آیة الکرسي

د wikishia لخوا
آیة الکرسي په نسخ خط کې

آيَةُ الْكُرْسي (بقره سورې ۲۵۵) د الله تعالی د جلال او جمال صفاتو یوه ټولګه ده، چې پکې د وحدانیت، حیات، قیومیت، علم او ځواک په شمول د الله تعالی د ذات صفاتو او همداسې د هغه دفعل صفاتو لکه مالکیت او شفاعت په ګډون شامل دی. دا آیت د «وَسِعَ کُرسِیُّهُ السَّمواتِ و الارضَ» جملې لامله د «آيةالكرسى‌» په نوم پیژندل شوی دی. ځینې د بقره سورې ۲۵۶ او ۲۵۷ هم د هغه برخه گنلې ده، خو ځینې نور د روایات او شواهد له مخې یوازی د بقره سوری ۲۵۵ آیت، آیة الکرسي گنلې ده.

په روایي سرچینو کې، د دې آیت لپاره، ډیری بې شماره ځانگړتیاوی فضیلتونه ویل شوي دی؛ پشمول د ځینې روایاتو، دا آیت د قرآن غوره نی آیت ګنل شوی ده. هر وخت د دې آیت لوستل او په هر وخت کې، په ځانګړي توګه د لمانځه وروسته، د اودس کولو وروسته، د خوب نه دمخه، له کور نه د وتلو په وخت کی، کله چې د خطر او سختۍ سره مخ شئ او نور ځایونه وړاندیز شوی. د دې آیت لوستل هم په ځینو مستحب لمونځونو کې روایت شوی دی لکه د قبر لومړۍ شپه لمونځ

متن او ژباړه

د بقره سورې ۲۵۵ آیت، د «الکرسي» کلمې لامله د آیة الکرسي په نوم نومیږي.[۱] داسې ویل شوه چې دا آیت، د اسلام په صدر کې او د پیغمبر(ص) او امامانو په وخت کې هم د آیة الکرسي په نوم پیژندل شوی دی.[۲] د آیت متن او ژباړه دغسې ده:

اَللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْ‌ضِ ۗ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْ‌سِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿٢٥٥﴾ لَا إِكْرَ‌اهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّ‌شْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ‌ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّـهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْ‌وَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّـهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٥٦﴾ اللَّـهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِ‌جُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ‌ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُ‌وا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِ‌جُونَهُم مِّنَ النُّورِ‌ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ‌ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿٢٥٧﴾

د الله تعالی پرته بل خدای نشته. هغه ژوندی دی او و لاړ کونکی؛ نه هغه سپکه خوبه واخلي او نه دروند خوبه، هغه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي د هغه ده. هغه څوک دی چې د هغه د اجازې پرته د هغه په وړاندې شفاعت کوي؟ هغه پوهیږي چې د دوی په وړاندې څه شی دی او د دوی ترشا څه شی دی. او دوی به د هغه د پوهې هیڅ شی سره محاصره نشي پرته لدې چې هغه څه وغواړي. د هغه کرسي(څوکۍ) آسمان او ځمکه په برخه اخیستلی ده، او د دوی ساتنه د هغه لپاره ستونزه نده، او هغه لوی او لوړ دی.(۲۵۵) په دین کې هیڅ اجبار ندي او لاره د بې لارې څخه په ښه توکه څرګنده شوی ده. نو څوک چې طاغوت ته کفر کوي، او خدای ته ایمان راوړلی، یقینا د ټینگه لاس ځای لاسونو باندې نیول شوی، کوم چې د مات وړ نه وي. او الله اوریدونکی او پوه دي.(۲۵۶) څښتن تعالی د هغه چا سرور دی چې ایمان راوړلی دی، هغه دوی له تیاره څخه، رڼا ته یوسی. او هغه څوک چې کفر کړی دی، د دوی سروران [هماغه عصیان کونکیان]طاغوت دی، څوک چې دوی له رڼا څخه تیاره خوا ته نیسي. دا د اور اهل دي، په کوم کې چې دوی ابدي وي.

آیة الکرسي یا آیات الکرسی

د شیعه مفسرینو ترمنځ مشهور دا دی چې آیة الکرسي یوازې د بقره سوری ۲۵۵ آیت دی[۳] او دوه ورپسې آیتونه د دې برخه ندي.[۴] د سید محمد حسین تهراني په وینا؛ علامه طباطبایي د المیزان تفسیر لیکوال، په دې باور دی چې آیة الکرسي د بقره سوره ۲۵۵ آیت دی او په وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ جمله کې پای ته رسیږي.[۵] مکارم شیرازي د شیعي له مفسرانو څخه د دی چې آیة الکرسي په بقره سوری ۲۵۵ آیت ځانګړی لری شپږو شاهدانو راوړلی ده، په شمول:

  • ټول روایاتو چې د دې آیت په فضیلت کې ویل شوي دي، دا آیت، آیة الکرسي لوستلی دی؛
  • د کرسي(څوکۍ) ټکې یوازې په ۲۵۵ آیت کې راغلی دی؛
  • په ځینو روایتونو کې راغلی دی چې آیة الکرسي پنځوس ټکي دي او د ۲۵۵ آیتو شمیر هم په حساب کې پنځوس ټکو کیږی.[۶] د هغه په نظر، په هغه روایاتو کې چې سپارښتنه شوه وروسته دوی آیتونه هم لوستل شوي، د آیة الکرسي سرلیک په دې دوه آیتونو کې ندي ویل شوي.[۷]

د مشهور نظر په وړاندې ځینې کسانو د ځینې روایاتو پر استناد[۸][یادونې ۱] د بقره سورې ۲۵۶ او ۲۵۷ هم د آیة الکرسی برخه گنلی ده[۹] همدغه روایاتو ګي د شیعه ګانو په منځ کې آیة الکرسي ته د دوه وروسته آیتونو د تړاو د شهرت لامله گنی[۱۰] آیة الکرسي ته د ۲۵۶ او ۲۵۷ د الحاق کولو لپاره نور دلیلونه د دوه راتلونکو آیتونو سره د آیة الکرسي ته د موضوعاتو ژورې اړیکې گنی.[۱۱] د العُروَةُ الوُثقی په کتاب کې سید محمدکاظم طباطبایی یزدی د لیلت الدفن لمانځه په لوستلو کی ۲۵۷ آیت تر پایه تر «هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ» د احتیاط سره سم گنلی ده.[۱۲]

الکرسی ټکې

د الکرسي کلمې لپاره، یو څو معنی گاني څرګند شوي. ۱. تخت او سریر؛ د واکمنی سیمه او تدبیر؛ ۳. د واکمنی مرکز او تدبیر؛ ۴. علم.[۱۳] داسې ویل شوه چې د الکرسي په آیت کې د کرسي موخه د الله تعالی واکمنی، قیمومیت، سلطه او تدبیر دی‌.[۱۴]

د شیعه امامانو په بیلابیلو روایاتو کې، کرسی پدې آیت کې د خدای علم په توګه تفسیر شوه، پدې معنی چې: الله تعالی د دوی په مخ او شاته پوهیږي او د هغه(علم) په اړه هیڅ نه پوهیږي مګر هغه څه چې هغه پخپله غواړي. د هغه کرسی (=علم) آسمانونو او ځمکه پوښلې ده.[۱۵] د امام صادق(ع) د حدیث له مخې «کرسی» د الله تعالی ځانګړي علم دی چې هیڅ یو پیغمبرانو، استازی او نورو خپل حجتونه په هغه خبرې نه دی ورکړی.[۱۶]

منځپانګه

آیة الکرسي د خدای(ج) د جلال او جمال صفاتو یوه ټولګه ګنلی ده[۱۷] او دا چې د خدای نوم او د هغه ځانګړتیاوې پدې آیت کې اوه لس ځله راپورته شوي دي؛ د دې لامله آیة الکرسي د توحید شعار او پیغام بلل شوی دی.[۱۸] پدې آیت کې د خدای د ذات ځانګړتیاوې پشمول د یووالي، ژوند، قیومیت، علم او قدرت، او همدارنګه د هغه فعلي صفاتو چې د کائناتو ملکیت او شفاعت په شمول دی راوړل شوي.[۱۹]

مفسرینو د دی آیت ټکو تر لاندې په شمول د الحی، القیوم او الکرسي، د خدای د ژوند په اړه، په خدای باندې د ټول هستی اړه ول، او د خدای له کرسي او عرش څخه موخه په اړه مفصل بحثونه کړي دی.[۲۰]

ارزښت او ځانګرتیاوی

سید محمد حسین طباطبایی، د المیزان په تفسیر کې، د آیة الکرسي عظمت، د خالص توحید او د خدای مطلق قیمومیت په اړه، د دقیق تعلیماتو لامله گنلی ده.[۲۱]

له پیغمبر(ص) څخه د آیة الکرسي په فضیلت کې، ویل شوه؛ چې آیة الکرسي د نور آیتونه سید‌ او د دوی غوره دي، او د دنیا او آخرت ټول ښیگنې پکې شامل دي.[۲۲] په بل روایت کې راغلي چې د ویلو سرور قرآن دی، د قرآن سرور بقره سوره دی او د بقره سوره سرور آیة الکرسي دی.[۲۳]

د مسلمانانو تر منځ دا آیت تل د ځانګړي پام او لوړ گنی لامله دا و چې د اسلام ټولې تعلیمات او معارفو د توحید پر باندې دي، او توحید په آیة الکرسي کې په جامع او موجز ډول بیان شوي دي. پدې آیت کې هم د خدای ذات او هم دهغه صفات دواړه ستاینه شوي دی.[۲۴]

د آیة الکرسي د تلاوت ځانګړی په اړه، ډیر روایاتو د شیعه[۲۵] او د اهل‌ سنت[۲۶] له لارې رسیدلي دي. د امام صادق(ع) په روایت کې، دا نقل شوې چې څوک که یوځل دا آیت تلاوت کوي، خدای په نړۍ کې زره ناورینونه لیری کړی چې ترټولو آسانه یې فقر(بی وزلی) دی او زره هغه به د آخرت کړاوونه له مینځه یوسي، چې ترټولو اسانه یې د قبر عذاب دی.[۲۷]

د هغه روایت له مخې چې د امام علي(ع) لخوا روایت شوی، که چیرې یو څوک آیة الکرسي ولولي کله چې هغه د سترګو تکلیف لري او د هغه په زړه کې دی چې هغه به ښه شی، انشا الله هغه به عافیت ترلاسه کوي.[۲۸] په عامه باور کې، ځینې وختونه کله چې دا آیت لوستلی، په سترګو کې لاسونه ایښودی، کوم چې د اعتبار وړ سند نلري؛[سرچینې ته اړتیا] مګر د جُنَّةُ الاَمانِ الْواقیَة په کتاب کې کَفعَمی د سید ابن طاووس څخه د دې کار د تصدیق کولو لپاره یوه کیسه نقل کړه.[۲۹]

د قرائت ځایونه

د روایاتو له مخې[۳۰] په هر وخت کې د آیة الکرسي لوستل، په ځانګړي توګه د لمانځه لوستلو وروسته، د خوب څخه دمخه، له کور نه د وتل په وخت کې، کله چې له خطر او سختۍ سره مخ شي، کله چې په مرکب کې سپاره شي، د حسد او زخم سترګې لرې کول دپاره، د روغتیا لپاره او... سپارښتنه شوی دی[۳۱] د امام علي(ع) په روایت کې، نقل شوه که تاسو پوهیږئ چې دا آیت څه شی دی یا پکې څه شی دی، نو تاسو به یې په هیڅ ډول نه پریږدئ.[۳۲] د آیة الکرسي په داسې قضیو کې هم لوستل لکه د اودس نه وروسته، د محتضر پر باندې، د واجب لمونځونو وروسته، د خوب په وخت کې، په سفر کې او په نور ځایونو فقیهانو مستحب گنلی ده[۳۳] د دې آیت لوستل په ځینو مستحب لمونځونو کې هم د ننه شوي دي لکه د غدیر لمونځ او د قبر لومړۍ شپې په لمونځه(د وحشت لمونځ)کې.[۳۴]

کتاب پیژندنه

ډیری عالمانو پدې آیت کې په خپلواکه توګه تفسیر لیکلي دي، پشمول د عبد الرزاق کاشاني، شمس الدین خفري او ملا صدرا د «د آیة الکرسی تفسیر»تر سرلیک لاندې. همدارنګه محمد تقي فلسفی د «آیه الکرسی، پیام آسمانی توحید» تر سرلیک لاندې یو کتاب لیکلي چې دا کتاب د حسین سوزنچي لخوا لنډیز او تنظیم شوی او د مختلف خپرونکو لخوا خپور شوی دي.

آیة الکرسي ډیری ځله په فارسي ادب کې یادونه شوې، پشمول د کسایی مروزي د هغه چا په انتقاد کې چې د امامانو حق یې غصب کړی دغسې شعر لوستلی ده.

ای به کرسی برنشسته «آیة الکرسی» به دست
نیش زنبوران نگه کن پیش خان انگبین.[۳۵]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۷۶.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۳۳۷.
  3. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۱۷۴؛ کوشا، «آیه الکرسی»، ص۱۱۹.
  4. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق ج۲، ص۲۷۸.
  5. حسینی طهرانی، مهر تابان، ۱۴۲۶ق، ص۱۷۷.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۷۶و۲۷۷.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۷۷.
  8. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۱.
  9. معینی، «آیة الکرسی»، ص۱۰۰.
  10. دشتی، «آیة الکرسی»، ص۴۶۹.
  11. کوشا، «آیه الکرسی»، ص۱۲۰.
  12. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۲۶.
  13. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۲۸-۶۲۹؛ کوشا، «آیه الکرسی»، ص۱۱۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‏۲، ص۲۷۲.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‏۲، ص۲۷۲-۲۷۴؛ قرشی بنایی، قاموس قرآن، ج۶، ص۱۰۰.
  15. عسکری، ۱۴۲۶ق، عقائد الاسلام من القرآن الکریم، ج۱، ص۳۸۷-۳۸۸.
  16. صدوق، معانی الاخبار، دار المعرفة، ص۲۹.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج‏۲، ص۲۶۲.
  18. کوشا، «آیه الکرسی»، ص۱۲۰.
  19. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۳۲۸-۳۳۶.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۳۲۸-۳۳۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۲۶۲، ۲۷۷؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۹۱-۳۹۵.
  21. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۳۳۷.
  22. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۳، ص۲۶۸؛ عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۳۷؛ سیوطی، جامع‌ الصغیر، ۱۳۷۳ق، ج۱، ص۴۷.
  23. سیوطى‌، جامع‌ الصغیر، ۱۳۷۳ق، ج۲، ص۳۵.
  24. غزالى‌، جواهر القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۷۳-۷۵.
  25. وګورئ: عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۳۶و۱۳۷.
  26. وګورئ: سیوطی،‌ الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۲۳-۳۲۷.
  27. عیاشی، التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۳۶و۱۳۷.
  28. شيخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۶۱۶.
  29. کفعمی، جنة الامان، ۱۴۰۵ق، ص۱۷۶.
  30. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۲۸، ۵۳۶، ۵۳۹، ۵۴۳، ۵۴۹، ۵۵۷، ۵۷۲، ۵۷۳.
  31. معینی، «آیة الکرسی»، ص۱۰۱.
  32. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۰۹؛ سیوطی،‌ الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۲۵.
  33. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۱۷۴.
  34. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۱۷۴.
  35. معینی، «آیة الکرسی»، ص۱۰۱.

سرچينې

  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، مهر تابان، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۶ق.
  • دشتی، سید محمود، «آیة الکرسی» در دایره المعارف قرآن کریم، ج۱، قم، بوستان کتاب، ‌۱۳۸۲ش.
  • سيوطى‌، عبدالرحمن بن ابی‌بکر‌، الجامع‌ الصغير فی احادیث البشیر النذیر، قاهره‌، ۱۳۷۳ق‌.
  • سیوطی،‌ عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه عمومی آیت الله مرعشی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • صدوق، محمد بن علی، معانی الاخبار، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، دار المعرفة، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه اعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقى، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۱۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافه، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • عسکری، سید مرتضی، عقائد الاسلام من القرآن الکریم، قم، کلیة اصول الدین، ۱۴۲۶ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر (تفسیر عیاشی)، تحقیق هاشم رسولی، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • غزالى‌، محمد بن محمد، جواهر القرآن‌، تصحیح و مقدمه محمد رشید رضا القبانی، بیروت، دار إحیاء العلوم، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح- جنة الأمان الواقیة و جنة الإیمان الباقیة، قم، دار الرضى، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوشا، محمدعلی، «آیه الکرسی»، در دانشنامه معاصر قرآن کریم، قم، انتشارات سلمان آزاده، ۱۳۹۷ش.
  • مؤسسه دایره المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، زیرنظر سیدمحمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دایره المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
  • معینی، محسن، «آیة الکرسی»، در دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ج۱، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم،‌ دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.

بهرنې اړیکه