حرز

د wikishia لخوا
د امام جواد(ع) د حرز متن

حِرْز یا تَعْویذ له بلاګانو د حفاظت لپاره یو لړ ایتونو، ذکرونه او دعاګانې دي. د شیعه په حدیثي سرچینو کې، دعایي حرزونه د هغو پایلو په وجه چې ورپاره ذکر شوي، د پام وړ ګرځېدلې دي. آیةُالکُرسی او وَ اِن یَکاد ایتونه، له هغو ایتونو دي چې د حرز لپاره کارول کیږي. د امام جواد(ع) حرز او یَماني حرز ډېر مشهور دعایي حرزونه دي. په الکافي او مُهَجُ الدّعَوات کتابونو کې له څوارلسو معصومو نقل شوي حرزونه په یو ځانله باب کې راغونډ کړی شوې دي. په تعویذ او د هغې په اثر عقیده، پر اسلام سربېره په نورو دینونو او ولسونو کې هم شته ده. په اسلام کې د خرافي تعویذونو په ردولو سره، د توحیدي دعاګانو او ایتونو په اساس ځینې تعویذونه مطرح شوې دي. د ځینو فقیهانو په باور، په ناپېژاندو شیانو تعویذ جایز نه دی.

د حرز تعریف او ډولونه یې

د و ان یکاد ایت او د نظر لګېدو د علامت ترکیب

حِرْز یا تَعْویذ هغو ایتونو ذکرونو او دعاګانو ته ویل کیږي چې له بلاګانو، د دښمنانو له شر، ځناورو، یا نظر لګېدو[۱] څخه د خونديوالي لپاره ویل کیږي.[۲] په ځینو مواردو کې حرزونه او تعویذونه په یو شي لیکل کیږي او د یو کس په (مټ یا غاړه) اچول کیږي یا په یو ځای (لکه د کور په دروازه) ځړول کیږي.[۳] ځینې تعویذونه، ذکر او دعاګانې نه دي او له ځینو څیزونو لکه اوسپنې، د هوسۍ له پوستکي، یا د ونو له پاڼو جوړ شوي دي.[۴] ویل شوي چې له تعویذونو د استفادې تر ټولو لوی سبب د نظر لګېدو مخنیوي و.[۵]

د ځینو څېړاندو په باور، حرز او تعویذ له یو بل سره چندانې فرق نه لري او دواړه ټکي د یو بل په ځای کارول کیږي.[۶] په ځینو حدیثي کتابونو کې هم حرز او تعویذ په یو باب او یوه لیکه کې ذکر شوې دي.[۷] سره له دې ځینې باوري دي چې که څه هم د حرز او تعویذ پولې څه خاص روښانه نه دي، خو دواړه یو شی نه شو ګڼلی.[۸] همداراز ویل شوي چې د حرز په معنا کې ځینې بدلونونه راغلي او په یو پړاو کې، له تعویذ سره په یوه معنا او کله هم د طلسم معنې ته نزدې شوی دی.[۹] «تَمیمه»[۱۰] «هِیْکَل» او «حَمایل» له تعویذ سره اړوند الفاظ او مفاهیم دی چې دې ته ورته کارندوالی لري.[۱۱]

په اسلامي بحثونو کې د حرز اهمیت

دعایي حرز د دعایي میراث یوه برخه ده چې د دې لپاره د ذکر شویو خواصو او اثارو په وجه، همېشه د پام وړ پاتې شوی دی.[۱۲] د حرز ټکی په قرآن کې نه دی راغلی؛ خو د شیعه سني په مختلفو روایتونو کې کارول شوی دی.[۱۳] آیة الکرسي او و ان یکاد آیت، له هغو ایتونو دي چې د حرز لپاره استعمال شوي او له همدې امله په آیاتُ الحرز مشهور شوې دي.[۱۴] کلیني (وفات:۳۲۹ق) په الکافي[۱۵] کتاب کې او سید بن طاووس (وفات:۶۶۴) په مُهَجُ الدّعَوات کتاب کې له څوارلسو معصومینو نقل شوي حرزونه په یو جدا باب کې راغونډ کړې دي.[۱۶]

«حرزهای معصومین» کتاب، لیکوال سید علي لواساني

د هغه څه په اساس چې شیخ عباس قمي (وفات ۱۳۵۹ق) په سَفینَة البِحار کتاب کې نقل کړي، پېغمبر به د حسنینو د تعویذ لپاره مُعَوِّذَتَیْن لوستل.[۱۷] له مشهورو حرزونو څخه د امام جواد(ع) حرز، یماني حرز، ابودجانه حرز او یاسین حرز ته اشاره کولی شو.[۱۸] د څیړاندو په وینا د حرزونو معتبروالي یا نامعتبروالي ته پام نه کول د ځینو ستونزو د پېدا کېدو سبب کیږی. له دې امله ویل شوي چې یوازې باید له هغو حرزونو استفاده وشي چې د معصومانو په روایتونو کې ذکر شوي او له هغو حرزونو چې روایي سرچینه نه لري ډډه وشي.[۱۹] د سید علي لواساني په قلم « حرزهای معصومین» له هغو کتابونو دی چې له معصومانو د نقل شویو حرزونو په موضوع لیکل شوی دی.[۲۰] دا کتاب په دارالسِّبطَین خپرنځي کې په ۱۴۰۱ل کې په ۴۸۸ مخونو کې خپور شوی دی.[۲۱]

مخینه

په حرز او تعویذ او په اثر یې عقیده د اسلام له له مسلّمو اصولو څخه ګڼل شوې؛ خو ویل شوي چې د اسلام له اختصاصي مسالو نه ده او په نورو دینونو[۲۲] او ولسونو کې هم دغه عقیده موجوده ده.[۲۳] په ځینو روایتونو کې په نورو دینونو کې هم د تعویذ لوستلو راپور ورکړل شوی دی.[۲۴] د ځینې څیړاندو په باور، اسلام دین د جاهلیت د وخت تعویذونه چې په خرافاتو ککړ شوې وو رد کړل او په ځای یې داسې تعویذونه راوستل چې غالبا په قرآني ایتونو مشتمل وو او توحیدي دعاګانې دي.[۲۵]

له شرعي نظره د حرزونو اعتبار

د قاجار پړاو یو تعویذ چې ځینې دعاګانې او ایتونه پکې شامل دي او لپاسه یې د امام علي(ع) او حسنینو) یو انځور کښل شوی دی.[۲۶]

ځینو څیړاندو په حرزونو او تعویذونو پورې اړوندو د یو شمېر روایتونو په څېړلو سره، ځینې یې معتبر ګڼلي او ځینې یې نامعتبر ګڼلي دي.[۲۷] د کاشف الغطاء په وینا تعويذ په قراني اياتونو، ذکر او له معصومو روايتونو سره روا دي. مګر په نامعلومو شیانو د تعویذ کارول روا ندي.[۲۸] د قرآن په ایتونو تعویذ پر دې سربېره چې په دیني او اسلامي بحثونو کې مطرح دی، په غریبه علومو کې پرې هم بحث کیږي.[۲۹] ځینو ویلي چې د غریبه علومو په تعویذونو کې د استعمال شوي په شرک ککړ نظر او غیر الهي طریقو په وجه دغه تعویذونه له شرعي نظره حرام دي.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. ماهیار، «تعویذ در شعر خاقانی»، ص۲۱۴.
  2. ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۷۶.
  3. ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۷۶.
  4. وګورئ: ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۷۴؛ ماهیار، «تعویذ در شعر خاقانی»، ص۲۱۹-۲۲۲.
  5. عربستانی، «تعویذ»، ص۶۳۵.
  6. طباطبایی، «حرز»، ص۱۱.
  7. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۶۸-۵۷۳؛ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۳۶.
  8. خانی، «سیر تحول مفهوم حرز در فرهنگ اسلامی»، ص۶۷.
  9. خانی، «سیر تحول مفهوم حرز در فرهنگ اسلامی»، ص۷۱-۷۸.
  10. ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۸۲.
  11. ماهیار، «تعویذ در شعر خاقانی»، ص۲۱۶-۲۱۷.
  12. اثباتی، «تحلیل و بررسی حرز منسوب به امام جواد(ع)»، ص۱۱.
  13. طباطبایی، «حرز»، ص۱۲.
  14. طباطبایی، «حرز»، ص۱۲.
  15. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۶۸-۵۷۳.
  16. وګورئ: سید ابن‌طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۳-۴۵.
  17. قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۵۴۲.
  18. خانی، «سیر تحول مفهوم حرز در فرهنگ اسلامی»، ص۶۶.
  19. مسعودی، «بررسی مقاله حرز از دایرة المعارف قرآن لیدن»، ص۱۴۲.
  20. لواسانی، حرزهای معصومین، ۱۴۰۱ش، شناسنامه کتاب.
  21. لواسانی، حرزهای معصومین، ۱۴۰۱ش، شناسنامه کتاب.
  22. آقاگلی‌زاده، بررسی سندی و متنی روایات حرز و تعویذ، ۱۳۹۰ش، ص۱۹.
  23. ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۷۷.
  24. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۶۹.
  25. ابن‌سینا، کنوز المعزمین، مقدمه جلال‌الدین همایی، انجمن آثار ملی، ص۷۸.
  26. "Shi'i talismanic piece", Library of Congress.
  27. آقاگلی‌زاده، بررسی سندی و متنی روایات حرز و تعویذ، ۱۳۹۰ش، ص۲۱۵-۲۱۸.
  28. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۴۶۰.
  29. آقاگلی‌زاده، بررسی سندی و متنی روایات حرز و تعویذ، ۱۳۹۰ش، ص۲۵.
  30. آقاگلی‌زاده، بررسی سندی و متنی روایات حرز و تعویذ، ۱۳۹۰ش، ص۲۵.

سرچينې

  • آقاگلی‌زاده، زینب، بررسی سندی و متنی روایات حرز و تعویذ، پایان‌نامه دوره کارشناسی ارشد رشته الهیات و معارف اسلامی گرایش علوم قرآن و روایات، مشهد، دانشکده الهیات و معارف اسلامی، ۱۳۹۰ش.
  • ابن‌سینا، حسین بن عبدالله، کُنوز المُعَزِّمین، مقدمه و تصحیح جلال‌الدین همایی، تهران، انجمن آثار ملی، بی‌تا.
  • اثباتی، اسماعیل، «تحلیل و بررسی حرز منسوب به امام جواد(ع)»، در مجله علوم قرآن و حدیث، شماره ۱۰۸، بهار و تابستان۱۴۰۱ش.
  • خانی، حامد، «سیر تحول مفهوم حرز در فرهنگ اسلامی»، در پژوهشنامه تاریخ تمدن اسلامی، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۰ش.
  • سید ابن‌ طاووس، مُهَجُ الدّعَوات و مَنهَج العبادات، قم، دار الذخائر، ۱۴۱۱ق.
  • طباطبایی، سید کاظم، «حرز»، در جلد ۱۳ از دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • عربستانی، مهرداد، «تعویذ»، در جلد ۱۵ از دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • قمی، شیخ عباس، سفینة البحار و مدینة الحِکَم و الآثار، قم، اسوه، ۱۴۱۴ق.
  • کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغرّاء، قم، بوستان کتاب، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • لواسانی، سید علی، حرزهای معصومین، قم، دار السبطین، ۱۴۰۱ش.
  • ماهیار، عباس، «تعویذ در شعر خاقانی»، در مجله دانشکده ادبیات و علوم انسانی، شماره ۴۷-۴۹، بهار و تابستان ۱۳۸۴ش.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
  • مسعودی، محمدمهدی، «بررسی مقاله حرز از دایرة المعارف قرآن لیدن»، در مجله قرآن‌پژوهی خاورشناسان، شماره ۲۱، پاییز و زمستان ۱۳۹۵ش.

بهرنۍ لینکونه