د امام علي(ع) دیوان

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام علي(ع) دیوان په عربۍ ژبه د شعرونو ټولګه ده چې په امام علي(ع) پورې منسوبه ده. عالمان او مسلمان څېړاندي د دغه شعرونو یوه کمه برخه د امام علي شعرونه ګڼي اونور د امام علي (ع) په باره کې د نورو شاعرانو یا د هغه له خلې او یا داسې شعرونه ګني چې امام علي له نورو نقل کړې دي. دا شعرونه له امام علي په وروسته پیړیو کې راغونډ شوې او تر ټولو زوړ یې په ۳۲۲ ق کې د وفات شوې عبدالعزیز جلودي تدوین دی. د دغه شعرونو شمېر په مختلفو نسخو کې له ۱۹۰ تر ۵۰۶ ګڼل شوی دی. اکثره څیړاندي اوسنی دیوان د قطب الدین کیدري بیهقي (وفات ۵۴۸ق) له کتاب اَنوار العقول فی اَشعار وَصیِّ الرّسول سره مطابق ګڼي.

یو له هغو دلیلونو چې ښیي په دې کې اکثره شعرونه د امام علي نه دي، دا موارد دي: په رَجَز بحر کې د ځینو شعرونو شتون چې د لارو کوڅو په شعرونو کې کارول کیږي، د قبایلو په مدحه کې ځینې شعرونه، د فصاحت او بلاغت له نظره د شعرونو کمزوري، په ځينو شعرونو کې ویاړ کول، په ایرانیانو رومیانو او یونانیانو پورې اړوند د ځینو ضرب المثلونو او متلونو استعمال، او د فلسفي تقسیماتو شتون چې له دوهمې هجري پېړۍ په مسلمانانو کې رامینځته شو.

د آقا بزرګ تهراني په ونیا د دیوان تر ټولو پخواني چاپونه دا دي: په ۱۷۴۵ ز کال کې د هالینډ په لیدن کې چاپ، په ۱۲۵۱ ق کال کې د مصر په بولاق کې چاپ، په ۱۲۷۶ ق کال کې په مصر کې چاپ او په ۱۲۸۴ ق کال کې په تهران کې چاپ. دغه دیوانونه په فارسۍ، لاتینۍ، ترکۍ او اردو ژبه ترجمه او تشریح شوې دي او نن سبا یې ډېرې چاپي نسخې موجودې دي.

امام علي ته د شعرونو منسوبول

شیعه عالمان د امام علي (ع) د دیوان زیاتره شعرونه د هغه حضرت خپل نه ګڼي. د مثال په توګه علامه مجلسي امام علي ته د دغه ټولو شعرونو په منسوبولو کې د شک په څرګندولوسره، اکثره یې د نورو کتابونو ګڼي او له ابن شهر آشوبه نقلوي چې دیوان د نیشابوري ادیب علي بن احمد (فنجګردي) ( وفات ۵۱۳ق) په نامه د یو کس تالیف دی.[۱]

حسن زاده آملي په تکملة منهاج البراعه کې د دغه دیوان ډېر شعرونه د بل چا ګڼلې او شاعران یې هم په ګوته کړې دي.[۲]

د ځینو په وینا، یوازې لس فیصده شعرونه یې په امام علي پورې منسوبولی شو پاتې نور شعرونه یا په نورو دیوانونو کې موجود دي او یا نورو شاعرانو ته منسوب دي [۳]

دلیلونه

د دې خبرې لپاره ډېر دلیلونه ذکر شوې چې د امام علي (ع) د دیوان ټول شعرونه د هغه حضرت نه دي:

د دیوان الامام علي(ع) د کتاب په سریزه کې چې د قاهرې د مکتبة الایمان په څیړنې سره چاپ شوی، په علي ابن ابیطالب پورې په منسوبو اشعارو لس اعتراضونه شوې دي. له هغوي ځینې دا دي: په رَجَز بحر کې د ځینو شعرونو شتون چې د لارو کوڅو په شعرونو کې کارول کیږي، د قبایلو په مدحه کې ځینې شعرونه، د فصاحت او بلاغت له نظره د شعرونو کمزوري، په ځينو شعرونو کې ویاړ کول، د شعرونو پریماني چې امام له معاویه او عمرو بن عاص سره رد و بدل کړي او د عروضي او وزني غلطیو شتون [۴]

کیوان سمیعي پر دغو اعتراضونو سربېره په شعرونو کې د فارسۍ د کلماتو شتون او په ایرانیانو رومیانو او یونانیانو پورې اړوند د ځینو ضرب المثلونو او متلونو استعمال، او د فلسفي تقسیماتو شتون چې له دوهمې هجري پېړۍ په مسلمانانو کې رامینځته شو او په دیوان د مُعَمّا او لُغَز شتون چې په عربو کې دود نه و، په امام علي پورې د شعرونو د منسوبولو د غلطوالي دلیلونه ګڼلې دي.[۵]

ځینې نور دلیلونه دا دي چې له دې سره سره چې امام علي د ادبي ذوق او فصاحت او بلاغت لرونکی و هغه ته د شاعر ویل د بحث او اعتراض ځای دی. ځینې کسانو لکه جاحظ (د دوهمې او دریمې پیړۍ ادیب) او یاقوت حموي (د شپږمې او اومې قمري پیړې مورخ) حضرت علي شاعر نه دی ګڼلی. د جاحظ په وینا، علي ابن ابیطالب بې له رَجَزه بل شعر نه دی ویلی. یاقوت هم بې له دوو بیتونو، په امام علي پورې د نورو شعرونو منسوبول غلط ګڼلې دي.[۶]

همداراز د محمد بن جریر طبري ابن‌قتیبه، ابن مسکویه رازي، زمخشري، طبرسي او شریف رضي، په شان کسانو سره له دې چې له امام علي ځینې شعرونه نقل کړې خو هغه یې په شاعرانو کې نه دی ګڼلی.[۷]

سره له دې شعبی، ابن‌عبدرَبّه (د نهمې او لسمې پېړۍ عرب ژبي شاعر) او قَلقَشَندی ( اوسمهاله مصري شاعر اوادیب) امام شاعر ګڼلی او تر ابوبکر، عمر بن خطاب (اوعثمانه) یې هم تکړه شاعر ګڼلی دی.[۸]

د شعرونو شمېر او ډل بندي یې

په چاپ شویو دیوانونو کې د شعرونو شمېر له یو بل سره ډېر فرق لري.۱۹۰ شعرونه، ۳۷۴ شعرونه، ۴۵۵ شعرونه او ۵۰۶ شعرونه.[۹] د امام علي د دیوان په اړه په څیړنیزې مقالې کې، د دیوان شعرونه په څلورو ډلو، انشاء، حکایت، انشاد او موضوع کې راغلې دي:

  1. انشاء: د امام علي خپل شعرونه.
  2. حکایتونه: د نورو شاعرانو شعرونه چې د امام علي خبرې یې منظومې کړې دي.
  3. انشاد:د نورو شاعرانو شعرونه چې امام علي په خپلو خبرو کې کارولې دي.
  4. موضوع:هغه شعرونه چې د امام علي مینه وال د هغه له خولې ویلې دي.[۱۰]

ابو القاسم امامي د انوارالعقول د ژباړې په سریزه کې د دیوان شعرونه په شپږو ډلو وېشلې دي. هغه په دغه څلورو قسمونو دوه نور هم ورزیات کړې دی: هغه شعرونه چې د ځینو پېښو منظومه شرحه ده چې په امام پورې اړوند دي او په جنګونو کې د امام د سیالانو رجزونه.[۱۱]

مینځ پانګه

د امام علي د دیوان په اشعارو کې مختلفې موضوګانې مطرح شوې دي. ځینې یې په دې ډول دي: د انسان مقام، توحید او خدای پېژندنه، اخرت او معاد، مناجات، اخلاقي مسایل، مدایح او مرثیې، وصیتونه، د ځان پېژندګلوي او رجزونه. ځینې نور موضوعات لکه د اونۍ ورځې، قسمت او برخلیک، ځواني، بوډا توب، کار او زیار، شتمني او بېوزلي او فقر هم په دغه شعرونو کې لیدل کیږي.[۱۲]

د راغونډولو تاریخچه

د څیړاندو په وینا، ان که دغه شعرونه په خپله د امام علي هم وګڼو، قطعا، هغه په خپله امام علی نه دي راغونډ کړې.[۱۳] آقا بزرګ تهراني په الذریعه کتاب کې د دغه دیوان د اولسو ځلو راغونډېدو خبره کړې چې تر ټولو پخوانۍ یې د څلورمې قمري پېړۍ ده. ځینې یې په دې ډول دي:


  • شعرُ علی (د نجاشي په تعبیر)، عبدالعزیز جلودي (وفات ۳۲۲ هجري)
  • سلوةالشیعه و تاج‌الاشعار، د علی بن احمد فَنجگِردی نیشابوري (وفات ۵۱۳ هجري)
  • د امیرالمؤمنین دیوان له ابن‌شجری ( وفات ۵۴۳ هجري)
  • الحدیقةالانیقیه ، له محمد بن حسین کیدري بیهقی (وفات ۵۴۸ هجري)
  • انوار العقول له محمد بن حسین کیدري بیهقي (وفات ۵۴۸ هجري)
  • دیوان امیرالمؤمنین علی الروایات الصحیحه لیکوال سید محسن امین (راغونډول ۱۳۶۰ق).[۱۴]

د اقا بزرګ تهراني په وینا، اوسنی رایج دیوان هماغه د کیدري بیهقي اثر انوار العقول فی اشعار وصی الرسول[۱۵] له دې ټولو سره سره، د سید محسن امین په وینا، د دیوان راغونډوونکی معلوم نه دی؛ ځکه چې د هغه علم په آګاهۍ سره چې د جلودي، ابن شجري، او کیدري په شان کسانو یې لرو او په ځینو ناروا خبرو د دیوان مشتملوالي والي ته په پام سره چې امام ته یې نسبت ورکول ممکن نه دي، لرې ده چې دغه شان پوهو کسانو دا شعرونه راغونډ کړې وي. د سید محسن امین په کره کتنې کې یې ویلې چې معلومه نه ده اوسنی دیوان هماغه دی چې راغونډول یې د دغه کسانو کار بلل شوی دی. همداراز په دې فرض سره چې اوسنی دیوان د کیدري اثر وي، هغه د هر هغه څه د خوندي ساتلو په اراده چې په امام پورې منسوب دي، دغه شعرونه راغونډ کړې دي.[۱۶]


چاپ

د امام علي دیوان په ځلونو چاپ شوی [۱۷] د آقا بزرګ تهراني په وینا ځینې زاړه چاپونه یې دا دي: : چاپ بولاق مصر په ۱۲۵۱ق، بل چاپ په مصر کې په ۱۲۷۶ق کې، د تهران چاپ په ۱۲۸۴، او د مصر د علمیه چاپځای چاپ په ۱۳۱۱ق کې. آقابزرګ په لیدن کې (په هالینډ کې هېګ ته نزدې) د یو چاپ خبر هم ورکړی چې لاتیني شرحه لري او په ۱۷۴۵ کال کې خپور شوی دی.[۱۸] ځینې نور چاپونه یې بیا دا دي: چاپ دارالکتاب العربی بیروت د یوسف فرحات له شرحې سره (۱۴۱۱ق)، د مصر د مکتبة‌الایمان چاپ، د مرکز البیان العلمی په تحقیق سره او‌ د دار المحجة البیضاء چاپ د کامل سلمان الجبوری په څېړنې سره.[۱۹]

ژباړه او شرحه

د امام علي (ع) دیوان په فارسۍ ترکۍ ، انګریزۍ او اردو ژبو ژباړل شوی او شرحه پرې شوې ده. ځینې ترجمې یې دا دي: د امام علي دیوان، ژباړه محمد جواد نجفي (۱۳۸۴ ق) د امام علي دیوان، ژباړه ابوالقاسم امامي (۱۳۷۳ لمریز) د امام علي دیوان، ژباړه مصطفی زماني (۱۳۶۲ لمریز) او د امیر المومنین دیوان، په لاتینه ژبه ژباړه، کوی پرس، (۱۷۴۵م).[۲۰]

د دغه دیوان منظومې ترجمې هم روانې دي؛ منجمله د میرزا ابراهیم امیني هروي منظومه ترجمه (وفات،لسمه قمري پېړۍ) په فارسۍ او د سعد الدین مستقیم زاده منظومه ترجمه په ترکۍ، دغه ترجمه په ۱۳۱۲ کال کې په دمشق کې چاپ شوې ده.[۲۱] له دغه اثره په اردو ژبه هم یوه منظومه ژباړه شته ده چې په ۱۹۷۶ کال کې په کراچۍ کې خپره شوې او شاعر یې این ای شاهد دی.[۲۲]

په دغو کې یوه شرحه هم د میرحسین بن معین‌الدین میبدي (وفات ۹۰۹ق) شرحه ده چې په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د حسن رحماني او سید ابراهیم اشک په سمونې سره د میراث مکتوب خپرنځای له خوا چاپ او خپره شوې ده.[ ۲۳]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، بی‌تا.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، منهاج البراعه فی شرح نهج البلاغه، تهران، مکتبةالاسلامیه، ۱۴۰۰ق.
  • حسینی جلالی، محمدحسین، «پژوهشی درباره دیوان امام علی(ع)»، ترجمه جویا جهانبخش، در آینه پژوهش، شماره ۶۶، ۱۳۷۹ش.
  • خوشنویسان، لیلا و وحید سبزیانپور، پژوهشی در اسناد دیوان منسوب به امام علی(ع)، تهران، یار دانش، ۱۳۹۳ش.
  • زیلاوی، نگار، «کتابشناسی توصیفی کتاب «منظومة فی سرّ اسم الله الاعظم» از علی بن ابی‌طالب(ع)»، در کتاب ماه دین، شماره ۳۷، ۱۳۷۹ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء‌ التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مهریزی، مهدی، «دیوان امام علی(ع)»، در دانشنامه امام علی(ع)، ج۱۲، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۰ش.