د دعوت آیت

د wikishia لخوا
د دعوت د آیت انځور (۱۲۵ نحل سوره )

د دعوت آیت (نحل سوره: ۱۲۵ ایت) د اسلام پېغمبر(ص) ته د خدای لور ته د خلکو د بللو لارې چارې ورزده کوي. پر دې اساس، خدای خپل پېغمبر ته امر کوي چې له دریو لارو، حکمت، ښې موعظې او لا ښه جدال (مناظرې) له لارې د اسلام دین تبلیغ وکړي.

مفسرانو په دغه ایت کې د حکمت مطلب هماغه علم او برهان ګڼلی چي د انسانانو له زړونو د شک د توږلو سبب کیږي او اوده عقلونه راویښوي. د هغوي په وینا نېکه موعظه چې په ایت کې پرې د دوهمې لارې په توګه ټینګار شوی له انساني عواطفو سره سروکار لري او د بدو کارونو پریښودلو او د ښو کارونو کولو ته د خلکو د هڅېدو سبب کیږي. هغوي لا ښه جدال (مناظره) له هغو کسانو سره ځانګړی ګڼي چې ذهن یې له غلطو مسلو ډک دی او باید د مناظرې له لارې یې ذهن خالي کړی شي چې د حق د منلو لپاره چمتو شي. په دې روده کې، د مقابل لوري له منلو وړ اصولو په استفادې سره هغه قانع کولی شي.

د مفسرانو په وینا د دعوت ایت،د پېغمبر(ص) دنده په دغه دریو طریقو کې منحصره کړې او دا خبره یې چې څوک یې مني او هدایتيږي او څوک کفر کوي، د خدای علم ته پرېښې ده.

کلي ټکي

د دعوت ایت د نحل سورې له څو نورو اخري ایتونو سره یو ځای د یو لړ اخلاقي اوامرو ټولګه ده چې له مخالفانو سره د چلند څرنګوالی بیانوي.[۱] مکارم شیرازي دغه اوامر د مخالفانو په وړاندې د اسلام د مبارزې روده او تاکتیکي اصول ګڼلې او باوري دی چې په ټولو زمانو او ځایونو کې ترې استفاده کېدلی شي. د هغه په وینا د اوامرو په دغه ټولګه کې، ځینې مواردو لکه دین ته د بللو څرنګوالي، سزا او عفوې او د توطئو په وړاندې درېدا ته اشاره شوې ده.[۲]

د نحل سورې په ۱۲۵ ایت کې، خدای تعالی خپل پېغمبر ته د منطقي او رغندو خبرو اترو لاره ورزده کوي[۳] او له هغه غواړي چې د حکمت، ښې موعظې او لا ښه جدال (مناظرې) له لارې خلک د خدای لارې ته وبلي.[۴] علامه طباطبایي دغه درې رودې د پېغمبر له خبرو سره مخصوصې ګڼلې او پېغمبر(ص) له دغه دریو لارو د خدای د دعوت په رسولو مامور ګڼلي.[۵] صادقي تهراني هم باوري دی چې دغه درې رودې له خلکو سره د خبرو اترو درې رکنونه دي چې له هر کبرجن او ضدي انسان سره د خبرو اترو لپاره له مجادلې استفاده کیږي او د پاک او روغ فطرت لرونکو انسانانو سره یوازې حکمت او موعظې ته اړتیا ده.[۶]

د محمد جواد مغنیه په وینا، د دې خبرې دلیل چې په دې ایت کې د حق لور ته د بلنې لپاره د دغه دریو رودو نامه اخستل شوې دا دی چې د دین تبلیغ او د خدای لور ته بلنه باید له هر ډول شبهې پاکه وي او مبلّغ انسان ته هم نه دي پکار چې د خدای لور ته بلنه په خلکو کې د خپل مقام د مضبوطولو وسیله وګڼي.[۷]

مفسرانو د ایت اخري برخه د دې خبرې نښه ګڼلې چې د پېغمبر(ص) دنده یوازې د پېغام رسول دي؛ خو دا چې څوک هدایت کیږي او څوک د کفر او ناشکرۍ لاره خپلوي،په دې یوازې خدای پوهیږي.[۸]

د آیت متن او ترجمه

﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [۱۲۵]﴾


( په حکمت او ښه نصیحت سره خلک د خپل رب لارې ته وبله او له هغوي سره په داسې (رودو) سره چې لا ښې دي مجادله وکړه په حقیقت کې ستا پالونکی د هغه چا (په حال) چې د هغه له لارې غړېدلی دی زیات خبر او هغه د هدایت موندونکو (په حال) هم ښه خبر دی.[۱۲۵]


د نحل سوره ۱۲۵ آیت



د خدای لور ته د بلنې درې طریقې

د نحل سورې په ۱۲۵ ایت کې د خدای لور ته د بلنې د دریو طریقو یعنې حکمت، ښې موعظې او لا ښه جدال نومونه اخستل شوې دي.[۹] شیعه متفکر او پوه مرتضی مطهري، په ایت کې په دغه دریو لارو کې انسانانو ته د بلنې د رالنډولو د سبب په اړه وایي چې ځینې انسانان د حکمت او تعقل او استدلال کسان دي چې ورسره باید د حکمت او تعقل او قوي دلیل له لارې خبره وشي. ځینې بیا جاهل او غافله دي چې باید موعظه ورته وکړی شي، ځینې بیا ضدي او زیلي دي چې باید د جدال البته د ښه جدال له لارې ورسره خبرې وشي.[۱۰] علامه طباطبایي دغه درې لارې هماغه په منطق علم کې د برهان، خطابه او جدل په نامه مشهورې لارې ګڼي.[۱۱]

حکمت

شیخ طبرسي، په دعوت ایت کې حکمت، قرآن ګڼلی دی.[۱۲] د علامه طباطبایي په باور حکمت هماغه منطقي برهان دی چې په نیتجه کې یې د مخاطب لپاره هیڅ شک او ابهام نه پاتې کیږي.[۱۳] ځینو مفسرانو هم حکمت علم او پوهه ګڼلې چې د فساد او بې لارۍ مخه نیسي، اوده عقلونه راویښوي او د حق او باطل تر مینځ د جدایۍ سبب کیږی.[۱۴]

موعظه

د خدای لور ته د بلنې دوهمه روده، د دعوت ایت په اساس، له موعظې استفاده ده چې د خلکو له عواطفو سره سروکار لري[۱۵] اود انسان روح او زړه ته نرمي، پوستوالی او مهرباني ورکوي.[۱۶] موعظه د بدو کارونو پرېښودلو او د ښو کارونو کولو ته د خلکو هڅول ګڼل شوې دي؛ په دې ډول چې بد کارونه د هغوي په نظر کې کرکجن او نیک کارونه ورته خوندور وي. د طبرسي په وینا، د ښې وینا واعظ د خلکو زړونه نرموي او په زړونو کې د خشوع او خضوع زړي کري.[۱۷] مغنیه هم د ښې موعظې په اړه وایي چې په دغه شان رودې کې باید له سزا کولو یا ملامتولو ډډه وشي او په کنایي طریقې سره له خطاکار سره خبرې وشي چې هغه په لاشعوري توګه د ګناه احساس وکړي.[۱۸] د مکارم شیرازي په وینا، موعظه په هغه بڼه کې کارندوالی لري چې له هر ډول تاوتریخوالي، لوړتیاغوښتنې، د مقابل لوري له سپکاوي او د هغه د ضد د احساس له لمسولو پاکه وي او که د دغه شرایطو خیال ونه ساتل شي، د اپوټه اثر کولو احتمال یې زیات دی.[۱۹]

احسن جدال

د دعوت ایت په اساس د خدای لور ته د بللو دریمه طریقه، احسن جدال یا مناظره ده. دغه روده له هغو کسانو سره ځانګړې ګڼل شوې چې د هغوي ذهن له غلطو مسالو ډک وي او باید په مناظرې سره یې ذهن خالي کړی شي چې د حق د منلو چمتووالی پیدا کړي. د دغه رودې په اړه هم ویل شي چې باید له سپکاوي، تحقیر او مخالفو خبرو کولو پاک وي چې پر مخاطب خپل اغېز وشیندي.[۲۰] علامه طباطبایي له امام صادق(ع) د یو روایت په نقلولو سره وایي چې له جدال احسن څخه مطلب، د قرآن د سنت مطابق مناظره کول دي چې پکې د خدای ادب د بېلګې او نمونې په توګه راځي.[۲۱] د هغه په وینا، جدال هغه حجت او دلیل دی چې مقابل لوری د هغو اصولو په اساس چې هغه یې په خپله مني، قانعوي.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۱۵۴؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش. ج۱۱، ص۴۵۵؛ فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۳، ص۳۲۱.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش. ج۱۱، ص۴۵۵.
  3. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۱۱، ص۳۵۶.
  4. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۰۵.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۱.
  6. صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۴۰۶ق، ج۱۶، ص۵۳۳.
  7. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۵۶۴.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش. ج۱۱، ص۴۵۵؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۵۶۴.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۱-۳۷۴.
  10. مطهری، آشنایی با قرآن، ۱۳۸۹ش، ج۵، ص۷۲.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۱-۳۷۴.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۰۵.
  13. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۱.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۴۵۵؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴،ص۵۶۴-۵۶۴.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۴۵۵.
  16. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۱-۳۷۲.
  17. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۰۵.
  18. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴،ص۵۶۴-۵۶۴.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۴۵۶.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۱، ص۴۵۶-۴۵۷.
  21. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۲، ص۳۷۳و۳۷۷.
  22. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۱ق، ج۱۲، ص۳۷۲

سرچينې

  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآن، ۱۳۸۷ش.
  • صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن، قم، فرهنگ اسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • فضل‌الله، محمدحسین، من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک، ۱۴۱۹ق.
  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران‌، دفتر مطالعات‌ تاریخ‌ و معارف‌ اسلامی‌، ۱۳۷۹ش.
  • مدرسی، محمدتقی، من هدی القرآن، تهران،‌ دار محبی الحسین، ۱۴۱۹ق.
  • مطهری، مرتضی، آشنایی با قرآن، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ش.
  • مغنیه، محمدجواد، الکاشف فی تفسیر القرآن، تهران، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، چاپ سی و دوم، تهران: دار الكتب الاسلاميه‌، ۱۳۷۱ش‌.