د سبأ قام
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د سَبَأْ قام په یمن کې له استوګنو عربو قامونو څخه و چې د مفسرانو په وینا د کفران نعمت او د پېغمبرانو د انکار په وجه په الهي عذاب اخته شو. دغه قام له ډېرو نعمتونو لکه ښې کروندې، له میوو ډکو باغونو، امن واټونو او د موذي حشراتو له نشتونه برخمن وو؛ خو د ناشکرۍ په وجه د مَأِرب بند د ماتېدو له امله د هغوي ښیرازه ځمکه او شنه باغونه تباه شوو او خلک یې د عرب ټاپو په مختلفو سیمو کې خپاره شول.
قران په سبا سوره کې د سبا قام قصه بیان کړې ده. تفسیري او تاریخي سرچینې د سبا قام لپاره ځینې ځانګړتیاوې لکه پوځي طاقت، له ابادۍ او رغاونې سره مینه، او د بوتانو او لمر عبادت بیان کړې دي. دغه قام په انجنیرنګ او نجوم کې په مهارت سره حیرانوونکې ودانۍ لکه صرواح او مارب معبدونه او مارب بند جوړ کړی و.
د سبا قام او د سبا د ملوکې قصه د سبا سورې په ۱۵ ایت او د نمل سورې په ۲۲ ایت کې راغلې ده.
پېژندګلو او حیثیت
د سبا قام، د عربو له لرغونو قامونو او د سبأ بن یَشجُب یا یَسجُب[یادداښت ۱] له نسله وو چې له ۱۰۰۰ تر ۷۵۰ میلاد مخکې کاله په یمن کې اوسېدل.[۱] د څېړاندو په وینا، هغوي اول د جزیرة العرب په شمال کې اوسیدل. بیا د جزیرة العرب جنوب ته لاړل او د مارب په شان سیمو کې استوګن شول چې وروسته په سبا ټاټوبي مشهور شو.[۲]
په قرآن کې د سبا په نوم یوه سوره ده چې د سبا قام قصه بیانوی. د دغه سورې له ۱۵تر ۱۹ ایتونو، په خپلو ځمکو او شنو باغونو کې د خدای له نعمتونو د دغه قام د برخمنېدو خبره راغلې چې د نعمتونو له کفرانه وروسته د عرم په لوی سیلاب سره لولپه شول. همداراز د نمل سورې له ۲۲ تر ۲۴ ایتونو هم د سبا قام او د سبا د ملوکې (بلقیس) د پیاوړې حکومت په اړه د هدهد خبر او له سلیمان (ع) سره د هغې د کتنې او پرې ایمان راوړلو ته اشاره شوې ده.
ځېنو مفسرانو په اوږدو پېړیو کې د سبا قام د لوی تمدن پټوالی او په نولسمه میلادي پېړۍ کې یې کشفېدل د قرآن له غیبي خبرونو او د قران د علمي معجزې په توګه ذکر کړی دی.[۳] د ځینې څېړاندو په باور، د سبا قام په اړه د قرآن راپورونه په دوو سورو، نمل او سبا کې، د سبا قام د ژوند د دوو تاریخي پړاوونو په اړه دي،[۴] پر دې اساس له عرم سیلابه وروسته د سبا قام ختمېدل، د حضرت سلیمان له پړاوه څو پېړۍ وروسته بڼه خپله کړې او د حضرت سلیمان (ع) په زمانه کې د سبا ملوکې قام پکې نه شاملیږي.[۵]
د ځينو څېړاندو په راپور، د «سبا» نوم ته په تورات کې هم د یو تاریخي قام په توګه اشاره شوې ده.[۶]
ځانګړنې
په تاریخي او تفسیري سرچینو کې، د سبا قام ځینې ځانګړنې لکه پوځي طاقت، ابادي د هغوي د ځمکې ابادۍ او رغاونې او بت پالنه بیان شوې دي.
توحید او بت پالنه
قرآن د سبا قام یوې ډلې ته اشاره کوي چې د قیامت په ورځ او له مرګه وروسته ژوند باندې یې ایمان درلود[۷] او د خدای په ربوبیت قایل وو.[۸]د تاریخي او تفسیري سرچینو په نقل، د سبا قام ځینې نورې ډلې هم وې چې یا یې په خدای عقیده نه لرله او یایې د لویو معبدونو په جوړولو سره د لمر ، سپوږمۍ، ستورو او د هوسیو او غواګانو[۹] په شان حیواناتو عبادت او د «یغوث» بت پرستش ته مخه کړې وه.[۱۰] د دیني څیړاندي بي ازار شیرازي په وینا، د سبا خلکو عقیده لرله چې د غوا دوه ښکر چې د هلال په شکل دي، د زهره ستوري د دیوي بېلګه دي.[۱۱] ځینې څېړاندي په دې باور دي چې په ځينو پړاوونو کې د سبا قام په مینځ کې یهودیت هم دود پاتې شوی دی.[۱۲]
پوځي طاقت
څېړاندو د سبا قام تاریخ په دوو پړاوونو مکربیان (سرواح پلازمېنه) او سبائیان (مارب پلازمېنه) وېشلې دي؛ خو د دغه پړاوونو د نومونو او د حکومتونو د مودو په اړه یې کره معلومات نه دي ذکر کړې.[۱۳] ډېرو سرچینو خبر ورکړی چې د سبا پاچاهي، د عربو په مینځ کې او د یمن له ډېرو مشهورو او پیاوړو حکومتونو څخه او په رومیانو او یونانیانو کې هم مشهوره وه او له پوځي او دفاعي اړخه یې پریمانه او ډېر فرمان وړونکي سپایان لرل.[۱۴] د نمل سورې په ۲۲ ایت کې، د حضرت سلیمان (ع) د حکومت د طاقت په وړاندې د سبا حکومت پوځي توان ته اشاره شوې ده. د دغه راپورونو له مخې، د سبا قام ښځې په ډېرو لوړو دیني، حکومتي او پوځي پوسټونو کې له سړو سره له برابرو حقوقو برخمنې وې.[۱۵] ځینې څېړاندو په تاریخي سرچینو په تکیې سره، د سبا قام لوی تجارت د سرو زرو او مریانو تجارت، د عطرو جوړولو او د قیمتي ډبرو تجارت ګڼلی دی.[۱۶]
ابادي او رغاونه
سبا قام ابادولو او رغولو ته ځانګړی پام درلود،[۱۷] دا خبره د سبا له حکومته په پاتې ډېرو لیکنو کې په ځینو عبارتونو لکه بیارغاونې، جوړولو او اصلاح، سره ذکر شوې چې پراختیا او ترقۍ ته د هغوي د ځانګړي پام ښودنه کوي.[۱۸] ځینو څېړاندو د سبا قام د هڅوب له پاتې اثارو څخه د صرواح ښار مشهور معبد او د مارب (د بت پالنې سمبول) مشهور معبد ګڼلی چې د سپوږمۍ دیوي لپاره د ۳۰ قدمونو په اندازه اوږدو ډبرو څخه جوړ شوی و.[۱۹]
په قصص قرآن کتاب کې د سید صدرالدین بلاغي په وینا، د دغه معبد او د یو بند جوړښت، په انجنیرنګ او نجومو علم کې د سبا قام د مهارت ښودنه کوي.[۲۰] همداراز په ځینو تفسیري او تاریخي سرچینو کې، د مارب تاریخي بند جوړول او د اوبو د ښه استعمال لپاره د هغه له دریچو استفاده، د سبا قام د انجنیرنګ له بریاوو ګڼل شوې ده.[۲۱]
د نعمت کفران د عذاب د نازلېدو سبب
- اصلي مقاله: د نعمت کفران
ویل کیږي چې د سبا وطن له پریمانه مادي او معنوي نعمتونو برخور و[۲۲] او د بند په جوړولو سره یې ښیرازه کروندې او پریمانه میوه دارې ونې لرلې.[۲۳] د دغه ټاټوبي په توصیف کې لیکل شوي چې خلکو په یو بل پورې جوخت دوه باغونه لرل چې اوږدوالی یې د لسو ورځو لارې په اندازه و.[۲۴]
همداراز لیکل شوي چې په ژمي او اوړي کې ساړه او ګرمي ځوروونکې نه وې[۲۵] خلک یې د سفر په وخت له شوکمارو او داړونکو حیواناتو په امن کې وو[۲۶] او د نعمتونو د زیاتوالي په وجه یې د لارې توښې ته اړتیا نه لرله.[۲۷] د مفسرانو په وینا، سبا قام د دغه ټولو خدای ورکړو نعمتونو په وړاندې ناشکري وکړه او خدای یې هېر کړ[۲۸] او د الهي پېغمبرانو په تکذیب اخته شول او د خدای شکر یې ونه وېسته.[۲۹] کبر به یې کاوه او طبقاتي اختلافاتو ته یې لمن وهله.[۳۰] همدار ناشکري د الهی عذاب (د عرم سیلاب) د نازلېدو سبب شوه.[۳۱]
په عرم سیلاب سره د قام تباهي
- اصلي مقاله: د عرم سیلاب
د مفسرانو په وینا، د الهي عذاب د واقع کېدو په وخت، صحرایي مږو د بند (ډیم) داخلي دیوالونه خراب او د بند د ړنګېدو سبب شول. دغه پېښه د ډېر لوی سیلاب سبب شوه چې چارپایان یې له مینځه یوړل او شنه باغونه یې د ترخو او نه خوړل کېدونکو میوو په باغونو بدل کړل.[۳۲] له دې پېښې وروسته، د سبا خلک له خپل وطنه خپاره شول او د جزیرة العرب مختلفو سیمو ته وکوچېدل.[۳۳] غَسّان قبیله شام، قضاعه قبیله مکې، اسد قبیله بحرین، انمار قبیله یثرب او خُزاعه (جُذام) قبیله مکې او اَزد قبیله عمان ته لاړه.[۳۴] دغه کډوالي دومره پراخه وه چې د عربو په خلکو کې په یو متل بدله شوه چې: «تَفَرّقُوا اَیادِی سَبأ»؛ یعنې د سبا لاسونه خواره واره شول.[۳۵]