محارم آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله په قرآن کې د محارم آیت په اړه ده. د محرمیت د مفهوم په اړه د زده کړې لپاره، د محارم مدخل وګورئ.

مَحارِم آیت د نساء سورې درې ویشتم آیت دی چې محارم (هغه خپلوان چې واده ورسره حرام دی) معرفي کوی. په دغه ایت کې اوه ډلې ښځې د نسبي محرمیت له امله ، دوه ډلې ښځې د رضاعي (پیو) د محرمیت او څلور ډلې ښځې د واده یا د سببي خپلوۍ په وجه، ورسره واده حرام دي، بیان شوې دي. د نور سورې په یو دېرشم آیت کې چې په حجاب آیت مشهور دی هم ځينې محارم معرفي شوې دي.

متن او ژباړه

د نساء سورې درې ویشتم آیت هغه کسان معرفي کوي چې ورسره واده حرام دی.

حُرِّ‌مَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْ‌ضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّ‌ضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَ‌بَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِ‌كُم مِّن نِّسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ غَفُورً‌ا رَّ‌حِيمًا﴿۲۳﴾

[د دوي نکاح کول] پر تاسو حرام دي : ستاسو میندې، لوڼه مو، خویندې مو، عمه ګانې مو، خاله ګانې مو، ورېرې او خورزې، او هغه میندې چې تاسو ته پۍ درکړي، او ستاسو د پیو خویندې، او د مېرمنو میندې مو، او د مېرمنو لوڼه مو چې (هغه لوڼې) ستاسو په لمنه کې لویې شوې دي او له هغو مېرمنو سره مو کوروالی کړی دی، نو که ورسره مو کوروالی (ملاستی) نه وي کړی نو په تاسو ګناه نیشته ( چې له لوڼو سره یې واده وکړئ) او ستاسو د زامنو ښځې هغه زامن چې له خپل پشته مو دي، او په یو ځای له دوو خویندو سره، -مګر هغه چې پخوا شوې وي- په تحقیق سره چې خدای ډېر بخښونکی مهربان دی.(۲۳)

شأن نزول

په تفسیر التبیان کې د شېخ طوسي په وینا د نساء سورې د ۲۳ آیت یوه برخه «وَحَلائِلُ أَبْنائِکُمُ الَّذِینَ مِنْ أَصْلابِکُمْ؛(او د هغو زامنو ښځې چې ستاسو له خپل نسله وي) هغه وخت نازله شوه چې د خدای رسول (ص) د (خپلې خولې زوي) زید بن حارثه له مېرمن زینب بنت جحش سره په موته غزا کې د هغه له مړ کېدو وروسته واده وکړ او مشرکانو یو ډول ګنګوسې او خبرې پېل کړې.[۱]

لکه چې په تفسیر نمونه کې راغلې دي له زینب سره د پیغمبر(ص) واده د جاهلیت د دوران د یو رسم د ختمولو لپاره و چې پر اساس یې د خپل ناسکه او د خولې ویلي زوي په حق کې د حقیقي زوي اړوند ټول احکام هم جاري کړې او د هغه له مړ کېدو یا طلاقه وروسته به یې د هغه له مېرمنې سره واده بد ګاڼه[۲]

محارم

اصلی مقاله: محارم او رضاعی محرم

محارم هغه کسان دي چې د خپلوۍ په سبب، د یو بل لپاره د ښایست د ښکاره کول او ورته کتل او ورسره واده حرام دی.[۳] محارم ایت د هغو نسبي، سببي، او رضاعي خپلوانو بیانوونکی دی چې ورسره واده حرام دی [۴]

  • نسب: یو ډول خپلوي ده چې له یو کسه د یو یا څو کسانو د پېدا کېدو په واسطه پېدا کیږي.[۵] فقیهان په دې ایت په استناد سره، د نسب له وجې له اوه قسمه سړو سره د اوه قسمه ښځو واده کول حرام ګڼلی دی:[۶]
  • مور او نیا؛ هم د مور او هم د پلار له طرفه[۷]
  • لور او د اولاد لور [۸]
  • خور [۹]
  • ورېره، د ورو اولاد، لمسۍ کړوسۍ او هر څومره چې لاندې لاړ شي[۱۰]
  • خورزه ، د خور اولاد، لمسۍ او کړوسۍ او هر څومره چې لاندې لاړ شي[۱۱]
  • عمه ( د پلار خور) او د پلار او مور عمه ګانې.[۱۲]
  • خاله (د مور خور) او د پلار او مور خاله ګانې.[۱۳]
  • رضاع:' رضاعي محرمیت، هغه خپلوي ده چې له مور پرته له یوې بلې ښځې د یو بچي د سینه رودلو له امله پېدا کیږي.[۱۴] په دې ایت کې یوازې رضاعي (د پیو) مور او خویندو ته اشاره شوې ده.[۱۵]

فقیهانو له پېغمبر(ص) د یو روایت په اساس « هر هغه څه چې د نسب په واسطه حرام دي د رضاع په واسطه هم حرام دي»[۱۶] له هغه ټولو ښځو سره چې د نسب له امله ورسره واده حرام دی د رضاع په وجه هم واده حرام ګڼلی دی.[۱۷]

  • سبب: د عقد او نکاح د صیغې په لوستلو سره، پر ښځې او مېړه سربېره، ځینې سړي او ښځې خپلوان پر یو بل حرامیږي چې ورته سبَبَی محارم وایي.[۱۸] محارم ایت په دغو ښځو کې څلورو موردونو ته اشاره کوي چې دا دي: د ښځې مور(خواښې)، ربیبه (له بل مېړه د ښځې لور) چې له نکاح وروسته ورسره انسان کوروالی کړی وي) د زوي ښځه (اینګور) او په یو وخت له دوو خویندو سره واده یعنې دا چې دوه خویندې یې په یو وخت په نکاح کې وي. [۱۹]

تفسیري ټکي

د ځینو مفسرانو په نظر، د «وَأَن تَجْمَعُوا بَینَ الْأُخْتَینِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ؛ عبارت[حرام دی] د دوو خویندو تر مینځ جمع، مګر هغه څه رشتې چې په تېر وخت کې شوې وي...» دې ټکي ته اشاره لري چې د جاهلیت په زمانه کې په یو وخت له دوو خویندو سره واده دود و او د دغه ایت په نازلېدو سره هغه کسان چې پخوا یې دغه شان ودونه کړې، سزا نه لري خو باید له دوو خویندو یوه انتخاب او بله پرېږدي.[۲۰] په تفسیر المیزان کې د علامه طباطبایي په وینا احتمال شته چې استثناء نه یوازې د دوو خویندو د جمع کولو بلکې د ټولو ذکر شویو موردنو په باب وي؛ ځکه چې پخوا په غېر عربو کې د اسې امتونه هم وو چې له ځینو هغه ښځو سره یې چې په محارم ایت کې ذکر شوې واده کړی و، اسلام په دې استثناء سره، هغه ودونه معتبر وګڼل او له دغو ودونو د پېدا شویو بچیانو په حلالوالي یې حکم کړی دی.[۲۱] البته هغه په نهایت کې لومړی احتمال ( له دوو خویندو سره د واده استثناء) لا زیات ظاهر ګڼلی دی.[۲۲]

د مکارم شیرازي په وینا د ایت وروستنی عبارت «إِنَّ اللَّهَ کانَ غَفُوراً رَحِیماً» له دوهم احتمال سره ډېر متناسب دی[۲۳] په تفسیر نمونه کې راغلې دي چې احتمال شته په دې ایت کې له دوو خویندو سره د واده د حرمت فلسفه، د هغوي تر مینځ د عاطفي او جذباتي تضاد د مخنیوي لپاره وي ځکه چې د نسبي رابطې له مخې دوه خویندې له یو بل سره ډېره مینه لري خو کله چې د یو بل سیالې (بنې)شي نو دغه مینه نه شي ساتلی ځکه چې په هغوي کې به همېشه د مینې او سیالۍ انګېزه په جنګ او ټکر کې وي.[۲۴]

اړوند آیت

اصلی مقاله: د حجاب آیت

د نور سوره په ۳۱ آيت کې چې د حجاب آیت په نامه هم يادېږي، ښځو ته د ځينو احکامو د بيانولو په ترڅ کې د هغوی ځينې محارم په ګوته کوي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ... وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ﴿۳۱﴾

او مؤمنانو ښځو ته ووایه: خپل زیورونه مه ښکاره کوئ مګر د خپلو میړونو، یا د دوی پلرونو، یا د دوی د میړونو پلرونو، یا د دوی زامنو، یا د دوی د میړه زامنو، یا د دوی وروڼو، یا د خپلو وروڼو زامنو یا د دوی خویندو زامن.

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی، التبیان،‌ دار إحیاء التراث العربی، ج۳، ص۱۵۹.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۳۰.
  3. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۸۱ش، ص۲۷۲.
  4. مقدس اردبیلی، زبدةالبیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۲۳-۵۲۴.
  5. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۵.
  6. مقدس اردبیلی، زبدةالبیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۲۳-۵۲۴؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۳۸.
  7. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۳۸.
  8. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۲.
  9. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۳.
  10. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۳.
  11. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۳.
  12. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۳.
  13. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۴۳۴ق، ج۲، ص۲۸۳.
  14. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۶۴.
  15. فاضل مقداد، کنز العرفان، منشورات المکتبة المرتضویة، ج۲، ص۱۸۲.
  16. مغربی، دعائم‌الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۴۰.
  17. فاضل مقداد، کنز العرفان، منشورات المکتبة، ج۲، ص۱۸۲؛ مقدس اردبیلی، زبدةالبیان، المکتبة المرتضویة، ص۵۲۴.
  18. شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۲۸۱.
  19. فاضل مقداد، کنز العرفان، منشورات المکتبة المرتضویة، ج۲، ص۱۸۴.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۲۶۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۳۱.
  21. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۲۶۶.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۲۶۶.
  23. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۳۱.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۳۱.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیله، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار الإمام الخمینی، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌‎الدین بن علی، مسالک‌الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی التفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، دفتر انتشارات اسلامی، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • فاضل مقداد، عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، منشورات المکتبة المرتضویة للإحیاء الآثار الجعفریة، بی‌تا.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع‌الاسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مشکینی، علی‌اکبر، مصطلحات الفقه، قم، نشر الهادی، چاپ سوم، ۱۳۸۱ش.
  • مغربی، قاضی نعمان، دعائم‌الاسلام، قم، مؤسسه آل البیت علیهم‌السلام، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، زبدةالبیان فی آیات الاحکام، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ اول، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.