ان الحیاة عقیدة و جهاد
إنَّ الحیاةَ عقیدةٌ و جهادٌ (په پښتو کې: په حقیقت کې ژوند عقیده درلودل او د هغې لپاره هڅه کول دي) یوه وینا چې امام حسین(ع) ته منسوبه ده. حسین بن علي(ع) ته د دې خبرې د منسوبولو په اړه اختلاف دی. ځينو يې د سند له وړاندې کولو پرته امام ته منسوب کړي دي، خو مرتضی مطهري (۱۲۹۸-۱۳۵۸) په دې اند دی، چې دا جمله د سند نه لرلو، د معنا د صحيح نه کېدلو او د امام حسین(ع) نورو ویناو سره د سمون نه لرو له امله د امام خبرې نه دي. پر دې سربېره تاريخ څېړونکي عنايت الله مجيدي (په ١٣٢٢ لمریز کال کې زیږیدلی) دا د څوارلسمې پېړۍ د مصري شاعر احمد شوقي د شعر يو بيت ګڼلی دی.
موقعیت
إنَّ الحیاةَ عقیدةٌ و جهادٌ (په پښتو کې: ریښتیا ژوند د عقیده درلودل او د هغې لپاره هڅه کول دي) هغه جمله ده چې د یوه ایراني محقق عنایت الله مجیدي (۱۳۲۲ هـ ش) په وینا د امام حسین(ع) ته د منسوبیدو له کبله مشهوره شوې ده. خو مرتضی مطهري (۱۲۹۸-۱۳۵۸) چې یو شیعه مفکر دی، دغه انتساب صحیح نه ګڼي.[۱] همدارنګه ځينو خلکو دا د خداى د پرهېزګارو او مؤمنانو لپاره د ښکلو شعار په توګه منلې ده.[۲] او ځينو نورو دا د خپلو عقيدو د تبليغ لپاره (د هرې مبنا سره سمه) مناسب بللې ده[۳]
امام حسین(ع) ته د انتساب څیړنه
امام حسین(ع) ته د «ان الحیاة عقیدة و جهاد» د خبرې د منسوبولو د اعتبار په اړه اختلاف دی. ځینو څیړونکو لکه مهدي بازرګان (۱۲۸۶-۱۳۷۳) او یحیی نوري (۱۳۱۱-۱۳۸۶) دا امام ته منسوب کړی،[۴] که څه هم دوي یې سرچینه نه ده ذکر کړی.[۵] همدارنګه د ایران یو لیکوال او محقق زین العابدین په خپل کتاب «زندگانی امام حسین(ع)» کې دا جمله د امام شعر ګڼي.[۶]
د دې نظر په مقابل کې مرتضی مطهري[۷] او محمد سحتي سردرودي (په ۱۳۴۳هـ ش کال کې زیږیدلی)[۸] د عاشورا څیړونکی دا خبره له امام حسین(ع) څخه نه ګڼي. محمد تقي جعفري چې يو شیعه متفكر (۱۳۰۲-۱۳۷۷ هـ ق) د د نهج البلاغې په ژباړه او تفسير كې دا جمله د يوه شعر په توګه نقل كړې ده، پرته له دې چې چا ته يې منسوبه كړي،[۹] خو محمد سحتي سردرودي په دې اند دى چې د جعفري له دې بیانه دغه پايلې رسو چې هغه دا جمله حدیث نه ګڼي.[۱۰]
دغه راز عنايت الله مجيدي په مقاله کې «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد» په دې باور دی چې دا جمله د امام حسین(ع) نه ده بلکې د څوارلسمې پیړۍ د مصري شاعر احمد شوقي د شعر یوه نیم بیتي ده.[۱۱] چې بشپړ بیت یې په لاندې ډول دی:
قِف دون رأیک فی الحیوة مجاهداً | اِن الحیوة عقیدة و جهاد[۱۲] |
په انتساب اعتراضات
مرتضی مطهري په دې باور دی چې د إنّ الحیاة عقیدة و جهاد خبره له امام حسین(ع) نه ده.[۱۳] دلایل یې دا دي:
- دا جمله هیڅ سند نه لري: د هغه په وینا دا ډول جمله په اسلامي منابعو کې له امام حسین(ع) نه ده نقل شوې.[۱۴] د مطهري په وينا د دې خبرې لرغون والی هم څلويښت يا پنځوس کاله دی.[۱۵]
- جهاد باید د حق په لاره وي: د مطهري په وینا، د عقیدې په لاره کې جهاد روا نه دی، ځکه چې د قرآن له نظره باید د حق په لاره کې جهاد وشي، نه د عقیدې په لاره.[۱۶] همدارنګه د هغه په اند دا جمله د امام حسین(ع) له منطق سره سمون خوري او د هغه له نورو قولونو سره هم سمون نه خوري. لکه:
- «مَوْتٌ فی عِزٍّ خَیرٌ مِنْ حیاةٍ فی ذُلٍ؛ له ذلت سره ژوند کولو نه په عزت مړینه غوره ده.»[۱۷]
- «الا وَ انَّ الدَّعِی ابْنَ الدَّعِی قَدْ رَکزَ بَینَ اثْنَتَینِ بَینَ السِّلَّةِ وَ الذِّلَّةِ وَ هَیهاتَ مِنَّا الذِّلَّةُ؛[۱۸] دې حرامزاده چې د حرامزاده زوی دی ماته یې د دوو څیزونو تر مینځ اختیار راکړی دی: د تورې او ذلت تر منځ او د ذلت او خوارۍ ته تسلیمېدل زموږ څخه لیرې دي.»[۱۹]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۱؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۳.
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۱.
- ↑ علائی، مجاهدان و شهیدان راه آزادی، ۱۳۵۸ش، ص۵۲۸.
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۳-۵۴.
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۳-۵۴.
- ↑ رهنما، زندگانی امام حسین(ع)، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۱۸۹.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۳.
- ↑ صحتی سردرودی، بازخوانیِ چند حدیث مشهور درباره عاشورا، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
- ↑ جعفری، ترجمه و تفسیر نهجالبلاغه، ۱۳۶۰ش، ج۸، ص۱۱۸.
- ↑ صحتی سردرودی، بازخوانیِ چند حدیث مشهور درباره عاشورا، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۱.
- ↑ مجیدی، «پژوهشی درباره یک شعار معروف؛ ان الحیوة عقیدة و جهاد»، ص۵۱؛ «قف دون رأیک فی الحیاة مجاهدا»، وبسایت الدیوان.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۳.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۳.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۱۷۱.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۴.
- ↑ ابنشهرآشوب، المناقب، نشر علامه، ج۴، ص۶۸.
- ↑ سید ابن طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۹۵.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۳، ص۲۴۴-۲۴۵.