منځپانگې ته ورتلل

دوه لمونځونه په یو ځای کول

د wikishia لخوا

دوه لمونځونه په یو ځای کول یا جمع بین الصلاتین، په مشترګ او ګډ وخت کې د ماسپښېن او مازیګر لمونځونو او د ماښام او ماسخوتن لمونځونو په یو ځای کولو ته وایي. په یو ځای د دوو لمونځونو کولو لپاره د پېغمبر(ص) په سنت او د امامانو(ع) په سیرت استناد شوی دی. اهل سنت د دوو لمونځونو په ګډ وخت عقیده نه لري، له دې امله د دوو لمونځونو په یو ځای کول صرف په خاصو شرایطو لکه سفر او ناروغۍ کې جایز ګڼي.

د دوو لمونځونو په یو ځای کولو په هکله ځینې کتابونه لیکل شوي چې د جعفر سبحاني لیکلی کتاب الجمع بین الصلاتین علی ضوء الکتاب و السنة، له هغو څخه دی.

تعریف

د دوو لمونځونو یو ځای کول یا جمع بین الصلاتین یوه فقهي اصطلاح دی چې د شیعه مذهب په اساس د مشترک وخت په هر زمان کې[۱] او د اهل سنتو د مذهب په اساس د بل په مخصوص وخت کې په یو ځای د ماسپښین او مازیګر لمونځونو او د ماښام او ماسخوتن لمونځونو کولو ته اشاره لري.[۲] شیعیان معمولا د ماسپښین او مازیګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو ځای کوي او اهل سنت یې جدا جدا کوي.[۳]

په فقهي کتابونو کې د لمانځه د وختونو په برخه کې د جمع بین الصلاتین په اړه بحث کیږي.[۴] همداراز د طهارت په باب [۵] او د حج په باب کې یې هم خبره شوې ده.

د رواوالي دلیل

د شهید اول په وینا، د شیعه فقیهانو له نظره د دوو لمونځونو په یو ځای کول جایز دي.[۶] ځکه چې د حدیثونو له مخې پېغمبر(ص) [۷] او معصومو امامانو(ع)[۸] په عامو حالاتو کې او په غیر نارمل حالاتو کې (جنګ، وېره، سفر، باران او....) د ورځې واجب لمونځونه هم په یو ځای او هم جدا جدا کړې دي. پېغمبر(ص) په عامو او نارمل حالاتو کې د دواړو لمونځونو یو ځای کول د د خپل امت په سختۍ او زحمت کې د نه اچولو لپاره بیان کړې دي[۹] البته شیعه فقیهان، د پېغبمر(ص) له خوا جدا جدا لوستل یې د هغې په مستحبوالي دلیل[۱۰] او د مشترک وخت د شتون په وجه ګڼي.[۱۱]

زیاتره سني فقیهان په عامو حالاتو کې په یو ځای د دوو لمونځونو کول جایز نه ګني.[۱۲] او یوازې د یو عذر د لرلو لکه سفر، ناروغي، او د باران ورېدو په حالت کې یې جایز ګڼي.[۱۳] همداراز د پېغمبر په معمول او عامو حالاتو کې د دوو لمونځونو په یو ځای کولو په اړه د پېغمبر(ص) د سنت په باب روایتونه، د هغوي له نظره د عذر لرلو په موقعو تاویلیږي.[۱۴]البته د ټولو اسلامي مذهبونو فقیهان د حج په ورځو کې په عرفات کې د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه او په مزدلفې کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونو په یو ځای کول جایز ګڼي.[۱۵] که څه هم محمد بن ادریس شافعي د اهل سنت د نورو درې ګونو فقیهانو په اپوټه چې حج او عمره د دوو لمونځونو د یو ځای کولو سبب ګڼي، په دې مورد کې سفر د دوو لمونځونو د یو ځای کولو د جایزوالي سبب ګڼي.[۱۶]

له اهل سنتو سره د شیعه د نظر د فرق دلیل

د اهل سنت او شیعه په نظرونو کې اختلاف د ورځنیو لمونځونو په وخت کې د هغوي د نظر اختلاف ته ورګرځي.[۱۷] شیعه عالمان د«أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَىٰ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ ۖ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا؛ ایت په اساس چې فرمایي: لمونځ د لمر د زوال له وخته د شپې د تیاره تر لومړیو وکړه او د سهار لمونځ هم وکړه چې دغه لمونځ په حقیقت مشهود دی»[۱۸] د ماسپښین، مازیګر او همداراز ماښام او ماسخوتن لپاره د دریو وختونو قایل دی، مشترک وخت، فضیلت وخت او مخصوص وخت.[۱۹] خو اهل سنت عالمان د هر لمانځه لپاره د مخصوص وخت قایل دي.[۲۰] او د ورځینو لمونځونو مشترک وخت نه مني.[۲۱] له دې امله باوري دي چې که دوه لمونځونه په یو ځای وکړی شي، نوپه دوو کې یو لمونځ له خپل وخته بهر او د بل په وخت کې کیږي. په داسې حال کې چې د شیعه فقیهانو له نظره د یو وخت د لمانځه کول یوازې د بل لمانځه په مخصوص وخت کې نه کیږي او په مشترک وخت یا د فضیلت په وخت کې یې کول جایز دي.[۲۲] ځینې اهل سنت عالمان هم د ورځینو واجبو لمونځونو لپاره درې وختونه (سهار،ماسپښین او شپه) ثابت ګڼي.[۲۳]

کتاب پېژندنه

د دوو لمونځونو د یو ځای کولو په باره کې ځینې کتابونه په عربۍ او فارسۍ لیکل شوې دي چې له هغو څخه د شیعه مرجع، جعفر سبحاني کتاب «الجمع بین الصلاتین علی ضوء الکتاب و السنة»، دی چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د امام صادق(ع) موسسې له خوا خپور شوی دی.[۲۴] په دې کتاب کې هغه ایتونه او روایتونه چې په یو ځای د دوو لمونځونو د کولو جایزوالي ته اشاره لري ذکر شوې دي.

کتاب‌های الجمع بین الصلاتین، لیک د عبداللطیف بغدادي، الجمع بین الصلاتین فی السفر، لیک د مقبل وادعي، جمع بین صلاتین و حدود آن لیک د سید محمدرضا مدرسي او الجمع بین الصلاتین، لیک د نجم‌الدین عسكري په دې زمینه کې نور اثار دي.

فوټ نوټ

  1. ↑ وګورئ:‌ سبحانی، ««جمع میان دو نماز از دیدگاه کتاب و سنت»، ص۶۶.
  2. ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۳۸.
  3. ↑ سبحانی، ««جمع میان دو نماز از دیدگاه کتاب و سنت»، ص۴۵.
  4. ↑ ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۸.
  5. ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۷۰.
  6. ↑ شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۳۱.
  7. ↑ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۲۲؛ بخاری، صحيح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۳۸؛ مسلم، صحيح مسلم، ۱۳۷۴ق، ج۱، ص۴۸۹، ح۷۰۵.
  8. ↑ کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۸۶-۲۸۷.
  9. ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۲۲؛ مسلم، صحیح مسلم، ۱۳۷۴ق، ج۱، باب الجمع بين الصلاتين فی الحضر، ص۴۹۰، ح۷۰۵.
  10. ↑ شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۳۵.
  11. ↑ ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۹۸.
  12. ↑ سرخسی، المبسوط، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۴۹.
  13. ↑ وګورئ: نووی، شرح بر صحیح مسلم، ۱۳۹۲ق، ج۵، ص۲۱۸، ح۲۱۲.
  14. ↑ مثال په توګه وګورئ: نووی، شرح بر صحیح مسلم، ۱۳۹۲ق، ج۵، ص۲۱۸.
  15. ↑ موسوی، جمع بین دو نماز، ۱۳۹۳ش، ص ۳۴؛ سبحانی، العقيدة الإسلامية على ضوء مدرسة اهل‌البيت، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۴۰.
  16. ↑ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۱۹.
  17. ↑ وګورئ:‌ شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۳۶.
  18. ↑ سوره اسراء، آیه۷۸.
  19. ↑ سبحانی، الانصاف، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۹۱.
  20. ↑ سرخسی، المبسوط، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۴۹.
  21. ↑ وګورئ: ‌شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۲۳.
  22. ↑ سبحانی، ««جمع میان دو نماز از دیدگاه کتاب و سنت»، ص۶۷.
  23. ↑ وګورئ: ‌آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۱۲۷.
  24. ↑ الجمع بین الصلاتین علی ضوء الکتاب والسنّة، کتابخانه مدرسه فقاهت.

سرچينې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
  • بخاری، محمد بن‌ اسماعیل، صحيح البخاری، بیروت، دارالفكر للطباعه و النشر و التوزيع، ۱۴۰۱ق.
  • جزیری، عبدالرحمن بن محمد، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
  • سبحانی، جعفر، الانصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۱ش.
  • سبحانی، جعفر، «جمع میان دو نماز از دیدگاه کتاب و سنت»، فصل‌نامه فقه اهل‌بیت، ش۴۵، بهار ۱۳۸۵ش.
  • سبحانی، جعفر، العقیدة الاسلامیة علی ضوء مدرسة اهل‌البیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسة الامام الصادق علیه‌السلام، ۱۴۱۹ق.
  • سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعة فی احکام الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام، قم، ۱۴۱۹ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانى بزرگداشت شیخ اعظم انصارى، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • كلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالکتب الاسلامیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، ۱۴۰۷ق.
  • مسلم، مسلم بن حجاج، صحيح مسلم، بیروت، دار احياءالتراث العربی، ۱۳۷۴ق.
  • موسوی، عبدالرحیم، جمع بین دو نماز، ترجمه حسین‌علی عربی، قم، مجمع جهانی اهل‌بیت، ۱۳۹۳ش.
  • نووی، محی‌الدین، المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، ۱۳۹۲ق.