جعده د اشعث لور

د wikishia لخوا

جَعده ( ژوندۍ په ۵۰ق) د اشعث بن قیس کندي لور او د امام حسن مجتبی(ع) مېرمن ده چې د معاویة بن ابي سفیان په لسمون یې امام حسن(ع) ته زهر ورکړل او شهید یې کړ. هغې له امام حسنه(ع) بچی نه درلود.

د تاریخي سرچینو له مخې جعده د خپل پلار په چل سره د امام حسن(ع) مېرمنه شوه. هغه د معاویه له خوا له یزید سره د واده په وعدې او د مالي ډالۍ په بدل کې امام حسن(ع) ته زهر ورکړل، خو معاویه په خپله وعده عمل ونه کړ او هغه د امام حسن(ع) له شهادته وروسته د یعقوب بن طلحه بن عبیدالله په نکاح کې راغله.

نوم او نسب

جعده د اشعث له کورنۍ او له کِنده قبیلې وه. پلار یې اشعث بن قیس کندي د اسلام د لومړیو وختونو مشهوره څېره او مور یې ام فروه د ابوبکر خور وه.[۱] له امام صادق(ع) څخه نقل شوي چې اشعث بن قیس د امیر المومنین(ع) په قتل کې شریک دی او لور یې جعدې امام حسن(ع) ته زهر ورکړل او د اشعث زوی محمد د حسین ابن علي(ع) په وژله کې شریک و.[۲]

په سرچینو کې د جعده د زوکړې په اړه معلومات نه دي راغلی. د ابوالفرج اصفهاني په وینا د هغې لپاره یې سکینه، شعثاء او عایشه نومونه هم نقل کړي خو صحیح نوم یې جعده دی.[۳]

له امام حسن(ع) سره واده

جعده د شیعیانو د دوهم امام حسن بن علي ښځه وه، د دوهمې قمري پېړۍ د مورخ احمد بن یحیی بلاذري په وینا، هغه په چل ول د امام حسن په نکاح کې راغله: ځکه چې امام علي(ع) له اشعثه غوښتې وو چې د سعید بن قیس لور امام حسن ته وغواړي، خو اشعث هغه خپل زوي ته وغوښته او وړاندیز یې وکړ چې امام حسن د ده له لور جعده سره واده وکړي.[۴] که څه هم په ځینو سرچینو کې راغلي چې امام علي په خپله د سعید بن قیس لور ام عمران د امام حسن لپاره غوښتې وه، سعید له اشعث سره مشوره وکړه، اشعث هغه له فیصلې واړوه او د هغه لور یې خپل زوي ته واده کړه.[۵]

له تاریخي روایتونو معلومیږي چې له جعده سره د امام حسن(ع) واده د امام علي(ع) د حکومت په زمانه کې او له ۳۶ تر ۴۰ ق کاله په کوفې کې و؛ ځکه چې اشعث د دغه واده په اړه له امام علي(ع) سره د خبرو په وخت هغه ته «امیرالمؤمنین» خطاب کړی دی.[۶] پر دې سربېره، اشعث د عثمان په زمانه کې د آذربایجان ګورنر و او د جمل له جنګه وروسته کوفې ته راغی.[۷] په تاریخي سرچینو کې، له امام حسن څخه د جعدې د کوم اولاد خبره نه ده شوې. شیخ مفید د امام حسن(ع)۱۵ بچیان یاد کړي چې د هیڅ یو د مور نوم جعده نه دی.[۸]

امام حسن(ع) ته زهر ورکول

د تاریخي سرچینو له مخې، جعده امام حسن(ع) ته زهر ورکړل او د همدې مسمومیت له امله شهید شو.[۹] د شیخ مفید په وینا، معاویه وروسته له دې چې اراده یې وکړه د خپل زوي یزید د ولي عهدۍ لپاره بیعت واخلي، جعده ته یې یو لک درهم ولیږل او ورسره یې وعده وکړه چې که خپل مېړه ته زهر ورکړي یزید ته به یې واده کړي.[۱۰] که څه هم له ځینو سرچینو نقل شوي چې جعده د هغه کینې له امله چې له امام حسن(ع) سره یې لرله هغه ته زهر وکړل.[۱۱] خو جرمن اسلام پېژاندی مادلونګ [زوکړه ۱۳۰۹ل) باوري دی چې د یزید د ولایتعهدۍ لپاره د معاویه هڅه، د معاویه په لمسه او د جعده په لاس د امام حسن د مسمومېدو روایتونه تاییدوي.[۱۲]

د یو روایت له مخې چې قطب راوندي نقل کړی، امام حسن(ع) د زهرجن شربت له څښلو وروسته جعده ته ښېرې او لعن وکړ.[۱۳] همداراز قیس بن عمر بن مالک چې یو شیعه شاعر او په نجاشي مشهور دی د جعده په غندنه کې، یوه قصیده ویلې ده.[۱۴] د هغې اولاد یې د « بنی مُسمّة الازواج؛ د هغه ښځې اولاد چې مېړونو ته زهر ورکوي» بللي دي.[۱۵] په ارشاد کې د شیخ مفید د راپور له مخې کله چې د امام حسن(ع) د شهادت شېبه نزدې شوه، هغه حضرت خپل ورور حسین بن علي(ع) وغوښت او ورته یې وویل: ای وروره! ډېر زر به له تا جدا شم او د خپل پالونکي دیدن ته به لاړ شم. ماته یې زهر راکړي او نن مې د ځیګر ټوټه په خانک کې پرېوته؛ پوهیږم چې چا راته زهر راکړي دي... زه به د خداي په وړاندې له هغې سره دښمني وکړم؛ خو په هغه حق قسم چې په تا یې لرم له تا غواړم چې په دې اړه کومه خبره ونه کړې.(دغه پېښه او د دې کوونکی نور پرېږده) او زما په اړه الهي قضا ته په تمه اوسه.[۱۶]

نور ودونه

د ابوالفرج اصفهاني په وینا، معاویه په خپلې وعدې عمل ونه کړ او له یزید سره د جعده په واده راضي نه شو.[۱۷] هغه ویل:

ویرېږم هغه څه چې دې د خدای د رسول(ص) د بچي په زهرجنولو کې وکړل زما له زوي سره یې هم وکړې.[۱۸]

د تاریخي سرچینو په وینا جعده د امام مجتبی(ع) له شهادته وروسته له یعقوب بن طلحه بن عبیدالله سره واده وکړ.[۱۹] د هغه لپاره یې د اسماعیل، اسحاق او ابوبکر په نامه درې بچیان راوړل چې اسماعیل او اسحاق د پلار په ژوند کې له دنیا لاړل.[۲۰] یعقوب بن طلحه په ۶۳ ق کال کې د حره په پېښه کې ووژل شو.[۲۱] جعده له هغه وروسته د عبد الله بن عباس له مشر زوي عباس سره واده وکړ او د هغه لپاره یې د محمد په نوم زوی او د قریبه په نوم لور پېدا کړه چې له دغه دوو کوم نسل باقي پاتې نه شو.[۲۲]

اړونده څېړني

فوټ نوټ

  1. ابن اعثم، کتاب الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۶۸.
  2. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۸، ص۱۶۷.
  3. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالببین، ۱۳۸۵ق، ص۳۲.
  4. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۴-۱۵.
  5. قرشی، موسوعة سيرة أهل البيت(ع)، ۱۴۳۳ق، ج۱۱، ص۴۶۲-۴۶۳؛ ابن جوزی، اذکیاء، مکتبة الغزالی، ص۳۴.
  6. ابن جوزی، اذکیاء، مکتبة الغزالی، ص۳۴.
  7. ابن اعثم، کتاب الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۲ - ۵۰۴.
  8. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۰.
  9. بېلګۍ په توګه وګورئ: ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۸۹؛ ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۹۲.
  10. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵.
  11. سخاوی، التحفه اللطیفه، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۲۸۳.
  12. مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۴۵۳. (منبع اصلی: Madelung, The Succession T0 Muhamad, p.331)
  13. راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۴۲.
  14. ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۲۸۴؛ مزی، تهذیب الکمال، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۲۵۳.
  15. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۶؛ ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۸ق، ج۱۶، ص۴۹.
  16. شیخ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷.
  17. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۸۵ق، ص۴۸.
  18. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۳۷۸ق، ج۱۶، ص۱۱.
  19. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۵.
  20. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۲۶.
  21. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۲۶.
  22. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۲۴۱.

سرچينې

  • ابن ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغه،‌ بیروت، دار احیاء الکتب العربیة، ۱۳۷۸ق.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن اعثم، احمد، کتاب الفتوح، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، الاذکیاء، مکتبة الغزالی.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت،‌ دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، نجف، مکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • راوندی، قطب الدین، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الامام المهدی، ۱۴۰۹ق.
  • سخاوی، محمد بن عبدالرحمن، التحفة اللطیفة فی تاریخ المدینة الشریفة، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، بی‌تا.
  • قرشى، باقر شريف، موسوعة سيرة أهل البيت(ع)، تحقيق مهدی باقر قرشى، نجف، مكتبة امام حسن(ع)، ۱۴۳۳ق/۲۰۱۲ م.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مزی، یوسف، تهذیب الکمال فی اسماء الرجال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۶ق.
  • مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفه حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسه آل البیت،‌ قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • مادلونگ، ویلفرد، ترجمه احمد نمایی و دیگران، جانشینی حضرت محمد، مشهد، آستان قدس رضوی: بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۷۷ش.

بهرنۍ لینک