کل یوم عاشورا
| د محرم سوګواري | |
|---|---|
د عاشورا د ماښام نقاشي د محمود فرشچیان یو له نقاشیو څخه | |
| پیښې | |
| د امام حسین(ع) ته د کوفیانو لیکونه • د بصرې مشرانو ته د امام حسین(ع) لیک • د عاشورا ورځ • د کربلا پیښه • د کربلا پیښه (د احصایې له نظره) • د عاشورا د پیښو مهالوېش • د کربلا اسیران | |
| کسان | |
| امام حسین(ع) • علي اکبر • علي اصغر • عباس بن علي • حضرت زینب(س) • سکینه بنت حسین • فاطمه د امام حسین لور • مسلم بن عقیل • د کربلا شهیدان • د کربلا اسیران | |
| ځایونه | |
| د امام حسین(ع) حرم • تل زینبیه • د حضرت عباس(ع) حرم • د قتلګاه ګودال • بین الحرمین • د علقمه نهر | |
| وختونه | |
| تاسوعا • عاشورا • د محرم لسیزه • اربعین • د صفر لسیزه | |
| دستورې | |
| مرثیه ویل • نوحه • تعزیه • روضه • زنځیر وهل • سینه وهل • سقا خانه • سنج او ډمام • د عزادارۍ دستې • شام غریبان • تشت کېښودل • نخل ګرځول • چاقو زني • د اربعین لاریون • تابوت ګرځول • د تابوت دستورې | |
د کُلُّ یَومٍ عاشوراء و کُلُّ أرضٍ کَربَلاء عبارت (هر ورځ عاشورا او هر ځمکه کربلا ده) یوه مشهوره جمله ده چې ډېری وخت له امام صادق(ع) سره تړاو ورکول کېږي او ځینې دیني عالمانو هم په خپلو خبرو کې له دې عبارت څخه کار اخیستی دی. خو څېړونکي وایي چې دا جمله په هیڅ یوه شیعه حدیثي منابعو کې نه ده راغلې.
د دې عبارت فلسفه
امام خمیني وایي چې دا جمله د ظلم پر وړاندې د همېشنۍ مبارزې اړتیا څرګندوي. مرتضی مطهري هغه د تاریخ په اوږدو کې له ظلم سره د مبارزې او د حق د ژوندي کولو په معنا ګڼلې ده. سید علي خامنهاي وايي که انسانان په هر دوره کې خپل رول سم ترسره کړي، هر څه به په سمه توګه پرمخ ولاړ شي.
تاریخچه
معلومه نه ده چې دا جمله لومړی په کومه سرچینه کې بیان شوې. محمد بن سعید صنهاجي بوصيري (وفات ۶۹۴ق) په خپله مشهوره قصیده همزیه کې ویلي: «كلُّ يومٍ وكلُّ أرضٍ لِكَربی/ منهمُ كربلاءُ وعاشوراءُ» (هره ورځ او هر ځای زما د غم لپاره دی، خو تر ټولو زیات، کربلا او عاشورا).[۱] د عبدالحسین اعصم (وفات ۱۲۴۷ق) په قصیده رائیه کې هم یو بیت په ورته مفهوم راغلی: «كَأَنَّ كُلَّ مَكَانٍ كَربَلاءُ لَدَى عَينِي/ وَكُلُّ زَمَانٍ يَومُ عاشُوراء» (لکه هر ځای زما په نظر کې کربلا دی او هر وخت د عاشورا ورځ ده).[۲]
علي شریعتي (۱۳۱۲-۱۳۵۶ل) هم په کتاب حسین وارث آدم کې دا جمله امام صادق(ع) ته منسوبه کړې.[۳] پر دې سربېره، دا عبارت د ځینې دیني عالمانو په ویناوو کې هم کارول شوی دی؛ امام خمیني په خپلو ویناوو او پېغامونو کې دغه عبارت کارولی،[۴] او سید علي خامنه اي هم بې له دې چې هغه حدیث وګڼي، دغه عبارت ته اشاره کړې ده.[۵] مرتضی مطهري هم (د دغه جملې حدیث والي یا نه حدیثوالي ته له اشارې پرته) د دې خبرې د شننې په ترڅ کې چې امام حسین(ع) د اسلامي فکر د ژوندي کولو لپاره وجنګېد او وې کړی شول دغه فکر په نړۍ کې ژوندی کړي، بیانوي چې ۱۳۰۰ کاله کیږي چې حسیني غورځنګ هر کال یوه نوې کامیابي لاسته راوړي؛ یعنې هر کال عاشورا ده او د «کل یوم عاشورا» مطلب همدا دی چې هره ورځ د امام حسین(ع) په نوم له یو ظلم او باطل سره مبارزه کیږي او یو حق او عدالت احیاء کیږي.[۶]
سرچینې
محمد صحتی سرد رودي چې د امام حسین(ع) په اړه یې ځینې کتابونه لیکلي وایي چې د «کل یوم عاشورا و کل ارض کربلا»، عبارت نه یوازې په احادیثو کې نه دی راغلی بلکې د شیعه باورونو سره هم مطابقت نه لري، ځکه هیڅ ځای د کربلا ارزښت نلري او هیڅ ورځ د عاشورا له ورځې سره د پرتلې وړ نه ده.[۷] له همدې امله احتمال ورکړل شوی چې دې خبرې له زیدیه سرچینه اخستې ده.[۸]
تفسیر
امام خمیني په خپلو خبرو کې جوته کړې چې له «کل یوم عاشورا و کل ارض کربلا» مطلب د امام حسین(ع) په مصیبتونو د همېشه لپاره ژړېدلو ضرورت نه دی بلکې په دې باور دی چې دا جمله له ظلم سره د همیشنۍ مبارزې د ضرورت ښودونکې ده.[۹] همداراز مرتضی مطهري د عاشورا په غورځنګ کې د امام حسین(ع) د واقعي کامیابۍ په بیان کې وایي چې هره ورځ د امام حسین(ع) په نوم له یو ظلم او باطل سره مقابله کیږي او یو حق او انصاف احیا کیږي.[۱۰] سید علی خامنه اي هم دا جمله داسې تفسیروي چې «په هره زمانه کې انسانان یو رول لري چې که که دغه رول په صحیح توګه په مناسبه شېبه کې په خپل وخت کې ولوبوي، هر څه به سم شي، ولسونه به وده وکړي او انسانیت به پراخ شي.[۱۱]
اړوند موضوعات
فوټ نوټ
- ↑ قطیفی، الرسائل الاحمدیة، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۷۳؛ امین، اعیان الشیعة، تحقیق حسن امین، ج۱، ص۶۵۲.
- ↑ شبر، ادب الطف، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲.
- ↑ شریعتی، حسین وارث آدم، ۱۳۸۰ش، ص۴۹.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۴۴۵؛ ج۱۰، ص۱۰و۱۲۲و۱۹۱و۳۱۵؛ ج۱۶، ص۱۵۱.
- ↑ «بیانات در مراسم مشترک دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- ↑ مطهری، حق و باطل (مجموعه آثار، ج۳)، ۱۳۷۵ش، ص۴۳۴-۴۳۵.
- ↑ صحتی سردرودی، «چند حدیث معروف درباره عاشورا»، ص۱۳۶-۱۳۷.
- ↑ صحتی سردرودی، «چند حدیث معروف درباره عاشورا»، ص۱۳۷.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۴۴۵؛ ج۱۰، ص۱۰و۱۲۲و۳۱۵.
- ↑ مطهری، حق و باطل (مجموعه آثار، ج۳)، ۱۳۷۵ش، ص۴۳۴-۴۳۵.
- ↑ «بیانات در مراسم مشترک دانش آموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
- أمین، سید محسن، اعیان الشیعة، تحقیق حسن أمین، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، بیتا.
- «بیانات در مراسم مشترک دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امام حسین(ع)»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله خامنهای.
- شبر، جواد، ادب الطف، بیروت، دار المرتضى، ۱۴۰۹ق.
- شریعتی، علی، حسین وارث آدم (در مجموعه آثار، شماره ۱۹)، تهران، انتشارات قلم، ۱۳۸۰.
- صحتی سردرودی، محمد، «بازخوانیِ چند حدیث مشهور درباره عاشورا»، در مجله علوم حدیث، شماره ۲۶.
- قطیفی، احمد آل طَعّان، الرسائل الأحمدیة، تحقیق دار المصطفی(ص) لإحیاء التراث، قم، دار المصطفی لإحیاء التراث، ۱۴۱۹ق.
- مطهری، مرتضی، نبرد حق و باطل (در مجموعه آثار، ج۳)، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۷۵ش.