تقریر لیکنه
- د معصوم له تقریر سره تیروتنه مه کوئ.
تَقْریرلیکنه په علمیه حوزو کې یوه تعلیمي روده او د درس په ټولګي کې د استاد د مطالبو د لیکلو او په خاصه طریقه د هغوي پلي کولو ته وایي چې کله کله ورسره د تقریر لیکونکي څېړنه او نظرونه هم یو ځای وي. ځینې په دې باور دي چې تقریرلیکنه د استاد د مطالبو په ثبتېدو سربېره، د تقریرلیکونکي له علمي ودې او ژور فهم سره هم مرسته کوي. د سید محسن امین په وینا، سید محمد جواد عاملي چې د مفتاح الکرامه لیکوال دی لومړی کس و چې د خپل استاد سید محمد مهدي بحرالعلوم درس یې تقریر کړ.
له امالي لیکنې سره د تقریر لیکنې د فرق په باره کې ویل شوي چې په امالي لیکنه کې استاد د یوې لیکنې له مخې مطالب شاګردانو ته وړاندې کوي او شاګردان مطالب بې له لاسوهنې او تصرفه، له ځان سره لیکي؛ په داسې حال کې چې په تقریر لیکنه کې شاګرد کولی شي د استاد په مطالبو کې دخل او لاسوهنه وکړي. د درس وارمخکې مطالعه، د استاد د ټولو مطالبو لیکل، د مطالبو مستندول، پاک نویس کول، د مطالبو په بیان کې اصلاح او ښکلا راوستل، د تقریرلیکنې له مهمو اصولو ګڼل کیږي.
د محمد حسن رباني بیرجندي په قلم «دانش تقریرنویسی: به ضمیمه روش حل مسأله فقهی» کتاب د تقریر لیکنې تاریخچه بیان او ځینې تقریرات معرفي کړې دي.
مفهوم پېژندنه
تقریرنویسي، د درس په ټولګي کې د استاد د مطالبو لیکل او د هغوې په یوې قاعدې او طریقې سره پلي کول چې کله کله ورسره د تقریرلیکونکي څېړنه او نظرونه هم یو ځای وي.[۱] هغه څه ته چې له تقریر لیکنې لاسته راځي، تقریرات ویل کیږي، تقریرات د ځینو کتابونو عام عنوان دی چې د ۱۲ پېړۍ له وروستیو څخه او له هغه وروسته د تقریر لیکنې په طریقه تالیف شوی دی.[۲]
دود دی چې شاګردان خپل تقریرات استاد ته وړاندې کوي او غالبا استاد به خپل نظر د هغو په باره کې د تقریظ [یادښت۱] په توګه لیکي. داستاد تقریظ د تقریراتو د اعتبار سبب کیږي.[۳]
تقریر لیکنه که څه هم زیاتره د اصول فقه، او فقې د خارج په درسونو کې دود شوې؛ خو په نورو علومو لکه منطق، فلسفې، تفسیر او عرفان کې یې هم رواج لرلی او د دغه درسونو ځینې تقریرات هم موجود دي.[۴]
له امالي لیکنې سره یې فرق
- اصلي مقاله: امالي لیکنه
له امالي لیکنې سره د تقریر لیکنې ځینې فرقونه په دې ډول دي:
- په امالي لیکنه کې استاد ځینې مطالب د لیکنې یا خپلې حافظې له مخې په ټولګې کې موجودو شاګردانو ته وړاندې کوي او هغوي یې مطالب بې له کمي زیاتي یادښت کوي؛[۵] خو په تقریر لیکنه کې، شاګردان د مطالبو د لیکلو په وخت کولی شي د استاد په مطالبو کې لاسوهنه او تصرف وکړي.[۶]
- امالي د استاد علم دی او په نتیجه کې کتاب د هغه په نوم تمامیږي؛[۷] خو په تقریراتو کې، د درس ماده او محتوا له استاده ده؛ خو شرحه او سپړنه او د مطالبو د وړاندې کولو سبک یې د تقریر لیکونکي په سلیقه او اختیار سره دی. له دې امله کتاب د تقریرلیکونکي په نوم تمامیږي.[۸]
تاریخچه
آقا بزرگ تهراني په الذریعة الی تصانیف الشیعة کتاب کې د ۱۲ پېړۍ وروستي وختونه د تقریر لیکنې د لومړیو پړاوونو پېل ګڼلی دی.[۹] سید محسن امین په اعیان الشیعه کتاب کې، د مفتاح الکرامه کتاب لیکوال سید محمد جواد عاملي (وفات ۱۲۲۶ق) لومړی تقریر لیکونکی ګڼلی چې د خپل استاد سید مهدي بحرالعلوم د درس تقریرات یې لیکلي[۱۰] او یو څېړاندی باوري دی چې تقریر لیکنه د صاحب فصول له وخته پېل شوې ده.[۱۱]
ځینې کسان هم په هغه روایت په استناد سره چې پکې پېغمبر(ص) خپل یو انصار ته چې د پېغمبر(ص) خبرې یې اورېدې خو یادولې یې نه شوې، امر وکړ چې د هغه خبرې ولیکي،[۱۲] د تقریر لیکنې مخینه د پېغمبر(ص) زمانې ته رسوي.[۱۳]
تقریر لیکنه او علمي وده
د تقریر لیکنې په اړه ځینې نظرونه مطرح شوې دي:
- ځینو عالمانو او د فقې او اصول فقه استادانو لکه ایت الله بروجردي،[۱۴] د تقریر لیکنې طریقه د علمي ودې او د مطالبو د ژورې پوهې سبب ګڼلې او طلبه او زده کوونکي یې د دغه تعلیمي رودې ترسره کولو ته هڅول.[۱۵] ویل شوي چې میرزای شیرازي به د خپلو شاګردانو تقریرونو ته اهمیت ورکاوه او د نورو په وړاندې به یې تر ټولو ښه تقریر معرفي کاوه.[۱۶]
- د ایت الله منتظري په نقل، سید محمد محقق داماد له تقریر لیکنې سره مخالف و او له دې امله چې طلبه یوازې په خپلو لیکنو تکیه کوي، هغه یې د هغه د علمي ځوړتیا سبب ګڼله.[۱۷]
د تقریر لیکنې رودې
تقریر لیکنه په دوو ډولونو مکتوب او شفاهي بڼه کېدله:
- شفاهي یا ژبنی تقریر: په ژبني تقریر کې، د استاد د درس له ختمېدو سملاسي وروسته، ځینې تکړه او مخینه لرونکو شاګردانو په په خپلې حافظې په تکیې سره، درس هغه شاګردانو ته چې کمه مخینه یې لرلې یا په درس ښه نه دي پوه شوې، تکراروه.[۱۸] ویل شوي چې محمد حسن آشتیاني چې د شیخ انصاري شاګرد و، د شیخ درس ځینې شاګردانو ته په دې طریقه تقریراوه.[۱۹]
- کتبي یا لیکلی تقریر: کتبي تقریر لیکنه په لاندیني ډول ترسره کېږي:
- تقریر لیکونکی د استاد مطالب د درس په ټولګي کې کټ ماټ یاداښتوي او له درسه وروسته پکې جزیي شان سمونه کوي.[۲۰]
- تقریر لیکونکی د استاد مطالب د درس په ټولګي کې اوري او له درسه وروسته یې د استاد د درس د مطالبو لنډیز لیکي.[۲۱]
- تقریر لیکونکی د استاد له درسه مخکې، د خپل نظر وړ بحثونه ګوري او د درس په ټولګي کې یوازې اضافي ټکي چې استاد ورته اشاره کړې لیکي.[۲۲]
- استاد د بحث اصل مطرحوي او شاګرد یې هغه تشریح او توضیحوي.[۲۳]
- تقریرلیکونکی، د درس په ټولګي کې یوازې د مطالبو سرټکي یاداشتوي. ځینې سرټکي یې تشریح او سپړي او ځینې په همدغه مهمو او کلیدي مطالبو بسنه کوي.[۲۴]
د ښه تقریر ځانګړنې
«قَیِّدُوا العِلْمَ بِالکِتابَةِ: په لیکلو سره علم قېد کړئ.»
د یو منل شوي تقریر د لیکلو لپاره د لاندې چارو خیال ساتل ضروري دي:
- تقریر لیکونکی، د هغه بحث په اړه چې په ټولګي کې وړاندې کیږي باید له مخکې مطالعه وکړي.[۲۵]
- تقریر لیکونکی د استاد ټول مطالب یا لږ ترلږه د درس مهم مطالب او عناوین ولیکي.[۲۶]
- تقریر لیکونکی هغه کتابونه چې استاد د مطالبو په بیان کې له هغو استفاده کړې او یا ورته اشاره کړې ده، مطالعه کړي.[۲۷]
- د استاد مطالب په مستند ډول برابر کړي، کله کله کلیدی شي استاد د درس په ټولګي کې د عالمانو قولونه، ایتونه یا روایتونه بې د سرچینې له ذکره ووایي، پر تقریر نویس ضروري ده چې د کار د ښه کېدو لپاره، دا خبرې مستندې کړي.[۲۸]
- هغه مطالب چې د درس په ټولګي کې ثبت او ضبط شوي وي پاکنویسي کړي او که ضرورت وي، لږ زیات او مخکې وروسته یې کړي.[۲۹]
- د استاد مطالب په واضحه او ښایسته ډول تقریر کړي او عبارتونه یې په دومره اندازه وي چې په کلاس کې د غایب کس له خوا د مطلب د پوهې لپاره هم کافي وي.[۳۰]
د فقې او اصول فقه ځینې تقریرات
د فقې د درس په حوزه کې ځینې مشهور تقریرات:
- التنقیح فی شرح العروة الوثقی د سید ابوالقاسم خویي د فقې د درس تقریرات لیک د میرزا علی غروی په شپږو ټوکو کې چې پکې د اجتهاد او تقلید، طهارت، نجاست او صلواة بحثونه شامل دي.[۳۱]
- فقه الشیعة لیک د محمد مهدي موسوي خلخالي، د سید ابوالقاسم خویي د فقې د درس تقریرات چې اوه ټوکه لري او پکې د اجتهاد او تقلید، طهارت او نجاست بابونه شامل دي.[۳۲]
- نهایة التقریر فی مباحث الصلوة لیک د محمد فاضل لنکراني، د ایت الله بروجردي د فقې د درس تقریرات، په درې ټوکه کې د لمانځه بحث.[۳۳]
د اصول فقه د درس په حوزه کې ځینې مشهور تقریرات:
- اجودالتقریرات لیک د سید ابوالقاسم خویی، د محمد حسین غروي نائیني د اصولو د درس تقریرات په دوو ټوکو کې.[۳۴] د دغه کتاب لیکنه له ۱۳۴۵ ق کاله چې په نجف کې د میرزای نائیني د اصولو د خارج درس وروستۍ دورې اخري کال و، پېل شوې او په ۱۳۵۲ق کال کې چې د دغه درس د پای ته رسېدو کالی دی، ختم شوی دی.[۳۵] [لا ښې سرچینې ته اړتیا ده]
- نهایة الافکار لیک د محمد تقي بروجردي، د آقا ضیاء عراقي د اصولو د درس د تقریراتو بشپړه ټولګه په څلورو ټوکو کې ده.[۳۶]
- تهذیبالاصول لیک د جعفر سبحاني، د امام خمیني د درس تقریرات په دوو ټوکو کې.[۳۷]
د تقریراتو سایټونه
ځینې سایټونه چې د یو شمېر استادانو د درسونو تقریرات پکې پورته شوې دي دا دي:
- درسګفتار سایټ: (https://darsgoftar.net) په دغه سایټ کې د قم او مشهد د علمیه حوزو د لوړو سطحو د استادانو د درس غږیز او لیکلی فایلونه دي چې د تقریر د متن او صوت ترمینځ ارتباط برابر شوی او همداراز د دغه بحث د وارمخکې مطالعې کڅوړې او وسایل هم وړاندې شوې دي.[۳۸]
- د مدرسه فقاهت سایټ: (https://www.eshia.ir) په دې سایټ کې د حوزوي درسونو تقریر لیدل کیدی شي چې د فقاهت مدرسې په کتابتون کې یې مستندات هم لیدل کیدی شي. همداراز د فقاهت مدرسې، د قم، مشهد او نجف د علمیه حوزو د خارج درسونه هم په ژوندۍ توګه خپروي.[۳۹]
- د خارج درسونه د تقریراتو سایټ: (https://taghrir.ismc.ir) دغه سایټ د حوزې د استادانو د درسونو تقریراتو ته د لاسرسۍ او د تقریرلیکنې د سنت د دودولو لپاره جوړ شوی دی. د حوزې د درسونو د تقریراتو سایټ تعلیمي، څېړنې او اطلاع رسولو سایټ دی چې په انټرنیټ کې د حوزې د خارج درس د طلابو د تقریراتو اړوند خبرو اترو د زمینې د برابرولو او راغونډولو، بډایولو، طبقه بندي کولو دنده په غاړه لري.[۴۰]
مونوګراف
د اخوند خراساني د تخصصي مرکز د علمي پلاوي د غړي محمد حسن رباني بیرجندي په قلم د «دانش تقریرنویسی: به ضمیمه روش حل مسأله فقهی»کتاب، راغونډ شوی او د بین الملل چاپ او خپرونې شرکت له خوا په ۱۳۹۸ل کال کې چاپ او خپور شوی د ی.[۴۱]
فوټ نوټ
- ↑ «اولین دوره مجازی آموزش صحیح تقریرنویسی»، سایت ثقلین.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۶۶.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۲۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۳۲ و ص۲۳۸.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۵.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۸.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۳.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۶۶.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۰۸.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۵.
- ↑ شهید ثانی، منیةالمرید، ۱۴۰۹ق، ص۲۶۷-۲۶۸.
- ↑ شیرازی، «ضرورت و ماهیتشناسی درس خارج و تقریرنویسی آن»، ص۹۳.
- ↑ «خاطرات آیت الله منتظری از دوران آیت الله العظمی بروجردی»، سایت شفقنا.
- ↑ شیرازی، «ضرورت و ماهیتشناسی درس خارج و تقریرنویسی آن»، ص۱۰۴.
- ↑ شیرازی، «ضرورت و ماهیتشناسی درس خارج و تقریرنویسی آن»، ص۱۰۴.
- ↑ «خاطرات آیت الله منتظری از دوران آیت الله العظمی بروجردی»، سایت شفقنا.
- ↑ «مصاحبه باآیت اللّه سید محمدجعفر مروّج»، مجله حوزه، ص۲۸.
- ↑ یعقوبی و سعیدی، «تقریرات»، ص۷۷۶.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۶.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۶.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۱۶.
- ↑ شیرازی، «ضرورت و ماهیتشناسی درس خارج و تقریرنویسی آن»، ص۱۰۷.
- ↑ «بهترین روشهای تقریرنویسی کدامند؟»، سایت معالم: پرتال جامع اطلاعات و خدمات آموزشی مرکز تخصصی آخوند خراسانی.
- ↑ جوادیآملی، کتابالحج، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۶.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۲۲.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۲۳.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۲۴.
- ↑ ربانی، دانش تقریرنویسی، ۱۳۹۸ش، ص۲۳.
- ↑ «اولین دوره مجازی آموزش صحیح تقریرنویسی»، سایت ثقلین.
- ↑ غروی تبریزی، التنقیح، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۱.
- ↑ خلخالی، فقهالشیعه، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۷.
- ↑ فاضل لنکرانی، نهایة التقریر فی مباحث الصلوة، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۰.
- ↑ خویی، اجودالتقریرات، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۲.
- ↑ «اجودالتقریرات»، دانشنامه تخصصی کتابشناسی و زندگینامه: ویکینور.
- ↑ بروجردی، نهایةالافکار، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳.
- ↑ سبحانی، تهذیبالاصول، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴.
- ↑ «سامانه آموزشی درسگفتار رونمایی شد»، سایت خبری اجتهاد.
- ↑ «پخش زنده دروس خارج»، سایت مدرسه فقاهت.
- ↑ «تقریرات دروس خارج حوزه علمیه قم»، سامانه تقریرات دروس خارج.
- ↑ «کتاب «دانش تقریرنویسی» منتشر شد»، خبرگزاری مهر.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشّیعة، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- «اولین دوره مجازی آموزش صحیح تقریر نویسی»، سایت ثقلین، تاریخ درج مطلب: ۲۱ مرداد ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- بروجردی، محمدتقی، نهایةالافکار، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
- بهسودی، محمدسرور، مصباحالاصول، قم، مکتبة الداوری، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- «بهترین روشهای تقریرنویسی کدامند؟»، سایت معالم: پورتال جامع اطلاعات و خدمات آموزشی مرکز تخصصی آخوند خراسانی، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- «پخش زنده دروس خارج»، سایت مدرسه فقاهت، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- «تقریرات دروس خارج حوزه علمیه قم»، سامانه تقریرات دروس خارج، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- یعقوبی و سعیدی، ابوالقاسم و فریده، «تقریرات»، دانشنامه جهان اسلام(ج۷)، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- جوادیآملی، عبدالله، کتابالحج، قم، بینا، ۱۴۰۱ق.
- «خاطرات آیتالله منتظری از دوران آیت الله العظمی بروجردی»، سایت شفقنا، تاریخ درج مطلب: ۲۹ آذر ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۱۰ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- خلخالی، محمدمهدی، فقهالشیعه، بیجا، بینا، ۱۴۱۱ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، اجودالتقریرات، قم، کتابفروشی مصطفوی، چاپ دوم، ۱۳۶۸ش.
- دادبه، اصغر و فرشید سادات شریفی، «تقریظ»، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۶، ۱۳۸۷ش.
- ربانی، محمدحسن، دانش تقریرنویسی: به ضمیمه روش حل مسائل فقهی، تهران، شرکت چاپ و نشر بین الملل، ۱۳۹۸ش.
- «سامانه آموزشی درسگفتار رونمایی شد»، سایت خبری اجتهاد، تاریخ درج مطلب: ۲۹ آذر ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- سبحانی، جعفر، تهذیبالاصول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، ۱۴۰۵ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، منیةالمرید، قم، مکتب الإعلام الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- شیرازی، سیدرضا، «ضرورت و ماهیتشناسی درس خارج و تقریرنویسی آن»، مصباح الفقاهه، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۷ش.
- فاضل لنکرانی، محمد، نهایة التقریر فی مباحث الصلواة، قم، مرکز فقه الائمه الاطهار( ع)، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- «کتاب «دانش تقریرنویسی» منتشر شد»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۴ مهر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
- «مصاحبه باآیتاللّه سید محمدجعفر مروّج»، حوزه، شماره۹۸، خرداد و تیر ۱۳۷۹ش.
- مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.