د فدکیه خطبه

د wikishia لخوا
دا مقاله د فدک د خطبې په اړه ده. د فدک د ضبط په اړه د زده کړې لپاره، د فدک کیسه مدخل وګورئ.
د فدکيه د خطبې يوه برخه چې په محسن عبادي خط ليکل شوې ده.

د فدکیه خُطبه یا خطبة لُمَّة د حضرت فاطمه سلام الله علیها هغه وینا ده چې په مسجد نبوی کې د فدک د غصبولو په اعتراض کې شوې وه. ابوبکر خلافت ته له رسېدو وروسته د فدک کلي چې پېغمبراکرم(ص) فاطمې(س) ته ورکړې و، له هغې د خلافت په ګټه قبضه کړ په دې دلیل چې یو روایت یې رسول الله(ص) ته منسوب کړې و چې وايي: پېغمبران له ځانه وروسته میراث نه پریږدي. وروسته له دې چې د فاطمه(س) انصاف غوښتنه بې پایلې شوه، د رسول الله(ص) جومات ته لاړه او یوه خطبه یې ورکړه چې د فدکیه په خطبې مشهوره شوه. په دې خطبه کې یې د فدک خپل ملکیت روښانه کړ. همدارنګه یې د خلافت په اړه د علي(ع) له حقه دفاع وکړه او مسلمانان یې په دې خبرې وغندل چې ولی د اهل بیتو(ع) د ظلمونو په وړاندې چوپ دي.

د فدکیه خطبې ډېر معارف بیان کړي لکه د خدای او معاد پيژندګلو، نبوت، د اسلام د پیغمبر(ص) بعثت، د قرآن عظمت، د احکامو او ولایت فلسفه.

د دې خطبې متن په شیعه او سني سرچینو کې نقل شوی دی. سید عزالدین حسینی زنجاني، حسین علی منتظري او مجتبی تهراني په دې خطبې شرحې هم لیکلي دي.

اهمیت او موقعیت

د فدکيه په خطبې کې د حاکم نظام په وړاندې د حضرت فاطمې(س) سياسي دريځونه او د فدک او خلافت د غاصبينو غندنه شامل دي[۱] په دې خطبه کې په اسلامي ټولنه کې د اتحاد د رامنځته کولو او له تفرقې او نفاق څخه د په لری کیدو او د اهل بیتو(ع) د ولایت او امامت په منلو ټینګار شوی دی.[۲] په دې خطبه کې د توحید، معاد، نبوت او د پیغمبر اکرم(ص) د بعثت او د قرآن عظمت، د احکامو او ولایت د فلسفې غوندې تعلیمات شامل دي،[۳] له همدې سببه دا خطبه د حضرت فاطمې(س) له خورا غوره دیني میراثونو څخه ګڼل شوې ده.[۴]


همدارنګه د فدکیه خطبه په فصاحت او بلاغت کې د امام علی(ع) له خطبو سره مساوي ګڼل شوی[۵] او د وینا په فن کې له مشهورو منطقي شاخصونو څخه کار اخیستل د دې خطبې د اهمیت له دلایلو څخه ګڼل کیږي؛[۶] له همدې سببه د ابن طیفور په کتاب بلاغات النساء کې دا خطبه له فصاحت او بلاغت ډکه وینا ګڼل شوې ده.[۷]


له فدکیه خطبې په سیاسي غونډو کې د مسلمانو ښځو د ګډون د جواز د ثابتولو لپاره ګټه اخستل کیږي.[۸] د عبدالله جوادي املي په وینا چې د شیعه د تقلید مراجعو څخه دی وايي: ځینې خطبې لکه د حضرت زهرا(س) دا خطبه باید په علمي حوزې کې د رسمي درس په توګه تدریس شي.[۹]

غرض

اصلي مقالې: د فدک کیسه، فدک، او نحن معاشر الانبیاء لا نورث

د پېغمبراکرم(ص) له وفات وروسته ابوبکر يو حديث رسول الله(ص) ته منسوب کړ او ادعا يې وکړه چې پېغمبران ميراث نه پرېږدي؛[۱۰] له همدې امله د فدک کلي ته چې رسول الله(ص) له دې آیت «وَآتِ ذَا الْقُرْ‌بَیٰ حَقَّهُ؛ او د خپلوانو حق يې ورکړه.»[۱۱] له نازلیدو وروسته هغه فاطمې(س) ته ورکړې و[۱۲] او دا د فاطمې(س) په لاس کې و[۱۳] خلیفه هغه د خلافت په ګټه ونیوه.[۱۴] فاطمې(س) د دې لپاره چې ثابته کړي چې فدک میراث نه دی او ډالۍ ده، ام ایمن او امام علی(ع) په خپلو خبرو شاهدان راوړل.[۱۵] د یوه راپور له مخې ابوبکر په یوه سند کې د فدک ملکیت د فاطمې لپاره تایید کړ. خو عمر هغه کاغذ وشلوه[۱۶] د ځینو سني سرچینو په وینا، ابوبکر د فاطمې شاهدان ونه منل او دوه سړي یې وغوښتل چې ګواهي ورکړي.[۱۷]

کله چې فاطمې(س) د فدک غوښتنه بې ګټې وليده، د خپلو ښځينه خپلوانو له يوې ډلې سره جومات ته ولاړه.[۱۸] د ابن طفور په کتاب بلاغات النساء په نقل، کله چې فاطمه جومات ته ورسېده، ابوبکر او يوه ډله مهاجران او انصار په جومات کې ناست وو. دوي د فاطمې(س) او حاضرو کسانو ترمنځ یو څادر اویزان کړ. د پېغمبراکرم(ص) لور لومړی په ژړا شوه، چې اورېدونکي هم ورسره په ژړا شول، بيا لږه چوپه پاتې شوه، چې خلک ارام شول، بيا يې خپله وينا پیل کړه.[۱۹] له دې سببه چې دا خطبه د فدک د نيولو په هکله ترسره شوې وه د فدکیه خطبې په نامه ونومول شوه.[۲۰] خو کله کله دې ته خطبه لُمَّة هم ویل کیږي له دې سببه چې حضرت فاطمه(س) د خطبې له ویلو مخکې د خپلو خپلوانو له یوې ډلې سره جومات ته داخله شوه، «وَ أقْبَلَتْ فی لُمَّةٍ مِنْ حَفَدَتِها وَ نِساءِ قَوْمِها»،[۲۱] [ ۱ یادښت]

سند

علامه مجلسی د فدکیه خطبه له مشهورو خطبو څخه ګڼلې ده چې شیعو او سنيانو په بیلا بیلو سرچینو کې روایت کړې ده.[۲۲] شیخ صدوق د دې خطبې یوه برخه په من لا یحضره الفقیه کتاب کې نقل کړې ده.[۲۳] د آیت الله منتظري په وینا د دې خطبې تر ټولو پخوانی سند د احمد ابن ابي طاهر مروزي چې په ابن طفور (204-280 هجري) مشهور دی کتاب بلاغات النساء دی. هغه د اهل سنتو له عالمانو څخه و چې د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) په زمانه کې یې ژوند کاوه.[۲۴] ابن طیفور دا خطبه په دوو روایتونو سره ثبت کړې ده[۲۵] خو د سید جعفر شهیدي په وینا په وروستیو اسنادو کې دواړه راپورونه یو بل سره ګډ شوي او په یو ډول روایت شوي دي.[۲۶] د فدکیه د خطبې لپاره له ۱۶ څخه زیات ماخذونه ذکر شوي دي.[۲۷]

ويل شوي دي چې امام حسن(ع)، امام حسين(ع)، زينب(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، عایشه، عبدالله بن عباس او نور... د دې خطبې له راويانو څخه دي.[۲۸]

منځپانګه

د فدکيه خطبه د خدای پاک په حمد او ثنا سره شروع کيږي او د پېغمبراکرم(ص) د بعث یادونه کوي او بيا له پېغمبراکرم(ص) سره د امام علي(ع) نژديوالي او د خدای د ولیانو په مينځ کښې د هغۀ مشري او د پيغمبر او اسلام په دفاع کښې د هغۀ بې مثاله زړۀ ورتیا بيانوي. او صحابه له دې سببه ملامتوي چې د پیغمبر(ص) له وفاته وروسته دوي د شیطان پیروي وکړه او د دوي په مینځ کې نفاق څرګند شو او دوي حق پریښود. په دې خطبه کې د خلافت د غصبولو پېښه هم ذکر شوې ده او د ابوبکر دا خبره چې پیغمبران میراث نه پریږدي د قرآن کریم د ایتونو سره مخالفه ګڼل شوې ده. په دې خطبه کې فاطمه(س) له ابوبکر انصاف او عدالت غوښته د قیامت په ورځې، الله ته سپاري او د رسول الله(ص) صحابه ته وايي چې ولې د دغو ظلمونو په وړاندې چوپ دي. هغه وايي چې دا کار چې د دوي دا کار له رسول الله صلی الله علیه وآله سره د خپل تړون ماتول دي او د خطبې په وروستۍ برخه کې وايي چې د دوي د کار شرم به ابدي وي او پای به یې په دوزخ کې وي.[۲۹]

متن او ژباړه

د فدکیه خطبه

متن ژباړه
اَلْحَمْدُللَّـهِ عَلی ما اَنْعَمَ، وَ لَهُ الشُّكْرُ عَلی ما اَلْهَمَ، وَ الثَّناءُ بِما قَدَّمَ، مِنْ عُمُومِ نِعَمٍ اِبْتَدَاَها، وَ سُبُوغِ الاءٍ اَسْداها، وَ تَمامِ مِنَنٍ اَوْلاها، جَمَّ عَنِ الْاِحْصاءِ عَدَدُها، وَ نَأی عَنِ الْجَزاءِ اَمَدُها، وَ تَفاوَتَ عَنِ الْاِدْراكِ اَبَدُها، وَ نَدَبَهُمْ لاِسْتِزادَتِها بِالشُّكْرِ لاِتِّصالِها، وَ اسْتَحْمَدَ اِلَی الْخَلائِقِ بِاِجْزالِها، وَ ثَنی بِالنَّدْبِ اِلی اَمْثالِها.

وَ اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ اللَّـهُ وَحْدَهُ لاشَریكَ لَهُ، كَلِمَةٌ جَعَلَ الْاِخْلاصَ تَأْویلَها، وَ ضَمَّنَ الْقُلُوبَ مَوْصُولَها، وَ اَنارَ فِی التَّفَكُّرِ مَعْقُولَها، الْمُمْتَنِعُ عَنِ الْاَبْصارِ رُؤْیتُهُ، وَ مِنَ الْاَلْسُنِ صِفَتُهُ، وَ مِنَ الْاَوْهامِ كَیفِیّتُهُ.


اِبْتَدَعَ الْاَشْیاءَ لامِنْ شَیءٍ كانَ قَبْلَها، وَ اَنْشَاَها بِلاَاحْتِذاءِ اَمْثِلَةٍ اِمْتَثَلَها، كَوَّنَها بِقُدْرَتِهِ وَ ذَرَأَها بِمَشِیّتِهِ، مِنْ غَیرِ حاجَةٍ مِنْهُ اِلی تَكْوینِها، وَ لافائِدَةٍ لَهُ فی تَصْویرِها، اِلاَّ تَثْبیتاً لِحِكْمَتِهِ وَ تَنْبیهاً عَلی طاعَتِهِ، وَ اِظْهاراً لِقُدْرَتِهِ وَ تَعَبُّداً لِبَرِیّتِهِ، وَ اِعْزازاً لِدَعْوَتِهِ، ثُمَّ جَعَلَ الثَّوابَ عَلی طاعَتِهِ، وَ وَضَعَ الْعِقابَ عَلی مَعْصِیتِهِ، ذِیادَةً لِعِبادِهِ مِنْ نِقْمَتِهِ وَ حِیاشَةً لَهُمْ اِلی جَنَّتِهِ.


وَ اَشْهَدُ اَنَّ اَبی مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ، اِخْتارَهُ قَبْلَ اَنْ اَرْسَلَهُ، وَ سَمَّاهُ قَبْلَ اَنْ اِجْتَباهُ، وَ اصْطَفاهُ قَبْلَ اَنْ اِبْتَعَثَهُ، اِذ الْخَلائِقُ بِالْغَیبِ مَكْنُونَةٌ، وَ بِسَتْرِ الْاَهاویلِ مَصُونَةٌ، وَ بِنِهایةِ الْعَدَمِ مَقْرُونَةٌ، عِلْماً مِنَ اللَّـهِ تَعالی بِمائِلِ الْاُمُورِ، وَ اِحاطَةً بِحَوادِثِ الدُّهُورِ، وَ مَعْرِفَةً بِمَواقِعِ الْاُمُورِ.


اِبْتَعَثَهُ اللَّـهُ اِتْماماً لِاَمْرِهِ، وَ عَزیمَةً عَلی اِمْضاءِ حُكْمِهِ، وَ اِنْفاذاً لِمَقادیرِ حتمِهِ، فَرَأَی الْاُمَمَ فِرَقاً فی اَدْیانِها، عُكَّفاً عَلی نیرانِها، عابِدَةً لِاَوْثانِها، مُنْكِرَةً للَّـهِ مَعَ عِرْفانِها.


فَاَنارَ اللَّـهُ بِاَبی مُحَمَّدٍ صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ و الِهِ ظُلَمَها، وَ كَشَفَ عَنِ الْقُلُوبِ بُهَمَها، وَ جَلی عَنِ الْاَبْصارِ غُمَمَها، وَ قامَ فِی النَّاسِ بِالْهِدایةِ، فَاَنْقَذَهُمْ مِنَ الْغِوایةِ، وَ بَصَّرَهُمْ مِنَ الْعِمایةِ، وَ هَداهُمْ اِلَی الدّینِ الْقَویمِ، وَ دَعاهُمْ اِلَی الطَّریقِ الْمُسْتَقیمِ.


ثُمَّ قَبَضَهُ اللَّـهُ اِلَیهِ قَبْضَ رَأْفَةٍ وَ اخْتِیارٍ، وَ رَغْبَةٍ وَ ایثارٍ، فَمُحَمَّدٌ صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ و الِهِ مِنْ تَعَبِ هذِهِ الدَّارِ فی راحَةٍ، قَدْ حُفَّ بِالْمَلائِكَةِ الْاَبْرارِ وَ رِضْوانِ الرَّبِّ الْغَفَّارِ، وَ مُجاوَرَةِ الْمَلِكِ الْجَبَّارِ، صَلَّی اللَّـهُ عَلی أَبی نَبِیهِ وَ اَمینِهِ وَ خِیرَتِهِ مِنَ الْخَلْقِ وَ صَفِیهِ، وَ السَّلامُ عَلَیهِ وَ رَحْمَةُاللَّـهِ وَ بَرَكاتُهُ.


ثم التفت الی اهل المجلس و قالت:


اَنْتُمْ عِبادَ اللَّـهِ نُصُبُ اَمْرِهِ وَ نَهْیهِ، وَ حَمَلَةُ دینِهِ وَ وَحْیهِ، وَ اُمَناءُ اللَّـهِ عَلی اَنْفُسِكُمْ، وَ بُلَغاؤُهُ اِلَی الْاُمَمِ، زَعیمُ حَقٍّ لَهُ فیكُمْ، وَ عَهْدٍ قَدَّمَهُ اِلَیكُمْ، وَ بَقِیةٍ اِسْتَخْلَفَها عَلَیكُمْ: كِتابُ اللَّـهِ النَّاطِقُ وَ الْقُرْانُ الصَّادِقُ، و النُّورُ السَّاطِعُ وَ الضِّیاءُ اللاَّمِعُ، بَینَةً بَصائِرُهُ، مُنْكَشِفَةً سَرائِرُهُ، مُنْجَلِیةً ظَواهِرُهُ، مُغْتَبِطَةً بِهِ اَشْیاعُهُ، قائِداً اِلَی الرِّضْوانِ اِتِّباعُهُ، مُؤَدٍّ اِلَی النَّجاةِ اسْتِماعُهُ، بِهِ تُنالُ حُجَجُ اللَّـهِ الْمُنَوَّرَةُ، وَ عَزائِمُهُ الْمُفَسَّرَةُ، وَ مَحارِمُهُ الْمُحَذَّرَةُ، وَ بَیّناتُهُ الْجالِیةُ، وَ بَراهینُهُ الْكافِیةُ، وَ فَضائِلُهُ الْمَنْدُوبَةُ، وَ رُخَصُهُ الْمَوْهُوبَةُ، وَ شَرائِعُهُ الْمَكْتُوبَةُ.


فَجَعَلَ اللَّـهُ الْایمانَ تَطْهیراً لَكُمْ مِنَ الشِّرْكِ، وَ الصَّلاةَ تَنْزیهاً لَكُمْ عَنِ الْكِبْرِ، وَ الزَّكاةَ تَزْكِیةً لِلنَّفْسِ وَ نِماءً فِی الرِّزْقِ، وَ الصِّیامَ تَثْبیتاً لِلْاِخْلاصِ، وَ الْحَجَّ تَشْییداً لِلدّینِ، وَ الْعَدْلَ تَنْسیقاً لِلْقُلُوبِ، وَ طاعَتَنا نِظاماً لِلْمِلَّةِ، وَ اِمامَتَنا اَماناً لِلْفُرْقَةِ، وَ الْجِهادَ عِزّاً لِلْاِسْلامِ، وَ الصَّبْرَ مَعُونَةً عَلَی اسْتیجابِ الْاَجْرِ. 


وَ الْاَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ مَصْلِحَةً لِلْعامَّةِ، وَ بِرَّ الْوالِدَینِ وِقایةً مِنَ السَّخَطِ، وَ صِلَةَ الْاَرْحامِ مَنْساءً فِی الْعُمْرِ وَ مَنْماةً لِلْعَدَدِ، وَ الْقِصاصَ حِقْناً لِلدِّماءِ، وَ الْوَفاءَ بِالنَّذْرِ تَعْریضاً لِلْمَغْفِرَةِ، وَ تَوْفِیةَ الْمَكائیلِ وَ الْمَوازینِ تَغْییراً لِلْبَخْسِ.


وَ النَّهْی عَنْ شُرْبِ الْخَمْرِ تَنْزیهاً عَنِ الرِّجْسِ، وَ اجْتِنابَ الْقَذْفِ حِجاباً عَنِ اللَّـعْنَةِ، وَ تَرْكَ السِّرْقَةِ ایجاباً لِلْعِصْمَةِ، وَ حَرَّمَ اللَّـهُ الشِّرْكَ اِخْلاصاً لَهُ بِالرُّبوُبِیةِ.


فَاتَّقُوا اللَّـهَ حَقَّ تُقاتِهِ، وَ لاتَمُوتُنَّ اِلاَّ وَ اَنْتُمْ مُسْلِمُونَ، وَ اَطیعُوا اللَّـهَ فیما اَمَرَكُمْ بِهِ وَ نَهاكُمْ عَنْهُ، فَاِنَّهُ اِنَّما یخْشَی اللَّـهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ.


ثم قالت: 

اَیهَا النَّاسُ! اِعْلَمُوا اَنّی فاطِمَةُ وَ اَبی مُحَمَّدٌ، اَقُولُ عَوْداً وَ بَدْءاً، وَ لااَقُولُ ما اَقُولُ غَلَطاً، وَ لااَفْعَلُ ما اَفْعَلُ شَطَطاً، لَقَدْ جاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ اَنْفُسِكُمْ عَزیزٌ عَلَیهِ ما عَنِتُّمْ حَریصٌ عَلَیكُمْ بِالْمُؤْمِنینَ رَؤُوفٌ رَحیمٌ.


فَاِنْ تَعْزُوهُ وَتَعْرِفُوهُ تَجِدُوهُ اَبی دُونَ نِسائِكُمْ،وَ اَخَا ابْنِ عَمّی دُونَ رِجالِكُمْ، وَ لَنِعْمَ الْمَعْزِی اِلَیهِ صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ وَ الِهِ.


فَبَلَّغَ الرِّسالَةَ صادِعاً بِالنَّذارَةِ، مائِلاً عَنْ مَدْرَجَةِ الْمُشْرِكینَ، ضارِباً ثَبَجَهُمْ، اخِذاً بِاَكْظامِهِمْ، داعِیاً اِلی سَبیلِ رَبِّهِ بِالْحِكْمَةِ و الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ، یجُفُّ الْاَصْنامَ وَ ینْكُثُ الْهامَّ، حَتَّی انْهَزَمَ الْجَمْعُ وَ وَ لَّوُا الدُّبُرَ.


حَتَّی تَفَرَّی اللَّـیلُ عَنْ صُبْحِهِ، وَ اَسْفَرَ الْحَقُّ عَنْ مَحْضِهِ، و نَطَقَ زَعیمُالدّینِ، وَ خَرَسَتْ شَقاشِقُ الشَّیاطینِ، وَ طاحَ وَ شیظُ النِّفاقِ، وَ انْحَلَّتْ عُقَدُ الْكُفْرِ وَ الشَّقاقِ، وَ فُهْتُمْ بِكَلِمَةِ الْاِخْلاصِ فی نَفَرٍ مِنَ الْبیضِ الْخِماصِ.


وَ كُنْتُمْ عَلی شَفا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ، مُذْقَةَ الشَّارِبِ، وَ نُهْزَةَ الطَّامِعِ، وَ قُبْسَةَ الْعِجْلانِ، وَ مَوْطِیءَ الْاَقْدامِ، تَشْرَبُونَ الطَّرْقَ، وَ تَقْتاتُونَ الْقِدَّ، اَذِلَّةً خاسِئینَ، تَخافُونَ اَنْ یتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِكُمْ، فَاَنْقَذَكُمُ اللَّـهُ تَبارَكَ وَ تَعالی بِمُحَمَّدٍ صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ وَ الِهِ بَعْدَ اللَّـتَیا وَ الَّتی، وَ بَعْدَ اَنْ مُنِی بِبُهَمِ الرِّجالِ، وَ ذُؤْبانِ الْعَرَبِ، وَ مَرَدَةِ اَهْلِ الْكِتابِ.


كُلَّما اَوْقَدُوا ناراً لِلْحَرْبِ اَطْفَأَهَا اللَّـهُ، اَوْ نَجَمَ قَرْنُ الشَّیطانِ، اَوْ فَغَرَتْ فاغِرَةٌ مِنَ الْمُشْرِكینَ، قَذَفَ اَخاهُ فی لَهَواتِها، فَلاینْكَفِیءُ حَتَّی یطَأَ جِناحَها بِأَخْمَصِهِ، وَ یخْمِدَ لَهَبَها بِسَیفِهِ، مَكْدُوداً فی ذاتِ اللَّـهِ، مُجْتَهِداً فی اَمْرِ اللَّـهِ، قَریباً مِنْ رَسُولِاللَّـهِ، سَیداً فی اَوْلِیاءِ اللَّـهِ، مُشَمِّراً ناصِحاً مُجِدّاً كادِحاً، لاتَأْخُذُهُ فِی اللَّـهِ لَوْمَةَ لائِمٍ.


وَ اَنْتُمَ فی رَفاهِیةٍ مِنَ الْعَیشِ، و ادِعُونَ فاكِهُونَ آمِنُونَ، تَتَرَبَّصُونَ بِنَا الدَّوائِرَ، وَ تَتَوَكَّفُونَ الْاَخْبارَ، وَ تَنْكُصُونَ عِنْدَ النِّزالِ، وَ تَفِرُّونَ مِنَ الْقِتالِ.


فَلَمَّا اِختارَ اللَّـهُ لِنَبِیهِ‌دار اَنْبِیائِهِ وَ مَأْوی اَصْفِیائِهِ، ظَهَرَ فیكُمْ حَسْكَةُ النِّفاقِ، وَ سَمَلَ جِلْبابُ الدّینِ، وَ نَطَقَ كاظِمُ الْغاوینَ، وَ نَبَغَ خامِلُ الْاَقَلّینَ، وَ هَدَرَ فَنیقُ الْمُبْطِلینَ، فَخَطَرَ فی عَرَصاتِكُمْ، وَ اَطْلَعَ الشَّیطانُ رَأْسَهُ مِنْ مَغْرَزِهِ، هاتِفاً بِكُمْ، فَأَلْفاكُمْ لِدَعْوَتِهِ مُسْتَجیبینَ، وَ لِلْغِرَّةِ فیهِ مُلاحِظینَ، ثُمَّ اسْتَنْهَضَكُمْ فَوَجَدَكُمْ خِفافاً، وَ اَحْمَشَكُمْ فَاَلْفاكُمْ غِضاباً، فَوَسَمْتُمْ غَیرَ اِبِلِكُمْ، وَ وَرَدْتُمْ غَیرَ مَشْرَبِكُمْ.


هذا، وَ الْعَهْدُ قَریبٌ، وَالْكَلْمُ رَحیبٌ، وَ الْجُرْحُ لَمَّا ینْدَمِلُ، وَ الرَّسُولُ لَمَّا یُقْبَرُ، اِبْتِداراً زَعَمْتُمْ خَوْفَ الْفِتْنَةِ، اَلا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوا، وَ اِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحیطَةٌ بِالْكافِرینَ.


فَهَیهاتَ مِنْكُمْ، وَ كَیفَ بِكُمْ، وَ اَنَّی تُؤْفَكُونَ، وَ كِتابُ اللَّـهِ بَینَ اَظْهُرِكُمْ، اُمُورُهُ ظاهِرَةٌ، وَ اَحْكامُهُ زاهِرَةٌ، وَ اَعْلامُهُ باهِرَةٌ، و زَواجِرُهُ لائِحَةٌ، وَ اَوامِرُهُ واضِحَةٌ، وَ قَدْ خَلَّفْتُمُوهُ وَراءَ ظُهُورِكُمْ، أَرَغْبَةً عَنْهُ تُریدُونَ؟ اَمْ بِغَیرِهِ تَحْكُمُونَ؟ بِئْسَ لِلظَّالمینَ بَدَلاً، وَ مَنْ یبْتَغِ غَیرَ الْاِسْلامِ دیناً فَلَنْ یقْبَلَ مِنْهُ، وَ هُوَ فِی الْاخِرَةِ مِنَ الْخاسِرینِ.


ثُمَّ لَمْ تَلْبَثُوا اِلی رَیثَ اَنْ تَسْكُنَ نَفْرَتَها، وَ یسْلَسَ قِیادَها،ثُمَّ اَخَذْتُمْ تُورُونَ وَ قْدَتَها، وَ تُهَیجُونَ جَمْرَتَها، وَ تَسْتَجیبُونَ لِهِتافِ الشَّیطانِ الْغَوِی، وَ اِطْفاءِ اَنْوارِالدّینِ الْجَلِی، وَ اِهْمالِ سُنَنِ النَّبِی الصَّفِی، تُسِرُّونَ حَسْواً فِی ارْتِغاءٍ، وَ تَمْشُونَ لِاَهْلِهِ وَ وَلَدِهِ فِی الْخَمَرِ وَ الضَّرَّاءِ، وَ نَصْبِرُ مِنْكُمْ عَلی مِثْلِ حَزِّ الْمَدی، وَ وَخْزِ السنان فی الحشا.


وَ اَنْتُمُ الانَ تَزْعُمُونَ اَنْ لااِرْثَ لَنا أَفَحُكْمَ الْجاهِلِیةِ تَبْغُونَ، وَ مَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللَّـهِ حُكْماً لِقَومٍ یوقِنُونَ، أَفَلاتَعْلَمُونَ؟ بَلی، قَدْ تَجَلَّی لَكُمْ كَالشَّمْسِ الضَّاحِیةِ أَنّی اِبْنَتُهُ.


اَیهَا الْمُسْلِمُونَ! أَاُغْلَبُ عَلی اِرْثی؟ یابْنَ اَبی‌قُحافَةَ! اَفی كِتابِ اللَّـهِ تَرِثُ اَباكَ وَ لااَرِثُ اَبی؟ لَقَدْ جِئْتَ شَیئاً فَرِیّاً، اَفَعَلی عَمْدٍ تَرَكْتُمْ كِتابَ اللَّـهِ وَ نَبَذْتُمُوهُ وَراءَ ظُهُورِكُمْ، إذْ یقُولُ «وَ وَرِثَ سُلَیمانُ داوُدَ» (۱) وَ قالَ فیما اقْتَصَّ مِنْ خَبَرِ زَكَرِیا اِذْ قالَ: «فَهَبْ لی مِنْ لَدُنْكَ وَلِیّاً یرِثُنی وَ یرِثُ مِنْ آلِ‌یعْقُوبَ»، (۲) وَ قالَ: «وَ اوُلُوا الْاَرْحامِ بَعْضُهُمْ اَوْلی بِبَعْضٍ فی كِتابِ اللَّـهِ»، (۳) وَ قالَ «یوصیكُمُ اللَّـهُ فی اَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیینِ»، (۴) وَ قالَ «اِنْ تَرَكَ خَیراً الْوَصِیةَ لِلْوالِدَینِ وَالْاَقْرَبَینِ بِالْمَعْرُوفِ حَقّاً عَلَی الْمُتَّقینَ». (۵)


وَ زَعَمْتُمْ اَنْ لاحَظْوَةَ لی، وَ لااَرِثُ مِنْ اَبی، وَ لارَحِمَ بَینَنا، اَفَخَصَّكُمُ اللَّـهُ بِایةٍ اَخْرَجَ اَبی مِنْها؟ اَمْ هَلْ تَقُولُونَ: اِنَّ اَهْلَ مِلَّتَینِ لایتَوارَثانِ؟ اَوَ لَسْتُ اَنَا وَ اَبی مِنْ اَهْلِ مِلَّةٍ واحِدَةٍ؟ اَمْ اَنْتُمْ اَعْلَمُ بِخُصُوصِ الْقُرْانِ وَ عُمُومِهِ مِنْ اَبی وَابْنِ عَمّی؟ فَدُونَكَها مَخْطُومَةً مَرْحُولَةً تَلْقاكَ یوْمَ حَشْرِكَ.


فَنِعْمَ الْحَكَمُ اللَّـهُ، وَ الزَّعیمُ مُحَمَّدٌ، وَ الْمَوْعِدُ الْقِیامَةُ، وَ عِنْدَ السَّاعَةِ یخْسِرُ الْمُبْطِلُونَ، وَ لاینْفَعُكُمْ اِذْ تَنْدِمُونَ، وَ لِكُلِّ نَبَأٍ مُسْتَقَرٌّ، وَ لَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ یأْتیهِ عَذابٌ یخْزیهِ، وَ یحِلُّ عَلَیهِ عَذابٌ مُقیمٌ.


ثم رَمت بطَرفها نحو الانصار، فقالت:


یا مَعْشَرَ النَّقیبَةِ وَ اَعْضادَ الْمِلَّةِ وَ حَضَنَةَ الْاِسْلامِ! ما هذِهِ الْغَمیزَةُ فی حَقّی وَ السِّنَةُ عَنْ ظُلامَتی؟ اَما كانَ رَسُول‌اللَّـهِ صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ وَ الِهِ اَبی یقُولُ: «اَلْمَرْءُ یحْفَظُ فی وُلْدِهِ»، سَرْعانَ ما اَحْدَثْتُمْ وَ عَجْلانَ ذا اِهالَةٍ، وَ لَكُمْ طاقَةٌ بِما اُحاوِلُ، وَ قُوَّةٌ عَلی ما اَطْلُبُ وَ اُزاوِلُ.


اَتَقُولُونَ ماتَ مُحَمَّدٌ؟ فَخَطْبٌ جَلیلٌ اِسْتَوْسَعَ وَ هْنُهُ، وَاسْتَنْهَرَ فَتْقُهُ، وَ انْفَتَقَ رَتْقُهُ، وَ اُظْلِمَتِ الْاَرْضُ لِغَیبَتِهِ، وَ كُسِفَتِ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ وَ انْتَثَرَتِ النُّجُومُ لِمُصیبَتِهِ، وَ اَكْدَتِ الْامالُ، وَ خَشَعَتِ الْجِبالُ، وَ اُضیعَ الْحَریمُ، وَ اُزیلَتِ الْحُرْمَةُ عِنْدَ مَماتِهِ.


فَتِلْكَ وَاللَّـهِ النَّازِلَةُ الْكُبْری وَ الْمُصیبَةُ الْعُظْمی، لامِثْلُها نازِلَةٌ، وَ لابائِقَةٌ عاجِلَةٌ اُعْلِنَ بِها، كِتابُ اللَّـهِ جَلَّ ثَناؤُهُ فی اَفْنِیتِكُمْ، وَ فی مُمْساكُمْ وَ مُصْبِحِكُمْ، یهْتِفُ فی اَفْنِیتِكُمْ هُتافاً وَ صُراخاً وَ تِلاوَةً وَ اَلْحاناً، وَ لَقَبْلَهُ ما حَلَّ بِاَنْبِیاءِ اللَّـهِ وَ رُسُلِهِ، حُكْمٌ فَصْلٌ وَ قَضاءٌ حَتْمٌ. «وَ ما مُحَمَّدٌ اِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ اَفَاِنْ ماتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلی اَعْقابِكُمْ وَ مَنْ ینْقَلِبْ عَلی عَقِبَیهِ فَلَنْ یضُرَّ اللَّـهَ شَیئاً وَ سَیجْزِی اللَّـهُ شَیئاً وَ سَیجْزِی اللَّـهُ الشَّاكِرینَ».(۶)


اَیها بَنی قیلَةَ! ءَ اُهْضَمُ تُراثَ اَبی وَ اَنْتُمْ بِمَرْأی مِنّی وَ مَسْمَعٍ وَ مُنْتَدی وَ مَجْمَعٍ، تَلْبَسُكُمُ الدَّعْوَةُ وَ تَشْمَلُكُمُ الْخُبْرَةُ، وَ اَنْتُمْ ذَوُو الْعَدَدِ وَ الْعُدَّةِ وَ الْاَداةِ وَ الْقُوَّةِ، وَ عِنْدَكُمُ السِّلاحُ وَ الْجُنَّةُ، تُوافیكُمُ الدَّعْوَةُ فَلاتُجیبُونَ، وَ تَأْتیكُمُ الصَّرْخَةُ فَلاتُغیثُونَ، وَ اَنْتُمْ مَوْصُوفُونَ بِالْكِفاحِ، مَعْرُوفُونَ بِالْخَیرِ وَ الصَّلاحِ، وَ النُّخْبَةُ الَّتی انْتُخِبَتْ، وَ الْخِیرَةُ الَّتِی اخْتیرَتْ لَنا اَهْلَ الْبَیتِ.


قاتَلْتُمُ الْعَرَبَ، وَ تَحَمَّلْتُمُ الْكَدَّ وَ التَّعَبَ، وَ ناطَحْتُمُ الْاُمَمَ، وَ كافَحْتُمُ الْبُهَمَ، لانَبْرَحُ اَوْ تَبْرَحُونَ، نَأْمُرُكُمْ فَتَأْتَمِرُونَ، حَتَّی اِذا دارَتْ بِنا رَحَی الْاِسْلامِ، وَ دَرَّ حَلَبُ الْاَیامِ، وَ خَضَعَتْ نُعْرَةُ الشِّرْكِ، وَ سَكَنَتْ فَوْرَةُ الْاِفْكِ، وَ خَمَدَتْ نیرانُ الْكُفْرِ، وَ هَدَأَتْ دَعْوَةُ الْهَرَجِ، وَ اسْتَوْسَقَ نِظامُ الدّینِ، فَاَنَّی حِزْتُمْ بَعْدَ الْبَیانِ، وَاَسْرَرْتُمْ بَعْدَ الْاِعْلانِ، وَ نَكَصْتُمْ بَعْدَ الْاِقْدامِ، وَاَشْرَكْتُمْ بَعْدَ الْایمانِ؟


بُؤْساً لِقَوْمٍ نَكَثُوا اَیمانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ، وَ هَمُّوا بِاِخْراجِ الرَّسُولِ وَ هُمْ بَدَؤُكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ، اَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّـهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشَوْهُ اِنْ كُنْتُمْ مُؤمِنینَ.


اَلا، وَ قَدْ أَری اَنْ قَدْ اَخْلَدْتُمْ اِلَی الْخَفْضِ، وَ اَبْعَدْتُمْ مَنْ هُوَ اَحَقُّ بِالْبَسْطِ وَ الْقَبْضِ، وَ خَلَوْتُمْ بِالدَّعَةِ، وَ نَجَوْتُمْ بِالضّیقِ مِنَ السَّعَةِ، فَمَجَجْتُمْ ما وَعَبْتُمْ، وَ دَسَعْتُمُ الَّذی تَسَوَّغْتُمْ، فَاِنْ تَكْفُرُوا اَنْتُمْ وَ مَنْ فِی الْاَرْضِ جَمیعاً فَاِنَّ اللَّـهَ لَغَنِی حَمیدٌ.


اَلا، وَ قَدْ قُلْتُ ما قُلْتُ هذا عَلی مَعْرِفَةٍ مِنّی بِالْخِذْلَةِ الَّتی خامَرْتُكُمْ، وَ الْغَدْرَةِ الَّتِی اسْتَشْعَرَتْها قُلُوبُكُمْ، وَ لكِنَّها فَیضَةُ النَّفْسِ، وَ نَفْثَةُ الْغَیظِ، وَ حَوَزُ الْقَناةِ، وَ بَثَّةُ الصَّدْرِ، وَ تَقْدِمَةُ الْحُجَّةِ، فَدُونَكُمُوها فَاحْتَقِبُوها دَبِرَةَ الظَّهْرِ، نَقِبَةَ الْخُفِّ، باقِیةَ الْعارِ، مَوْسُومَةً بِغَضَبِ الْجَبَّارِ وَ شَنارِ الْاَبَدِ، مَوْصُولَةً بِنارِ اللَّـهِ الْمُوقَدَةِ الَّتی تَطَّلِعُ عَلَی الْاَفْئِدَةِ.


فَبِعَینِ اللَّـهِ ما تَفْعَلُونَ، وَ سَیعْلَمُ الَّذینَ ظَلَمُوا اَی مُنْقَلَبٍ ینْقَلِبُونَ، وَ اَنَا اِبْنَةُ نَذیرٍ لَكُمْ بَینَ یدَی عَذابٌ شَدیدٌ، فَاعْمَلُوا اِنَّا عامِلُونَ، وَ انْتَظِرُوا اِنَّا مُنْتَظِرُونَ.


فأجابها أبوبكر و قال:


یا بِنْتَ رَسُول‌اللَّـهِ! لَقَدْ كانَ اَبُوكِ بِالْمُؤمِنینَ عَطُوفاً كَریماً، رَؤُوفاً رَحیماً، وَ عَلَی الْكافِرینَ عَذاباً اَلیماً وَ عِقاباً عَظیماً، اِنْ عَزَوْناهُ وَجَدْناهُ اَباكِ دُونَ النِّساءِ، وَ اَخا اِلْفِكِ دُونَ الْاَخِلاَّءِ، اثَرَهُ عَلی كُلِّ حَمیمٍ وَ ساعَدَهُ فی كُلِّ اَمْرٍ جَسیمِ، لایُحِبُّكُمْ اِلاَّ سَعیدٌ، وَ لایُبْغِضُكُمْ اِلاَّ شَقِی بَعیدٌ.


فَاَنْتُمْ عِتْرَةُ رَسُول‌اللَّـهِ الطَّیبُونَ، الْخِیرَةُ الْمُنْتَجَبُونَ، عَلَی الْخَیرِ اَدِلَّتُنا وَ اِلَی الْجَنَّةِ مَسالِكُنا، وَ اَنْتِ یا خِیرَةَ النِّساءِ وَ ابْنَةَ خَیرِ الْاَنْبِیاءِ، صادِقَةٌ فی قَوْلِكِ، سابِقَةٌ فی وُفُورِ عَقْلِكِ، غَیرَ مَرْدُودَةٍ عَنْ حَقِّكِ، وَ لامَصْدُودَةٍ عَنْ صِدْقِكِ.


وَ اللَّـهِ ما عَدَوْتُ رَأْی رَسُولِ‌للَّـهِ، وَ لاعَمِلْتُ اِلاَّ بِاِذْنِهِ، وَ الرَّائِدُ لایكْذِبُ اَهْلَهُ، وَ اِنّی اُشْهِدُ اللَّـهَ وَ كَفی بِهِ شَهیداً، اَنّی سَمِعْتُ رَسُول‌اللَّـهِ یقُولُ: «نَحْنُ مَعاشِرَ الْاَنْبِیاءِ لانُوَرِّثُ ذَهَباً وَ لافِضَّةً، وَ لاداراً وَ لاعِقاراً، وَ اِنَّما نُوَرِّثُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ الْعِلْمَ وَ النُّبُوَّةَ، وَ ما كانَ لَنا مِنْ طُعْمَةٍ فَلِوَلِی الْاَمْرِ بَعْدَنا اَنْ یحْكُمَ فیهِ بِحُكْمِهِ».


وَ قَدْ جَعَلْنا ما حاوَلْتِهِ فِی الْكِراعِ وَ السِّلاحِ، یقاتِلُ بِهَا الْمُسْلِمُونَ وَ یجاهِدُونَ الْكُفَّارَ، وَ یجالِدُونَ الْمَرَدَةَ الْفُجَّارَ، وَ ذلِكَ بِاِجْماعِ الْمُسْلِمینَ، لَمْ اَنْفَرِدْ بِهِ وَحْدی، وَ لَمْ اَسْتَبِدْ بِما كانَ الرَّأْی عِنْدی،


وَ هذِهِ حالی وَ مالی، هِی لَكِ وَ بَینَ یدَیكِ، لاتَزْوی عَنْكِ وَ لانَدَّخِرُ دُونَكِ، وَ اَنَّكِ، وَ اَنْتِ سَیدَةُ اُمَّةِ اَبیكِ وَ الشَّجَرَةُ الطَّیبَةُ لِبَنیكِ، لایدْفَعُ مالَكِ مِنْ فَضْلِكِ، وَ لایوضَعُ فی فَرْعِكِ وَ اَصْلِكِ، حُكْمُكِ نافِذٌ فیما مَلَّكَتْ یدای، فَهَلْ‌ترین اَنْ اُخالِفَ فی ذاكَ اَباكِ (صَلَّی اللَّـهُ عَلَیهِ وَ الِهِ وَ سَلَّمَ).


فقالت: سُبْحانَ‌اللَّـهِ، ما كانَ اَبی رَسُولُ اللَّـهِ عَنْ كِتابِ اللَّـهِ صادِفاً، وَ لالِاَحْكامِهِ مُخالِفاً، بَلْ كانَ یتْبَعُ اَثَرَهُ، وَ یقْفُو سُوَرَهُ، اَفَتَجْمَعُونَ اِلَی الْغَدْرِ اِعْتِلالاً عَلَیهِ بِالزُّورِ، وَ هذا بَعْدَ وَفاتِهِ شَبیهٌ بِما بُغِی لَهُ مِنَ الْغَوائِلِ فی حَیاتِهِ، هذا كِتابُ اللَّـهِ حُكْماً عَدْلاً وَ ناطِقاً فَصْلاً، یقُولُ: «یرِثُنی وَ یرِثُ مِنْ الِ‌یعْقُوبَ»، وَ یقُولُ: «وَ وَرِثَ سُلَیمانُ داوُدَ».


بَینَ عَزَّ وَ جَلَّ فیما وَزَّعَ مِنَ الْاَقْساطِ، وَ شَرَعَ مِنَ الْفَرائِضِ وَالْمیراثِ، وَ اَباحَ مِنْ حَظِّ الذَّكَرانِ وَ الْاِناثِ، ما اَزاحَ بِهِ عِلَّةَ الْمُبْطِلینَ وَ اَزالَ التَّظَنّی وَ الشُّبَهاتِ فِی الْغابِرینَ، كَلاَّ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْراً، فَصَبْرٌ جَمیلٌ وَ اللَّـهُ الْمُسْتَعانُ عَلی ما تَصِفُونَ.


فقال أبوبكر: صَدَقَ اللَّـهُ وَ رَسُولُهُ وَ صَدَقَتْ اِبْنَتُهُ، مَعْدِنُ الْحِكْمَةِ، وَ مَوْطِنُ الْهُدی وَ الرَّحْمَةِ، وَ رُكْنُ الدّینِ، وَ عَینُ الْحُجَّةِ، لااَبْعَدُ صَوابَكِ وَ لااُنْكِرُ خِطابَكِ، هؤُلاءِ الْمُسْلِمُونَ بَینی وَ بَینَكِ قَلَّدُونی ما تَقَلَّدْتُ، وَ بِاتِّفاقٍ مِنْهُمْ اَخَذْتُ ما اَخَذْتُ، غَیرَ مَكابِرٍ وَ لامُسْتَبِدٍّ وَ لامُسْتَأْثِرٍ، وَ هُمْ بِذلِكَ شُهُودٌ.


فالتفت فاطمة علیهاالسلام الی النساء، و قالت: مَعاشِرَ الْمُسْلِمینَ الْمُسْرِعَةِ اِلی قیلِ الْباطِلِ، الْمُغْضِیةِ عَلَی الْفِعْلِ الْقَبیحِ الْخاسِرِ، اَفَلاتَتَدَبَّرُونَ الْقُرْانَ اَمْ عَلی قُلُوبٍ اَقْفالُها، كَلاَّ بَلْ رانَ عَلی قُلُوبِكُمْ ما اَسَأْتُمْ مِنْ اَعْمالِكُمْ، فَاَخَذَ بِسَمْعِكُمْ وَ اَبْصارِكُمْ، وَ لَبِئْسَ ما تَأَوَّلْتُمْ، وَ ساءَ ما بِهِ اَشَرْتُمْ، وَ شَرَّ ما مِنْهُ اِعْتَضْتُمْ، لَتَجِدَنَّ وَ اللَّـهِ مَحْمِلَهُ ثَقیلاً، وَ غِبَّهُ وَبیلاً، اِذا كُشِفَ لَكُمُ الْغِطاءُ، وَ بانَ ما وَرائَهُ الضَّرَّاءُ، وَ بَدا لَكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ ما لَمْ تَكُونُوا تَحْتَسِبُونَ، وَ خَسِرَ هُنالِكَ الْمُبْطِلُونَ.


ثم عطفت علی قبر النبی صلی اللَّـه علیه و آله، و قالت:











قَدْ كانَ بَعْدَكَ اَنْباءٌ وَهَنْبَثَةٌ لَوْ كُنْتَ شاهِدَها لَمْ تَكْثِرِ الْخُطَبُ
اِنَّا فَقَدْناكَ فَقْدَ الْاَرْضِ وابِلَهاوَ اخْتَلَّ قَوْمُكَ فَاشْهَدْهُمْ وَ لاتَغِبُ
وَ كُلُّ اَهْلٍ لَهُ قُرْبی وَ مَنْزِلَةٌعِنْدَ الْاِلهِ عَلَی الْاَدْنَینِ مُقْتَرِبُ
اَبْدَتْ رِجالٌ لَنا نَجْوی صُدُورِهِمُلمَّا مَضَیتَ وَ حالَتْ دُونَكَ التُّرَبُ
تَجَهَّمَتْنا رِجالٌ وَ اسْتُخِفَّ بِنالَمَّا فُقِدْتَ وَ كُلُّ الْاِرْثِ مُغْتَصَبُ
وَ كُنْتَ بَدْراً وَ نُوراً یسْتَضاءُ بِهِعَلَیكَ تنْزِلُ مِنْ ذِی الْعِزَّةِ الْكُتُبُ
وَ كانَ جِبْریلُ بِالْایاتِ یؤْنِسُنافَقَدْ فُقِدْتَ وَ كُلُّ الْخَیرِ مُحْتَجَبُ
فَلَیتَ قَبْلَكَ كانَ الْمَوْتُ صادِفُنالَمَّا مَضَیتَ وَ حالَتْ دُونَكَ الْكُتُبُ.[۳۰]


ټولې ستاینې الله لره دي په هغه نعمتونو چې رایې کړل، او د هغه لپاره شکر دی په هغه څه کې الهام یې کړل، او ثنا ده په هغه څه چې راوړاندې یې کړل، پر هغه ډېرو نعمتونو چې له اوله یې راکړل، او پر هغه پراخو ډالو چې عطا یې کړې، او پر هغه بې شمېره پیرزوینو چې رایې کړې، چې د شمېرلو وړ نه دي، او موده یې د بدلې او جزا لپاره کافي نه ده، او انتها یې د انسان له پوهې بهر ده. او خپل بندګان یې د نعمتونو د زیاتیدو لپاره خپل شکر ته بللي دي او خلایق یې د هغې د بشپړتیا لپاره خپل حمد او ثنا ته بللي دي او هغوي چې د دې غوندې نعمتونو لاس ته راوړلو لپاره هڅولي دي.

زه ګواهي ورکوم چې بې له یو الله بل معبود نشته هغه شریک نه لري، دا یوه داسې کلمه ده چې روح یې ورته اخلاص او زړونه یې د دې وصل سره وتړل او د فکر له لارې یې د هغې پیژندګلو اسانه کړه،  هغه الله چې سترګې له لیدو عاجزې دي او ژبې یې له صفته ناتوانه دي،  او اوهام او خیالونه یې له ادراکه عاجز دي.


موجودات یې له نیشت نه پيدا کړل بې له دې چې وړاندې کوم څه موجود وې، او هغوي یې پيدا کړ بې له دې چې څه یې نمونه اخستی وي. هغوي یې خپل قدرت موجود کړل او خپلې ارادې سره یې خلق کړل، بې له دې چې د هغوي پیدایښت ته یې کوم حاجت درلود یا د هغوي په تصویرګرۍ ورته کومه ګټه وررسیدی. خو یواځې دا چې غوښتل یې خپل حکمت دې طریقې سره ثابت کړي او خپل اطاعت ته د هغوي پام راواړي، او خپل قدرت څرګند کړي، او خپلې عبودیت ته د خلکو لارښوونه وکړي او خپلې بلنې ته درناوې ورکړي، بیا یې په خپل اطاعت باندې ثواب او په خپل معصیت باندې عقاب مقرر کړی، چې بندګان له خپل عذابه وساتي او هغوي ته د جنت د لارې لارښوونه وکړي.


او زه ګواهي ورکوم چې زما پلار محمد د هغه بنده او رسول دی، چې له رالیږلو وړاندې دې وټاکه، او له ټاکلو وړاندې یې ونومول، او له بعثته وړاندې یې خوښ کړ، په هغه وخت کې چې مخلوقات د غیبو په پرده کې وو، او په ډېرو تیرو کې وو، او د نیستۍ او عدم حد نه نږدی وو، هغه یې مبعوث کړ ځکه چې الله ته د کارونو د عاقبت علم و او د زمانې له پیښو خبر و او له تقدیرونو ښه خبر و.


هغه یې مبعوث کړ چې خپل امر بشپړ کړي او خپل قطعي حکم اجراء کړي او خپل قطعي تقدیرونه نافذ کړي، نو هغه حضرت امتونه ولیدل چې بیلا بیل دینونه لري، (ځینې) اور ته ټیټیدل او د خپلو بتانو عبادت به یې کاوه او له هغه خدایه منکر وو چې د هغه پيژندګلو یې (فطرتا) درلوده.


نو الله تعالی زما د پلار محمد صلی الله علیه و آله په وسیله تیرې روښانه کړې، او د زړونو مشکلات یې لری کړل او د سترګو پرتې یې لرې کړې، او د خلکو د هدایت لپاره ودرید او هغوي یې له بې لار وژغورل او په سترګو یې روغ کړل، او هغوي محکم دین ته هدایت کړل او نیغې لارې ته یې وبلل.


بیا هغه خدای پاک ځانه وباله داسې چې په مینې، خپلې خوښې او اختیار او ایثار سره و، نو محمد صلی الله علیه و اله د دې دنیا له غمونو په آرام کې شو او نیکې فرښتې او د بخښونکی الله رضایت تر چاپېر شو، او د خدای د رحمت په جوار کې ځای لري نو د الله تعالی درود دې وي زما په پلار چې د هغه نبی او امین او بهترین مخلوق او خوښ کړې شوې دی، او سلام او رحمت او برکت دې وي پر هغه.


بیا بي­بي زهرا سلام الله علیها خلکو ته مخ کړ او ویې فرمایل:


تاسو ای د خدای بندګانو د هغه د امر او نهی ذمه وار او د هغه د دین او وحي حاملان یئ، او په ځانونو باندې د خدای له خوا امین یئ، او امتونو ته د هغه له خوا مبلغین یئ، په تاسو کې د حقو پالونکی دي، او یو عهد دی چې تاسو ته یې راوړی دی او کوم څه چې پیغمبر له ځانه وروسته په تاسو کې پریښي دي: هغه د الله تعالی کتاب ناطق او قرآن صادق او روښانه نور او ځلانده څرک دی، چې د هغې بیان او حجت روښانه دی، باطني رازونه یې څرګند دي، ظاهر یې جلي دی، نړیوال یې په لارویان سره حسد کوي، خپل لارویان د ا لله تعالی د رضا په لور بیايي، خپل اوریدونکی د نجات په لور بیايي، د دې په وسیله د الله تعالی نوراني حجتونو ته، او هغه واجباتو ته چې تفسیر شوي دي، او هغه حرامو ته چې منعه ترې کړې شوې ده، او روښانه دلیلونو ته او کافی برهانونو ته او اخلاقي فضیلتونو ته، او جائر او مشروع څیزونو ته او واجبو قانونو ته، رسیږو.


نو الله تعالی ایمان ستاسو لپاره له شرکه د پاکۍ او لمونځ یې ستاسو لپاره له تکبره د پاکۍ، او زکات یې ستاسو د نفسونو د پاکۍ او په رزق کې د زیاتۍ، او روژه یې د اخلاص د ثابت پاتی کیدو او حج یې د دین د استحکام، او عدالت غوښته یې دزړونو سمون، او زمونږ اطاعت یې د ملتونو د نظم لپاره، او زمونږ امامت یې له تفرقې څخه د خلاصي، او جهاد یې د اسلام لپاره عزت او صبر یې د اجر لاس ته راوړلو لپاره، مقرر کړل.


امر بالمعروف یې د ټولنې لپاره د مصحلت، او مور پلار سره نیکي یې د آخرت له عذابه د خلاصي، او صله رحم یې د عمر او ټولنې د زیاتوالي او قصاص یې د وینو د ساتنې، او په نذر باندې وفا کول یې په اللهی رحمت کې د راتللو، او تلی او وزن کې ځیرتیا یې د کم فروشۍ لپاره مقرر کړل.


او له شرابخورۍ منعه کول یې له پلیتۍ څخه د پاکۍ او له ناروا توره ځان ساتل یې له لعنت څخه پرده، او غلا پریښودل یې د عصمت او پاکۍ لپاره مقرر کړل. او شرک یې حرام کړ د دې لپاره چې په ربوبیت (د یو خدای په عبادت) کې خاصی شئ.


نو لکه څه رنګ چې ښايي له خدایه ووېرېږئ او له دنیا مه ځئ مګر په داسې حال کې چې مسلمانان وئ، او د خدای په امر او نهي کې د هغه اطاعت وکړئ، بېشکه چې په بندګانو کې یواځې پوهان له الله ویریږي.


بیا یې وفرمایل:


ای خلکو پوه شئ چې زه فاطمه یې او پلار مې محمد دی، څه چې مې په پیل کې وویل په اخر کې یې هم وایم، زه غلطه خبره نه کوم او په دې کې کوم ظلم نیشته،  په تحقيق سره تاسو ته ستاسو له جنسه يو رسول درغے چې ستاسو تکليف هغه ته سخت دے ستاسو (د هدايت لپاره) ډېر حرصناک دے او په مؤمنانو باندې زړه سواندے ډېر مهربان دے.


نو که هغه وپیژنئ نو پوه به شئ چې ستاسو په ښځو کې هغه زما پلار و، او ستاسو په سړو کې هغه زما د تره د زوي ورور دی، هغه څومره ښه انسان دی چې زه ورسره دا نسبت لرم.


خپل رسالت یې انذار او ویرولو سره ترسره کړ، د مشرکانو د غورځیدو له ځایه لرې، د هغوي په سر یې توره ووهله او حکمت او پند او ویرې سره د خپل خدای په لور وبلل، په داسې حال کې چې بتان یې نابودول، او د کنیه کښو سرونه یې ماتول، تر دې چې غونډه یې خپره شوه او له میدانه وتښتیدل.


تر دې چې روښانه سهار له تیرو شاته راووت، او حقو له څېرې نقاب لری کړی، د دین ساتونکي ګویا شو، او د شیطانانو غږونه چوپ شول، د نفاق ازغي له لارې لرې شوو، او د کفر او تفرقې غوټې خلاصې شوې، او ستاسو خولې د اخلاص په کلمې سره پرانستل شوې، د هغه ډلې تر مینځ چې سپين روبي وو او خیټې یې ملاګانو سره لګیدلې وې.


او تاسو د اور د کندې په غاړه وئ، او دهغه اوبو د ګوټ په شان وئ او طمع لرونکیو د طمعې په خطر کې وئ، او تاسو د هغه اور لګوونکو په څېر وئ چې سمدستي مړ کیږي، د تلونکیو د لګدو لاندې وئ، هغه اوبه به مو څښلې چې اوښانو هغه ککړې کړې وې، او د ونو له پوستکو به د خوراک په توګه ګټه اخسته، خوار او پریښودی شوي وئ، تاسو ویریدئ له دې چې کوم کسان ستاسو په خوا کې دي تاسو وتښتوي، تر دې چې الله تعالی تاسو ته په داسې حالاتو کې د هغه حضرت په لاس نجات درکړ، له دې وروسته چې د زورورو او لیوانو عربو او د اهل کتاب له سرکښانو مو خپګانونه تېر کړل.


هر کله چې دوي د جنګ لپاره اور بلاوۀ خدای هغه مړ کړ او هر کله چې شیطان ښکر وهلی یا له مشرکانو کومې فتنې خوله وازه کړی نو پلار مې خپل ورور علی هغې ته وروړاندې کړی او هغه ته تر هغه بېرته نه راتله تر څو چې د هغوي سرونه په ځمکې نه وي وهلط او د خپلې تورې په زور یې هغه اور نه وي مړ کړی، د خدای په لاره کې یې سختۍ زغملي او د خدای د امر په ځای راوړلو لپاره یې کوښښونه کړي دي، هغه پیغمبر ته نږدی او د خدای د ولیانو سردار و، هڅه کوونکی، نصیحت کوونکی، پلټونکی، کوشش کوونکی و او د خدای په لاره کې به د ملامت کوونکیو له ملامتیا نه ویریرده.


او دا په داسې حال کې وو چې تاسو د ژوند په آرامښت کې وئ، د امن په جولۍ کې په نعمتونو کې وئ او په دې انتظار وئ چې مونږ ته ناوړه پښې راپیښې شي، او خبرونه ته غوږ وئ، او له جنګه به وروسته کیدئ او جنګونو به تښتیدئ.


او کله چې الله پاک د خپل نبی لپاره د انبیاء کور او د اصفیائو منزل غوره کړ، نو ستاسو تر مینځ د نفاق علامې څرګندې شوې، او د دین پرده له منځه لاړه، او د بې لارو چوپتیا ماته شوه، او د پستو مرتبو خلک قدرت او منزلت ته ورسیدل، او د باطلو غږونه اوچت شول، او ستاسو په ټولنیزو چارو کې یې حرکت شورو کړ، او شیطان خپل سره د پټیدو له ځایه راوباسه، او تاسو یې وبللئ او ویې لیدل چې تاسو یې په اسانۍ سره بلنه قبلوئ، بیا یې تاسو غصې ته وبللئ او ویې لیدل چې تاسو غصه کیږئ، نو د غیرو په اوښانو مو نښه ولګوله او کوم څه چې ستاسو حق نه هغه واخست (خلافت مو غصب کړ).


دا په داسې حال کې وو چې (پیغمبر سره) د عهد زمانه نزدی وه پرارونه مو لوی وو او زخمونه مو لا نه وو ډک شوي، او پیغمبر لا خاورو ته نه و سپارلی شوی، دا بهانه مو راوړه چې له فتنې ویریږئ، پوه شئ چې په فتنه کې وغورځیدئ او بیشکه چې دوزخ کافران راګېر کړي دي.


دا کار له تاسو لری و، او څنګه مو دا کا وکړ او چرته روان یئ، په داسې حال کې چې د خدای کتاب ستاسو مخې ته دی، چارې یې یې روښانه او حکمونه یې ځلانده دي، او د هدایت نښې یې څرګندې دي، او محرمات یې واضح او حکمونه یې روښانه دي، خو تاسو هغه شاته وغورځاوه، آیا له هغې مخ اړوئ یا له قرانه پرته په بل څه حکم کوئ؟ چې دا د ظالمانو لپاره بده بدله ده، او څوک چې بې له اسلامه بل دین لټوي له هغه نه قبلیږي او په اخرت کې به له زیانکارانو وي.


بیا مو دومره قدرې صبر ونه کړ چې دا غمزپلی زړه په آرام شي، را کاږل یې اسان شي، نو اتشګیرې نو لا ګرمې کړې، او اور ته مو لمنه ووهله چې نور یې غرغنډ کړئ، او د شیطان د غږ د ځواب لپاره، او د خدای د روښانه دین د نور مړکولو لپاره، او د خوښ کړی شوي پیغمبر د سنتونو له منځه وړلو لپاره راغلي وئ، او په دې بهانې چې د شودو لږ سر وخورئ هغه مو تر ویخه وڅښلې، او د هغه (حضرت) د کورنۍ او اولادونو له منځه وړلو لپاره لاړئ د غرونو او ونو شاته پټ شوئ، او مونږ باید په دې کارونو چې د پرې کوونکی تورې او په خیټه کې د ننوتونکي نیزې په شان دي صبر وکړو.


او تاسو اوس دا ګمان کوئ چې زمونږ لپاره ارث نیشته، آیا د جاهلیت د حکم غوښتونکي یئ؟ او د یقین د خاوندانو لپاره د خدای د حکم لپاره بل کوم حکم دی، آیا تاسو نه پوهیږئ؟ په داسې حال کې چې ستاسو لپاره لکه د لمر روښانه ده چې زه د هغه (حضرت) لور یم.


ای مسلمانانو، ایا دا صحیح ده چې زما د پلار میراث له ما واخستی شي؟ ای د ابو قحافه زویه آیا د خدای په کتاب کې دي چې له خپل پلاره ارث وړې او زه دې له خپل پلاره ارث نه وړم؟ تا خو څه نوې شان کار راوړې، ایا عمدا دې د خدای کتاب پریښې دی او شاته دې غورځولی دی؟ آیا قرآن دا نه وايي «او سلیمان له داوده ارث یوړ»(1) او د زکریا د خبر په هکله چې کله یې وفرمایل: «ای خدایه ماته یو زوی راکړه چې له ما او د یعقوب له آله ارث یوسي»، او ویې فرمایل: «او په خپلوانو چې ځینې په ځینو باندې (په ارث وړلو کې) برتري لري» او ویې فرمایل: «او الله تعالی تاسو ته ستاسو د اولاد په هکله سپارښتنه کوي چې د نر لپاره د ښځې دوه برابر برخه ده»، او فرمايي: «او کله چې په تاسو کې د یو کس مرګ رانږدی شي نو په تاسو لازمه ده چې خپلو پلرونو، میندو او خپلو خپلوانو ته وصیت وکړئ، او دا حق حکم دی د پرهیزګارانو لپاره.»


او تاسو دا ګمان کوئ چې زما برخه نه وه او له پلاره ارث نه وړم، او زمونږ تر مینځ خپلولي نیشته، آیا الله پاک په تا باندې خاص آیتونه نازل کړي دي چې پلار مې ترې وتلی دی؟ یا دا وایې چې د دوه دینونو کسان له یو بله ارث نه وړي؟ آیا زه او پلار مې په یوه دین نه یوو؟ یا ته د قرآن په عام او خاص باندې زما له پلار او زما له تره زویه زیات پوهیږې؟ نو راشه دا تیاره سورلي واخله او بویې ځه، تا سره په د قیامت په ورځ ملاقات کوي.


الله څومره ښه فیصله کوونکی او محمد څومره ښه عدالت غوښتونکی دی، او د قیامت ورځ څومره ښکلی د وعدې ځای دی او په هغه ساعت (د قیامت په ورځ) به باطل پالي زیان من وي، او پښیماني به تاسو ته کومه ګټه نه دررسوي، او د هر یو خبر لپاره یو د قرار ځای دی، نو پوه به شې چې خواروونکی عذاب چا  له ورځي، او تلي عذاب په چا ورځي.


بیا یې انصارو ته مخ کړ او ویې فرمایل:


ای د مشرانو ډلې او د ملت مټو، او د اسلام ساتونکو، زما د حق په باره کې ستاسو دا کمزوري او غفلت ولی دی او په انصاف غوښتلو کې مو دا سستي ولې ده؟ آیا زما پیغمبر به نه فرمایل: «د هر کس احترام د هغه په بچي کې ساتلی شي» څومره زر مو حالات بدل کړل، او څومره زر بې لارې روان شوئ، په داسې حال کې چې تاسو په هغه څه طاقت لرئ چې زه ورله کوښښ کوم، او زه چې څه غوازم او اراده مې ده تاسو چې توان لرئ.


آیا تاسو دا وایئ چې محمد(صلی الله علیه و آله) وفات شو، دا یو لوی غم دی او یوه لویه ضایعه ده چې چود یې هره ورځ لا زیات څرګندیږي او پراخي یې زیاتیږي، زما د هغه په ورکیدو سره تیاره شوه او ستوري بې نوره شوو او ارمانونه په نهیلو بدل شول، غورونه ونړیدل او حرمتونه له منځه لاړل او د هغه له وفاته وروسته د چا لپاره عزت باقي پاتی نه شو.


قسم په خدای چې دا یوه ډېره لویه پیښه وه او یو ډېر لوی مصبت و، د دې غوندې لوی مصیبت نه دی نازل شوی او داسې بلا وه چې په دې دنیا کې ورته بله نه رسي، د خدای کتاب هغه روښانه کړې ده، هغه کتاب چې ستاسو په کورونو او تاسو د شپې ورځې په غونډو کې، ورو او تیز او تلاوت او لحن سره تاسو لولئ، او له دې وړاندې انبیاء او رسولان هم دې سره مخامخ شوي دي دا حکم دی چې خامخا کیدونکی دی او داسې فیصله ده چې حتمي ده. الله تعالی فرمايي: «او محمد(ص) يوازې يو پيغمبر دے چې تر هغه وړاندې هم پيغمبران تېر شوي دي نو که هغه مړ شي يا ووژل شي نو آيا تاسو به په اړولو پښو (کفر ته) بيرته وګرځئ. او څوک چې په خپلو اړولو پښو بيرته وګرځيد نو هغه خدای ته هيڅ زيان نه شي رسولے او خدای به شکر ګزارو ته زر جزا ورکړي».


ای د قیله اولاده – د انصارو ډلې – آیا د پلار د میراث په هکله ماسره ظلم کیږي په داسې حال چې تاسو مې وینئ او زما خبرې اورئ او غونډه او ټولنه لرئ، او سامان او طاقت لرئ، او تاسو سره وسلې او ډالونه دي، زما د بلنې غږ تاسو اورئ خو ځواب نه راکوئ، زما چغې اورئ خو مرسته مې نه کوئ، په داسې حال کې چې تاسو په میړنتیا ستایلي شوي یئ او په خیر او صلاح سره مشهور یئ تاسو هغه مشران یئ چې ټاکلي شوي یئ، او هغه خوښ کړی شوي کسان یئ چې زمونږ د اهلبیتو لپاره خوښ کړی شوي یئ.


عربو سره مو جنګونه وکړل او غمونه او سختۍ مو وزغملې او امتونو سره مو مقابله وکړه او پهلوانانو سره مو جنګونه وکړل تاسو تل زمونږ په لاره روان وئ مونږ به حکم کاوه او تاسو به مانه، تر دې چې د اسلام ژرندې زمونږ په محور روانه شوه او ورځې مو غوړې شوې او د شرک نعرې ختمې شوې، د تورونو شعلې خاموشې شوې او د کفر اور مړ شو او د بې اتفاقۍ بلنې په آرام شوې، او د دین نظام مزبوت شو، نو (د قرآن او پيغمبر) له بیاناتو وروسته بیا ولې حیران شوئ او (د حقیقونو) له څرګندیدو وروسته مو بیا پټ کړل او له قدم وړاندې کولو وروسته بیا ولې وروسته شوئ، او له ایمانه وروسته مو بیا شرک راوړ.


افسوس دې وي په داسې قوم باندې چې خپل قسم يې مات کړ او د رسول د ويستلو اراده يې وکړه او همدوي وو چې په لومړي ځل يې له تاسو سره (د جنګ) پيل وکړ؟ ايا له دوي ويريږئ؟ نو خدای د دې ښه لائق دے چې ترې وويريږئ که مؤمنان يئ.


خبر اوسئ، زه ګورم چې تاسو ځانته د آسانتیا په لور مخ کړی دی، او هغه څوک چې د مشرۍ لپاره وړ و هغه مو لری کړی دی، او ځان آسانتیا سره مو خلوت کړی، او د ژوند له سختیو د هوساینې پراختیا ته رسیدلي یئ او د دې په پایله کې مو هغه څه بهر راوباسلي دي چې تېر کړي(زده کړي) مو وو او کوم څه (معارف) چې مو تېر کړي کړي وو (زده کړي وو) هغه مو په سختۍ سره له خولې بهر راویستل. نو پوه شئ که تاسو یا هر هغه څوک چې په ځمکه کې دی کافر شئ، نو خدای پاک له ټولو بې نیازه او ستایلی شوی دی.


تاسو چې څه کوئ د خدای پاک د غړیدلو سترګو په وړاندې دي، او کومو کسانو چې ظلم کړی دی ډېر زر به پوه شي چې کوم د ورستنیدو ځای ته به ورستیږي، او زه د هغه چا لور یم چې تاسو یې له سخت غذابه وویرولئ، نو څه چې کوئ ویې کړئ او مونږ به هم خپل کار کوو، او تاسو هم په انتظار اوسئ او مونږ به هم ورته انتظار یوو.


ابوبکر ورته ځواب ورکړ:


ای د خدای د رسول لورې، ستا پلار په مومنانو باندې ډېر مهربان او رحیم و، او په کافرانو باندې لوی دردناک عقاب و، که مونږ خپلو ښځو ته وګورو نو په هغوي کې هغه یوازځې ستا پلار و، او په دوستانو کې ستا د خاوند ورور و، چې هغه په ټولو دوستانو غوره والی لري، او هغه هم په ټولو لویو کارونو کې د پیغمبر مرسته کړې ده، بې له نیکمرغه خلکو څوک تاسو سره مینه نه کوي، او بې له بدکارانو بل څوک له تاسو سره دښمني نه کوي.


نو تاسو د پیغمبر کورنۍ، د جهان خوښ کړی شوي پاکان یئ، او د خېر په لور زمونږ لار ښوونکي او د جنت په لور زمونږ لاره یئ او ته له ټولو غوره ښځه او نبیانو کې له ټولو غوره نبي لور یې، په خپلو خپلو خبرو کې ریښتونی، په زیات عقلۍ کې له ټولو وړاندې،  او هیڅ کله به له خپل حقه نه منعه کیږې او نه به له خپلې ریښتونې خبرې هیساورلی شې.


قسم په خدای چې زه د رسول الله له نظره دښمني نه لرم، او بې د هغه له اجازې مې قدم نه دی اوچت کړی، او د قوم مخکښ هغوي ته دروغ نه وايي، او خدای ګواه نیسم او د ګواهۍ لپاره هغه بس دی، بیشکه چې ما له پيغمبره اوریدلي دي چې فرمایل یې: «مونږ د پیغمبرانو ډله دینار او درهم او کور او پټې په میراث کې نه پریږدو او یوازې کتاب او حکمت او علم او نبوت په ارث کې پریږدو، او کوم څه چې له ما باقي پاتی کیږي هغه له ما وروسته د ولی امر په اختیار کې دي چې په هغې کې چې کوم حکم کول غواړي ودې کړي».


او څه چې ته غواړې مونږ هغه د وسلو او اسونو د پلورلو لپاره ولګول، چې مسلمانان هغې سره جنګ وکړي او کافرانو سره جهاد وکړي او بدکارو سرکښانو سره جدال وکړي، او دا پرې کړه د ټولو مسلمانانو په اتفاق سره وه، او ما یوازې په دې کار لاس نه دی پورې کړی او په خپل رأی او نظر کې مې زور زیاتې نه دی کړی.


او دا زما حال دی او دا مې مال دی، چې ستا لپاره ستا په اختیار کې دی، او له تا به نه منعه کیږي او د بل چا لپاره ذخیره نه دی شوی، ته د خپل پلار د امت د ښځو سرداره یې، او د خپلو اولادونو لپاره پاکه او بارداره ونه یې، ستا د فضیلتونو چا انکار نه دی کړی، او ستا له ښاخونو او له اصله به هیڅ نه کمیږي، ستا حکم په هغه څه کې چې زه یې مالک یم نافذ دی، آیا ته دا خوښوې چې په دې هکله زه ستا د پلار د خبرو مخالف عمل وکړم؟


بیا هغه بي­بي وفرمایل:

پاک و منزه دی هغه خدای، زما پلار پيغمبر د خدای له کتابه مخ نه و اړولې او د حکمونو مخالف یې نه و، بلکې د هغې لارویې و او د هغې کتاب په آیتونو یې عمل کاوه، آیا ته غواړې چې ټول په چلول او مکر سره په هغه تور ولګوې، او دا کار د هغه له رحلته وروسته هغه کارونو سره شباهت لري چې د هغه په ژوند کې ورته جوړ کړی شوي وو، دا د خدای کتاب دی چې عادل حاکم دی، او داسې وینا وال دی چې د حق او باطل تر مینځ فرق ښايي، او فرمايي: زکریا وویل: خدایه!  ماته یو زوی راکړې چې له ما او د یعقوب له کورنۍ ارث یوسي»، او فرمايي: «سلیمان له داوده ارث یوړ.»


او الله تعالی په هغه برخو کې مقرر کړي یې دي او هغه مقدارونه چې په ارث کې یې ټاکلي دي، او هغه برخې چې د سړو او ښځو لپاره یې مقرر کړي دي، په دې هکله یې پوره وضاحتونه کړي دي، چې د اهل باطل بهانی، ګمانونه او شکونه د قیامت تر ورځې پورې له منځه وړي، آیا داسې نه ده چې ستاسو نفساني خواهشاتو ځینې چارې مخې ته کړي دي، نو صبر ښه دی، او تاسو چې څه کوئ الله پاک زمونږ مرستیال دی.


ابوبکر وویل: خدای او د هغه پیغمبر ریښتیا ویلي دي، او د هغه لور هم، چې د حکمت چینه او د هدایت او رحمت مقام دی او د دین رکن او د دلیل او حجت سرچینه ده، ریښتیا وايي، ستاسو ریښتونې خبرې مو لری نه دي غورځولی او ستا د خبرو انکار نه کوم، دا مسلمانان زما او ستا تر مینځ حاکمان دي، او دوي دا حکومت ماته راکړی دی، او د هغوي په پرې کړې مې دا منصب قبول کړی دی، نه متکبر یم او نه په رأی کې ظالم، او نه مې کوم څه د ځان لپاره اخستی دي، او دا ټول ګواه او شاهدان دي.


بیا بي­بي فاطمه سلام الله علیها ښځو ته مخ کړ او ویې فرمایل: ای مسلمانانو چې د بیهوده خبرو اوریدو ته مو بیړه ده، او بد کردار نالیدلی ګڼئ، آیا په قرآن کې فکر نه کوئ، یا مو په زړونو مهر لګیدلی دی، نه داسې نه ده بلکې ستاسو بدو عملونو ستاسو په زړه تیاره راوستې ده، او ستاسو غوږونه او سترګې یې نیولي دي، او ډېر په بده طریقه مو د قران ایتونه تاویل کړل او هغه ته مو بده لاره وښوده او په ډېر بد څیز مو بدل کړل، قسم په خدای چې د دې بار وړل به تاسو درانه شي او اخري پایله یې له وزر او وباله ډکه ده، کله چې پردې لرې شي او د دې زیانونه روښانه شي، او کوم څه چې به تاسو په حساب کې نه راوستل هغه درته د خدای له خوا روښانه شي، او دغه ځای دی چې اهل باطل په کې زیانکار دي.


بیا بي­بي د پیغمبر(ص) قبر مبارک ته مخ کړ او ویې فرمایل:


له تا وروسته داسې مسائل او خبرې راغلې که چېرې ته وې نو دومره درنې به نه وې.

ته مو له لاسه وکړې داسې لکه چې یو ځمکه له باران محرومه شي او ستا قوم متفرق شو، راشه وګوره چې څه رنګ له لارې کاږه شول.

هر هغه کورنۍ چې د خدای په نظر کې یې وقار او حیثیت درلود د بهرنیانو لخوا هم درانه وه، پرته له موږ څخه.

کله چې ته لاړې او د خارو پرده ستا او زمونږ تر مینځ شوه نو ستا د امت ځینو سړیو د سینې رازونه افشا کړل.

ستا نه وروسته نورو سړو هم زمونږ نه مخ واړوه او مونږ يې سپک کړوو او زمونږ ميراث غلا شو.

ته د څوارلسمې سپوږمۍ او رڼا ورکوونکې څراغ وې چې د خدای له لوري پر تا باندې کتابونه نازلیدل.

جبرائیل علیه السلام الهي آیتونو سره زمونږ مونس و، او له تا څخه وروسته ټول ښه شیان وپوښل شول.

کاش چې موږ له تا څخه مخکې مړه شوي وای، کله چې ته لاړې او خاورو لاندې پټ کړې.

ځينو كتابونو د همدې خطبې دوام نقل کړی دی چې حضرت زهرا (س) كور ته له ستنيدو وروسته له حضرت علي(ع) ګیله وكړه[۳۱] ځينې خلكو د سند دغه برخه له معصومینو سره تړلې نه ده ګڼلې او مرسل يې ګڼلې ده. ځینو دیني عالمانو هم د هغه محتوا نه ده منلې.[۳۲]

متن ژباړه
ثم انكفأت علیها السلام و امیرالمؤمنین علیه‌السلام یتوقّع رجوعها الیه و یتطلّع طلوعها علیه، فلمّا استقرّت بها الدار، قالت لامیرالمؤمنین علیهماالسلام:

یابْنَ اَبیطالِبٍ! اِشْتَمَلْتَ شِمْلَةَ الْجَنینِ، وَ قَعَدْتَ حُجْرَةَ الظَّنینِ، نَقَضْتَ قادِمَةَ الْاَجْدَلِ، فَخانَكَ ریشُ الْاَعْزَلِ.


هذا اِبْنُ اَبی قُحافَةَ یبْتَزُّنی نِحْلَةَ اَبی وَ بُلْغَةَ ابْنَی! لَقَدْ اَجْهَرَ فی خِصامی وَ اَلْفَیتُهُ اَلَدَّ فی كَلامی حَتَّی حَبَسَتْنی قیلَةُ نَصْرَها وَ الْمُهاجِرَةُ وَصْلَها، وَ غَضَّتِ الْجَماعَةُ دُونی طَرْفَها، فَلا دافِعَ وَ لامانِعَ، خَرَجْتُ كاظِمَةً، وَ عُدْتُ راغِمَةً.


اَضْرَعْتَ خَدَّكَ یوْمَ اَضَعْتَ حَدَّكَ، اِفْتَرَسْتَ الذِّئابَ وَ افْتَرَشت التُّرابَ، ما كَفَفْتَ قائِلاً وَ لااَغْنَیتَ باطلاً وَ لاخِیارَ لی، لَیتَنی مِتُّ قَبْلَ هَنیئَتی وَ دُونَ ذَلَّتی، عَذیرِی اللَّـهُ مِنْكَ عادِیاً وَ مِنْكَ حامِیاً.


وَیلای فی كُلِّ شارِقٍ، وَیلای فی كُلِّ غارِبٍ، ماتَ الْعَمَدُ وَ وَهَنَ الْعَضُدُ، شَكْوای اِلی اَبی وَ عَدْوای اِلی رَبّی، اَللَّـهُمَّ اِنَّكَ اَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَ حَوْلاً، وَ اَشَدُّ بَأْساً وَ تَنْكیلاً.


فقال امیرالمؤمنین علیه السلام:


لا وَیلَ لَكِ، بَلِ الْوَیلُ لِشانِئِكِ، نَهْنِهْنی عَنْ وُجْدِكِ، یا اِبْنَةَ الصَّفْوَةِ وَ بَقِیةَ النُّبُوَّةِ، فَما وَنَیتُ عَنْ دینی، وَ لااَخْطَأْتُ مَقْدُوری، فَاِنْ كُنْتِ تُریدینَ الْبُلْغَةَ فَرِزْقُكِ مَضْمُونٌ، وَ كَفیلُكِ مَأْمُونٌ، وَ ما اُعِدَّ لَكِ اَفْضَلُ مِمَّا قُطِعَ عَنْكِ، فَاحْتَسِبِی اللَّـهَ.


فقالت: حَسْبِی اللَّـهُ، و أمْسَكَتْ.[۳۳]


بيا حضرت فاطمه(س) کور ته ستنه شوه او حضرت علي(ع) د هغې په انتظار کې و او د هغې د ښايست د لمر د راختو په انتظار و. کله چې کور کې په ارام شوه نو امیرالمومنین ته یې وفرمایل:

ای د ابوطالب زویه! د یو ماشوم په د مور په خیټه کې په پرده کې ناست یې، او د تورونو په کور کې ناست یې، د شاهین وزرې یې ماتې کړې او په داسې حال کې بڼکې به هم درسره خیانت وکړي.


دا د ابی قحافه زوی چې له ما یې زما د پلار ډالۍ او د دوو بچو د ژوند پانګه اخستې ده، په ډېره څرګنده یې ما سره دښمني وکړه، او هغه مې ځان سره په خبرو کې ډېر لجوج او کینه کښ ولید، تر دې حده چې انصارو هم زما له حمایته لاس واخست او مهاجرانو هم زمونږ مرسته ونه کړه، او خلکو زما له مرستې سترګې پټې کړې، نه مې څوک دفاع کوونکی شته او نه د هغوي د چارو څوک مخه نیونکی شته، په داسې حال کې چې خپله غصه مې څښلې وه له کوره وتم او بې له کومې پایلې بیرته راغلم.


له هغه ورخې چې د تورې تیرې دې له منځه وړې، نو خپل مخ دې سپک کړې. یوه داسې ورځ وه چې لیوان به دې څیرل او نن دې د خاوره ځانته فرش کړی (یعنی یو ګوټ کې ناست یې) د هیڅ ویونکي مخه نه نیسې! او د موجودې فتې د ختمولو لپاره دې هیڅ کار نه دی کړی او زه هم هیڅ اختیار نه لرم. ای کاش له دې چوپتیا او ګوټ کې له کښیناستو وړاندې زه مړه شوې وې او ای کاش له دې وړاندې چې دې (ظاهري) ذلت ته رسیدلی، زه مړه وې. الله تعالی دې زما له خوا ستا په حق کې عذر قبول کړي ځکه چې تا په ځینې ځایونو کې له ظلمونه ستانه کړي دي او په ځینې ځایونو کې دې زما حمایت کړی دی.


افسوس دې وي په ما په هر سهار، افوس دې وي په ما په هر ماښام، (زمونږ) د تکیې ځای مړ شو او مټې (مو) سستې شوې، خپله ګیله خپل پلار او خپل پروردګار ته کوم او د هغه عذاب او انتقام له نورو سخت دی.


امیرالمومنین علیه السلام وفرمایل:


افسوس دې په تا نه بکې ستا په ظالمانو دښمنانو دې وي، ای د خدای خوښ شوي لورې او ای د نبوت (له کورنۍ) پاتی له غمونو او غصې لاس واخله، زه په خپل دین کې نه یم سست شوی او کوم څه چې مې په توان کې دي له هغې دریغ نه کوم، که ته خپلې روزۍ ته خپه یې، نو پوه شه چې ستا روزي د خدای په نزد ضمانت شوې ده او ستا کفیل امین دی، او کوم څه چې ستاس لپاره چمتو شوي دي له هغه څه غوره دي چې له تا اخستی شوي دي، نو د خدای لپاره صبر وکړه.


نو ویې فرمایل: الله راله کافي دی او چوپ شوه.

شرحې

د فدکیه په خطبه باندې شرحې لیکلې شوي دي چې اغا بزګ تهراني په الذریعه کې ځینې ذکر کړي دي: له هغو څخه د سید عبد الله شبر لخوا د کشف المحجة فی شرح خطبة اللمة، د کرماني مشهدي لیکلی شرح خطبة اللمه، د شرح خطبة اللمه د علی نقوی لکنهويي لیکلی او د شرح خطبة اللمة د فضل علي قزویني کتاب.[۳۴] همدارنګه محمد باقر مجلسي په بحار الانوار کې له خطبې او ماخذونو راوړو وروسته د هغې شرحه او تفسیر بیان کړی دی.[۳۵] ویل شوي دي د علامه مجلسي شرحه په دې هکله له ټولو مهمه شرحه ګڼل کیږي.[۳۶]

ځینې نورې شرحې یې دا ډول دي:


  • «ملکه اسلام، شرح خطبه فدکیه وخطبه حضرت زهرا(س) در جمع زنان مدینه» د میرزا خلیل کمره‌ ای له خوا لیکل شوی چې دارالعرفان خپرندویې چاپ کړې ده.
  • «خطبه حضرت فاطمه زهرا(س) و ماجرای فدک» د حسین علي منتظري لیکلی د خرد آوا خپرندویې له خوا.
  • «بحثی کوتاه پیرامون خطبه فدکیه» د مجتبی تهرانی له خوا لیکل شوی او د مؤسسه پژوهشی مصابیح الهدی له خوا خپره شوی.
  • «رساترین دادخواهی و روشنگری (شرح خطبه حضرت زهرای مرضیه علیهاالسلام، معروف به خطبه فدکیه)» محمدتقی مصباح یزدی، د موسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی خپرندویې له خوا.
  • «خطبه فدکیه، مبانی معرفتی و زمینه‌های تاریخی» د سید محمدمهدي میرباقري کتاب، د تمدن نوین اسلامی خپرندویی له خوا.

د فدکیه خطبه په شعرونو کې

د بي­ بي زهرا سلام الله علیها په فدکیې خطبې کې چې مضمونونه دي هغه د شاعران له خوا هم د نظم په شکل کې هم نقل شوي دي چې ځینې یې دا دي:


  • «قصه‌ی درد» د بي­ بي زهرا سلام الله علیها د فدکیې خطبې منظومه ترجمه او شرحه چې مهدی ملکوتی فر لیکلی، د شادیاخ خپرندویې له خوا په ۱۳۹۷لمریز کال کې.
  • «خطبه فدکیه منظوم» د اقدس کاظمي کتاب، د بوستان کتاب خپرندویه
  • «بدانید مردم منم فاطمه» د عیسی ثاقب بخشایش کتاب، د مؤسسۀ فرهنگی و هنری پیام فاطمه علیها السلام له خوا د میسا خپرندویې له خوا په ۱۳۹۳لمریز کال کې.
  • «خطبه منظومه ملکه اسلام فاطمه زهرا علیهاالسلام (فارسی)» د محمد افتخاری ساوجي لیک. د فدکیې خطبې په نظم کې ژباړه په کال ۱۳۵۴ لمریز کال کې.
  • «نخل میثم» د غلامرضا سازگار له خوا لیکل شوی.
  • «دو دریای رحمت» د محمد علي مرداني له خوا لیکل شوی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. آموزه‌های هفت‌گانه خطبه تاریخی حضرت زهراء پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله مکارم شیرازی.
  2. میرزایی، «اهمیت ضرورت و جایگاه امامت در نگاه حضرت صدیقه طاهره(س)»، ص۴۱ و ۴۵.
  3. آموزه‌های هفت‌گانه خطبه تاریخی حضرت زهراء پایگاه اطلاع‌رسانی آیت الله مکارم شیرازی.
  4. پورسیدآقایی، «خطبه‌های فاطمی»، ص۴۷.
  5. شرف‌الدین موسوی، المراجعات، ۱۴۰۲ق، ص۳۹۲.
  6. ندری ابیانه، «ویژگی‌های خطابی خطبه فدکیه»، ص۱۳۳.
  7. ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۳۲۶ق، ص۱۶.
  8. بهرام، «فعالیت‌های اجتماعی زنان از دیدگاه فقه و حقوق»، ص۱۱۸.
  9. «جوادی آملی: علم‌ها را از هیات‌ها بردارید»، تابناک.
  10. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۵۶م، ص۴۰ و ۴۱.
  11. سوره اسراء، آیه۲۶.
  12. شیخ طوسی، التبیان،‌ دار احیاء التراث العربی، ج۶، ص۴۶۸؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۳۳-۶۳۴: حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج‌۱، ص۴۳۸-۴۳۹؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۱۷۷.
  13. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۹۱؛ سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی، ۱۴۲۶ق، ج۱۸، ص۲۴۱.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۴۳؛ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۲۸۹ و ۲۹۰.
  15. حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۹۷۱م، ج۳، ص۵۱۲.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۴۳؛ حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۹۷۱م، ج۳، ص۵۱۲.
  17. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۵۶م، ص۴۰.
  18. اربلی، کشف الغمة، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۳۵۳-۳۶۴.
  19. ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۳۲۶ق، ص۱۶.
  20. الویری، «خطبة اللمة سندها و مکانتها عند الشیعه»، ۱۵.
  21. الویری، «خطبة اللمة-سندها و مکانتها عند الشیعه»، ۱۵.
  22. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۲۱۵.
  23. صدوق، من لا یحضر، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۵۶۷-۵۶۸.
  24. منتظری، خطبه حضرت زهرا علیها السلام، ۱۳۸۵ش، ص۳۷.
  25. ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۳۲۶ق، ص۱۷-۲۵.
  26. شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۲.
  27. آذربادگان، «نگاهی گذرا به اسناد و منابع مکتوب خطبه فدک» پرتال جامع علوم انسانی.
  28. پورسید آقایی، «خطبه‌های فاطمی»، ص۵۱.
  29. شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا علیهاالسلام، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۶-۱۳۵
  30. طبرسی، الاحتجاج علی اهل اللجاج،‌ ۱۴۰۳ق، ج۱،‌ ص۹۷-۱۰۷.
  31. طبرسی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۰۷ و ۱۰۸؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‎طالب، ۱۳۷۶ق، ج۲، ص۵۰.
  32. مجلسی،‌ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۲۳۴؛ سایت ولی عصر
  33. طبرسی، الاحتجاج علی اهل اللجاج،‌ ۱۴۰۳ق، ج۱،‌ ص۱۰۷و۱۰۸.
  34. آقا بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، صص۲۲۴ و ج۱۸، ص۵۸.
  35. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۹، ص۲۱۵-۳۳۵.
  36. پورسیدآقایی، «خطبه‌های فاطمی»، ص ۵۸.

سرچينې

  • آذربادگان، حسینعلی، «نگاهی گذرا به اسناد و منابع مکتوب خطبه فدک»، فصلنامه علوم حدیث، شماره ۲۶، ۱۳۸۶ش.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل أبی‌طالب، نجف، المكتبة والمطبعة الحیدریة، ۱۳۷۶ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، قم، رضی، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • الویری، محسن، «خطبة اللمة-سندها و مکانتها عند الشیعه»، الدراسات فی العلوم الانسانیه، السنه ۱۶، شماره۴، شوال ۱۴۳۰ق.
  • بلادی، عاتق بن غیث، معجم معالم الحجاز، دارمکه/مؤسسه الریان، ۱۴۳۱ق،
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت،‌ دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بهرام، فریده، «فعالیت‌های اجتماعی زنان از دیدگاه فقه و حقوق»، فقه و حقوق نوین، شماره۳، ۱۳۹۹ش.
  • پورسیدآقایی، مسعود، «خطبه‌های فاطمی»، در دانشنامه فاطمی، ۱۳۹۳ش.
  • «جوادی آملی: علم‌ها را از هیات‌ها بردارید»، وبگاه تابناک، تاریخ درج مطلب: ۷ دی ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۸ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • حسكانی، عبیدالله بن احمد، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیه، تحقیق عبدالله محمد خلیلی، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۹۷۱م.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ولایت: تاریخ تحلیلی زندگانی امیرمؤمنان علی(ع)، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ ششم، ۱۳۸۰ش.
  • سید جعفرمرتضی عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، بی‌تا.
  • شرف‌الدین موسوی، سید عبدالحسین، المراجعات، بیروت، الجمعیة الاسلامیة، ۱۴۰۲ق.
  • شهیدی، سید جعفر، زندگانی فاطمه زهرا علیهاالسلام، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، نشر اسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی أهل اللجاج، به تحقیق محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مروزی، احمد بن ابی‌طاهر، بلاغات النساء، قاهره، مطبعة مدرسة والدة عباس الأول، ۱۳۲۶ق.
  • مقریزى‏، احمد، إمتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع‏، بیروت، دارالكتب العلمية، چاپ اول ۱۴۲۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، «آموزه‌های هفت‌گانه خطبه تاریخی حضرت زهراء سلام الله علیها»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی.
  • منتظری، حسینعلی، خطبه حضرت فاطمه زهرا علیها السلام و ماجرای فدک، تهران، مؤسسه فرهنگی خرد آوا، ۱۳۸۵.
  • میرزایی، علیرضا، «اهمیت جایگاه و ضرورت امامت در نگاه حضرت صدیقه طاهره(س)»، در دوفصلنامه اندیشنامه ولایت، شماره ۲، ۱۳۹۴ش.
  • ندری ابیانه، فرشته، «ویژگی‌های خطابی خطبه فدکیه»، در مجله بانوان شیعه، شماره ۴، ۱۳۸۴ش.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.

بهرنۍ کینکونه