خلیل الله (لقب)

د wikishia لخوا

خَلیل الله (د خدای دوست[۱]) په معنا، د حضرت ابراهیم لقب دی.[۲] د خلیل الله مقام د ابراهیم(ع) لپاره مدحه ګڼل شوې ده[۳] چې د نبوت او رسالت تر مقامه لوړ دی.[۴] له امام صادق(ع)څخه په یو روایت کې راغلي چې خدای تعالی حضرت ابراهیم په اوله کې د عبد (بنده) بیا نبي بیا رسول او بیا د دوستۍ (خلیل) په توګه غوره کړه.[۵]

د نساء سورې په ۱۲۵ ایت کې راغلي دي:«و اتَّخَذَ اللَّهُ إِبْراهیمَ خَلیلاً؛ او خدای ابراهیم خپل دوست غوره کړه»[۶] د «اتَّخَذَ»تعبیر د غوره کولو او انتخابولو په معنا اخستل شوی دی.[۷] د دغه ایت په پېل کې سپارښتنه شوې چې د ابراهیم له دینه پېروي وکړئ.[۸] بیا د دې لپاره چې نور د ابراهیم پېروۍ ته وهڅوي وایي چې خدای هغه د خپل دوست په توګه غوره کړی دی.[۹] اهل سنت عالم او مفسر زمخشري د دوستۍ تعبیر مجازي ګڼلی چې په هغه صفت د ابراهیم د غوره کولو او ځانګړې کولو نښه ده چې د دوو دوستانو تر مینځ موجود وي.[۱۰]

په روایتونو کې هم د حضرت ابراهیم لپاره د خلیل الله له تعبیره استفاده شوې ده.[۱۱]ابراهیم(ع) هم ځان خلیل الله ګڼلی دی.[۱۲] مسلمانانو په نیواکي فلسطین کې الخلیل ښار ته چې حضرت ابراهیم(ع) هلته استوګن و[۱۳] د نساء د ۱۲۵ ایت په وجه الخلیل نامه ورکړې ده.[۱۴] دا لقب که څه هم له حضرت ابراهیم سره ځانګړی ګڼل شوی خو په ځینو روایتونو او دعاګانو کې د اسلام د پېغمبر[۱۵] امام علي(ع)[۱۶] او امام حسین(ع)[۱۷] په توصیف کې کارول شوی دی.

په فارسي ادبیاتو کې هم ابراهیم(ع) ته خلیل ویل شوي دي. ملا احمد نراقي په طاقدیس مثنوۍ کې داسې ویلې دي:



برگزید او را خداوند جلیلخواند او را از برای خود خلیل
خلعت خُلَّت رسید او را ز ربآمد او را هم خلیل الله لقب[۱۸]


یو بل شاعر بیا داسې وایي:


بنای خانه کعبه خلیل الله نهاد اماعلی در کعبه ظاهر گشت و صاحبخانه پیدا شد[۱۹]


روایتونو د حضرت ابراهیم د دغه ځانګړنې لپاره مختلف لاملونه ذکر کړې دي چې سبب شو خدای تعالی دغه مقام هغه ته ورکړي.[۲۰] په علل الشرایع کتاب کې یوه برخه د « هغه لاملونه چې په سبب یې خدای ابراهیم خپل دوست وګرځاوه» په نامه موجوده ده.[۲۱] په دې برخه کې ډېر روایتونه راغلې دي.[۲۲] د روایتونو له مخې د ابراهیم د خلیل الله مقام د ډېرو زیاتو سجدو، اړمنو ته د خوړو ورکولو، د شپې د لمونځونو، د بې وزلو نه ردولو، مېلمه پالنې[۲۳] او له خدایه پرته له بل چا د سوال نه کولو په وجه ذکر شوی دی.[۲۴] ځینو مفسرانو د بوتانو پرېښودل او د خدای پرستش هم د دې یو سبب ذکر کړی دی.[۲۵]

د خلیل معنا

د خلیل ټکي دوه معناګانې محتملې دي

خلیل د دوست په معنا؛ د خلیل ټکی له الخُلّة څخه اخستل شوی چې معنا یې ده دوست.[۲۶] شیعه تفسیر، مجمع البیان چې په شپږمې ق پېړۍ کې لیکل شوی د خلیل الله همدا معنا ذکر کړې ده.[۲۷] شیعه مفسر مکارم شیرازي هم د حضرت ابراهیم لپاره همدا معنا صحیح ګنلې ده. هغه باوري دی چې کله خدای پاک وایي چې ابراهیم یې د خپل خلیل په توګه غوره کړی، مطلب یې هماغه دوستي ده او بله معنا ورته مناسبه نه ده.[۲۸] نورو مفسرانو هم دا معنا صحیح ګڼلې ده.[۲۹]

خلیل د فقر په معنا؛ خلیل له الخَلّة څخه اخستل شوی چې معنا یې ده فقر.[۳۰] ځینې باوري دي چې د حضرت ابراهیم خلیل والی د خدای په نزد د هغه د فقیر او محتاج والي په معنا دی.[۳۱] علامه طباطبایي د هغه روایت په اساس چې خلیل والی یې له خدایه پرته له بل چا څخه د درخواست نه کولو په وجه ګڼلی، باوري دی چې خلیل د فقر په معنا دی. د هغه له نظره صحیح معنا دا ده چې خلیل الله هغه کس وګڼو چې خپلې اړتیاوې یوازې خدای ته ووایي او یوازې له هغه د حاجتونو رفع کول وغواړي.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۱۴۵.
  2. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴۸.
  3. ابوالفتوح رازی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیرالقرآن، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۲۹.
  4. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴۸.
  5. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۷۵.
  6. سوره نساء، آیه ۱۲۵.
  7. کاشانی، زبدة التفاسیر، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۱۶۰.
  8. حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، ص۱۰۹.
  9. ابن‌کثیر دمشقی، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۷۴.
  10. زمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۶۹.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۳.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۰۵.
  13. لاهوتی، «الخلیل»، ص۹۱.
  14. لاهوتی، «الخلیل»، ص۹۲.
  15. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۷۳.
  16. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، النص، ص۴۴.
  17. شیخ طوسی، تهذیب الأحکام‏، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۱۱۳.
  18. نراقی، مثنوی طاقدیس، بخش ۱۳۵، «سبوح قدوس رب الملائکة والروح» گفتن جبرئیل و بیهوش شدن ابراهیم خلیل، سایت گنجور.
  19. صغیر اصفهانی، دیوان اشعار، قصاید، شمارهٔ ۱۷ «در تهنیت عید مولود مسعود امیرالمؤمنین علی علیه‌السلام»
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۱۴۶.
  21. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۴.
  22. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۴-۳۷.
  23. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۳۹۵.
  24. طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۹۶.
  25. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۰۱.
  26. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۳، ص۳۴۰.
  27. طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۷۸.
  28. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۱۴۵.
  29. طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۱۹۵؛ طیب، أطیب البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۲۱.
  30. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۳، ص۳۴۰.
  31. نجفی خمینی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۶، ص۲۵۳.
  32. طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۹۶.

سرچينې

  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، محقق و مصحح عبدالحسین امینی، نجف، دارالمرتضویة، چاپ اول، ۱۳۵۶ش.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمرو، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس‌الدین، بیروت، دارالکتب العلمیة، محمدعلی بیضون، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیرالقرآن، تحقیق محمدجعفر یاحقی، محمدمهدی ناصح، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، تبیین القرآن، بیروت، دار العلوم، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، علل الشرائع، قم، کتاب فروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، محقق و مصحح: علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق: احمد قصیرعاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیروت، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام‏، محقق و مصحح حسن الموسوی خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • صغیر اصفهانی، محمدحسین، دیوان اشعار، قصاید، شمارهٔ ۱۷ «در تهنیت عید مولود مسعود امیرالمؤمنین علی علیه‌السلام، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۳ اسفند ۱۴۰۲ش.
  • طالقانی، سید محمود، پرتوی از قرآن، تهران، شرکت سهامی انتشار، چاپ چهارم، ۱۳۶۲ش.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، چاپ یازدهم، ۱۳۸۳ش.
  • کاشانی، ملا فتح‌الله، زبدة التفاسیر، قم، بنیاد معارف اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح علی‌اکبر غفاری، محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • لاهوتی، بهزاد، «الخلیل»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۶، تهران، بنیاد دائره المعارف اسلامی، ۱۳۹۰ش.
  • مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دارمحبی الحسین، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • نجفی خمینی، محمدجواد، تفسیر آسان، تهران، انتشارات اسلامیة، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • نراقی، ملا احمد، مثنوی طاقدیس، بخش ۱۳۵، «سبوح قدوس رب الملائکة والروح» گفتن جبرئیل و بیهوش شدن ابراهیم خلیل، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۱۳ اسفند ۱۴۰۲ش.