د انفاق آیت

د wikishia لخوا

د انفاق آیت (بقره: ۲۷۴) د انفاق (د خدای په لاره کې خرچ کول) او په مختلفو شرایطو کې په هغه د عمل د څرنګوالي په هکله نازل شو. مفسرانو د ایت شان نزول د امام علي(ع) د انفاق په اړه ګڼلي چې څلور درهم یې په شپې او ورځ او په ښکاره او پټه انفاق کړل. ځینې باوري دي چې په دغه آیت کې هغه کسان شاملیږي چې پرې عمل وکړي.

د ګناهانو بخښل کېدل، له عذابه لرې والی د ضمیر ارامښت او د غم لرې کېدل په دې ایت کې د انفاق له ثمراتو ګڼل شوې دي.

د آیت متن او ژباړه

د بقرې سورې دوه سوه څلور اویایم ایت ته د انفاق ایت ویل کیږي.[۱] ځینې کسان دغه ایت د انفاق په باره کې د تېرو څوارلسو پرله پسې ایتونو ټولګه او نتیجه ګڼي.[۲] په دې ایت کې د انفاق د څرنګوالي، بدلې[۳] او په انسانانو یې د اثر په اړه خبرې شوي[۴] اوپه مختلفو شرایطو او په ټولو زمانو کې د هغې فضلیت ته اشاره کوي.[۵]


الَّذینَ ینْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ بِاللَّیلِ وَ النَّهارِ سِرًّا وَ عَلانِیةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ لا خَوْفٌ عَلَیهِمْ وَ لا هُمْ یحْزَنُون﴿[۶]

هغه کسان چې خپل مالونه د شپې او ورځې او په پټه او ښکاره، انفاق کوي، د هغوي بدله د هغوي له پروردګار سره دی؛ نه په هغوي کومه وېره شته او نه به غمجیږي.

د انفاق ایت هغه کسان یاد کړي چې په هر شرایطو کې خپل مالونه انفاق کوي[۷] او په مختلفو حالاتو کې د انفاق کوونکو هڅه[۸] او د هغوي له خوا د انفاق دنیاوي او اخروي اثارو ته پاملرنې ته اشاره کوي.[۹]

شان نزول

شیعه مفسرانو د روایتونو په استناد د دغه ایت شان نزول د امام علي(ع) په اړه ګڼلی دی چې څلور درهمه، یو یې په شپه، بل یې په ورځې، یو یې ښکاره او یو یې په پټه انفاق کړ.[۱۰]

اهل سنت مفسران د دغه آیت د شان نزول په اړه دوه نظرونه لري؛ ځینو یې شان نزول یوازې د امام علي په اړه ګڼلی دی.[۱۰] دوهمې ډلې بیا د امام علي(ع) په اړه یې شان نزول ته په اشارې سره، د نورو احتمالونو لکه د عبدالرحمن بن عوف[۱۱] او ابوبکر[۱۲] د انفاق خبره کړې ده؛ لکه څنګه چې یې عبدالرحمن بن عوف ته د امیرالمومنین(ع) تر څنګ د داسې کس په توګه چې د ورځې او علي(ع) به د شپې انفاق کاوه، اشاره کړې ده[۱۳] او یا هر هغه کس چې د خداي په لاره کې[۱۴] بې له اسراف او تبذیره انفاق کوي [۱۵] او حتی هغه کسان چې جهادي اسونو ته د خدای په لاره کې واښه او خواړه ورکوي.[۱۶]

ځینو بیا د مختلفو احتمالاتو له ذکرولو وروسته، د ایت په شان نزول کې توقف کړی او ویلې یې دي چې د دې لپاره کوم خاص شان نزول نه پېژني.[۱۷]

ځینې مفسران باوري دي چې که څه هم ایت د یو خاص کس په اړه نازل شوی؛ خو حکم یې له کوم خاص کس سره مخصوص نه دی او ټول هغه کسان پکې شاملیږي چې په انفاق کې دغه ډول عمل وکړي؛[۱۸] که څه هم د امام علي(ع) انفاق په دې مساله کې د مخکې والي په وجه زیات فضیلت لري.[۱۹]

تفسیر

د انفاق په ایت کې د انفاق مختلفو لارو ته اشاره شوې ده؛ په دې ډول چې که څرګندولو ته یې ضرورت نه وي نو په پټه دې انفاق شي.[۲۰] چې د اخستونکي کرامت او عزت خراب نه شي.[۲۱] او که ځینې مصلحتونه وو لکه چې د نورو هڅول او یا د شعایرو تعظیم، نو ښکاره انفاق هم کولی شي؛ که څه هم په ورځې یې د شپې رامخکې کول او د ښکاره په ځای پټ انفاق کول غوره دي.[۲۲] انفاق د مال د بخښلو[۲۳] او د مالي ضروریاتو د کمولو په معنا دی.[۲۴]

په دې ایت کې همداراز د انفاق بدلې منجمله د ګناهانو بخښل کېدو او له عذابه لرې والي ته اشاره شوې ده، ځینې مفسران باوري دي چې دا کار د ضمیر د ارامښت او د غم د ختمولو زمینه برابروي،[۲۵] ځکه چې ممکنه ده ځینې کسان له راتلونکي د وېرې او یا له دې ډاره چې مال به یې له لاسه وځي له انفاقه ډډه وکړي؛ نو ځکه یې انفاق کوونکي هغه کسان ګڼلي چې له راتلونکي هیڅ وېره نه لري او یا د خپل مال د یو څه برخې په ورکولو نه غمجنیږي؛[۲۶] که څه هم طبرسي په مجمع البیان[۲۷] او نورو مفسرانو[۲۸] د ایت مطلب په قیامت کې د وېرې او ترهې نه لرل ګڼلي دي.

له غمه لرې والی،[۲۹] د انفاق د روحیې لرل، او ارامښت او امنیت د دغه ایت له پېغامونو ګڼل شوې دی.[۳۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۳۳۷.
  2. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۲۸.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۶۷.
  4. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۳۲۳.
  5. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۴۶.
  6. بقره سوره: ۲۷۴
  7. ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۵۴۵، جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۳۴.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۴۰۰.
  9. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۳۴.
  10. مثال په توګه وګورئ؛ ابن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۲۲۵؛ طوسی، التبیان، بیروت ج۲، ص۳۵۷؛ شحاته، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۲۱ق، ص۱۱۹؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۵۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶۰.
  11. شیبانی، نهج البیان، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۲؛ صنعانی، تفسیر عبدالرزاق، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۱۸؛ دینوری، الواضح، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۲؛ واحدی، الوجیز، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۹۱؛ جرجانی، درج الدرر، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۳۶۵؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۴۰.
  12. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۹؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۶۱؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۷۰۱.
  13. طبرانی، التفسیر الکبیر، ۱۰۰۸م، ج۱، ص۴۹۲-۴۹۳؛ ابن جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۴۶؛ بغوی، تفسیر البغوی، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۸۰.
  14. ماوردی، النکت و العیون، بیروت، ج۱، ص۳۴۷.
  15. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۳، ۳۴۷؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۷۰۱.
  16. مثال په توګه وګوري: زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۷۱؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۶۳.
  17. ماتریدی، تأویلات أهل السنة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۶۸.
  18. تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶۰؛ ابوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۷۰۱؛ سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۸۲.
  19. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۶۷.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶۰.
  21. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ش،ج۱، ص۴۳۰.
  22. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۷۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶۱؛ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۳۵.
  23. عمید، فرهنگ فارسی عمید، ۱۳۶۰ش، ذیل واژه انفاق
  24. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۳۴.
  25. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۳۲۵.
  26. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۳۶۱.
  27. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۶۷.
  28. ماتریدی، تأویلات أهل السنة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۶۸، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۵۴۵.
  29. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۳۲۵.
  30. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۴۳۵.

سرچينې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن سلیمان، مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • بغوی، حسین بن مسعود، تفسیر البغوی (معالم التنزیل)، تحقیق عبد الرزاق مهدی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • جرجانی، عبدالقاهر بن عبدالرحمن، درج الدرر فی تفسیر القرآن العظیم، عمان، دارالفکر، ۱۴۳۰ق.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، موسسه انتشارات هجرت، ۱۳۷۶ش.
  • جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآن، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ‫۱۳۹۴ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • دینوری، عبدالله بن محمد، الواضح فی تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآن، ۱۳۸۷ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سرقندی، نصر بن محمد، تفسیر السمرقندی المسمی بحر العلوم، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۶ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • شحاته، عبدالله محمود، تفسیر القرآن الکریم، قاهره، دار غریب، ۱۴۲۱ق.
  • شیبانی، محمد بن حسن، نهج البیان عن کشف معانی القرآن، تحقیق حسین درگاهی، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۳ق.
  • صنعانی، عبدالرزاق بن همام، تفسیر القرآن العزیز المسمّی تفسیر عبدالرزاق، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۱ق.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، اربد اردن، دارالکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • عمید، حسن، فرهنگ فارسی عمید، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۰ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، کتاب التفسیر، تحقیق هاشم رسولی، تهران، مکتبه العلمیه الاسلامیه، ۱۳۸۰ش.
  • فخررازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)،‌ بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • ماتریدی، محمد بن محمد، تأویلات أهل السنة، دارالکتب العلمیة، بیروت، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۲۶ق.
  • ماوردی، علی بن محمد، النکت و العیون تفسیر الماوردی، بیروت، دارالکتب العلمیة، بی‌تا.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • واحدی، علی بن احمد، الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دارالقلم، ۱۴۱۵ق.