بیداء

د wikishia لخوا
دا مقاله د بیداء په نوم د ځای په اړه ده. په دغه ځای کې د سفيانې د لښکر د ډوبېدو د پېښې په اړه د پوهېدو لپاره د خسف بیداء مدخل وګورئ.

بَیداء یا ذات‌ُالجَیش د مکې او مدینې تر میننځ یو ځای دی چې په آخره زمانه کې به سفیاني لښکر هلته له مینځه ځي. د روایتونو له مخې، سفیاني لښکر به له امام مهدي(عج) سره د جنګ لپاره مکې ته روانیږي او په دې ځای کې به په معجزاتي ډول په یو ځای په ځمکه کې ننوځي. شیعه فقیهان په دغه ځای کې لمونځ کول مکروه ګڼي. همداراز د هغوي له نظره، هغه حجیان چې سواره له مدینې مکې ته ځي، غوره ده چې تر بیداء پورې تلبیه (لبیک ویل) وځنډوي.

مکاني موقعیت او د دې مسالې اهمیت

بیداء په روایتونو کې د مکې او مدینې تر مینځ یو ځای ته اشاره لري.[۱] د ابن ادریس حلي په وینا، له دغه ځای تر ذوالحُلیفه (د مدینې دخلکو میقات) فاصله کابو درې فرسخه ده.[۲] دغه ټکی په لغت کې د داسې دښتې په معنا دی چې پکې هیڅ (اوبه او بوټي) نیشته.[۳]

د دغه اصطلاح په هکله د حدیثي کتابونو[۴] د ظهور د نښو په باب او په فقهي کتابونو کې د لمانځه[۵] او حج[۶] په بابونو کې خبره شوې ده.

خسف بیداء، د ظهور نښه

اصلی مقاله: خسف بیداء

د روایتونو له مخې خسف بیداء د ظهور له نښو ده.[۷] له خسف بیداء مطلب د بیداء په ټاټوبي کې د سفیاني لشکر ښخېدل دي چې له امام مهدي(ع) سره د جنګ لپاره به مکې ته روان شوی وي.[۸] له دې امله په ځینو روایتونو کې بیداء ټاټوبي ته ذات الجیش (د لښکر خاوند) هم ویل شوې دي.[۹]

له امام باقر(ع) په یو روایت کې راغلې چې په آخره زمانه کې کله چې د سفیاني لښکر بیداء ته ورسیږي، له آسمانه به یو منادي غږ وکړي چې: « ای دښتې! دغه قام تباه کړه»؛ بیا به ځمکه د سفیاني لښکر ونغري او له درېو کسانو پرته به ټول ختم شي.[۱۰]

فقهي احکام

د بیداء په هکله په فقهي کتابونو کې ځینې احکام راغلې دي؛

  • د لمانځه د کولو مکروهوالی: د ځینو روایتونو له مخې چې په فقهي سرچینو کې په بیداء کې لمونځ کول مکروه دي.[۱۱] فقیهانو د دغه حکم سبب خسف (د سفیاني لښکر په ځمکه کې ښځېدل) ګڼلی دی.[۱۲]
  • د تلبیې (لبیک ویلو)ځنډول: د ځینو فقیهانو په فتوا، غوره ده چې حاجي چې له مدینې حج ته ځي، تر بیداء پورې تلبیه «لَبَّیكَ الّلهُمَّ لَبَّیكَ، لَبَّیكَ لاشَریكَ لَكَ لَبَّیكَ، إنَّ الْحَمْدَ وَ النِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلكَ، لاشَریكَ لَكَ لَبَّیكَ» ونه وایي.[۱۳]ځینې دا حکم د هغه حاجی لپاره ځانګړی ګڼي چې سپرلي حج ته ځي.[۱۴] د جواهر د لیکوال په وینا، کله چې د حاجي سپرلي بیداء ته ورسیږي، مستحبه ده چې د تلبیه ویلو غږ پورته کړي.[۱۵]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن اثیر، النهایة، ۱۳۹۹ق، ج۱، ص۱۷۱؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۱، ص۵۲۳.
  2. ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۶۵.
  3. ابن اثیر، النهایة، ۱۳۹۹ق، ج۱، ص۱۷۱.
  4. نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۷، ح۱۵.
  5. مثال په توګه وګورئ: ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۶۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۳۴۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۲۷۸.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱۰؛ شیخ صدوق، کتاب الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۰۳، ح۸۲؛ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۷، ح۱۵؛ صنعانی، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۳۷۱، ح۲۰۷۶۹.
  8. سلیمیان، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۲۱۱.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۹۰.
  10. نعمانی، الغیبة، ۱۳۷۹ق، ص۲۸۰، ح۶۷.
  11. مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۳۴۹.
  12. ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۶۵.
  13. حکیم، مستمسک العروة الوثقی، ج۱۱، ص۴۱۱، مسأله۲۰.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۲۷۸.
  15. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۸، ص۲۷۸.

سرچينې

  • ابن اثیر جزری، مبارک بن محمد، النهایة فی غریب الحدیث و الاثر، تحقیق ظاهر احمد زاوی و محمود محمد طناحی، بیروت، المکتبة العلمیة، ۱۳۹۹ق/۱۹۷۹م.
  • ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کتاب الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • صنعانی، عبدالرزاق، المصنف، تحقیق حبیب‌الرحمن اعاظمی، بیروت، المجلس العلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر‌ الکلام‌ فی‌ شرح‌ شرایع‌ الاسلام، تهران،‌ دار الکتب‌ الاسلامیه، ۱۳۶۲ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، کتاب الغیبه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.