حسن و قبح

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حُسن و قُبح، یوه کلامي مساله ده په دې اړه چې د کارونو ښه والی یا بدوالی ذاتي دی یا هر څه چې خدای پرې امر وکړي ښه او هر څه چې خدای ترې نهي وکړي بد او ناخوښ دی. مسلمانو عالمانو د حسن و قبح مسالې ته ډېر پام کړی او پرې یې ډېر بحثونه کړې دي.

د حسن و قبح په مساله کې د مسلمانو عالمانو تر مینځ د نظر اختلاف دی: شیعیان او معتزله په عقلي حسن و قبح باور لري؛ یعنې د کارونو ارزښت ذاتي ګڼي او وایي چې عقل د ځینو کارونو په ښه والي او بدوالي د پوهېدو توان لري. د دې په مقابل کې، اشاعره په دې نظر دي چې حسن و قبح شرعي دي؛ یعنې کارونه خپل په خپله نه ښه دي او نه بد؛ بلکې هغه څه چې خدای یې امر وکړي ښه او له څه چې منع وکړي بد دی.

د حسن و قبح بحث د فقې د اصولو علم ته هم رسېدلی دی چې د حسن و قبح د اثبات په بڼه کې، عقل هم د شرعي احکامو د پېژندلو په څلورګونو سرچینو وي؛ لکه څنه چې شیعه اصولیان په دې باور لري.

د حسن و قبح مقام

د حسن و قبح مساله د کلام د علم له مهمو بحثونو او د هغې د ډېرو مسایلو بنیاد ګڼل کیږي.[۱] مسلمانو عالمانو ورته ډېر اهمیت ورکوي او په اړه یې ډېر بحثونه کړې دي.[۲] په کلامي لیکنو کې دا مساله د خدای تعالی د افعالو په بحث کې او د الهي عدال د اثبات لپاره جاجول کیږی.[۳]

د جعفر سبحاني په وینا، حسن و قبح په نورو علمونو لکه اخلاقو او اصول فقه کې هم کارندوالی لري:[۴]

د اخلاقو په علم کې، د عقلي حسن و قبح منل د اخلاقي ارزښتونو د مطلق والي د اثبات په معنا او نه منل یې د هغو د نسبي والي د منلو په معنا دي.[۵]

د فقې په اصولو کې د «مُلازمات عقلیه» په باب کې د دې بحث کیږي او یوازې د عقلي حسن و قبح د اثبات په بڼه کې، عقل د شرعي احکامو د پېژندلو له سرچینو ګرځي.[۶]

په کلامي اصولي کتابونو کې [۷] که هغه د شیعه دي که د اهل سنت [۸] په تفصیل سره د حسن او قبح په اړه بحث شوی دی.

په حسن و قبح کې اصلي پوښتنه

حسن و قبح مساله په دې خبره بحث کوي چې د کارونو د «حُسن» ( ښه والي) او «قبح» (بدوالي) معیار څه شی دی. ایا واقعي حَسَن (ښه) او قبیح (بد اوناخوښ) موجود دی که نه دا دواړه اعتباري دي او هر هغه څه چې خدای یې امر وکړي ښه او هر هغه څه چې خدای ترې نهي وکړي بد اوناخوښ دي.[۹]

لومړي حالت ته عقلي یا ذاتي حسن و قبح وایي او دوهم حالت ته شرعي حسن و قبح.[۱۰]

د حسن و قبح په اړه د نظر اختلاف

مسلمان عالمان په دې اړه چې حسن و قبح عقلي دی که شرعي د نظر اختلاف لري. په دې مینځ کې شیعیان [۱۱]او معتزله [۱۲] په عقلي حسن و قبح عقیده لري او اشاعره [۱۳] حسن و قبح شرعي ګڼي.

شیعه او معتزله متکلمان وایی چې کارونه له دې ورتېر چې خدای د هغوي په ښه والي یا بدوالي حکم وکړي، له عقلي نظره په حَسَن او قبیح یعنې ښه او بد وېشل کیږي؛ یعنې عقل د کارونو په ښه والي یا بدوالي حکم کوي.[۱۴]

خو اشاعره باوري دي چې حسن و قبح یوازې له شرعې پېژندل او پرې پوهیږو.[۱۵] که شارع د یو شي امر وکړي هغه حَسن دی او که له کوم شي نهي وکړي هغه قبیح او بد دی، شرعې ته له پامه پرته نه کوم شی حَسن دی او نه قبیح.[۱۶]

د مسالې سرچینه

ویل کیږي چې د کارونو د حسن و قبح په اړه بحث له اسلامه مخکې، په نورو دینونو کې [۱۷] او د ځینو یوناني فیلسوفانو[۱۸] په لیدتوګو کې هم مطرح و؛ خو مسلمانانو ورته خاص اهمیت ورکړی دی.[۱۹] حسن و قبح له دوهمې پېړۍ، د معتزله له خوا د یوې مسالې په شکل راغی.[۲۰] له هغه وروسته اشاعره چې د عقلي حسن و قبح مخالف وو، شخړې ټه داخل شوي او شرعي حسن و قبح یې مطرح کړ.[۲۱]

د عقلي حس و قبح د پلویانو دلایل

د عقلي حسن و قبح د اثبات لپاره د شیعه عالمانو ځینې دلایل په دې ډول دي:

  • عقلي حسن و قبح یوه بدیهي او څرګنده چاره ده او عقل بې له دې چې شرعې ته مراجعه وکړي د احسان او ښېګړې په ښه والي او د ظلم په بدوالي پوهیږي؛ ځکه چې مونږ په قطعی توګه پوهیږو چې له نورو سره احسان کول ښه دي او کوونکی یې ستایو. همداراز بدي کول بد ګڼو او کوونکی یې ملامتوو.[۲۲]
  • که د څیزونو ښه والی او بدوالی په عقل درک نه کړو، د شرعې په وسیله پرې هم نه شو پوهېدلی؛ ځکه چې زمونږ عقل نه شي درک کولی چې دروغ ویل بد دي. نو په دې اساس ممکنه ګڼو چې خدای دروغ ووایي. په نتیجه کې که خدای ووایي چې یو شی ښه یا بد دی، یقین نه پیدا کوو چې دا شی همداسې دی.[۲۳]
  • که حسن و قبح یعنې ښه والی او بدوالی عقلي نه وي، د الهي دین حقانیت نه شو ثابتولی؛ ځکه چې په دې بڼه کې خدای چې هر کار وکړي قبیح نه دی. نو په دې اساس قبیحه نه ده چې معجزه داسې کسانو ته ورکړي چې پېغمبران نه دي. په نتیجه کې، د معجزې له لارې د هیڅ پېغمبر نبوت ممکن نه دی او پر دې اساس د خدای هیڅ یو دین نه شو اثباتولی.[۲۴]

د شرعي حسن و قبح د پلویانو دلایل

د شرعي حسن و قبح د ثابتولو لپاره د اشاعره و ځینې دلیلونه دا دي:

  • که دروغ ویل، خپل په خپله،(شرعې ته له پامه پرته) قبیح وي، له دې لازمه راځي چې هر دروغ قبیح وي؛ حال دا چې څرګنده ده چې داسې نه ده. د مثال په توګه پوهیږو چې هغه دروغ چې د پېغمبر د سر د حفاظت لپاره وویل شي قبیح او بد نه دي.[۲۵]
  • فرض کړئ یو کس بل ته ووایي چې سبا به یې ووژني. په دې بڼه کې که وې وژني، قبیح کار یې کړی او که وې نه وژني، دروغ یې ویلې دي چې هغه هم د عقلي حسن و قبح د قایلانو له نظره، په هر حال کې قبیح دي. نو له دې امله چې روا نه ده چې هغه ووژني، نتیجه دا کیږي چې دا سې نه ده چې دروغ ویل مطلقا قبیح وی.[۲۶]
  • د عقلي حسن و قبح قایلان په خدای واجبه ګڼي چې قبیح کار ونه کړي. د مثال په توګه وایي چې انسان چې کله د خدای شکر وباسي، په خدای واجبه ده چې بدله او اجر یې ورکړي؛ په داسې حال کې چې څرګنده ده چې نه شو کولی د خدای لپاره کوم کار واجب وګڼو؛ ځکه هر واجب، یو واجبوونکی غواړي او تر خدایه هیڅ لوړ مخلوق نیشته چې په خدای باندې یو شی واجب کړي.[۲۷]

کتاب‌ پېژندنه

شیعه سني عالمانو په خپلو کلامي [۲۸] او اصولي [۲۹] اثارو کې د حسن و قبح په مساله خبرې کړي خو په دې اړه پوره پوره اثار هم لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:

  • حسن و قبح عقلی یا پایه‌های اخلاق جاودان، لیک جعفر سبحانی
  • حسن و قبح ذاتی و عقلی از منظر دانشمندان اسلامی، لیک هادی وحدانی‌فر
  • قاعده کلامی حسن و قبح عقلی، لیک رضا برنجکار و مهدی نصرتیان
  • حسن و قبح ذاتی و عقلی از منظر روایات اسلامی، لیک هادی وحدانی‌فر او زکیه‌بیگم حسینی.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینک