د امام حسن(ع) میرمنې

د wikishia لخوا

د امام حسن علیه السلام میرمنې، هغه ښځې چې په تاریخي سرچینو کښې د امام حسن علیه السلام د میرمنو په توګه یادې شوې دي.

ځینو سرچینو د هغه د ودونو او طلاقونو زیاتوالي ته په اشارې سره هغه «مِطلاق» (ډیر  طلاق ورکوونکی) بللی دی. له بلې خوا ویل شوي دي چې عباسیانو له حسني ساداتو سره د مقابلې لپاره په امام حسن علیه السلام باندې د مطلاق تور پورې کړ او که دغه ډول راپورونه صحيح وي نو امویانو به د امام حسن(ع) خلاف یو سند ګرځولې و.

د شیعو او اهل سنتو عالمانو له نظره د یادو روایتونو د اصلي راویانو بې اعتباري د دغه ډول روایتونو یوه بله کمزوري او نیمګړتیا ده. همداشان په تاریخي سرچینو کښې د امام حسن(ع) د میرمنو د نومونو نه ذکر کیدل، د امام د میرمنو او اولادونو د شمېر سمون نه خوړل او په ټولنیزو فعالیتونو او دیني چارو د امام بوختیا، په هغو پورې د اړونده ودونو له کثرت سره ناسازګاره ګڼل شوې ده.

په سرچینو کښې د منظور فزاري لور او د حسن مثنی مور خوله، ام اسحق د طلحه بن عبیدالله تیمي لور، د عقبه بن عمرو لور او د زید مور ام بشیر، د اشعث لور جعده او د قاسم، عبدالله او عمر مور نفیله یا رمله د امام حسن علیه السالم د میرمنو په توګه یادې شوې دي.

د میرمنو نومونه

په سرچینو کښې ۱۷ ښځې د امام حسن علیه السلام د میرمنو په توګه یادې شوې دي:

  1. خوله چې د منظور فزاري لور او د حسن مثنی مور ده.
  2. ام اسحق چې د طلحه بن عبید الله تیمي لور ده.
  3. ام بشیر چې د عقبه بن عمرو لور او د زید مور ده.
  4. حَفصه چې د عبدالرحمان بن ابي بکر لور ده
  5. هند چې د سهیل بن عمرو لور ده
  6. جعده د اشعث لور
  7. ام کلثورم د فضل بن عباس بن عبدالمطلب لور
  8. د بني ثقیف د کورنۍ یوه ښځه
  9. د علقمة بن زراره د کورنۍ یوه ښځه
  10. د بني کلاب قبیلې یوه ښځه
  11. د عمرو بن ابراهیم منقري د قبیلې یوه ښځه
  12. د بني شیبان قبیلې له همام بن مره کورنۍ یوه ښځه
  13. د عطارد بن حاجب لور اسماء
  14. د عمیر بن مأمون لور
  15. د شلیل بن عبدالله لور(د جریر بن عبدالله بجلي وریره)[۱]
  16. د قاسم او عبد الله او عمر مور نفیله یا رمله[۲]
  17. عایشه خثعمیه[۳]

امام حسن علیه السلام ته د مطلاق نسبت ورکول

ځینو سرچینو امام حسن علیه السلام ته د ډیرو ودونو او طلاقونو د نسبت په ورکولو سره هغه «مِطلاق» (ډیر طلاق ورکونکی) بللی دی.[۴] په دغو سرچینو کښې د هغه د میرمنو شمیر ۷۰،[۵] ۹۰ [۶] ، ۲۰۰[۷]او ۲۵۰[۸] موردہ ذکر شوي د ماډلونګ په وینا وړومبنی کس چې پروپاګنډا یې وکړه چې امام حسن(ع) ۹۰ میرمنې درلودې، «محمد بن کلبی» و او دغه شمېر هم  «مدائنی» (په ۲۲۵ قمري کښې مړ شوي) له ځانه جوړ کړی دی. په عین حال کښې کلبي یوازې د یوولسو ښځو نومونه اخیستې دي چې له امام حسن علیه السلام سره په کښې بیا هم د پنځو ښځو په واده کښې شک دی[۹]

د یادو سرچینو د راپورونو له مخې، امام علي علیه السلام د امام حسن علیه السلام له بیابیا ودونو او طلاقونو اندیښنه څرګنده کړې[۱۰] او په هم دې وجه یې د کوفې له خلکو وغوښتل چې هغه ته خپله لور خور ور نه کړي.[۱۱] شیعه محقق باقر شریف قرشي دا خبرونه له حسني ساداتو سره د مقابلې په موخه د عباسیانو له خوا جوړ کړي بللي دي.[۱۲] د تاریخي سرچینو له مخې، منصور عباسي چې کله د امام حسن علیه السلام لمسی عبد الله محض د هغه د زوي نفس زکیه چې د منصور خلاف یې پاڅون کړی و، د پټنځي د نه څرګندولو په وجه زنداني کړ نو دا خبره یې مطرح کړه.[۱۳] په دې وجه ځینو لیکوالانو ویلي دي چې دا ادعا په اول ځل د منصور دوانیقي له خوا مطرح شوه.[۱۴] او که دا ډول راپورونه صحيح وې نو امویانو به د امام حسن علیه السلام په ژوندانه له دغو روایتونو د هغه خلاف ګټه پورته کړې وه.[۱۵]

همداشان د ځینو لیکوالانو په وینا د یادو روایتونو اصلي راویان  ابوالحسن مدائني، ابوعبدالله واقدي، ابوطالب مکي وغیره... د عباسیانو په پړاؤ کښې د اهل سنتو له مورخانو وو چې دغه راپورونه یې د دښمنۍ یا خوش باورۍ په وجه نقل کړي دي او له دې لارې هغه شیعه سرچینو[۱۶] ته رسیدلي دي سره له دې چې د اهل سنتو د راویانو په وینا دا کسان د باور وړ نه دي.[۱۷]

همداشان د امام حسن علیه السلام د میرمنو د نومونو نه ذکر کیدل،[۱۸] په خپلو کښې د امام د میرمنو د شمېر او د اولادونو د شمېر سمون نه خوړل،[۱۹] او په ټولنیزو فعالیتونو او دیني چارو د امام حسن علیه السلام بوختیا او مشغولتیا د هغه له ډیرو ودونو سره بیخي سمون نه خوري.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. شوشتری، رسالة فی تواريخ النبی و الآل، ۱۴۲۳ق، ص۷۱-۷۲.
  2. قرشی، حیاة الإمام الحسن بن على، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۵۵-۴۶۰.
  3. قرشی، حیاة الإمام الحسن بن على، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۵۵-۴۶۰.
  4. ابن سعد، الطبقات الکبرى، ۱۴۱۴ق، الطبقة الخامسه۱، ص۲۹۰؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۵.
  5. ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۸.
  6. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۵؛ ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، دارالفکر، ج
  7. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۷۴.
  8. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۰.
  9. مادلونگ، جانشینى محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۱۴-۵۱۵.
  10. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۵.
  11. ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، دارالفکر، ج۱۳، ص۲۴۹.
  12. قرشی‏، حیاة الامام الحسن بن على، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۵۳-۴۵۴.
  13. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۹۳؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۰۰.
  14. تقی‌زاده داوری، تصویر امامان شیعه در دائره المعارف اسلام(ترجمه و نقد)، ۱۳۸۵ش، ص۱۳۳.
  15. واردی، «پاسخ به شبهه مطلاق بودن امام حسن(ع)»، ص۴۲۳-۴۲۴.
  16. بېلګه په توګه وګورئ:‌ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵۶؛ بن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۰.
  17. واردی، «پاسخ به شبهه مطلاق بودن امام حسن(ع)»، ص۴۲۴-۴۳۱.
  18. واردی، «پاسخ به شبهه مطلاق بودن امام حسن(ع)»، ص۴۳۸.
  19. تقی‌زاده داوری، تصویر امامان شیعه در دائره المعارف اسلام(ترجمه و نقد)، ۱۳۸۵ش، ص۱۳۷.
  20. واردی، «پاسخ به شبهه مطلاق بودن امام حسن(ع)»، ج۳، ص۴۳۹-۴۴۰.

سرچينې

  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق حسن بن احمد و حسن بن هلال، دارالفکر، بی‌تا.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • تقی‌زاده داوری، محمود، تصویر امامان شیعه در دائره المعارف اسلام(ترجمه و نقد)، انتشارات شیعه‌شناسی، ۱۳۸۵ش.
  • زمانی، احمد، حقایق پنهان، پژوهشی در زندگانی سیاسی امام حسن مجتبی(ع)، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • شوشتری، محمدتقی، رسالة في تواريخ النبی و الآل، قم، جامعه مدرسين‏، ۱۴۲۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۹۶۷م/۱۳۸۷ق.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الامام الحسن بن على، بیروت، دارالبلاغة، ۱۴۱۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر آخوندی و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مادلونگ، ویلفرد، ترجمه احمد نمایی و دیگران، جانشینی حضرت محمد، مشهد، آستان قدس رضوی: بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • مسعودی، علی بن حسن، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • واردی، سید تقی، «پاسخ به شبهه مطلاق بودن امام حسن(ع)»، در مجموعه مقالات همایش بین‌المللی سبط النبی(ج۳)، قم، مجمع جهانی اهل‌بیت، ۱۳۹۳ش.

بهرنۍ لینکونه