۷۶.
- ↑ حِمیری، قرب الإسناد، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۱؛ ابنماجة، سنن ابنماجه، دار إحیاء الکتب العربیة، ج۱، ص۴۴.
- ↑ شیخ مفید، الأمالی، ۱۴۱۳ق، ص۲۳؛ أحمد بن حنبل، مسند أحمد، ۱۴۲۱ق، ج۳۸، ص۳۵۳، ح۲۳۲۹.
- ↑ شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۳۵۸؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۴، ص۶۷۹؛ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۲۹۲.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ج۶، ص۱۵۱.
- ↑ سِندی، حاشیة السِندی، دار الجیل، ج۱، ص۵۷.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۴۶۳؛ فتحی، «حدیث سیدا شباب أهل الجنه و مسأله افضلیت امام»، ص۵۹.
- ↑ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۳۱۶.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۴۶۱-۴۶۲.
- ↑ ابنأبیالحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۷، ص۶۴.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۵۸۲.
- ↑ بازوند، «بازخوانی سندی و دلالی حدیث سیدا شباب اهل الجنة»، مرکز حقایق اسلامی.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۵۸۲.
- ↑ سمعانی، تفسیر القرآن، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۱۶؛ خازن، لباب التأویل، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۴۲.
- ↑ مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ص۲۸۷.
- ↑ مناوی، التیسیر بشرح الجامع الصغیر، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۵۰۷؛ البانی، سلسلة الاحادیث الصحیحة، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۴۳۱.
- ↑ اصفهانی، تاریخ اصفهان، ۱۴۱۰ق، ص۷۳.
- ↑ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۱۲.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۷۹.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۵۶؛ ابنابیشیبه، المصنّف، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۷۸، ح۳۲۱۷۶.
- ↑ فتحی، «حدیث سیدا شباب أهل الجنه و مسأله افضلیت امام»، ص۶۲.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۶۱۱؛ أحمد بن حنبل، مسند أحمد، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۴۰، ح۶۰۲.
- ↑ هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۵۳؛ ابنجوزی، الموضوعات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۳۹۸.
- ↑ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۴۷.
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید، شرح نهج البلاغة، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- ابنابیشیبه، عبدالله بن محمد، المصنّف فی الأحادیث و الآثار، تحقیق: کمال یوسف الحوت، ریاض، مکتبة الرشد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- ابنجوزی، جمالالدین، الموضوعات، تحقیق: عبدالرحمن محمد عثمان، مدینه، المکتبة السلفیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ق.
- ابنماجة، محمد بن یزید، سنن ابنماجه، تحقیق: محمد فؤاد عبد الباقی، بیجا، دار إحیاء الکتب العربیة، بیتا.
- احمد بن حنبل، ابوعبدالله، مسند أحمد بن حنبل، تحقیق: شعیب الأرنؤوط و عادل مرشد، بیجا، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
- اصفهانی، ابونعیم، تاریخ اصفهان، تحقیق حسن کسروی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
- اَلبانی، محمد ناصرالدین، سلسلة الأحادیث الصحیحة و شیء من فقهها و فوائدها، الریاض، مکتبة المعارف للنشر و التوزیع، ۱۴۱۵ق.
- بازوند، رضا، «بازخوانی سندی و دلالی حدیث سیدا شباب اهل الجنة»، مرکز حقایق اسلامی، تاریخ بازدید: ۲۰ دی ۱۴۰۲ش.
- بحرانی، علی، منار الهدی فی النص علی إمامة الأئمة الإثنی عشر(ع)، تحقیق عبد الزهراء خطیب، بیروت، دار المنتظر، ۱۴۰۵ق.
- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، تحقیق و تعلیق: أحمد محمد شاکر، مصر، مکتبة و مطبعه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
- حِمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الإسناد، قم، مؤسسهٔ آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- خازن، علاءالدین، لباب التأویل فی معانی التنزیل، تصحیح: محمدعلی شاهین، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- سمعانی، منصور بن محمد، تفسیر القرآن، تحقیق: یاسر بن ابراهیم، ریاض، دار الوطن، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- سِندی، نورالدین، حاشیة السندی علی سنن ابنماجه، بیروت، دار الجیل، بیتا.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، الأمالی، قم، دارالثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الأمالی، تصحیح: حسین استادوَلی، علیاکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإختصاص، علیاکبر غفاری، قم، الموتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- فتحی، علی، «حدیث سیدا شباب أهل الجنه و مسأله افضلیت امام» در مجله کلام اسلامی، دوره ۲۱، شماره ۸۲، قم، شهریور ۱۳۹۱ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، تهران، انتشارات اسلامیه، بیتا.
- مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- مناوی، عبدالرؤوف، فیض القدیر شرح الجامع الصغیر، مصر، المکتبة التجاریة الکبری، چاپ اول، ۱۳۵۶ق.
- مناوی، عبدالرؤوف بن تاج، التیسیر بشرح الجامع الصغیر، الریاض، مکتبة الامام الشافعی، ۱۴۰۸ق.
- هیثمی، نورالدین، مجمع الزوائد و منبع الفوائد، تحقیق: حسامالدین القدسی، قاهرة، مکتبة القدسی، ۱۴۱۴ق.