خسف بیداء

د wikishia لخوا
دا مقاله د خسف بیداء د پیښې په اړه ده. د ورته نوم د ځای په اړه د زده کړې لپاره، د بیداء‏ مدخل وګورئ

خَسفِ بَیداء، یا خسف په بیداء کې، د ظهور له نښو ده چې په بیداء (د مکې او مدینې تر مینځ یو ځای) کې د سفیاني لښکر تباهۍ ته اشاره کوي. د روایتونو له مخې دغه لښکر به له امام مهدي(عج) سره د جنګ لپاره مکې ته روانیږي. په ځینو روایتونو کې دغه پېښه د یماني د پاڅون، د زکیه نفس د وژل کېدو، آسماني چغې او د سفیاني د خروج تر څنګ د ظهور له قطعي نښو ګڼل شوې ده.

خسف بیداء د ظهور له نښو

خسف بیداء د بیداء په نوم ځای کې چې د مکې او مدینې تر مینځ دی د سفیاني لښکر په ځمکه کې غرقېدو ته اشاره لري چې له امام زمان(عج) سره د جنګ لپاره به مکې ته روان وي.[۱] دغه حادثه د شیعه په روایتونو کې د ظهور له علامو بلل شوې ده.[۲] د یو روایت مطابق چې له امام صادق(ع) نقل شوی، خسف بیداء د د یماني د پاڅون، د زکیه نفس د وژل کېدو، آسماني چغې او د سفیاني د خروج تر څنګ د ظهور له حتمي نښو څخه ده.[۳]

د خسف بیداء په مساله کې د اهل سنتو د روایاتو اختلاف

د خسف بیداء په اړه د اهل سنتو روایتونه مختلف دی: په ځینې کې یې د ظهور نښه[۴] او په ځینو نورو کې، د قیامت نښه (اَشراط الساعة)[۵] ګڼل شوې ده. په ځینو روایتونو کې بیا په بیداء کې په ځمکه کې د لښکر د ښخېدو خبر راغلی چې په ځینو کسانو پسې به روان وي چې په کعبه کې به یې پناه اخستې وي. په دغو روایتونو کې دې ته چې خسف بیداء د ظهور یا د قیامت نښه ده اشاره نه ده شوې.[۶]

پر خسف بیداء د قرآن د ځینو آیتونو تطبیق

د هغو روایتونو له مخې چې له شیعه امامانو نقل شوې، د سباء سورې له ۵۱ تر ۵۳ ایتونه په بیداء کې د سفیاني لښکر ښخېدو ته اشاره لري: «وَ لَوْ تَری إِذْ فَزِعُوا فَلا فَوْتَ وَ أُخِذُوا مِنْ مَکانٍ قَرِیبٍ وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّىٰ لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ؛ که وګورې هغه وخت چې چغه یې پورته کیږي، خو نه شي کولی (له الهي عذابه) وتښتي، او هغوي له نزدې ځای (چې حتی توقع یې هم نه لري) رانیسي او (په هغه حال کې) وایي:«په حقو مو ایمان راوړ خو څنګه کولی شي له لرې فاصلې هغوي ته لاسرسي پېدا کړي.[۷]

پېښه به څنګه واقع کیږي

له امام محمد باقر(ع)، د یو روایت مطابق، سفیاني به یوه ډله مدینې ته ولیږي او مهدي به له هغه ځایه مکې ته لاړ شي، خبر به د سفیاني لښکر مشر ته ورسیږي او د مهدي په تعقیب کې به یو لښکر ولیږي. کله چې د سفیاني لښکر د بیداء ټاټوبي ته ورسیږي، له اسمانه به یو غږ پورته شي چې « ای دښتې، دغه قوم تباه کړه» په دې وخت به ځمکه د سفیاني لښکر په ځان کې ونغري او له دریو کسانو پرته به ټول ختم شي.[۸]

د ځینو روایتونو له مخې د سفیاني لښکر دوه کسان به له دغه پېښې ژوندي پاتې شي. یو به د امام زمان (عج) لور ته لاړ شي او په مکې کې به د سفیاني لښکر د نابودي پېغام هغه ته ورکړي او بل به سفیاني ته لاړ شي چې د امام مهدي(عج) د ظهور او د لښکر د ختمېدو پېغام هغه ته ورسوي.[۹]

په دې پېښه کې د سفیاني لښکر شمېر په اختلاف سره ۱۲ زره[۱۰] او ۱۷۰ زره[۱۱] تنه ذکر شوی دی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سلیمیان، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۲۱۱.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱۰؛ شیخ صدوق، کتاب الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۰۳، ح۸۲؛ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۵۷، ح۱۵.
  3. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۷۸، ح۷.
  4. صنعانی، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۳۷۱، ح۲۰۷۶۹.
  5. ابن حنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۴۵، ص۹۹، ح۲۷۱۲۹.
  6. مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۲۱۰، ح۲۸۸۳؛ نسائی، السنن الکبری، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۱۰۲.
  7. وګورئ: نعمانی، الغیبه، ۱۳۷۹ق، ص۳۰۵، ح۱۴؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۵۷.
  8. نعمانی، الغیبة، ۱۳۷۹ق، ص۲۸۰، ح۶۷.
  9. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۰.
  10. سلیمان، یوم الخلاص، ص۲۴۴.
  11. ابن طاووس، الملاحم و الفتن، منشورات الرضی، ص۱۵۰.

سرچينې

  • ابن حنبل، احمد بن محمد، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب الارنؤوط و دیگران، مؤسسه الرسالة، الطبعة الاولی، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، الملاحم و الفتن، قم، منشورات الرضی، بی‌تا.
  • سلیمان، کامل، یوم الخلاص فی ظل القائم المهدی علیه‌السلام، بی‌جا، بی‌تا.
  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کتاب الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمه، بیروت، اعلمی، ۱۴۱۲ق.
  • صنعانی، عبدالرزاق، المصنف، تحقیق حبیب‌الرحمن اعاظمی، بیروت، المجلس العلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان عن تأویل القرآن، تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن ترکی، دار هجر للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۲۲ق/۲۰۰م.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، ۱۳۸۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمدفؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • نسائی، احمد بن شعیب، السنن الکبری، تحقیق حسن عبدالمنعم شبلی، السنن الكبرى، بیروت، مؤسسه الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، کتاب الغیبه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.